!د پاکستانیانو نادودې  او د جهادیانو چوپه خوله 

لیکونکی : ډاکتر نواب ویساند

0 458

 هر  هغه څه ، چې افغانانو د خپلو سرزوریو، کمزوریو له امله اوځینو خو بیاد بهرنیانو په  لمسون  په  خپلو منځو کې  د یو او بل پر وړاندې  وکړل  ټولو ته معلومه ده. خوبیا هم  د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو میړانې  او برم  د آسیا  زړه  هیودونو  منځ  کې تل ځلانده  باب پرانیستی دی. د تېرو تاریخي بریاوو سېوا افغان  میړني ولس په معاصر پیر کې د خپلوسرورنو په  نزرانه کولو اوسر ښیندنو سره د افغانستان د آزادۍ بیرغ  ځلانده  او رپانده وساتلای شو . او د همدغه هېوادنۍ  مینې جزبه  وه  ، چې  نه ډېر د مخه وختونو کې  افغانانو له ډېرو لمړنیو وسایلو نیولې بیاتر پرمختللو جنګي وسایلو کارولو سره د پخواني  شوروي اتحاد اشغال ته  د پای ټکی  کېښود ، پدې لار کې ډېری ککرۍ خاورې ، زیات مادي او معنوي  زیانونه  واووښتېدل او زیات شمېر هیوادوال مو د هیواد پرېښودو ته  اړ کړلای شول .

  که څه هم  شوروي  ځواکونه  له افغانستان  څخه وویستل شول ، خو بیا هم  د اسلامپالو ګوندونو او تنظیمونو پورې  تړلو جنګسالارانو  د قدرت پر سر په خونړیو خپلمنځي جګړو کې ښکېل شول ، چې  په ترڅ کې یې دهېواد  شخصي ، خصوصي او دولتي شتمنۍ اوملکیتونه په بشپړ  ډول   لوټ  او د کابل ښار په کنډواله  بدل  شو . له اویا زرو زیات  د کابل ښاریانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ، ټول  نظامي وسایل  ویجاړ  ، کباړ  او ګاونډي هیواد پاکستان  ته د همدغه  جنګسالارانو له خوا یووړل شول  .

 کله ،  چې د لمړي ځل لپاره  طالبان  د جنګسالارانو د پاټکنو او جزیرو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شول ، نسبي  امنیت ټینګ شواو عام ولس  ، چې د ټوپکسالارانو له  شره  تر پوزې راغلی و نود طالبانو حاکمیت  ته  یې غاړه کېښوده  .  ډېر وخت لا نه وه تېر شوی ، چې له   بهره او  د هیواد په  دننه  کې د طالبانوپر ځینوکړنو نیوکې مخ په زیاتېدو شوې او د نړیوالو له خوا پرې بندیزونه    ولګول شول  ، په پایله کې  بهرنیانو ته ، چې ښایي د مخه  به  یې  زمونږ  د هېواد دنیولو تکل او هوډ  درلود   د  سپټمبرد  ۱۱ مې نېټې پېښه  ، چې د افغانانو پورې  یې  هېڅ تړاو نه درلود پلمه وګرځوله  ،او د تروریزم سره  د مبارزې  په نوم  یې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د شپږڅلوېښتو څخه د زیاتو ملکونو په ملتیا د طالبانو نظام ړنګ او د بن په کنفرانس کې یې د طالبانو له لاسه تښتېدلي  پخواني ازمایښت   شوي غله او پاټکسالاران   له  سمڅو او غارونو راوویستل  او بیا ځل یې پر افغان  ځوریدلي او کړیدلي  ولس  واکمن کړل  .  پاکستان  چې د مخه یې د طالبانو حکومت  په رسمیت  پیژندلی و له  طالبانومخ واړاوه  او د بهرنیانو ترڅنګ  ودرېدل   اوپه  خپله  خاوره کې  یې امریکایانو ته  د طالبانو په وړاندې  د جنګ  شرایط برابر کړل  او له دې درکه   یې هر کال د امریکا څخه  په  میلیاردونو   ډالر تر لاسه کړل، پاکستان  په خپل دوه مخي سیاست سره  د نړۍ  هیوادونه   دوکه او څو کاله یې  په درواغجنو  وعدو په ډېر مهارت او سپین سترګۍ سره زمونږ د بې ګناه او بېوزلو هېوادوالو د وژلو لړۍ جاري وساتله . دا چې ښکېلاکګرو  د افغانانو د له منځه وړلو هوډ درلود نو یې د پاکستان په ناروا کړنوتل  سترګې پټولې.

که به د مخه  د ساړه جنګ پر مهال  یوزیات  شمېر  ملکونو د پخواني شوروي اتحاد خوا نیولې  وه ، دا ځل  یې  په یو اړخیز ډول په تیرو شلوکلونو کې  د امریکا او د هغوی د ملګرو تر څنګ  د طالبانو په وړاندې  ودرېدل  او په افغانستان کې د تروریزم  سره د مبارزې او ټیکاو راوستلوپه نوم په خلاص لاس او لوړ مادي او نظامي  لګښتونوخپل نظامي  شتون  او افغان وژنې ته دوام  وړکړ .

  که څه  هم بهرنیان  د افغانستان  په اړه د پاکستان  په بد نیت  ښه پوهېدل، خو بیا هم امریکا  پاکستان ته  د  نورو موخو  لپاره  د مرستې لړۍ   جاري  وساتله او  د افغانانو په وړاندې  د پاکستان د کړنو،  چې د همدغو مرستو پر مټ ترسره کېدې، تر دې دمه  چوپه خوله پاته شول   . پاکستان په افغانستان کې د روانې جګړې د دوام اصلي عامل ګڼل  کیږي ، چې سرخېلان  یې د افغانستان سره خپله دښمني  هېڅکله  هم  نه پټوي او په  ډېر ویاړ  پرې اعتراف  کوي .  د افغان حکومت او امریکا تر منځ  د شوي تړون  سره سره  بیا هم پاکستان  په سړه سینه    پرته له دې ، چې  د کوم  خطر احساس وکړي  خپلې ګټې په افغان وژنه کې لټولي .

 پوښتنه راولاړیږي ، څنګه کېدای شي ، چې  د ساړه جنګ  ( دوه قطبي نړۍ ) پر مهال  د نړۍ نیمه دې د بلې نیمې  په وړاندې  د افغانانو په خاوره کې  د خپلو سیالیو  په  پایله  کې ،  د دواړو خواوو د خورا زیاتو نظامي وسایلو درلودلو  او کارولو سره  یو اړخ  ( پخوانی شوروي اتحاد )  له پښو غورځېدای شي  ،  خو بیا  ټوله نړۍ  اود افغانستان  ۳۵۰ زره مسلح  ځواک  په یو اړخیز ډول  یوازې د کورني مقاومت  ( طالب )  په وړاندې  پداسې  حال کې ، چې  د مور په نومونو نومول شوي غټ غټ بمونه  یې  هم وکارول ،   پاتې راځي او په پای کې  د ټولې نړۍ ځواکونه  خبرو ته اړ ایستل  کیږي  او په پای کې  د طالبانو او امریکایانو تر منځ  د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکولو دتلو او اشغال  ته  د پای  ټکي ایښودلو  په  موخه د دوحې هوکړه  لاسلیک کیږي .

که  طالبان  د نړیوالو زبرځواکونو او کورني  وسله وال پوځ سره د جنګ پر مهال  د ځینو مجبوریتونو له مخې  د پنجاب  د ناوړه  کړنوڅخه څنګزني تېریږي ،  د پوهېدو  وړ ده  . خو کابل میشتي  جهادي  ټیکه داران ولي چوپه خوله  وي ؟ .

داسې انګېرل کيږي ، چې  د  یوه پلوه  د اته ګونو او اوه ګونو تنظیمونود سروالاوو  سا د جهاد د  همغه پیله  د پاکستاني او ایراني ادارو له خوا قبض شوې  او د بل پلوه  د طالبانو له لاسه تښتیدلي جهادیان  دامریکايي ځواکونو په زور د  بیا ځل د قدرت په ګډۍ کښینولو او د مادي  نعمتونواو پېرزوینو  نه په  برخمن کېدو سره د ملي ګټو نه د دفاع احساس په بشپړ  توګه له لاسه ورکړی دی. که نه نو څنګه کیدای شي ، چې پاکستان دې  په ډېورند خیالي کرښه   داغزن تارتېرولواو نظامي تاسیساتو  جوړولو  جرائت  پیدا کړي. افغانان همغه  افغانان  دي د دوئ په زړورتیا او شهامت کې هیڅ  نیمګړتیا نشته  ، نو اوس ولې افغان حکومت  ، چې د همدغو جهادیانو ګډوله ده ،  د پاکستان  د ناروا کړنو  په  وړاندې  جرائت  له  لاسه ورکړی  دی ؟

داسې ښکاري  لکه چې ددوی ټول ارمانونه د هیواد د ملي شتمنیو لوټولو، د غربي نړۍ د مرستوشوو  ډالرو د تر لاسه کولو ، چور او تالان سره  تر سره شول .  هر یو ګاوندي  هېواد ته  دا پوره پته ده ،چې افغانستان یو ځانګړی   هېواد دی، ځلانده تاریخ  لري  او میړانه  یې له هېڅ چا پټه نه ده  .  نو بیا څه وشول ، چې  هره ورځ  د خاورې  یوه برخه  د ګاونډیو له خوا د  ولکې  لاندې راوړل کیږي   او هم مو هره  ورځ   د نوو  تروریستي  پروژو   په پرانېستواو  له  پاکستانه د راکیټونو په  راورولو سره  زمونږ  وګړي  په وینو کې لمبول کیږي .

اقتصاد را نه  پاتې ،  ټوله ورځ یواځې  ددې  او یا هغه  خونړۍ  پېښې  لیدنه  ،څېړنه او غندنه کوو . بس همدا مو روزګار دی. دا غمیزه   ډیره اوږده  شوه  ،   افغانانو ته   پکار ده ، چې خپلمنځي  فکري  اوسلیقوي اختلافات  یوې خوا ته کړي او دملي ګټو د ساتلو په خاطر سره یو موټی  او ګاونډیان  په دې  وپوهوي ، چې افغانستان بې خاونده نه دی  او  پرېنښودل  شي، چې  زمونږ  هېوادوال د پنجابیانو  له خوا فقط  د مرګ  په تمه شپې ورځې سبا کړي   . ښه به دا وي ، چې  ددغه یو څو مافیایي  غلو  نه د هېواد د ساتنې تمه ونه  شي . که  چیرې زمونږ  په هېواد مین  پتنګان  د شورویانو  په وړاندې د جنګ  پر مهال  په دې خبر وای  ، چې  ددوی تر شا د دغه د مافیایي  کړیو  له خوا د دوی د وینو په بدل کې  څه معاملې  روانې  وې  ښایي خپله  وسله  یې  له  هر څه لمړی ددوی  د ټټر   په لور  ورګرځولي  وای   . که نه  نو څنګه کېدای  شي ، چې یو دې په هېوادنۍ مینه په میړانه  د  ښکېلاک په وړاندې خپل ځان  قرباني کړي  او  بل دی د پردې تر شا  د ډالرو په بدل  کې د خپل ایمان   او ځان  په پلورلو سره  دومره  ذلیله  شي  ، چې د خپلې   خاورې ، چې د مور حیثیت لری ،  د ژغورلو په مقابل کې  بې تفاوته  پاته   او  سپوڼ  له خولې ونه  اېستلای شي   .

 په تیرو شلو کلونو کې  خو د وخت  بې  واکه  واکمنو  د ځان ساتلواو د ماموریت  غځولو  په موخه   ټوله ورځ   د هېواد د لوي او غوڅ اکثریت  د حقونو د تر پښو لاندې کولو په قیمت د یو څو اوباشه جنګسارانو او لنډغرانو ډهُل ته و نڅل، چې  اوس زمونږ  نه  د پاکستان سترګه هم نه سوځي ، سیاست په نخرو ، اوتو بوتو  ، عذر ،  زاریو ، ننواتواو غولونکو زرګري جنګونو  نه کیږي . موخو ته د رسیدو لپاره  باید د  هوښیارۍ  نه کار  واخستل شي . او د ملي ګټو نه  د یو انچ  په اندازه  تېرېدل  خیانت دی  . همدا  ننني چورواکي دي ، چې په خپلو نارواکړونوسره  افغان میړنی  ولس  ګاونډیانو  ته کمزوری  ور پیژني  .  که نه نو په تېر  هیڅ  یو رژیم  کې تر دې دمه پاکستان ددې جوګه نه  وه او نه یې ددې جرأت درلود ، چې  په افغان خاوره  ګوزار وکړي او یاهم  د ډېورند په  منحوسه او کرغېړنه  کرښه اغزنتار تېر کړي  .

 اوسني مفسدین  د دې پر ځای چې د پنجابیانو  د پرله پسې  تیريو په وړاندې  لاس په کار شي ټوله ورځ د موقف او ځان ساتنې په موخه  د یو بل سره  په چنو بوخت وي.

داچې اوس د سولې هیلې راټوکېدلې دي او زمونږ بېوزله او غمځپلي هیوادوال  په بېصبرۍ سره بشپړې ، سرتاسري سولې  را رسیدو ته  سترګې په  لار  دي. پکار ده ، چې  د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لاره هواره او د هر ډول بیځایه خنډونو راولاړولو څخه ، چې د سولې روان بهیر ټکنی کوي  ډډه  وشي، او پرېنښودل شي، چې نور زمونږ   هیوادوال  په وینو کې ولمبیږي  .

 یو شمېر  پردیپال سیاسیون، چې اوس هم د بهرنیانو په مرستو خړوبیږي   نه غواړي امریکا وربخښلی آرام ژوند او  طلایي چانس له لاسه ورکړي،  نود بهرنیو ځواکونو په  پاته کېدو او د اشغال په دوام  ټینګار کوي  او ځیني  خولا بیا د سولې د خبرو په درشل کې د خپلمنځي  خبرو د  پلاوي  په ترکیب کې  د ځان  لپاره د ځای  پیدا کولو په موخه هلته او دلته  د درواغو ډکې منډې ترړې  وهي  اوهریو یې غواړي  د خپل شخصي ګټو پخاطر  د مصالحې عالي شورا غړیتوب تر لاسه کړي .

 په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply