د سترګو تور مو درته سپين شول سولې کله راځې!

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

166

د روانې جګړې لوړ انساني تلفات چې ډيرى يې بيګناه ملکي خلک وي  هره ورځ د جګړې له مخ څخه د سپيڅلتيا پرده پورته کوي او د سولې اړتیا ته يې په زرګونو دلائل وړاندې کوي، خو ښکېل اړخونه يوازې په غندنو او انکار باندي د مسئوليت له دروند بار څخه خپلې اوږې خالي کوي.

که زمونږ په مشرتابه کې د ايماني فراست څرک لګيداى، نو په جګړه کې له دواړو خواوو د وژل شويو بيګناه ملکي افغانانو انځورونو ته يو نظر کتل کافي وه چې ويده وجدانونه راويښ او انعطاف ته تيار شوي واى.

مونږ د نظامونو د نسکوريدو بوږنونکې پايلې ليدلي دي.  د  نظام د ټينګښت  لپاره مو مبارزه کړې ده. اوسنى نيوکې مو هم د نظام د پياوړتيا په موخه دي.  هيله مو داده چې د نجيب د حکومت د نسکوريدو وروسته سناريو د تکرار د مخنیوي هڅه وشي.  مونږ ته له نسکور حکومت څخه اوسنى فاسد حکومت هم ښه ښکاريږي.

د سولې  باور ترلاسه کول د ولسمشر غني او د اسلامي نظام جوړولو ژمنه ترلاسه کول د طالبانو حق ده. که په پورتنیو دواړو برخو کې د دواړو خواوو باور ترلاسه شي، نو د يوې هوکړې ترمخ د لنډې انتقالي دورې لپاره د ګډ حکومت جوړول نه يوازې د ديموکراسي تمثیل او د اساسي قانون درنښت ده بلکې د حاکمې ډلې شهامت  هم ده.  له نيکه مرغه ولسمشر غني اوس په مشروطه توګه  انتقالي حکومت ته تيارى ښودلى ده، خو د مخالف اړخ باور ترلاسه کولو لپاره باید د انتقالي حکومت د جوړښت لپاره وخت قيد شى.

مونږ د خيالاتو په نړۍ کې اوسيږو او کاذب غرور مو په عصبي سيستم باندي حاکم ده. د عيني واقعيتونو د درک وړتيا نلرو. يوه خوا د تيرو شلو کلونو خيالي لاسته راوړنو خونديتوب بانه نيسي. له ځمکنيو حقایقو سره په ټکر کې وړانديزونه کوي او بل لورئ يوازې دومره وايي چې اسلامي نظام قائموي او امریکا يې ماته کړې ده، نو کابل بايد له هر ډول ستونځې جوړولو پرته ورته سلامي شي.

دواړه لوري باید پوه شي چې که يوه خوا د جګړې لپاره ښه ورزيدلئ بشري منابع لري، نو مخالف اړخ هم افغانان دي او افغانان په جګړه کې ماتيدل نه مني. د تسليمېدو خيال به محال وي  او د خپل ورور تسليمول شهامت هم نه ده. افغانستان د شل کاله پخوا په پرتله اوس ډير بدل شوى هم دى. ښه به وي چې له افغانان په خپلو کې د څه واخله او څه ورکړه فارمول تګلاره خپله کړي.

ولسمشر غني  اکادميک شخصیت ده، وړتیاوې يې د انکار وړ نه دي. د اقتصادي ستونځو لپاره حل لارې موندلاى شي. کله چې په انګریزي ژبه خبري کوي، ښه استدلال کوي ، په موضوع حاکم معلوميږي او د مطلب په بيانولو کې د الفاظو له ستونځې سره نه مخ کيږي. خو په پښتو او دري کې په خپلو الفاظو تسلط نلري. په خبره ولاړ او تعهداتو ته ژمن شخص نه دى. کاري ټيم نشي جوړولاى.  په ديني او ملي مسايلو کې د افغانانو ترمنځ په حساسيتونو نه پوهېږي. له خپلو سرو کرښو اوښتل ورته عادي خبره ده. په کورني سياست کې د تسلسل  پرځاى د  تذبذب ستونځه لري. احساساتي پريکړې کوى او له واک سره د جنون تر کرښې مينه لري. د واک لپاره  تر هرې سرې کرښې اوښتلاى شي. په ديموکراسي کې ديکتاتورانه چلن کوي. د ښځو د حقونو خوندیتوب، ټول شموله سوله سرتاسري سوله، باعزته سوله تلپاتي سوله او داسې نور شرطونه ږدي، خو په ارګ کې هره ورځ له پورتنیو شعارونو سره ضد او نقيض کړنې روانې دي.

که نيمه نيم ښورې لاسته راوړنې ومنم، نو کمزورى پاشلى او د پرديو په مرستو ولاړ حکومت، پراخ مالي ادارې او اخلاقي فساد، له فقز بېوزلي بيکاري او ورځنيو جګړو سره لاس او ګریوان ملت هم د اوسنۍ ديموکراسي د شل کلنو لاسته راوړنو په کتار کې راځي او مونږ ته سوله مهمه ده.

په مساجدو مدارسو، جنازو، هديرو او د ودونو په تالارونو کې  بريدونه،  رب ته په سجده نسکور مسلمان وژل، په پوهنتونونو کې جګړه، په تور سرو باندې ناتار، د پلونو نړول د ښوونځيو سوځول د سرکونو خرابول څه ډول اتلولي ده؟

زمونږ په آند زمونږ په لاس مات شوي هيوادونه اوس هم په نړۍ باندي حکومت کوى او مونږ يې خيرات ته ناست يو. ولس مو په يوه ګوله ډوډۍ پيدا کولو پسې حيران ده. ځوانان مو له هيواد څخه تيښتې ته مجبور دي.  مونږ د خپل منځي اختلافاتو او کورنیو جګړو له امله تيت او پاشلى  ملت يو.  مونږ  مات شوى ملت يو. کله چې پردي پوهيدلي دي چې افغانان په خپلو کې هم يو بل سره وژني، نو ځانونه يې ايستلي دي، خو مونږ کاذب غرور په سر اخيستې يو. د واک لپاره خپلمنځي جګړو ته د تيارى ښودلو شعارونه ورکول اتلولي نه ده.

په اخر کې له جګړو څخه ستومانه شوى ولس چې سولې ته په انتظار کې يې د سترګو تور سپين شوي دي له دواړو څخه هيله مند دي چې فرصتونه هر وخت نه راځي شېبې په حساب دي. وخت په تيزي سره له لاسه وزي. جګړه ګټونکئ او سوله بايلوتکئ نلري. ستاسو يوه وړوکې غلطي دغه هېواد د تباهي کندې ته رسولاى شي او دغه مظلوم ولس له يوه بل ستر ناورین سره مخ کولاى شي. دغه خاوره مو عزت عفت مو ده او دلته په هسکه غاړه اوسيدل خوند راکوي. هر ځاى چې وغواړم کډه کولاى شم خو نه غواړم بيا مهاجر شم. د خپل رب، هيواد او تاریخ په سخت ازمون کې نښتې ياست. نن سختې پريکړې وکړئ تر څو سبا ته دغه ولس درباندي ووياړي. نن د خپل ملت او هيواد لپاره قرباني ورکړئ تر څو دغه هېواد وژغورئ. که داسې مو ونکړاى شو، د رب حساب او د تاریخ قضاوت ډير سخت ده.

بله اندېښنه داده چې زمونږ د هیواد راتلونکې سياسي او امنيتي وضعیت د وړاندوينې نه ده. هر وخت هر ډول بدلون راتلاى شي. که بين الافغاني سوله همدغه شان له بن بست سره مخ وي او دواړه خواوې په خپلو دريزونو کې انعطافي اړخ خپل نکړي، نو لرې نه ده چې له دغې نيمګړتيا څخه د پردې تر شا ناست پردى دښمن ګټه واخلي، ګډوډي جوړه کړي، د نظام کشتۍ څپانده، د سولې ټوله پروسه سبوتاژ شي او افغانان بيا يوه اوږده پردئ نيابتي جګړو کې ښکېل شي، بيا به هم د خپل وجدان په محکمه کې محکوم ياست او هم به واک له لاسه وتلى وي. هغه د پښتو متل دى چې وايي ژاولې خونجوړا شوې نه ستا شوې نه زما شوې!

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

Comments are closed.