!ماته بېړۍ، توپاني هوا او ناروغه ماڼو

د عبدالوحيد وحيد ليکنه

0 615

تاريخ ګواه ده چې د ملتونو په ژوند کې کله له خوښيو ډکې شېبې، کله په تراژيديو کې نښتى ژوند ، کله توره تياره، کله سپين سبا، کله له وياړونو ډک او هسکه غاړه ژوند او کله د وياړ او عزت له مرګ سره مخامخ کيدل راځي، خو مونږ د خپلمنځي  جنجالونو په لومه کې نښتي، له وروڼو سره په جګړه کې اخته او د پرديو  د لاس اله يو. د ستونځو په داسې ګرداب کې بند پاتې يو چې نه مو ژوند په هسکه غاړه تېريږي او نه مو مرګ له ځانه سره افتخارات راوړي.

ولسمشر غني وايي له تيرو څلويښتو کلونو راهیسې نړيوالو زمونږ سوله ګاڼه کړې ده، خو زه بيا داسې فکر کوم چې له تيرو څلويښتو کلونو راهیسې مو مشران د واک تندې ړانده کړي دي،  د حل تر عنوان لاندې د واک د انحصار په فکر کې دي. واک د مقدساتو او ارزښتونو د چوپړتيا او خونديتوب لپاره نه، بلکې د ارزښتونو او مقدساتو نوم د واک ترلاسه کولو لپاره کاروي. له تره کي رانيولې تر  غني پورې ټول په همدغه رنځ اخته دي. غني ته په واک کې د ځان پاتې کيدل جمهوريت، د لاسته راوړنو خوندیتوب او ايکي يوه حل لاره ښکاري. طالبان يوازي د اسلامي امارت قيام سوله ګڼي، نو ځکه ولس ناهيلۍ شوى دى. مجبور ده چې د نجات هيلې په پرديو پورې وتړي.

د خليلزاد په مرموزو عزائمو او پټو ارادو مې پخوا هم شکونه درلوده او په دغه تړاو مې ليکنې هم کړي دي. سره له دې چې نوموړئ افغانى الاصل ده، خو هره خبره کولاى شي، هر ډول يې تعبیرولاى شي، هره حربه کارولى شي، هره بڼه خپلولاى شي او هر نيرنګ اخيستى شي. د امریکا د ملي امنیت د سلاکار له خولې مې يو نقل قول اوريدلى وه چې ټرمپ په يوه ناسته کې وويل؛ “خليلزاد يې ځکه د افغان قضيې لپاره د بهرنیو چارو د وزارت د استازي په توګه ومانه چې اوريدلې يې وه، دا خورا دوکه کونکئ او چلباز باز سړى ده”
له دې سره سره مو بيا هم د خليلزاد په طرحه پورې د خپلو هيلو غوټې تړلې دي، ځکه چې مونږ اوبو په سر اخيستې يو. ځګونو ته هم د نجات لپاره لاسونه وراچوو. په خپله د خپل حالت د بدلون وړتیا مو سلب شوې ده. له بند څخه د ملابرادر د ازادي، د قطر دفتر د پرانستلو،  له امریکا سره د طالبانو د تړون لاسلیک  او د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره خو مونږ دعاوې وکړي او نذرونه مو ونيول، خو متاسفانه چې اوس مو د هيلو اخرى څرک هم ورک شو. په بين الافغاني مذاکراتو پورې تړلې هيلې مو هم په ناهيلي واوښتې.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پيل او پاى نه له مذاکراتي نورمونو سره سمون خوړ او نه هم د مصالحې په معيارونو برابر وه،  نه  افغانان د خبرو د اجندا او د پريکړو له جريان څخه خبريدل او نه هم نړیوال په اعتماد کې اخیستل شوي وه. يوازي دومره پوهيدو چې هوکړه لیک ابهامات او نيمګړتياوې درلودې ځکه يې ستره برخه له افغانانو او نړیوالو څخه پټ ساتل شوى ده. اوس داسې ښکاري چې دغه ټولې نيمګړتياوې او ابهامات بربنډ شوي دي.

د تاريخ پاڼو ته په کتو د شوروي ځواکونو د وتلو په مهال د جينوا له تړون څخه نيولي د بن تر تړون او د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تر هوکړه لیک پورې د افغانستان په تړاو ټولې پريکړې د پرديو په نوښت او منځګړتوب شوې دي. په مونږ کې د پياوړې ارادې،  قرباني او وړتيا د نشتون ښه بيلګه د دوحې اوسني بين الافغاني مذاکرات دي چې متأسفانه مطلقاً ناکام ښکاري. مونږ له بده مرغه په خپلو منځو کې د شخړو د ختمولو په هکله له تيرو څلويښتو کلونو راهیسې ښه تاريخ نلرو.

دا چې زمونږ  د دواړو اړخونو مشران د خپلمنځي اختلافاتو د ختمولو لپاره ولس قرباني کوي، خو په خپله ځان کې د قرباني اصل ته ژمنتيا نلري. په دغه ډول شرایطو کې چې بيړۍ مو ماته ده، شپه تياره، هوا توپاني او د بيړۍ چلونکۍ (ماڼو) د نجات ساحل ته د بيړۍ د رسولو وړتیا نلري، نو مونږ هم اړ يو چې خپلو هيلو ته د پرديو په پلانونو کې ځاى ورکړو، ځکه اوس راته د سولي په تړاو د امریکا د اوسني حکومت تازه هلې ځلې، وروستۍ طرحه او د امریکا د حکومت په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو د وزیر لخوا افغاني اړخونو ته  بربنډه او تُنده لهجه  د ستاينې وړ دريز ښکاريږي. د مسکو غونډه د يأس او اميد ترمنځ په نيک شګون منم او د ټرايکا رسنيزه اعلامیه د افعانستان په تړاو د سترو هېوادونو سنجول شوۍ او اغيزمن ګام ګڼم.

زما په اند مونږ  د خپلو  کورنیو نيمګړتياو له امله طوعاً وکرهاً اړ يو، له داسې لوري څخه هم مرسته وغواړو چې په افغانستان کې زمونږ ګټې د هغوى له روا ګټو سره ټکر ونلري، ځواکمن وي، په دواړو خواو اغيزې ولري، د سيمې د هېوادونو ترمنځ د سياليو درک ولري او زمونږ د کورنیو ستونځو، رقابتونو او نزاکتونو په عمق باندي پوه وي.
زه دلته له پاکستان او ايران سره د افغانانو د دومره لوړې کچې بې باوري او عقدو پاللو خبره نه کوم چې دومره په لوړه کچه حساسیت او عقدو پاللو ته اړتيا شته که نه؟
که وي نو ګټه لري که نه؟

که ومنو چې زمونږ د ولس منفي احساسات، د باور نشتون او د ذکر شويو ګاونډيانو تيرې کړنې په پام کې ونیسو، نو له دواړو ګاونډیو څخه د خير ښيګڼې تمه به خيال او خوب وي، خو دا هم انکار نه منونکئ واقعيت ده چې که له دواړو هېوادونو سره په زړه پورې لکه د وروڼو په شان دوستانه اړيکې نشو درلوداى، نو په محتاطانه ډول له دواړو ګاونډیانو سره نورمال اړيکې ساتل شونۍ کار،  اړتیا او مجبوری ده. زمونږ د منځنۍ اسیا ګاونډي هېوادونه لکه ترکمنستان ازبکستان او تاجکستان، نه دومره ځواکمن دي، نه له اړتیا سره سم په افغانستان کې اغېزې لري او نه دومره نړیوال اثر او رسوخ لري چې د افغانستان کورني اړخونه ګاونډيان او مطرح نړيوال لوري په يوه منل شوي فورمول باندي سره راټول کړي. هندوستان او سعودي عربستان د افغانستان په قضیه کې په ژوره توګه ننوتي ځواکمن هيوادونه دي، خو ستونځه يې داده چې دغه دواړه هېوادونه بالترتيب له پاکستان او ايران سره دښمني لري. که هند او سعودي هريو په افغانستان کې محوري رول ولري رقيب هيواد يې د ځان لپاره پارونکئ عمل ګڼي او زيان يې د نيابتي جګړو د پيلولو په شکل کې مونږ ته رسيږي.

زما په اند امریکا چين او روسيه زمونږ په هیواد کې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د سولې پلوي دي. دا داسې سيناريو ده چې زمونږ او د يادو درې واړو هېوادونو ګټې سره غوټه کيږي. درې واړه ځواکمن هيوادونه دي، په افغانستان کې اغيزې لري، ګډې اقتصادي ګټې لري. امريکا له اوږدې جګړې ستومانه شوى دى، روس او چين د خپل واک او اغيزو لاندي سيمو ته د تندلاري، افراطیت او مخدره توکو ليږد په تړاو ګډې اندېښنې لري. د هغوى ګټې تامينول او اندېښنو ته ځواب ويل زمونږ له ملي ګټو سره په ټکر کې نه راځي، خو داسې ښکاري چې کارى استقامتونه او ليدلوري يې توپير لري. د افغان مشرتابه  فعاله او متمرکزه تګلاره کولاى شي دغه توپير له منځه يوسي. که د افغانستان حکومت د خپلو کاري او اغيز لرونکو تګلارو  په جوړولو او کارولو وکولاى شي د پورتنیو نزاکتونو او حساسيتونو په تناظر، په ګاونډ او سيمې کې د جيوپوليتيک جيو ستراتیژیک او جيواکناميک بدلونونو په چوکاټ کې، امریکا چين او روسيه له افغانستان سره د ګډو ګټو په چوکاټ کې ګډ کار کولو ته تيار کړاى شي، نو لرې نه ده چې زمونږ هیواد ته د سولې په راوستو کې به سترې برياوې ترلاسه شى.

د ښېرازه ارام او سرلوړي افغانستان په هیله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply