تر څو به پښتون په جنګ ویاړي؟

ازاد خان

110
مونږ پداسې زمانې کې ژوند کوو چې د ژوند معیارونه پوره بدل شوي دي او انسانان نور خوب او لټی ته نه پریږدي. هغه وختونه ولاړل چې زورور به توره په لاس په کمزورو ورغلل او په کمزورو به یې د خپلې خوښې قانون چلاوو. اوس د علمي رقابتونو پیړۍ ده او پدې علمي رقابتونو کې به پوه کسان، ټولنې یا هیوادونه حاکمان وي، نه د تورو او مټو خلک. توره هم هغه زړه توره نده، بلکه توره هم اوس د ساینس او ټیکنالوجی قوت لري. همدا اوس که شا او خوا هیوادونو ته وګورو، وینو چې په جغرافیایي لحاظ یو اوړ هیواد به په نړیوالو مسائلو کې تر یو ډیر لوی هیواد ټاکونکی رول لري. مثلاً اسرائیل چې په جغرافیایي لحاظ دومره اوړ دی، چې حتی په نقشه کې په مشکل لیدل کیږي، مګر نه یوازې چې شا او خوا ټول عربي هیوادونه یې د ګونډې لاندې کړي دي، بلکه په نړیواله کچه حتی د جهاني سیاست جهت هم ټاکي. یوازنی علت یې پوهه ده، تعلیم دی او د علم په هره ساحه کې ددوی تلاش او لاسته راوړنې دي. دا اوړ هیواد او نفوس، د نړۍ له ټولو هیوادو څخه زیاد د نوبل د جایزې ګټونکي لري. همدارنګه په تیر تاریخ کې که د بریتانیا هیواد ته وګورو، دا هیواد یوه وړه جزیره وه او اوس هم ده. مګر همدې وړې جزیرې د مځکې د کُرې په ۲/۳ حصو حکومت کاوو. دا نه وو چې دوی تورې او مټې لرلې، بلکه علم او پوهه یې لرله.
د ساینس او ټیکنالوژي پدې عصر کې د نړۍ په هر ځای کې د ځوانانو لپاره د کار پیداکول یو ستر چیلنج شوی دی. یو ځوان باید د کار پیداکولو لپاره په هماغه مسلک کې له نورو ځوانانو څخه په علمي ډګر کې رقابتي لوبه وګټي، که نه نو بیکاره پاته کیږي. که څه هم ډیر ځوانان تعلیم او تحصیل لري، مګر روانو رقابتي شرایطو د سخت ‌ذهني او روحي فشار لاندې نیولي.
اوس به راشو افغانستان ته:
حقیقت دادی چې په افغانستان کې به تر قیامته جنګ روان نه وي، یوه ورځ به سوله راځي او د سولې سره به یو با ثباته دولت جوړیږي. نو په یو با ثباته دولت کې به نور د اکثریت او اقلیت، یا د اقتدار ویش په قامونو یا د تورې او جنګ معیارونه او جهادونه نه وي. هلته به لکه نوره نړۍ په هر مسلک او کار کې به هماغسې رقابتي مسابقې وي، امتحان به اخیستل کیږي، علمي پوهه به معیار وي او د تجربو حساب به کیږي. نو نپوهیږم چې پداسې راتلونکي افغانستان کې به پښتانه د علمي رقابتونو په کوم میدان کې چیلنج ته اووځي؟ نورو قامونو خو حداقل پدې شلو کلونو کې د امکاناتو څخه په پوره استفاده خپلې ژورې ریښې وکرلې. ددوی ځوانان (دواړه هلکان او نجونې) دا شل کاله د ټولو امکاناتو څخه اعظمي استفاده وکړه، که په طب کې وو، که نرسنګ کې، که ساینس وو یا اجتماعیات، که موزیک وو یا سپورت، که هنر وو یا رسامي، که پیلوټي وه یا نظامي زده کړې، خپل ځانونه یې ورسول. هرځای کې چې کارونه پیداشي، دوی په ټول اطمنان حاضر دي چې د امتحان میدان ته اووځي او میدان ګټي. نتیجه یې همدا اوس لا وینو چې دوی په ټولو مسلکونو کې برلاسه دي.
نو نپوهیږم چې زمونږ پښتانه به څه وخت ځانونه یو داسې د علمي رقابت ژوند ته تیاروي. اوس خو چه وینو، د پښتنو په لکونو ماشومان د دیني مدرسو په ځنځیرونو تړلي دي چې ددوی ټول ژوند له همدا اوس څخه تباه دی. په زرګونو د تبلیغي جماعت بسترې په شا ملایان او تبلیغیان ټول پښتانه دي، هرکال په زرګونو پښتانه ملایان تولیدیږي، په زرګونه نورو ماشومانو ته سپینې پګړۍ تړل کیږي او ګلان یې په غاړو آچول کیږي چې قاریان ترې جوړیږي. په لسو کلونو کې به ددې ذهني غلامانو تعداد ممکن څو میلیونو ته ورسیږي، چې ټول به مُفتخوره خلک وي. ممکن تر یو لکو پورې خو توپک په اوږه د طالبانو سره دننه پخپل هیواد کې ګرځپ او د پاکستان په امر خپل وطنوال وژني، ښونځي سوځوي، پُل او سړک آلوزوي او په ویاړ ناره تکبیر وایي. که یو څو محدود ځوانان پوهنتونونو ته داخل شوي هم دي، په هغو کې هم مطلق اکثریت پښتانه یا د ګلبدین ملاتړ کوي، یا طالب ته تبلیغ کوي او یا هم حتی د داعش بیرغ ګرځوي.
نو فکر وکړئ چې په همدې خپل وطن کې به د پښتانه سبا او حیثیت څه وي. بس یا به ملایان وي او د پارازیت په شان به ژوند کوي، یا به په تیرو جهادونو ویاړي او په کوڅو او کلو کې به ګدایګري کوي، ځکه چې له وړکتوب نه وظیفه ټولول ورته د ثواب کار ښودل شوی. یا لکه پخوا به یوازې چوکیداري او روز مزدوري کوي. بس خوشحاله به ګرځي چې زمونږ پلرونواو نیکونو انګریز وهلی، چنګیز وهلی، روس مو راپرځولی او امریکا مو راچپه کړی او دی به پخپله ګدایګر وي.
پښتنو! مخکې لدې نه چې ډیر درباندې ناوخته شي پخپلو ماشومانو لږ رحم وکړئ او ددوی د سبا لپاره لږ فکر وکړئ.

Comments are closed.