!اوږده مزلونه او ورک منزلونه

د عبدالوحيد وحيد ليکنه

0 116

که د تېرو څلورو لسيزو د نظامونو د ناکامي لاملونه وڅېړو، نو په فکري نظرياتي او سياسي ليدلوريو کې له زياتو اختلافاتو او توپيرونو سره سره يې د ناکامې مشترک لاملونه درلودل.
له کمونستانو، مجاهدينو او طالبانو را نيولې تر نننۍ ديموکراسي پورې د ټولو د ناکامې مشترکه ستونځه د واک انحصاري فکر، افراطیت کړنې او د افغانستان په دوديزه عنعنوي ټولنه باندي له معتقداتو څخه نيمګړئ تعبير او له ذهنيت جوړولو پرته له بهر څخه وارد شوي دودونه او نظريات تپل ګڼلاى شو.

خلق او پرچم نه يوازې واک مطلقاً انحصار کړى وه، بلکې هغه تيوريک سوسياليستي نظريات يې زمونږ په ټولنه باندي له افراطی ذهنيت سره د ډنډې په زور عملي کولو هڅه وکړه چې د مسکو کمونستانو هم په همدغه شډله توګه نه وه عملي کړي. دغو دواړو ډلو له څورلس کاله ناکامي جګړې وروسته د خپلمنځي اختلافاتو له امله د مجاهدینو له داسې ډلو سره يو ځاى شول چې د واک د انحصار مفکوره يې درلوده.

د مجاهدینو ډيرى مشران هم د واک د انحصار په رنځ اخته شو. ديني او ملي رسالتونه او ټولنیز ارزښتونه يې په پام نه نيول. په يوه او بله بانه د واک په سر جګړه کې لتاړ شول او کابل يې ونړاوه. ملي او شخصي شتمنئ چور شوې او د خپلواکي مقدسه جکړه بدنامه او د ازادي د لارې د سپيڅلو شهيدانو له وينې سره يې خيانت وکړ.

طالبان چې د افغان ټولنيز بدن يوه محرومه مذهبي ډله وه، د کورنیو جګړو د ختمولو لپاره راپورته شوه، ولسي ملاتړ يې ترلاسه کړ، خو د واک ترلاسه کولو وروسته يې خپل حکومت ته انحصاري بڼه ورکړه. په کور دننه او بهرنۍ تګلارو کې يې د افراطیت  او د نورو د نفى کولو سياست يې برمخ يووړ. په لمړي سر کې د واک وږي تږي نه وه، خو په نورو افغانانو باندي د بې باوري له امله  يې په يوازې سر حکومت کول غوره وګڼل او همدغه نفسياتي ستونځه د هغوى د ناکامې لامل وه.

د ديموکراسي په تيرو دوه لسيزو کې هم واک عمدتاً د کورنیو جګړو د يوې خوا او له لويديز څخه د راغلو ترمنځ وويشل شو او عمدتاً د بن د ناستې ويش د نورو له شرکت پرته انحصاري شکل ونيوه. په ځينو مواردو کې لکه د ټاکنو د بنسټ ايښودلو، د بيان ازادي، زده کړو، اقتصادي ودې، د بنسټونو ودانولو، نړيوالو اړيکو رغولو او په ځينو نورو برخو کې له جزوي او ټکنيو لاسته راوړنو سره سره په افغان ټولنه باندي د ديموکراسي او له ترهګرۍ سره د جګړې تر عنوان لاندې د فساد ظلم وحشت داسې څپې تيرې شوې او لاهم دوام لري چې افغانانو په ولسواکي او د ديموکراسي په سيستم باندې باور له لاسه ورکړ.

د مخالف اړخ لخوا د ژوند ګواښل کيدو په مقابل کې پياوړي فکري روزنه، عقيدوي تړون، مستحکم عزم، پياوړي اراده، د امير د اطاعت کلک هوډ، له فساد څخه پاک، بې تکلفه ساده ژوند، له تشريفاتي پيچلتيا څخه پاکه اداره، د  قرباني لپاره تيارى د طالبانو د قوت لاملونه وه.

البته د واک انحصاري ذهنيت، په نورو افغانانو باندې بشپړه بې باوري، کمزورۍ سياسي ليدلورۍ،  ټکنۍ پوهنيزه وړتیاوې، له معاصرې تيکنالوژي سره بيځايه حساسیت، د ښځو په زده کړو باندې بنديز، د رسمي ادارو له پرنسيپونو او ديپلوماتيکو تعاملاتو سره نابلدتيا، د ولسي مشارکت په برخه کې ستونځې او د پرديو تر اغيزو لاندي راتلل د طالبانو د ضعف اړخونه ګڼلاى شو.

د افغانستان جغرافيايې قومي مذهبي او ژبني جوړښت ته په کتو دلته هيڅ داسې سيستم او نظام د چلن وړ نه ده چې له ذهنيت جوړولو پرته له بهر څخه را کاپي او دلته يې د عملي کولو هڅه وشي. افغان ټولنه له نورو ټولنو سره نشى پرتله کيداى. دغه ولس بالکل متفاوتې مذهبي او دوديزې ځانګړتیاوې لري. داسې ځانګړتیاوې چې ماتول يې حساسيتونه او غبرګونونه راپاروي. زمونږ ټولنه هغه مهال بدلون مني چې بدلون د ټولنې له دوديزو او عقيدوي اړخونو سره په تقابل کې نه وي.

مطلب داده چې زمونږ په هیواد کې د اوس لپاره چې زمونږ ټولنيز جوړښتونه پاشل شوى دى يو عادل، متمرکز، قانون پلئ کونکئ ولسواک نظام چې زعامت يې د ولس په مستقیمه رأيه ټاکل شوې وى د چلن وړ ده، خو په تاکنيز سيستم کې له خورا سترو او ژورو اصلاحاتو وروسته دغه ډول نظام زمونږ د ستونځو د حل لاره ګنلاى شو.

د يادونې وړ ده چې د ښځو د حقونو او په ځينو نورو دينى او کلتوري برخو کې مونږ باید ډير محتاط واوسو. لمړۍ خبره خو داده چې د ښځو د حقونو په برخه کې د ديموکراسي په مخکښو هيوادونو کې هم له سړيو سره انډول نه ليدل کېږي. په امریکا کې له څلويښتو زيات ولسمشران راغلي دي خو يوه هم پکې ښځه نشته. مونږ باید د داسې سمون لپاره مبارزه وکړو چې له ديني او دوديزو برخو سره په تقابل کى نه وى او حساسیتونه نه را پاروى. په ځينو نورو برخو کې باید ذهنيت جوړونه وکړو. همدغه کار زمونږ ځينې ديني عالمان او قومي مشران اوس هم کوو. د بيلګي په توګه څلور لسیزې وړاندي په لرې پرتو سیمو کې د نرانو زده کړه هم ښه نه ګڼل کيده، خو علماو او روشنفکرانو مبارزه وکړه. اوس خلک په لرې پرتو سیمو کې د هلکانو تر څنګ انجنونه هم د زده کړو لپاره ښونځيو او مدرسو ته استوى. دا ښه او په زړه پورې پرمختګ ده.

بله برخه  د ښځو د کار کولو او د پلار په مال کې ميراث ورکولو ده. دا هغه برخې دى چې ښځې مالي برخه کې واکمنې کوي، د ځان بساينې لورې ته يې وړى او له ديني اړخ سره هم په ټکر کې نه دي، خو په ځینو سیمو کې د کلتوري ستونځو له امله معيوب ګڼل کېږي. دلته مونږ باید لمړى ذهنيت جوړونه وکړو د خلکو باور ترلاسه کړو چې لورانې به يې په خوندي چاپیریال کې زده کړې او کار کوى او بيا مخکې لاړ شو.

سمه ده چې د ښځو  ونډه په جګړه کې لوړه نه ده او يا هم د نشت برابر ده، خو باید ومنو چې د نرانو په پرتله د جګړو ناوړه اغيزې د نرانو په پرتله په ښځو باندي زياتى پريوزي. جګړې له ښځو او ماشومانو څخه د سر پړونئ د ځيګر ټوټه د ژوند ملګرۍ د سر سيورۍ د شفقت چتر او مجازي روزي رسان اخلي. ښځې باید په سوله کې هم مهم رول ولوبوي خو ستونځه داده چې کله هم د ښځو د امتیازي رول خبره ياديږي، نو امتیاز هغو ښځو ته ورکول کېږي چې له جګړې څخه په مستقیم او غيرمستقيم ډول د جګړو له ناخوالو څخه اغيزمنې نه وي. وړانديز مو داده چې افغانان په جنسيت، عمر، کتله او ډله باندې له ويش پرته د اسلامي او افغاني دود او دستور په چوکاټ کې د سولې پروسه مخ په وړاندې يووړل شي.

دنيا اوس مهال يو نړيوال کلى بلل کېږي او که د کلي په کوم کور کې اور بليږي، نو پاتې ټول کلى حتماً اندېښنه کوي. په دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو د ناکامي له امله د ولس ناهيلي او د افغان شخړې له اوږد او دروند بار څخه د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو ستړيا د مسکو د ټرايکا ناستې ته لاره پرانستله او په يقيني توګه ويلاى شو چې د ترکيې راتلونکي ناسته به عادي نه، بلکې برخلیک ټاکونکې ناسته وي.

داسې نښانې شتون لرى چې مونږ له بن څخه تر دوحې پورې د دوو لسیزو اوږد له کنډوونو، کږليچونو، ستونځو او کړاوونو ډک سفر درلود. مزلونه مو وکړل خو د منزل څرک لاهم نه لګيږي. له شل کاله جګړې وروسته  هم د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې له خپل پراخ شتون سره سره هم ونشو کولاى چې ستونځو ته د پاى ټکى کيږدي.  ټولې خواوې اوس پوه شوې  چې په بن کې يې د طالبانو د نفى کولو سياست  ګڼي ستونځې وزيږړلې سلګونه زره انسانان ووژل شول، ستر لګښتونه وشول خو جګړه لاهم دوام لرى او راتلونکي لاهم تياره ښکاري. تيرکال امريکا له طالبانو سره په چلن کې خورا ستر انعطاف وښوده. هوکړه لیک يې ورسره لاسلیک کړ، خو په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه لاهم په لوړيدو ده.

د مسکو د غونډې له پيل او د نړيوالې ټولنې د دلچسپي زياتيدلو ته، افغان د هيله مندي او ناهيلي ترمنځ په نيک شګون ګوري او د جګړې د ختمولو لپاره يې د ترکيې په ناسته پورې د خپلو هيلو مراندې تړلې دي.  سپارښتنه مو داده چې د بن سهوې دلته تکرار نشى. په دغه ناسته کې هيڅ اړخ چې په بالفعل او بالقوه توګه د افغانستان راتلونکې ګواښولاى شي  نفى نشي، د  سمت نسل او مذهب په تله نه، بلکې سولې ته ژمنتیا معيار وګرزي او داسې اغيزمنو خواو باندې تمرکز وشي چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ټولنيز اثر او رسوخ ولري ولس يې خبرو باندي باور وکړي په فساد او تعصباتو باندې تورن نه وي. ددې لپاره چې د جګړو شدت عمدتاً په لرې پرتو سیمو کې وي، نو له بهر څخه د راغلو او د ښاري خلکو په پرتله په زده کړو سمبال د لرې پرتو سیمو  مذهبي او ولسي مشران پکې محوري رول ولري.

په درنښت عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

Leave A Reply

Your email address will not be published.