د متن فابریکه

احسان الله درمل

94
انسان یو فزیکي هويت لري او بل شخصیتي. د دغو دوو ډولو هويتونو د ایجاد منابع یو نۀ دي. انسان په فزیکي ډول د مور له بطنه او په شخصيتي لحاظ له هغه متنه زېږي چې دی یې د ژوند په اوږدو کې لولي/اوري/گوري. د فزیکي وجود منبع مو د مور بطن و بالۀ خو په اصل کې د انسان د فزيکي هويت په جوړېدو کې يوه لويه فابریکه فعاله ده چې د ډي. اين. اې فابریکه يې بولي. د يوه انسان قد، د سترگو، ويښتانو او پوستکي رنگ او بلاخره ټولې فزیکي او محسوسې ځانگړنې د ډي. این. اې په فابريکه کې تياريږي او بیا د يوه انسان په عمومي فزیک کې په مناسب ډول ځای په ځای کېږي. له دې فابریکې څخه د انسان په وجود کې یو څه غريزي او یونيورسل پوهه هم ایښودل کېږي چې انسان د ماشومتوب له پولو د اوړېدو تر وخته خپله گوزاره په چلوي.
د دغه فزيکي هويت گټه دا ده چې موږ احمد او محمود له یو بل سره بیلولای او پېژندلای شو. زموږ تذکره په اصل کې زموږ د فزیکي هويت پاڼه ده او همدا دلیل دی چې زموږ عمر، قد او رنگ او حتی یوه نیمه منحصر بفرد نښه په کې ذکر کېږي.
خو انسان یو بل هويت هم لري چې شخصیتي هويت دی او دا هويت د انسان پر ژوند له مسلط متنه را زېږي. انسان له زېږېدو سره سم صرف فزیکي هويت لري او همدا چې د مور له بطنه را ووځي، یوه بل لوی بطن ته داخل شي. دغه لوی بطن پر ټولنه او انسان د حاکم‌ متن بطن دی. دلته د متن مانا يو څه لويه فرض کړئ. ټول فرهنگي او کلتوري اقدار، دیني عقاید او فرهنگ، د مکتب او مدرسې نصاب او بلاخره ټول ليدلي، اورېدلي او لوستلي فاکټونه چې انسان يې باید متابعت وکړي د متن په برخه کې شاملېږي. نوی ماشوم چې تر اوسه هیڅ شخصیتي هويت نۀ لري، د متن يوه‌ نوي او لوی بطن ته داخلېږي او کلونه وروسته له یوه نوي شخصیتي هويت سره زېږي.
په اصل کې د فزیکي او شخصیتي هویتونو د پای او پیل ټکي سره یو ځای دي. په کومه ورځ چې د مور په بطن کې د انسان د فزیکي هویت پولې تکمیلېږي او زېږي، په هماغه شېبه یې د شخصیتي هویت نطفه د متن رحم ته رسي او د دغه هویت لومړۍ ورځ پیلېږي. د فزیکي هویت د تکمیل لپاره شاوخوا ۹ میاشتې وخت ته اړتیا ده، خو د شخصیتي هویت د تکمیل لپاره کلونه پکار دي. ښایي شخصیتي هویت آن تر څلویښت کلنۍ وروسته تکمیل شي.
لکه څرنگه چې د مور و پلار ډي. این. ای د ماشوم د فزیکي هویت په ټاکلو کې بنسټیز نقش لري، همدا ډول پر انسان او ټولنه د حاکم متن څرنگوالی د انسان د شخصیتي هویت په تعریف کې فعاله ونډه لري. لکه خوارځواکې مور چې په فزیکي ډول روغ ماشوم نشي زېږولای، هوبهو همدغسې ضعیف او خوارځواکی حاکم متن هم د معیوبو شخصیتي هویتونو د زوکړې سبب کېږي. که د مور د بدن غذایي ذخایر پوره نه وي او لا یې وجود د ماشوم د روزلو وړ نه وي، نو نوی ماشوم به له یو عالم فزیکي ناروغیو سره زېږي. دغه خبره د متن د مور په اړه هم سمه ده. که د حاکم متن د مور بدن خوارځواکی او د شخصیت لپاره له اړینو غذایي توکیو خالي وي، نو د دې مور ماشومان د سالم شخصیت او کاملې شخصیتي روغتیا تصور هم نشي کولای.
د انسان د دې دوه ډوله هویتونو پرتلنه اسانه ده خو چې مخکې ځو نو یوه داسې موړ ته هم رسېږو چې خبره سختېږي او د دې دوو هویتونو د تکامل پروسې له یوې بلې جلا کېږي. د فزیکي هویت پولې مالومې دي. نږدې ټول نارمل انسانان همدا دوه سترگې، دوه غوږونه، یوه خوله، دوه لاسونه، دوه پښې او د انسان د اوسنۍ بڼې اجزاوې لري. که کوم تفاوت دی، یا د دې اجزاوو په څرنگوالي او اوډون کې دی او یا په رنگونو کې. مطلب دا چې موږ په معاصره نړۍ کې د انسان کوم بل داسې ورژن نه لرو چې فزیکي جوړښت یې له اوسني انسانه ډېر توپیر ولري. البته د تاریخي او انتروپولوژیکو څېړنو له مخې دوه، دوه نیم میلیونه کاله وړاندې د انسانانو مختلفې بڼې هم موجودې وې، چې نورې یې له چاپیریال سره د عدم توافق له امله له منځه تللې دي او یوازې دا اوسنی انساني ورژن یې پاتې دی. څرنگه چې د اوسني انسان د فزیکي بڼې د تولید فابریکه یا ډي. این. اې مشترکه او بنسټیز جوړښت یې یو دی، ځکه نو د انسانانو په فزیکي بڼو او هویتونو کې ډېر د پام وړ تغییر نشته. یوازې د رنگونو او ځینو نورو وړو توپیرونو خبره دومره جدي ځکه نه ده چې هغه د جینونو د توپیر ساینسي او طبیعي نتېجه ده.
پاتې شوه د شخصیتي هویتونو د توپیر مسئله. په دې برخه کې توپیرونه ځکه جدي دي، چې پر مختلفو ټولنو مختلف متون حاکم دي. د متونو ټکر، تضاد او د اخلاقي او معنوي اقدارو په اړه د متونو بېلابېلې رایې د دې باعث شوي دي چې مختلفې ټولنې مختلف شخصیتي هویتونه ولري. له بلې خوا، پر هره ټولنه حاکم متن د داسې شخصیتي هویتونو د تولید او روزنې فابریکه ده، چې له همدې ټولنې سره تسامح او توافق وکړای شي. که یوه ټولنه په سایبریا کې اوسي او هلته جوړه شوې فابریکه یخچالونه جوړوي، نو دا فابریکه د دې ټولنې له ټولنیزو اړتیاوو سره مخالفه ده. برعکس، که د گرمو سیمو کومه فابریکه د اوړي لپاره پوستینونه تولیدوي، نو تاوان کوي. هوبهو دغه کیسه د متن د فابریکې هم ده. له دې فابریکې را وتلي شخصیتونه بلاخره په همدې ټولنه کې مصرفېږي او د همدې ټولنې لپاره تولیدېږي. تر دې ځایه که تاسو له ما سره دا خبره منلې وي، چې متن یعنې د شخصیتي هویتونو د تولید فابریکه، نو اوس به د دې کتاب یو بل څپرکی را واړوو.
د څو شېبو لپاره یوه خیالي سروې وکړئ. فرض کړئ تاسې په یوه داسې هوایي بېړۍ کې سپاره یاست چې نړۍ له پاسه گورئ او په مختلفو ټولنو گرځئ. له تاسو سره یو چیک لیسټ دی چې د انساني شخصیت ټولې مثبتې او منفي ځانگړنې په کې درج دي. مینه، زړه سوی، له بل سره مرسته، تسامح، د چاپېریال ساتنه، د وطن او خلکو پر وړاندې مسولیت، مسلکي او ټولنیزه ژمنتیا، کورنۍ اړیکي، له خپلوانو سره چلند، له خوارانو او بېوزلو سره چلند، د بل حق خوړل، دروغ، فساد، کرکه، جنگ، تعصب، له وطن او خلکو سره خیانت او سل و زر نورې کریټریاوې او ځانگړنې. اوس تاسې غواړئ چې د دې چیک لیسټ پر بنسټ په عمومي ډول ټولنې و ارزوئ. فرض کړئ د نړۍ ټولې ټولنې مو و ارزولې او اوس خپلې ټولنې ته راغلي یاست. د دې چیک لیسټ پر بنسټ خپله ټولنه هم و ارزوئ چې څو نومرې اخلي؟
که یې نومرې لوړې وي خو مبارک مو شه او که ټیټې یا حتی منفي وي، نو فکر وکړئ چې د دې ټیټو نومرو علت به څه وي؟
ځواب یې هماغه پر ټولنه حاکم متن دی. د انسان فزیکي هویت د هغه د غړیو او عناصرو له مناسب اوډونه جوړېږي خو شخصیتي هویت یې له انساني خویونو، چې لویه برخه یې له ټولنیز چلند سره اړیکی لري. مانا دا چې یو انسان د بل انسان او ټولنې پر وړاندې څه کوي؟ که د مور په فزیکي او جنیټیکي سیسټم کې ستونزه وي ماشوم به په فزیکي لحاظ معیوب وي او که د حاکم متن منطق سم نه وي، نو د ټولنې انسانان به په شخصیتي توگه نیمگړي وي.
که د شخصیتي هویت لویه برخه له ټولنیز چلند سره تړلې وي، نو فکر وکړئ چې زموږ شخصیتي هویت څومره معیوب دی. خو د دغه عیب پړه د شخصیتونو نه، بلکې د حاکم متن پر غاړه ده. هغه فابریکه چې دغه یې تولید دی.
هندي مفکر اوشو وایي چې فرهنگ زړی یا ونه او انسان یې میوه ده. که موږ د بادام ونه وکرو او هغه ترخه بادام وکړي، نو ښکاره ده چې موږ تریخ بادام کرلی و خو که د مڼې بوټی وکرو او ښایسته، خوږې مڼې ونیسي نو پوهېږو چې بوټی مو سم و. اوشو وایي چې زموږ د عصر انسان لکه تریخ بادام د خوراک او بلې گټې نه دی خو موږ بیا هم د ونې او زړي په صفت نه مړېږو. موږ وایو زموږ فرهنگ، زموږ کتاب او زموږ متن بې جوړې دي خو چې د دې فابریکې تولید (انسان) گورو، نو سخت بې کیفیته دی.
زموږ د متن یوه برخه نالیکلې ده چې له ټولنې یې زده کوو؛ بله برخه یې لیکلې ده چې په مدرسه، مکتب او پوهنتون کې یې زده کوو. د دې ټول متن مجموعي فابریکه چې کوم انسان تولیدوي، هغه زموږ د ټولنیزو ستونزو درد نه دوا کوي، بلکې لا یې پسې ډېروي. یو وخت مدرسو د مولینا رومي، عطار، سنایی، رحمان او خوشحال غوندې خلک تولیدول چې د تسامح او مینې کړۍ یې له ټولې دونیا را تاوه وه. اوس داسې خلک تولیدوي چې حتی له خپل ځان سره هم په جنگ دي او د خپل ځان او بل د محوه کولو لپاره له ځانه بم جوړوي.
یو وخت زموږ پوهنتونونو نوابغ تولیدول خو اوس یې استاد داسې دی چې خپل شاگرد د وطن او خلکو پر ضد جنگ ته هڅوي.
یو وخت زموږ ملا لکه ارواښاد مولینا زین الله منلی داسې و چې هیڅ فرهنگ یې د تکفیر او بیگانگۍ په توره نه واهه او له چیني ادبیاتو یې هم د خپلو خلکو د فکري او ذوقي لوړتیا لپاره گټه اخیسته خو اوس داسې دی چې پخپلو جوماتونو کې خپل امامان او مقتدیان هم ورته کافر ایسي او که یې وس ورسي په یوه درز یې وژني.
دا ټول د حاکم متن جنجال دی. یو وخت زموږ پر ټولنه حاکم متن داسې و چې هغه ډول شخصیتونه یې تولیدول او اوس داسې دی چې دا ډول بلاوې تولیدوي.
موږ که غواړو چې خپل اصل ته ور ستانه شو، نو د متن روانه فابریکه باید داسې جوړه یا بدله شي چې د لیوانو پر ځای انسانان تولید کړای شي.
د حضرت حافظ خبره ده چې:
بیا تا گل برافشانیم و می در ساغر اندازیم
فلک را سقف بشکافیم و طرح نو در اندازیم

Comments are closed.