گيورگ مورگنستيرن ۱۸۹۲-١٩٧٨

استاد مجاور احمد زیار

100

گيورگ مورگنستيرن Georg Morgenstierne (١٨٩٢-١٩٧٨)

استاد گيورگ مورگنستيرن د ١٨٩٢ د جنورۍ پر درېيمه د ناروې د پلازمېنې وسلو په بندر(ويندرن!) کې نړۍ ته راغلى، لاتيني او يوناني يې زده کړې او پر ١٩١٠ يې په اتلس کلنۍ کې له خپل هېوادوال استاد (ستن کونو) سره د سانسکرېت پر زده کړه پيل وکړ. کونو يو له هغو نومياليو ختيځپوهانو څخه وو چې د ساکه ژبې په اړه يې ځانگړې څېړنې کړې دي. استاد مورگنستيرنې د خپل دغه استاد په زړه کې دومره ځاى ونيوه چې په ځوانۍ کې يې زوم هم شو.
پر ١٩١٤ کال په دوويشت کلن منگ کې مورگنستيرن د خپلو زده کړو د پر مخوړنې لپاره المان ته ولاړ. تر هغه مهاله يې سوچ کاوه چې “هندپوه” به شي او دا يې په خوا او خاطر کې هم نه گرځېده چې يوه ورځ به د افغانستان د ژبو او بيا پښتو تر ټولو ستر ځانگپوه (متخصص) شي. د بن په پوهنتون کې له استاد ياکوبي سره د هند د فلسفې پر زده کړه بوخت شو.
د خپلې خولې خبره يې ده چې وايي: ځوان وم او له څکونې سره روږدى نه وم، استاد ياکوبي د ښوونې په ترڅ کې راته له ډېرې لورېينې د يوه پېړ سيگار ست وکړ، د ادب له مخې مې هغه ولگاوه او پر څکولو مې پيل وکړ، په دغه شېبه کې راڅخه استاد ياکوبي د ويدا د فلسفې په اړه يوه گرانه پوښتنه وکړه، په مات مخ مې ورغبرگه کړه، د سيگار لوگى او د ويدا د فلسفې شننه، او هغه هم په الماني ژبه، ټول پر يوه مهال لازما له توانه بهر دي او موږ دواړو وخندل.
استاد مورگنستيرن په برلين پوهنتون کې د پروفېسور ليودرز تر لارښوونې لاندې د سانسکرېت ادب په يوه سکا لو کې دوکتورا ترلاسه کړه. دغه مهال د ١٩١٨ نومبر وو او له الماني ټولواکمنۍ سره لومړۍ نړيواله جگړه پاى ته رسېدلې وه، نو استاد مورگنستيرن د ډاکټري بريليک د لاسته راوړنې لپاره تر هغې سترگې پر لار پاتې شو چې د المان جمهوريت په نامه نوي بريليکونه له چاپه راووتل.
پر همدغه کال استاد مورگنستيرن غبرگ بري ترلاسه کړل. يو يې ډاکټري بريليک تر گوتو کړ او بل يې هم، لکه چې له مخه ورته نغوته وشوه، د خپل هم هېوادي استاد کونو له لور سره واده وکړ. روسته په وسلو کې پر ښوونه بوخت شو. بيا يې د المان په گوتينگن کې د نوماند ختيځپوهاند استاد اندرياس تر مشرۍ لاندې د افغانستان او ايران د تاريخي ژبو په اړه څېړنې پيل کړې. پر ١٩٢١ کال يې د پښتو څېړنې په برخه کې لومړني گامونه واخېستل. له هماغه مهال راهيسې نور پوه شو چې پاى موخه يې د لرغو ني هند د فلسفې څېړنه نه، بلکې د غرني افغانستان د زړو او نويو ژبو څېړنه پلټنه ده. دېرش کاله لا تېر شوي نه ول، چې مورگنستيرن د ټولو پښتو پوهانو او د افغانستان د نورو ژبو د پوهانو سرلارى شو.
پر ١٩٢٣ کال يې د ختيځپوهنې لومړى يون پيل کړ، په بېړۍ کې ړومبى سريلانکا ته ورسېد او له هغه ځايه يې ځان پېښور ته ورساوه. استاد مورگنستيرن د پېښور په يوه اوږده استوگنه کې دوې مياشتې له نوميالي شاعر او ليکو ال منشي احمد جان څخه پښتو زده کړه او څه مهال يې پکې خپلې څېړنې پر مخ بوتلې.
استاد مورگنستيرن کيسه کوله چې: “په پېښور کې راسره خپل ځانگړي نوکر ياسين خليل زما د پښتو خبرو اترو پوره کړاو (تمرين) کاوه او راسمو لې به يې. که کله به له ما کومه گرامري تېروتنه کېده، داسې به يې راباندې سترگې رابرگولې چې تا به ويل، د فرانسې د اکادېمۍ کوم غړى د کوم چا له خولې د فرانسي ژبې گرامري تېروتنه واوري”.
استاد مورگنستيرن د ١٩٢٤ په اپرېل کې د تورخم او جلال اباد له لارې کابل ته ورسېد چې دا مهال يې د ژوند له ٣٢م پسرلي سره سمون درلود او د افغانستان د ازادۍ پنځم کال وو. د خپلې خولې خبره يې وه چې ويل به يې: د لارې په اوږدو کې افغانانو يو بل ته سره ډاډ ورکاوه چې: “دى انگرېز نه دى او د پښتو ژبې د زده کړې او څېړنې لپاره راغلى دى”.
د افغانستان د لوى سفير ارواښاد محمود طرزي پر ليک سربېره ورسره د ناروې پاچا “هوکان” په لاسليک يو سپارښتپاڼه هم وه او د ستر ټولواک امان الله له زياتې لوريېنې سره مخامخ شو. د اوړي تر پاى، په بله وينا، سېتمبر پورې په افغاستان کې پاتې شو. د بابر باغ په ودانۍ کې اوسېده او نايب سالار عبدالوکيل خان نور ستاني يې د شاهي دربار له خوا سر مېلمه پال وو. د افغا نستان پوهانو ورسره هم پوره مينه کوله او هماغه مهال دې ته ځير شو چې افغانستان يې دويم هېواد دى، دغه خبره يې د ژوند تر پايه پر خوله بهانده وه. همدا راز يې دگران ټو لواک غازي امان الله دا خبره چې: “ما ورته له درناوي ډېر گړى (ستاسې)… وکاروه او هغه راته وويل: په پښتو کې دا غوړه مالي نشته”.
استاد مورگنستيرن په هماغه لومړنۍ پنځه مياشتنۍ کتنه کې د افغاني چارواکو او پوهانو په مرسته د پښتو او همدا راز د افغانستان د نورو ژبو، لکه پراچۍ او اورمړۍ او پا ميري ژبو، لکه شوغنۍ او مونجۍ او نورستاني ژبو، لکه کتي، اشکوڼي، وايگلي، پاروني او پراسوني هغو کې خورا ارزښتمنې څېړنې ترسره کړې. پر هغو سربېره يې د افغاني پارسۍ د يو لړ متنونو يادښتونه هم واخيستل. خپل هېواد ته له ستنېدو سره يې د خپلو څېړنو پلټنو پر خپرولو لاس پورې کړ او ړومبى ځل يې د نورستاني ژبو او ويونکيو د آرياييوالي زباد ټولې علمي نړۍ ته پر ډاگه کړ؛ که نه، پخوا پر هېوادني، سيمييز او نړيوال کچ نورستانيان اروپايان او بيا د يونانيانو پاتشوني انگېرل کېدل.
هرگوره، لکه څنگه چې ياسمين جنا (۹۶۲)ليکلي، استاد د ۱۹۷۰ کال د ((هندوکش کولتوري کنفرانس)) په ترڅ کې دا منښته کړې وه: يو مهال په منځنۍ اسياکې د مېشتو لېتواني کډوالو يوه برخه کافرستان ته هم رالېږدېدلې وه! د استاد له خوا د شپږمې نورستاني (دهميلي) د رابرسېرونې يا نومېرنې خبره خو ما(زيار) هم ترې سيده اورېدلې وه.. استاد مورگنستيرن چې له هماغه لومړي پېنځه مياشتني سفر څخه خپل هېواد (ناروې) ته ترستېندو څه مهال پس دېته ځير شوی وو ،چې په پښتو ويي شننه کې يې ځينې نيمگړتياوې شته. داچې هغه مهال هوايي اسانتياوې نه وې ،د ختيځ بل يانه (سفر) ته زړه ښه کړي، نو پر ١٩٢٦ کال لندن ته را غى او دغلته يې د انگرېزي بېړيو له هغه کارکوونکيو سره په اړيکه کې شو چې د پېښور او شاوخوا سيمو پښتانه ول. د بېلا بېلو پښتو گړدودونو د څېړنې په ترڅ کې يې خپل يادښتونه بشپړ کړل. همدا راز يې په برلين کې د افغانستان له سفارت سره هم خپل دوستانه اړيکي ټينگ وساتل او د پښتو گرانبيه کتاب “An Voca-Etymological bulary of Pashto” يې پر ١٩٢٧ له چاپه راوکيښ. د دغه لومړني کتاب د دويم چاپ لپاره يې له هماغه مهاله بيا د ژوند تر پايه خورا زياتې څېړنې پلټنې وکړې او ډېر څه يې ورکره او وربشپړ کړ، خو نورو بېلا بېلو څېړنو دومره بوخت وساته چې پر ژوند يې خپل دغه پخوانى ارمان ترسره نه شو کړاى، خو په شاگردانو کې يې پر مېکنزي اوبه څښلې. هغه هم د خپل ژوند په روستو کې هغه ټول ياښتونه په دوه درو کاپيو کې راخوندي کړل، يوه کاپي يې خپل اسيستانت اېلفنباين ته ورکړه اويوه هم ماځنې ترلاسه کړه. اېلفنباين هغه يادښتونه له پخواني چاپ سره و اوډل او دخپل سختچاري لارښود استاد (مېکنزي)سره يې د دوکتورا تېزس په توگه دفاع او چاپ کړ. (د پوره پوهاوي لپاره: د زيار اېتېمولوجيک سيندگی سريزه)
پاتې برخه یې بیا

Comments are closed.