د فرهنگ یوه بله ډيوه هم غلې کړای شوه

پوهندوی آصف بهاند

0 621

 

د فرهنگ یوه بله ډيوه هم غلې کړای شوه

 

(د فدامحمد خواریکـښ نظري وژنه)

 

 

«مرګ انسانيت و مرګ فرهنګ فرا رسيده است. در ادامهٔ کشتن چراغ های فروزندهٔ ميدان کتاب و فرهنګ، فدا محمد خواريکښ نظري را هم شهيد کردند۔

 

مرګ خواريکښ، هشدار به مرګ انسانيت است، چيزی که افغانستان به آن قدم به قدم نزديک می شود.

خواريکښ عزيز، حاميان قاتلين تو، بلاريب رسوا و نزد تو سر افگنده مې شوند۔

 

روحت شاد عزيز،

 

روحت شاد، خادم فرهنګ و کتاب

(فاروق فردا)

 

او دا دی د فدا محمد خواریګښ نظري، نظر هم ټپ شو او نور سترگې نه غړوي،

 

او دا دی د فدا محمد خواریګښ نظري خواریو ته هم د پای ټکی کېښودل شو،

 

او دا دی پر وطن، خلکو، فرهنگ او کتاب باندې یو مین نور زموږ په منځ کې فزیکي شتون نه لري،

 

او دا دی بیا یې د خلکو، وطن او فرهنگ د یو خواخوږي د ویـر پر ټغر باندې کېنولو.

 

د دوه زره یوویشتم کال د اپریل پر څوارلسمه، د اروپا په وخت تېر ماخوستن د گران دوست عبدالهادي هادي له یو غمجن پوست سره مخ شوم چې هر څه یې راته گډوډ کړل، هادي صاحب د یو داسې فرهنگي د مرگ خبر خپور کړ چې په ريښتیا پر کتاب مین و، پر فرهنگ مین و او پر خپل وطن او خلکو باندې مین و. هادي د فدا محمد نظري خواریګښ د وژل کېدو خبر خپور کړ. دا لاندې متن هادي په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلی و:«

 

دا څوک دی چې يې کټ ته دومره ډيرې اوږې راغلې

دا څـوک دی چې هر څوک يې جنازه اخلي او ژاړي؟

 

په ډيره خواشينۍ مې خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان يو اصيل، زړور او عالم و فاضل بچی او زما د اوږدو کلونو ملګری، ملی سوداګر، د سياسي مسايلو ژورليدی شنناند، شاعر او روڼ اندی انسان فدا محمد خواريکښ نظري تيره شپه د دين او هيواد دښمنانو په خپل کور، د کابل دهبوري کې په شهادت ورساوه، انالله و انااليه راجعون.

 

ارواښاد فدامحمد نظري سره مې له شپيتمو کلونو ناسته پاسته وه، عالم، آګاه، شاعر مشربه او د زمانې له نبضه خبر انسان وو، چاته يې بد نه رسول او د خير په کار کې به تر نورو يو ګام دمخه وو، په نوي ښار کې يې سوداګريز دفتر درلوده او زيات به په خپلو سوداګريزو او فرهنګي چارو بوخت وو. زموږ ګډ دوست عبيدالله محک، له زندان او عسکرۍ نه تر راخلاصيدو وروسته کار ورسره کاوه، دفتر به يې د اکثرو قلموالو د ناستې، دمې او بحثونو ځای وو.

 

ارواښاد پر افغانستان او افغانانو يو مين انسان وو، له ډيرو امکاناتو سره سره يې افغانستان نه خوشې کاوه، تر هغو چې کابل ته جهادي تنظيمي غله راشيوه شول او کابل له شپو ووت نو دی هم مجبور شو چې لندن ته وليږدي، هلته يې آرام ژوند او ښه امکانات درلودل خو د وطن مينې او خپلو خلکو ته د څه کولو تلوسې بيرته د وطن خړو کوڅو او ګرمو مجلسونو ته ورستون کړ.

 

همدا څو شپې دمخه يې سهار په خړه کې زنګ راوهلی وو، اوږدې قصې مو وکړې، ويل يې وطن کې مې روح خوشاله دی خو حالاتو ته خپه وو.

 

زه نه پوهېـږم د هيواد او دين دښمنان څومره ډبرزړي دي چې دا فاضل او بې بدو انسان يې واژه.

 

ماته د نظري صيب شهادت شوک راکړ او زښته ډير يې خپه کړم، اللهﷻ دې يې مظلومانه شهادت قبول کړي، درديدلې کورنۍ ته يې د زړه د صبر او ده ته د بهترينو درجو هيله کوم.

 

اروا دې ښاده ملګريه! يادونه او خاطرې به دې له موږ سره تلپاته وي.»

 

تاند ویبپاڼې یې د مرگ خبر خپور کړ، دا یې متن دی:«

 

لیکوال او شناند فدامحمد نظري ووژل شو

 

خبریال:taand

 

اپریل 15, 2021

 

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲۶) نامعلومو وسله والو تېره شبه په کابل کې د سیاسي چارو شناند، شاعر او لیکوال فدامحمد نظري په خپل کور کې وواژه.

 

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی فردوس فرامرز وايي چې د شبې په ۱۲ بجې او ۱۰ دقیقې نامعلوم وسله وال د کابل په دهبوري کې د فدا محمد نظري کور ته ننوتي او نوموړی یې وژلی دی.

 

تراوسه د فدامحمد نظري د وژل کېدو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او پولیس وايي چې په دې اړه تحقیقات کوي.

 

فدامحمد نظري، د دې ترڅنګ چې سیاسي شننې کولې، سوداګري چارې هم پرمخ وړلې.

نظري چې په شپېتمه لسیزه کې په کابل کې ښه کاروبار درلود، د کورنیو او تنظیمي جګړو په مهال بریتانیا ته مهاجر شو.

 

د ښاغلي نظري یوه پخواني فرهنګي ملګري، لیکوال او شاعر عبدالهادي هادي پر خپله فیسبوکپاڼه د نوموړي په اړه لیکلي«عالم، آګاه، شاعر مشربه او د زمانې له نبضه خبر انسان و، چاته يې بد نه رسول او د خير په کار کې به تر نورو يو ګام دمخه و، په نوي ښار کې يې سوداګريز دفتر درلوده او زيات به په خپلو سوداګريزو او فرهنګي چارو بوخت و…»

 

ښاغلي هادي همداراز لیکلي«ارواښاد (نظري) پر افغانستان او افغانانو يو مين انسان و، له ډيرو امکاناتو سره سره يې افغانستان نه خوشې کاوه، تر هغو چې کابل ته جهادي تنظيمي غله راشيوه شول او کابل له شپو ووت نو دی هم مجبور شو چې لندن ته وليږدي، هلته يې آرام ژوند او ښه امکانات درلودل خو د وطن مينې او خپلو خلکو ته د څه کولو تلوسې بيرته د وطن خړو کوڅو او ګرمو مجلسونو ته ورستون کړ.»

 

پولیسو د ښاغلي نظري د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

 

د ښاغلي نظري څو اثره په کتابي بڼه خپاره شوي او یوه شعري ټولګه یې په تاند کې هم خپره شوې ده.»

 

د فدامحمد خواریکښ نظري په بیوگرافۍ پسې مې خپل ارشیف ولټاوه، خو څه مې پیدا نه کړل، بیا مې گوگل ته سر ورښکاره کړ، هلته هم څه ونه میندل شول، ورسته تر هغه مې د ښاغلي ټکور «دا لیکوال او دا څېرې» کتاب را په زړه شو، ایتاد معصوم هوتک نه مې هم د مرستې غوښتنه وکړه او ټکور صاحب نه مې هم د ده د «دا لیکوال او دا څېرې» د هغو مخونو د عکسونو غوښتنه وکړه چې د نظري صاحب ډېره لنډه بیوگرافي په کې ثبت شوې ده؛ له نیکه مرغه چې دواړو دوستانو د فرهنگي مرستې او لورینې له مخې د یاد کتاب د هغو مخونو عکسونه په یوه وخت راولېـږل چې د خدای بښلي نظري بیوگرافي په کې راغلې ده. له ښاغلو هوتک او ټکور نه په مننې سره به زه دا لنډه بیوگرافي له سره ټیپ او د لوستونکو د معلوماتو له پاره به یې دلته کېـږدم:

 

د ښاغلي فدامحمد خواریکښ نظري لنډه بیوگرافي:

 

«فدا محمد خواریګښ د نظرمحمد زوی په ۱۳۲۸ هـ ش کال د حوت د میاشتې په شلمه نېټه د کندهار ښار د برو په دروازه کې زېـږېدلی دی، لومړنۍ زدکړې یې په خصوصي توگه کړي دي. په ۱۳۴۵ هـ ش کال کې د سویې امتحان ورکولو وروسته په اووم ټولگي کې شامل شو او تر دولسم ټولگي پورې یې زدکړې وکړلې.

 

خواریکښ د ۱۳۴۳ هـ ش کال راهیسې شعر وايي، یو شمېر شعرونه یې د کندهار په «طلوع افغان»، د کندهار په مجله کې خپاره شوي دي.

 

د «نوی څارندوی» په نوم یوه رساله یې د کورنیو چارو وزارت له خوا په دري او پښتو ژبو چاپ او خپره  شوې ده.

 

فدامحمد خواریکښ په پښتو، دري او انگلیسي ژبو ښه پوهېـږي، ځینې ادبي اثار یې په پښتو ژبه هم ژباړلي او چاپ شوي دي.»

 

(ټکور، دا لیکوال او دا څېرې، اول ټوک، د چاپ او خپرونو دولتي کومیټه، ۱۳۶۶ ام کال، ۱۵۵ ام مخ)

 

په پاسنۍ بیوگرافۍ کې د نظري صاحب د یو اثر (نوی څارندوی) نوم په ښکاره ډول یاد شوی دی او د څو آثار د چاپ یادونه یې په اټکلي ډول شوې ده، چې ما نه دي لیدلي؛ خو فدامحمد نظري د «دا لیکوال او دا څېرې» تر چاپ وروسته په دې ورستیو کلونو کې هم خپل څو اثره خپاره کړي دي چې دغه دوه یې زما له نظره تېر شوي دي:

 

۱ ــ ښکلي نومونه او ادبي تخلصونه،

 

۲ ــ سل سری ښامار، پنځه نوې شعري ټولگې.

 

  

په دې ډول د فدامحمد نظري هغه چاپ او خپاره شوي اثار چې ما لیدلي دي دا دي:

 

۱ ــ نوی څارندوی،

 

۲ ــ ښکلي نومونه او ادبي تخلصونه،

 

۳ ــ سل سری ښامار، پنځه نوې شعري ټولگې.

 

دا خبره د یادولو وړ ده چې کېدای شي د ښاغلي فدا محمد نظري ځینې نور اثار چاپ او خپاره شوي وي او ما نه وي لیدلي، چې دا زه د خپلو معلوماتو نیمگړتیا گڼم. دغه راز له فدامحمد خواریکښ نظري نه خامخا څه نا چاپ اثار او مواد پاتې دي چې وروسته به میدان ته راووزي.

 

څنگه چې مخکې وویل شول فدامحمد خواریکښ نظري پر وطن، خلکو، فرهنگ او کتاب باندې یو مین فرهنگي و او ده دا هر څه په عمل کې ثابت کړي وو. ده په کندهار، کابل او لندن کې داسې غني کتابتونونه جوړ کړي و چې له عادي او اړینو کتابونو څخه یې سربېره، ډېر نادر کتابونه هم په کې خوندي کړي و.

 

زه (آصف بهاند) او فدامحمد خواریکښ نظري د کابل په دهبوري کې ډېر نږدې اوسېدلو، زه په چوک دهبوري کې د پوهنتون ملکیت کورونو کې استوگن وم او دی په شهید دهبوري نومي واټ کې اوسېده چې زموږ د اوسېدو د ځایونو تر منځ واټن ایله څه کم و زیات یو کلیو متر و او زه به په اونۍ کې یو یا دوه ځلې د ده کور ته د کتابونو لیدلو او یا له ده څخه د کتابونو پور کولو له پاره ورتلم. زما د کار وړ تقریباً اتیا سلنه کتابونه د ده د کور په کتابتون کې موجود و او ده به په ورین تندي زما په اختیار کې راکول، خو د بېرته ورسپارلو له ټينگار سره. کله به چې د ورتگ اړتیا شوه تلیفون به مې ور وکړ چې مازدیگر مهال درپـېـښېـږم، ده به ویل راځه زه کور یم. هره ورځ به یې په ډېـره مینه زما هرکلی کاوه، لومړی به یې زما د اړتیا وړ کتابونه ما ته راکول او بیا به مو د چای د بنډار په ترڅ کې د بیلابیلو فرهنگي مؤسسو او فرهنگي شخصیتونو د کتابونو او فرهنگي کارونو په باب بحث کاوه.

 

ویل کېږي چې په لندن کې یې هم یو غنیمت کتابتون جوړ کړی و. د نظري صاحب کتابتون ته ښاغلي معصوم هوتک ورغلی دی او یاد کتابتون یې له نږدې لیدلی دی، ښاغلی هوتک د نظري صاحب د کتابتون یادونه په خپل یو اثر (یو وطن دوه دیدنونه) کې داسې کړې ده:

 

د (۲۰۱۲ ع) کال د اپریل اوله د یکشنبې ورځ وه چې د ټورنټو هوايي ډگر څخه مي د خپل پلرني ټاټوبي په نیت مخ پر لندن (انگلستان) ونیو. په سفر کې راسر د ژوند د سفر پر ملگري سر بېره مې مشر زوی، ذکي او کشره لور، تنکۍ هم راسره ول. د سفر پلان مې داسې وو، چې په لندن کي به د خپل مشر زوی د دسمال مراسم تېرروو او په دا بله اونۍ کي به زه مخ پر وطن ملا تړم او دوی به «ډب زړگیه ډب» بېرته خپل گړبېدلي کور (اوشاوا) ته ستنېـږي.

 

د دوشنبې پر ورځ سهار د لندن پر وخت د نهو بجو په شا و خوا کي د لندن ښار د گیټویک هوایي میدان ته ورسېدو. د اکا زامنو او خوريي په لیدلو مې پسله شلو کلونو سترگې روښانه سوې. دې خدای وهلي مهاجرت د افغانانو کورنۍ داسې سره پاشلې چي زوی یې له پلاره او لور یې له موره او دوستان یې له خپلوانو څخه په سوو زرو فرسخه لري وغورځول او د بیا راغونډېدلو هیله یي «خیال و محال و جنون» ښکاري. د چا خبره ناشکري به نه کوم، اوس هم ښه ولاړه ده، توبه یې تر بترو، د دوستانو لیدنه کتنه د زوی زیری دئ.

زړې کیسې ــ ژوندو ته د سر دوعاوي ــ مړو ته پاتاوي ــ غم دي خدای لري لري، د ښادیو تابیاوي ټولې زموږ د افغاني ژوند ورځنۍ مسألي دي. دغه ورځ مې په همدې ډول تېره سوه. د شپې مې نظري صاحب او باوري صاحب ته تیلیفونونه وکړل او له هغوی سره مې داسې پلان جوړ کړ، چي د پنجشنبې په ورځ (د اپریل درېـیمه) به په هغه غونډه کې برخه واخلو چي د پوهاند ډوکتور زیار صاحب د پنځه اویایمي کلیزي په ویاړ سرښته سوې وه او د جمعې په ورځ ماښام به د لندن میشتو فرهنگیانو په ماښامني بنډار کي گډون کوو.

 

دا بله ورځ مې د باوري صاحب په ملتیا د نظري صاحب کتابتون وکوت، ځیني پخواني نوادر یې پکښي راټول کړي ول. کتابتون یې په بېنظمۍ کي د څښتن د خپل ژوند ښه پوره نمایندگي کوله، ځیني سالنامې مي پکښې وکتلې او د (د ویښ زلمیان) کتاب مي ځني واخیست. راباندي پخه یې کړه چي سودا په مالجه ده، عوض به یې ورلېـږم. ورسره ښه مي کړه او په زړه کي مي وویل چي د کتاب غلا روایت خو ظهیرفاریابي د خپل دیوان په ارتباط په مکه کي هم ورکړی دئ…»

 

(هوتک محمدمعصوم، یو وطن دوه دیدنونه، علامه رشاد خپرندویه ټولنه کندهار، ۱۳۹۵ ش کال، ۵ ــ ۶ مخونه)

 

فدامحمد خواریکښ نظري عجیب ژوند تېر کړ، څنگه چې خوارکښ تخلص یې ځانته غوره کړی و، همداسې خواریکښ و، په کندهار کې د طلوع افغان له حروفچینۍ څخه یې خپله خواري پیل کړه او د ځینو مشرانو له خوا وهڅول شو او د سیاست او فرهنگ ډگر ته راوستل شو، د سیاست په واټونو کې د گرځېدو پر مهال د زندانونو تورې تیارې ور په برخه شوې، د زندان په تورو تیارو کې یې هم خپله خواري کوله او د همدې خواریو پایله وه انگلیسي ژبه یې په کې زده کړه، وروسته له هغه یې بیا هم خپلې خوارۍ ته ادامه ورکړه؛ تر دې پورې چې د حروفچینۍ له بریده یې ځان د یو کامیاب سوداگر تر دریځ پورې ورساوه، داسې بریالی سوداگر چې د کابل په نوي ښار کې یې سوداگریز دفتر پرانست.

 

په «دا لیکوال او دا څېرې» کتاب کې راغلي دي چې: «فدامحمد خواریکښ په پښتو، دري او انگلیسي ژبو ښه پوهېـږي…»

 

(ټکور، دا لیکوال او دا څېرې، اول ټوک، د چاپ او خپرونو دولتي کومیټه، ۱۳۶۶ ام کال، ۱۵۵ ام مخ)

زما د معلوماتو له مخې ښاغلی فدامحمد خواریکښ د پښتو، دري او انگلیسي تر څنگ په روسي ژبه باندې هم ښه پوهېده.

 

د دې خبرې یادول هم اړین دي چې فدامحمد خواریکښ نظري یو سخي او لاس خلاصی سړی و، ډېر ځلې یې د فرهنگیانو د اثارو د چاپ له پاره مرستې کولې او کله به چې مرستې لاس وروغځېد، ده نه، نه ویل او د توان تر بریده یې مرسته کوله.

 

د ښاغلي فدامحمد خواریکښ نظري پر مړینه باندې هېوادوال، په تېره فرهنگیان ډېر خپه شول او خپل تأثرات یې په ټولنیزو رسنیو کې له خلکو سره شریک کړل، ما د بېلگې په ډول د ښاغلو عبدالهادي هادي او فاروق فردا نظرونه د همدې مقالې په ترڅ کې رااخیستي دي.

 

د وروستي ځل له پاره مې خدایبښلی فدامحمد خواریګښ نظري د اوکراین په کیف کې ولید، ښه دېـر بنډار مو سره وکړ، هم د ده وخت لنډ تنگ و او هم زما، ځکه مو په هماغه ورځ مخه ښه وکړه، بیا مې ونه لید او دا دی اوس یې د ویر پر تغر ناست یو.

 

کورنۍ، دوستانو، د شعرونو او اثارو مینوالو ته یې تسلیت وایم،

 

خدای دې پرې ورحمېـږي،

 

ارواح یې ښاده او یاد یې تلپاتې!

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply