د افغانستان لپاره د خطر او فرصت شېبې

لیکوال: محمد اشرف غني - ژباړه؛ لطف الله لطف

105
په هېواد او سیمه کې سولې ته غځېدلې لار
د ولسمشر په قلم
د ولسمشر بایډن پریکړه چې تر سپتمبره له افغانستان پاتې ۲۵۰۰۰ سرتیري وباسي د افغانستان او سیمې لپاره د تحول یوه مهمه نقطه ده. افغان حکومت ددې پریکړې درناوی کوي او افغانستان، طالبانو او ګردې سیمې ته یې د خطر او فرصت په مانا پیژني.
د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه دا زما لپاره یو بل فرصت دی چې په افغانستان او سیمه کې د سولې لپاره خپل هوډ تازه او ټینګ کړم. د فرورۍ په اتلسمه ما طالبانو ته د بې شرطه سولې وړاندیز وکړ، چې پایله یې د همدې کال په جون کې درې ورځنی اوربند شو. د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه ما لویه جرګه راوغوښتله او طالبانو سره د خبرو بحث راپورته کړ. له همغه ورځې راهیسې افغان حکومت د سیاسي جوړجاړي د رامنځته کولو په خاطر د ملي اجماع په جوړولو کار پیل کړ، داسې یو جوړجاړی چې د افغانستان د اساسي قانون او ارزښتونو سره په تطابق کې وی. زما حکومت چمتو دی چې طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي. کچېرې دا خبرې په افغانستان کې د سولې په پیلامه بدلیږي، زه چمتو یم چې خپله حکومتي دوره له وخت مخکې پای ته ورسوم.
د امریکایي ځواکونو وتل د افغان ملت او متحده ایالتونو تر منځ د اوږدمهاله اړیکو یو بل باب دی. افغانستان له دې مخکې هم د امریکایي ځواکونو د خروج شاهد و. زه په ۲۰۱۴ کې د افغانستان ولسمشر شوم، او په همدې کال له افغانستانه۱۳۰۰۰۰ امریکايي او ناټو ځواکونه ووتل، او افغان ځواکونه وتوانېدل چې د امنیتي سکتور او نورو ملي تاسیساتو بشپړ مشرتابه تر لاسه کړي. له همغه ورځې راهیسې، افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه د هېواد امنیت ساتي او د دوه سترو ټاکنیزو بهیرونو د تر سره کولو زمینه یې برابره کړه. د اووه کاله پخوا په پرتله، نن ورځ زموږ حکومت او امنیتي ځواکونه له یو پیاوړي بنسټ څخه برخمن دي. موږ په بشپړ ډول چمتو یو چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د خپل هېواد دفاع او خدمت وکړو.
د امریکایي ځواکونو وتل موږ ته دا فرصت هم راکوي چې خپل هېواد لپاره رښتیني ازادي تر لاسه کړو. په تیرو شلو کلونو کې په بهیر کې د څلویښتو هېوادونو امنیتي ځواکونه په افغانستان کې مېشت و. په نږدې وخت کې به د طالبانو او نورو تروریستي ګروپونو په اړه ټولې پوځي پریکړي د افغان حکومت له لورې تر سره شي. د بهرنیو ځواکونو په اړه د طالبانو د توجیه به ډیره زر له منځه ولاړه شي.
د امریکا پریکړې طالبان او د دوی پاکستاني ملاتړي حیران کړل، او دوی یې مجبور کړل چې یوه لار انتخاب کړي. آیا دوی به د سولې په مسله کې د باور سهیم شي او که نور اړودوړ به وزیږوي؟ که طالبان وروستۍ لار انتخاب کړي، نو افغان امنیتي ځواکونه به یې مقابله وکړي. که دوی د سولې له خبرو انکار وکړي، نو په حقیقت کې د قبرستان د سولې طرز انتخابوي.
د دې ناوړه برخلیک د مخنیوي په موخه باید طالبان افغانستان لپاره د خپل لیدلوري په اړه یو لړ سختې پوښتنې ځواب کړي. آیا دوی به ټولټاکنو ته غاړه کیږدي، او آیا دوی به د انجونو، ښځو او لږه کیو په اړه د ټولو افغانانو د حقوقو درناوی وکړي؟ د استانبول په کانفرانس کې له ګډون څخه د انکار په مټ دوی پورته ټولو پوښتنو ته منفي ځواب ورکړ. داسې ښکاري چې طالبان د سولې په نسبت د واک نیونې په برخه کې ډیر لېواله دي. سیاسي جوړجاړی او په حکومت او ټولنه کې د طالبانو ادغام یوازینۍ لار ده. مګر توپ اوسمهال د طالبانو په میدان کې دی.
هغه راتلونکی چې افغانان یې غواړي
افغانان په مطلق ډول نه غواړي چې د نویمو کلونو ستغو کلونو ته ستانه شي. موږ سولې ته د راتګ انتظار نه کوو، بلکې لګیا یو داسې یو چاپیریال او پلټفارم رامنځته کوو چې سوله پکې ریښې وکړي. د امریکایي ځواکونو د خروج د خطر په اړه په رسنیو کې تاوده بحثونه وشول، مګر د فرصتونو په اړه ډير کم بحث تر سترګو کیږي. زموږ ټول نړیوال ملګري او افغان ولس یو ازاد، اسلامي، دیموکراتیک، متحد، ناپییلی او نړۍ سره وصل شوی افغانستان غواړي. افغان ولس دې ډول افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال په لویه جرګه کې خپل ملاتړ بیا تازه کړ. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم د ۲۵۱۳ پریکړه په مټ د پیاوړي افغانستان لپاره خپله هیله تازه کړه، له دې څرګنده شوه چې نړۍ په افغانستان کې د طالبانو د امارت بیا راتګ نه غواړي.
دا خورا مبهمه ده چې طالبان څه غواړي. دوی یو اسلامي سیستم غواړي، مګر دا خو وار له مخکې په افغانستان کې موجود دی. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سیاسي جوړجاړي په سر د خبرو د کامیابۍ لپاره باید طالبان لمړی مطلوب هدف ته د رسیدو لپاره وضاحت او بشپړ مالومات ورکړي. زموږ تر منځ بحثونو لپاره د باور وړ او مستقل منځګړي ته اړتیا ده. په دې ضرورت باندې زموږ او طالبانو تر منځ په دوحه کې د خبرو پر مهال تاکید وشو. تر اوسمهاله پورې د خبرو اترو پر مهال داسې کوم منځکړی نشته، له دې امله ټوله پروسه د بنبست ښکار شوې ده. د منځګړي رول لوبولو لپاره تر ټولو ښه اداره ملګري ملتونه دي.
د اوږدمهاله اوربند تحقق باید د سولې د خبرو لمړۍ موضوع وي تر څو د افغانانو د ژوند د تلف مخنیوی وشي او د سولې په پروسه د خلکو باور را ژوندی شي. ځینې وخت د خبرو پر مهال رامنځته شوي اوربندونه ماتیږي، له دې امله ضروري ده چې نړیوال څارونکي ولري.
دویم، اړخونه باید د انتقالي ادارې په اړه بحث او پریکړه وکړي. که څه هم د جمهوریت اډانه باید همداسې پاتې شي، راتلونکې اداره باید نظم وساتي تر څو ټولټانکي پلان او تر سره شي. دا موقته اداره به د لنډ وخت لپاره وي او د ولسمشریزو، پارلماني او سیمه ییزو ټاکنو له لورې د نوي مشرتابه له انتخابه وروسته به باید پای ومومي. زه په دا ډول ټاکنو کې ګډون نه کوم، او سمدستي به له وخت مخکې له خپل مسولیته استعفا ورکړم که پوه شم چې ځایناستی مې د سولې لپاره د خلکو اراده ولري. د سولې خبرې اترې شاید له یو لړ ستونزو سره مخ شي، د بیلګې په ډول څنګه به طالبان له پاکستان سره خپلې اړیکې پرې کړي چې تر اوسه دوی ته لوژیستکي، مالي او د جنګیالیو د چمتو کولو ملاتړ ورکوي. خبرې اترې باید القاعده سره د طالبانو د اړیکو مسله هم تر بحث لاندې ونیسي. له دې امله دا هم مهمه ده چې افغان حکومت او طالبان د داعش او نورو تروریستي ډلو په ضد یو توافق ته ورسیږي ځکه دا له سیمې او نړیوالو څخه په راتلونکي کې ملاتړ تضمینوي. زموږ تر منځ توافقه باید په سیمه ییزه کچه د دیپلوماسۍ دوام هم خوندي کړي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی هم باید پکې دخیل وي.
کله چې افغان حکومت او طالبان یو جوړجاړي ته ورسېدل، نو افغان ولس یې باید یا د لویې جرګې او یا له هر ولایت څخه د ښځینه او نارینه مشرانو په مټ تاید کړي. طالبان له تیرو شلو کلونو راهیسې په افغان ټولنه کې له ادغام او مشارکت محروم شوي دي، لویه جرګه به د دوی مشرتابه ته یو ښه فرصت ورکړي تر څو د ټولنې له هر قشر سره اړیکې تاسیس کړي. د سیاسي جوړجاړي له رامنځته کولو وروسته به د تطبیق سخته مرحله پیلیږي. همدا په حقیقت کې د سولې جوړولو پروسه ده. په همدې مرحله کې امکان شته چې موقتي مسلې په دایمي بدلې شي، له همدې امله راتلونکی حکومت باید ټولټاکنو ته لمړیتوب ورکړي. په لنډمهال کې انتقالي مشرتابه شاید د حکومتدارۍ په اړه سختې پریکړې وکړي. اقتصادي پرمختګ، تعلیم، روغتیایي خدمات او د نظام نور مهمې برخې باید له مزاحمت پرته تداوم پیدا کړي، ځکه هر ډول توقف به په دې برخو کې د افغان ولس او اقتصاد لپاره ناوړه پایلې رامنځته کړي.
نوِي لمړیتوبونه به هم سر راپورته کړي. د بندیانو خلاصون، د حکومت په ټولو برخو لکه پوځ او ملکي سطحو کې د طالبانو ادغام او په تیرو دوه لسیزو کې د بشري یا اقتصادي زیانونو جبران تر ټولو مهم دي. نوی ټاکل کیدونکی حکومت به د سولې د ساتلو او د تړون د تطبیق په برخه کې مهم رول ولري، چې دا کار ښایي په اساسي قانون کې تعدیلاتو ته هم اړتیا رامنځته کړي. اساسي قانون خورا واضح وایي چې د نظام له اسلامي کرکټر او د ولس له اساسي حقوقو پرته نورې ټولې برخې تعدیل کیدای شي، او په دې برخو کې د تغیر لپاره میکانیزمونه شتون لري. نوی حکومت به له پاکستان او ایران څخه د راستنیدونکو کډوالو د ادغام، د داخلي بې ځایه شویو د بیا په ځای کولو او د ملي پخلاینې په برخو کې له ننګونې سره هم مخ شي. اوربند باید د داسې حالاتو تحقق ته زمینه برابره کړي چې یوازې نظام او د نظام ادارې پکې د ځواک له قانوني کارولو څخه برخمنې وي. په دې سربېره، افغانستان اړتیا لري چې خپل دایمې ناپییلتوب ته ژمنه تازه کړي تر څو په سیمه کې د کړکېچ د واقع کېدو خطر له منځه یوسي.
مخکې لار
حتی په مساعدو شرایطو کې هم عادلانه سولې ته رسېدل یو اسانه سفر نه دی. له بده مرغه، موږ چې په نامساعد چاپيریال کې د سولې راوستلو لپاره هڅې کوو. ډیر خطرات شته چې کولی شي د سولې روانه پروسه زیانمنه کړي او په پایله کې یې افغانان یو بل فرصت له لاسه ورکړي. د ابهام په اړه موجود تاثر د رسنیو د وړاندینو له امله نور هم منفي شوی دی او دا افغانان هېواد پریښودلو ته هڅوي. دا کولی شي د ۲۰۱۵ په څېر د کډوالو یو بل بحران رامنځته کړي او هېواد د دماغونو له فرار سره مخ کړي.
بل خطر دادی چې کاواکه او متزلزل انتقال کولی شي په امنیتي سکتور کې قومانده او نظم وګواښي. دلته باید یوه منظمه سیاسي پروسه وي چې مشرتابه انتقال کړي تر څو امنیتي سکتور د مشرتابه او لیدلوري په خلا کې واقع نشي. په دې سربېره، دا خورا مهمه ده چې متحده ایالتونه او ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي. دا په حقیقت کې یوازینۍ مهمه همکاري ده چې نړیواله ټولنه یې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د انتقال د پروسې کولی شي.
بل دودیز خطر دادی چې ښایي افغان سیاسي څېرې د سولې د یوې منظمې پروسې په اډانه کې سره راټول نشي. له دې امله موږ هر چا سره ګورو تر څو د سولې پروسه نه یوازې د افغان سیاسي څېرو او د ټولنې د مختلفو اقشارو لپاره، بلکې د هغه سیمه ییزو لوبغاړو لپاره همشموله کړو چې کولی شي د پروسې د تخریب باعث وګرځي.
د سولې په اړه د طالبانو خامه او نادرسته محاسبه هم یو ستر خطر دی. طالبان تر اوسه په خپل نرټيف باور لري او فکر کوي چې دوی متحده ایالتونه او ناټو ته شکست ورکړی. دوی د زړورتیا احساس کوي ځکه دوی ددوی سیاسي مشرانو خپلو پوځي برخې نه دي هڅولې چې د سولې فلسفه جذب کړي. تر ټولو ستر خطر دادی چې طالبان به د سیاسي جوړجاړي په برخه کې خپله نالېوالتیا ته دوام ورکړي او ددې په ځای به تونده لار د انتخاب په توګه وکاروي.
که طالبان په پوځي لار ټینګار وکړي، نو زموږ امنیتي ځواکونه تیار دي. که موږ له یو لورې طالبانو سره د خبرو لپاره چمتووالی نیسو، له بل لورې دې ته هم تیار یو چې د جګړې په ډګر کې ورسره مخ شو. په تیرو دوه کلونو کې له نوي سلنه ډیر پوځي عملیات په بشپړه توګه د افغان امنیتي ځواکونو له لورې تر سره شوي. که طالبان تاوتریخوالی انتخاب کړي، نو مانا یې داده چې راتلونکی پسرلی او دوبی به دوی د ستر تقابل سره مخ شي او په پایله کې به دوی سره د مذاکرې میز ته له راتګ بله لار نه وي. پاکستان هم شاید داسې غلطه محاسبه وکړي چې افغان سوله وګواښي. یو شمېر داسې مثبت زیګنالونه شته چې پاکستان به د سیمه ییز اتصال، سولې او ښیرازۍ لار غوره کړي، دا پيغام د پاکستان لمړي وزیر عمران خان او د پوځ مشر جنرال باجوه تېر مارچ د اسلام اباد په امنیتي کانفرانس کې څرګند کړ. دا ډول څرګندونې افغانستان سره د اړیکو په برخه کې د دواړه مشرانو د تخریبي طرز څخه رغنیز طرز ته د بدلون زیری ورکوي. اوس د پاکستان لپاره فرصت دی چې خپلې خبرې په عمل بدلې کړي.
که پاکستان د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي، نو اسلام اباد په حقیقت کې افغان ملت سره د دښمنۍ پیغام وړاندې کوي چې له امله به یې د سولې سترې اقتصادي ګټې او د سیمه ییز اتصال ډالۍ وبایلي. په دې سربېره، پاکستان به په یو نړیوال (؟) بدل شي ځکه چې د امریکا له خروج وروسته به له مثبت نفوذ څخه محروم شي. پاکستاني حکومت د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د پلان په نا درسته محاسبه کړې، مګر اوس هم د اسلام اباد لپاره ناوخته نه دی چې د سولې په یوه منظمه پروسه کې د رغنده سهیم په بڼه راڅرګند شي.
په داسې حال کې چې موږ له یو مبهم حالت سره مخ یو، زما هڅه دا ده چې له دې اوږدمهاله کړکېچ څخه یوه ښه نتېجه تر لاسه کړم: ازاد، اسلامي، دیموکراتیک، متحد، ناپییلی او سیمې سره نښتی افغانستان. زه د دې هدف تر لاسه کیدو لپاره قرباني ورکړم. له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو خروج موږ ته دا فرصت راکوي چې دې هدف تر لاسه کولو ته نږدې شو په دې شرط چې افغانان او زموږ نړیوال ملګري په یوه روښانه لار د تګ لپاره خپله ژمنه وساتي.

Comments are closed.