د فرخندې شپـږم تلین او زموږ د هېواد عدالت

آصف بهاند

0 523

د فرخندې شپـږم تلین او زموږ د هېواد عدالت

عرض

آهای!!!

د لوړو کلو خلکو،

غږ مې در رسي که نه؟

 دغه دی چغې وهم

وژني مې،

وهي مې،

سوځوي مې

خلاصولای مې شئ؟؟؟

آصف بهاند

۲۰/۰۳/۲۰۱۵

هیدرسلیف،

ډنمارک

د فرخندې د وینو هر داغ ژبه لري او هره ژبه په لوړ غږ سره د ټولو په آدرس نارې وهي:

ستاسو د وطن د عدالت په تله کې او ستاسو د وطن د شریعت په دایره کې زما د قاتلینو محکمه

تر کوم ځای پورې ورسیده؟؟؟

د فرخندې د وینو هر سور څاڅکی زموږ د ټولنې د انسانیت پر تندي باندې تور داغ دی.

                                                                          (آصف بهاند)

له نن څخه شپـږ کاله وړاندې د کابل په زړه کې، د واکدارلانو د دربار په دوه ــ درې سوه مترۍ کې د ټوپکیانو دویم نسل، د فرخندې په نامه یوه بېگناه بلبله داسې وویشته او ووهله چې بڼکې یې ورته تویې کړې، له الوت څخه یې وغورځوله، د موټر تر ټیرونو لاندې یې کړه، پوړنی یې ورنه لرې کړ، ویښتان یې ورته وشکول، په ناکړې گناه یې، د «نعرې تکبیر» په ویلو سره، تر هغو پورې ووهله چې نه وینه پکې پاتې شوه او نه هم سا؛ بیا یې د کابل سین په نامه په یوه لوی دیگي کې ورواچوله او د خپل جهادي عدالت؟ اور یې ورباندې بل کړ، خو…

اوس که څوک وپوښتي چئ:

وروره!

هغه د فرخندې دوسیه څنگه شوه او تر کوم ځای پورې ورسېده؟

نو په ځواب کې به خامخا واورې چې:

ځه ورورکه هغه اوس هېره شوه، ته یې هم هېره کړه.

د فرخندې د وهلو ـ ټکولو او بیا سېځلو له هماغې لومړۍ شېبې څخه ما پر دې باندې د بل کړای شوي اور په لمبو کې ځان سېځلی او الیلی گڼلی او له هماغې شېـبې، بیا تر پروسږکال پورې، هر کال د دې د مظلومیت د غږ د پورته کولو له پاره یو څه لیکلي دي چې سرلیکونه یې دا دي:

ــ بې دفاع فرخندې ته،

ــ د فرخندې د وینو سره خالونه، د انسانیت پر لمن تور داغونه،  

ــ اول وهي بیا سوځوي مې، خلاصولای مې شئ؟ (د فرخندې لومړی تلین

ــ د «تیر په هیر» په سیوري کې، هیره شوې فرخنده،

ــ د اشرف المخلوقاتو استعفی (د فرخندې څلورم تلین)،        

ــ د فرخندې پنځم تلین او زموږ د ټولنې عدالت.

د فرخندې د شپـږم تلین په پار به د خپلو یادو خپرو شوو مقالو څخه یوه لنډه مقاله دلته را واخلم چې د فرخندې د مظلومیت یو ښه انعکاس گڼل کېږي:

د فرخندې د وینو په بیه،

د فرخندې د کباب شوي بدن په بیه،

او د فرخندې د ژوند په قیمت سره د ټولنې چیز فهمه خلک باید پوه شي چې زموږ د ټولنې فکري سطحه په کومه پوړۍ کې ده. د فرخندې د وینو هر سور څاڅکی زموږ د ټولنې د انسانیت پر تندي باندې تور داغ دی.

زموږ په جګړې ځپلې، فقر او نا پوهۍ کې را ایسار او جاهلانو په خپل لاس نیولې ټولنه کې له هر انسان سره، له ښځو سره او بیا له فرخندې سره د شوي ظلم مسأله هر با درده، با درکه انسان او افغان دردمن کړی دی. هر چا په خپل وار سره د خپلو سترګو او خپل ذهن له کړکۍ څخه دې ظلم او دې غمیزې ته په کتو، خپل احساسات او نظریات څرګند کړي دي.

هوښیار خلک او هوښیارې بیدارې ټولنې هغه دي چې د منفي پیښو او غمیزو د پيښیدو مخنیوی، مخکې له مخکې وکړي، ځکه چې د منفي عمل له تر سره کیدو او د غمیزې له رامنځ ته کیدو وروسته افسوس کول او لاس ټکول هیڅ درد نه دوا کوي.

د فرخندې د وهلو، کشولو، بام ته خیژولو، بیرته را غوځولو، موټر لاندې کولو، سوځولو او کباب کولو نه وروسته د افسوس او ارمان کولو پر ځای باید دا پوښتنې مطرح شي:

ــ دا حالت، دې ټولنې ته څه وخت له چا سره راغی؟

ــ د وحشت او جهالت دا قانون پر دې ټولنې او پر دې خلکو چا، څنګه حاکم او جاري کړ؟

دا دی فرخنده د دې وحشت او جاهلانو ښکار شوه او که یې غم ونه خوړل شي، سبا ته د نورو فرخندو وار هم په مخ کې دی.

زه دا سمه نه بولم چې میډیا ولیکل او وویل:

«… نن د فرخندې مړی د سلګونو تنو په ګډون خاورو ته وسپارل شو…»

که لږ انصاف یې کړی وای، باید لیکلی او ویلي یې وای چې:

د فرخندې د نازک سوځول شوي بدن سکاره خاورو ته وسپارل شول.

د فرخندې د نازک بدن په وینو لړلې ټوټې د وروسته پاتې خرافي جاهلې ټولنې د نا پوهۍ په اور پخې شوې او دا پوخ شوی تخم وکرل شو، نا څاپه یې د ظلمونو په همدې پسرلی کې غوټۍ وکړې، غوټۍ یې وغوړیدې او په غوړیدو سره یې د پوهې او نا پوهۍ، د خرافاتو او علم په منځ کې د برید کرښه را کش کړه او د ظلم له اور نه د راټوکیدلو ګلانو هره پاڼه یې د نا پوهۍ، ناروا او ظلم ستوني ته تیره تیغ شو او دا تیره تیغ به تر ډیرو پورې د نا پوهۍ او ظلمونو مخ کې د سپر په څیر ولاړ وي.

د علم، تکنالوژۍ او پوهې په دې عصر کې چې زه په خپل هیواد کې له داسې پيښو او غمیزو خبرېـږم، زه شرمېـږم چې ځانته انسان ووایم، ځانته افغان ووایم او ځان ته د داسې کسانو هېـوادوال ووایم چې انسان ته، هغه څوک چې د مځکې په کره کې ، د خدای خلیفه ګڼل شوی،  هغه د ثواب او جنت ته تلو په خاطر ووهي، ووژني، په واټونو او لارو کې یې لکه مرداره راکش کړي او بیا یې د اور په لمبو کې وسوځوي.

ما په کابل کې سترګې غړولي دي، ما د خدای نور د لومړي ځل له پاره په کابل کې لیدلی دی، ما په کابل کې خاپوړې کړې دي، زما ماشومتوب، کوچنیتوب، ځواني، زدکړې، ویرونه، خوښۍ او… هر څه په کابل کې تېـر شوي دي، خو اوس له بده شامته د دې لیدل هم را په برخه شول چې زما په زېـږنتون کې زما په وړکتون کې، زما په ښوونځي او پوهنځي کې او زما د خوښیو او… په بڼ کې، د تاندو ځوانو څانکو د سوځولو دود هم رامنځته شو او په دې ډول یې د کابلیانو له وړکتون نه نیولې تر پوهنتون پورې بڼ نه وحشتـتون جوړ کړ.

بودا دوه زره پنځه سوه کاله پخوا په خپلو زرینو اصولو کې ویلي وو:

«ځان له ځانداره نه اخستل»

ښايي د همدې زرین اصل پر بنا یې د څارویو وژل، حلالول او خوړل منع کړي وي، خو موږ د یوویشتمې پیړۍ په پنځلسم کال کې د انسانانو له غوښو نه کباب جوړو او په مقابل کې د ثواب تمه هم لرو.

دا ده زموږ تمه کول،

دا دی زموږ کباب پخول،

او دا دی زموږ ثواب ګټل.

د فرخندې په وژلو او سوځولو سره یو ځل بیا نړیوالو ته وښودل شوه چې افغانان له فکري پلوه په کوم عصر کې ژوند کوي. په دې عمل سره دا ثابته شوه چې په افغانستان کې ځینې خلک ژوند ــ چې  الهی نعمت دی ــ نه غواړي، د ژوند او تمدن پر لیکه نه، بلکې پر ضد یې روان دي.

څو ورځې مخکې د مارچ اتمه وه د ښځې په صفـتـونو مو ستوني ورته وشکول، خو په همدې مارچ کې چې لا خلاصه نه ده، ځینو ښاغلو؟؟؟ هېـوادوالو مو یوه ښځه اول ووهله، ویښتان یې د ثواب له پاره پرې وشکول، وینې یې پرې وبهولې، و یې وژله بیا یې د خدای دنده خپله تر سره کړه، دوزخ یې په همدې دنیا ورته ورغاوه او دا یې  په کې وسیځله.

په خپله خدای هم د ټولو ګنهکارانو له پاره تر آخرته صبر کوي، خو موږ… موږ پر ځان څه نوم کېـږدو؟

وږي نه یو، خواړه په «برغولي» غواړو.

توره مو وکړه ، د خدای خلیفه، او یو نازک بدن مو د تکفیر په تور په اور کې وسیځه، د خدای کار ته موږ بډې ووهلې، د هغه کار موږ په دې دنیا سر ته ورساوه. دا په خپله تکفیر دی چې د خدای په واک او اختیار کې موږ ځان شریک ګڼو.

که قرآن سوځوونه کفر وي او عاملین یې په اور کې د سوځیدو لایق وي، نو راشئ دا پوښتنه مطرح کړو چې:

آ د جهاد؟ په نامه یې چې ښارونو ته راکټونه را شړل، ښوونځي یې سوځول، کورونو ته یې اور آچاوه،

آ د جهادي ټوپکیانو خپلمنځي جګړې او…

آیا په هغو کې به په لکونو ټوکه قرآنونه نه وي سوځیدلي؟ میډیا یې په سل ګونې ځلې ویدیو ګانې خپرې کړې. د هغو تر سره شوو اعمالو ځینې عاملین چې تر خاورو لاندې شوي، زیارتونه ورباندې جوړ دي عبادت یې کېـږي او ځینې عاملین یې چې ژوندي دي اوس هم برند او سرې سترګې ګرځي او فتواوې صادروي، په واک کې هم ناست دي او واک ترتله خپل میراثي حق بولي. په قرآن کې بم ځا پر ځای کړای شو، و چول شو، د هغه په وسیله قرآن او د خدای خلیفه دواړه ټوټې ـ ټوټې او د اور خوراک شول او…

ولې د غه د اسلام او قرآن جاهل مدافعین هغو ته څه نه وايي چې په لکونو ټوکه قرآنونه یې وسوځول او د خدای خلیفه یې هره ورځ واژه او اوس یې هم په مرګ صرفه نه کوي، او یوه ښځه په نه سوځولو باندې اول  وژل کېـږي او بیا یې مړی سوځول کېـږي، واه، واه زنده باد…

«زه یې په لیــدلو او ویــلو ګنــهکار شومــه

نور یې په کـولو او عمل باندې ښاغلي دي»

دا د نا پوهۍ او خرافاتو خبیثه اروح چې اوس زموږ پر ټولنې باندې حکومت کوي، د دغو غیر انساني اعمالو په لیدلو سره باید دا پوښتنه مطرح شي چې دا د وحشت قانون دې ټولنې ته چا راوړل، دا د وحشت قانون څنګه پر دې ټولنې او خلکو باندې حاکم کړای شو؟ او څنګه اوس دا تاو تریخوالی په دود او کلتور باندې بدل شوي دي؟

«که شپه تیاره ده، مڼې په شمار دي.» هر څه ښکاره دي، موږ ځان نه ورباندې پوه کوو.

څه ترخه واقیعتونه چې زموږ په ټولنه او خلکو کې په عیني ډول لیدل کیږي او له بده مرغه حاکم هم دي؛ له دې نه د خلاصون له پاره قلموالو سره، روڼ اندو سره او وطن دوستو او انسان دوستو سیاستوالو سره ښايي چې د نوي نسل روزلو ته د متمدنې نړۍ د منل شوو علمي اصولو په چوکاټ کې جدي او له پخوا نه نوره پسې جدي پاملرنه وکړي.

د دې نسل ډیره سلنه خو په داسې فکري نا روغیوو اخته شوې ده چې بیرته یې له دې ناروغي رغول او خلاصول یا ډیر ستونزمن دي او یا نا شوني. ښه دا ده چې خپله ټوله پاملرنه نوي نسل او د هغوی روزلو ته ور واړوو او خپله شتمني او انرژي په هغه چا باندې مصرف کړو چې یو څه ترې جوړیدای شي، نه په هغه چا چې لکه سړه اوسپنه نه بدلیدونکي دي. موږ باید ځان پوه کړو چې لاس تر زنې او د بل چا په تمه کیناستل، «د سړې اوسپنې خوشې ټکول دي»

دلته یو ځل بیا خپله هغه خبره په تکرار سره را اخلم چې څو ورځې مخکې مې په خپله فیسبوک پاڼه کې د فرخندې د وژلو او سوځولو د غمیزې له پاره لیکلې وه:

د فرخندې د وینو په بیه،

د فرخندې د کباب شوي بدن په بیه،

او د فرخندې د ژوند په قیمت سره د ټولنې چیز فهمه خلک باید پوه شي چې زموږ د ټولنې فکري سطحه په کومه پوړۍ کې ده. د فرخندې د وینو هر سور څاڅکی زموږ د ټولنې د انسانیت پر تندي باندې تور داغ دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply