د ټلوالې د جګړو ګواښ اوس ناچله سيکه ده

ليکنه، عبدالوحيد وحيد 

290

مونږ د ځمکنى جغرافيې له هغې ټوټې  سره د یوې ځانګړي  اړیکې احساس کوو په کومه ځمکه چې زمونږ زيږون شوى دى او همدغه احساس د وطن پالنې په نوم یادیږي.  د وطن پالنې احساسات بيانول او د مخاطب قناعت ترلاسه کول د لفظونو په کارولو سره ستونځمن کار دى.  دغه کيفيت په دقيقه توګه نه احساسات دي ، نه نظرونه ، او نه هم قضاوتونه، خو د ګډو ارزښتونو پربنسټ له دغې ځمکنۍ ټوټې سره زمونږ د تړون ریښو ته درناوی، له خپل هیواد سره د میني کولو یوه برخه ګڼلاى شو. که څه هم مینه او غرور يې د اجزاو دوه توکي دي، خو دا نه یوازې مینه ده او  نه هم يوازي وياړ ده، بلکې له عملي کړنو او قرباني ته له چمتووالي سره چې يوځاى شي، نو وطنپالنه ورته ويلاى شو.

وطن پالنه، ملي وياړونو ولسي ارزښتونو او داسې ګډو ګټو ته ژمنتیا ده چې د ټولو پرګنو ښيګڼه پکې نغښتې وي او دا زموږ په ذهنيت، کړنو او څرګندونو کې ځانګړې ګډه روحيه زموږ د ملي ریښو او جغرافيايي پولو په چوکاټ کې تحقق پيدا کوي.

متاسفانه مونږ هره ورځ د جګړو  له امله د ځوانانو او کدرونو له لاسه ورکولو په شکل د بشري فاجعو شاهدان يو او د وطنپالنې په ټولو شرائطو باندې برابر نه راځو. لامل يې کيداى شي همدا وى دلته د جګړې د شدت کچه هره ورځ لوړيږي او مونږ يې په وړاندې د بې بسي احساس کوو. د نظام د پاشل کيدو ويره شتون لري او متأسفانه چارواکي يې د مخنیوي لپاره اړين ګامونه نه پورته کوي. د دوحې له تړون وروسته په طالبانو کې د نظامي بريا په تړاو د باور کچه لوړه او ارګ  په ننداره ايزو غونډو باندي د بحران د مخنیوي لپاره تمرکز کوي.

په داسې وخيمو شرایطو کې د هيواد له سياسيونو څخه هم له ولس سره د درد شريکولو هيله کيږي، خو زمونږ ډيرى سياسي ډلې او مطرح شخصیتونه ګوندي او سمتي اجندا پرمخ بيايي، د موقت حکومت د مشرتوب سمبالولو لپاره کمپاين کوي، د خيالاتو په نړئ کې اوسيږي،  د پارليماني، د فدرالي نظام جوړولو او ځينې د ونډو په ويش کې د خپلې برخې د رابيلولو هڅه کوى.  د اندېښنې وړ خبره لا دا ده چې پخواني زورواکي له پردیو استخباراتي شبکو سره د اړيکو له لاري په راتلونکي کې د پرديو ګټو لپاره د خپل هېواد د ورانولو او له خپل ولس سره د جګړو کولو لپاره غونډې، سفرونه تحرکات او څرګندونې کوي.

دا به له هيواد او ولس سره ستره جفا وي چې مونږ د اوس په شان ترينګلي امنیتي او سیاسي وضعیت کې د جګړو ګواښونه کوو، سمتي ژبني قومي او ګوندي حساسيتونو ته لمن ووهو تعصبات راوپارووو، په خپلو څرګندونو او شعارونو په هيواد کې د سولې مخه ډب کړي.

د ځينو جنګسالارانو وروستنۍ سفرونه، د وسلو ويشلو اوازې،  د ديموکراسي په زانګو کې د روزل شويو زورواکانو غيرمسئولانه څرګندونې، په ځانګړې ډول د پخوانۍ شمالي ټلوالې د ځينو مشرانو لخوا پارونکې ويناوې که څه هم د نا چله سيکې په شان بې ارزښته ده او هيڅ امتیاز ورباندې نه ترلاسه کيږي خو د ملت د اندېښنې وړ دى چې اخر ترڅو پورې دغه ملت د زورواکانو د ګواښونو باج ورکوي؟

که د ټلوالې مشران د اساسي قانون له مخې د احمدشاه مسعود ملي اتلولي منل ملي مکلفیت ګڼي، نو  د مسعود پلويان هم مکلف دي چې د هيواد ملي بيرغ او ملي ترانې ته درناوى او احترام وکړي. د کوم  لاسوند له مخې چې مسعود ملي اتل ګڼل شوى دى، د همهغه لاسوند پربنسټ زمونږ بيرغ او ترانه هم د ارزښتونو په کتار کې راځي.

ملي بيرغ، ملي ترانه او ملي هويت د چا شخصي ملکيت نه ده چې ورسره سليقوي چلن وکړاى شي. د ولسمشر له تګلارو سره مخالفت د هر افغان حق ده خو  ملي مقدساتو ته درناوى نه کول د مسعود اتلولي هم نفى کوي. که د نظام بنسټ ايښودونکي دغو حساسيتونو ته ژمن نه دي نو  ملت به ولې د کابل نړونکئ او د کورنیو جګړو بنسټګر د ملي اتل په صفت ومني؟

مونږ هر هغه نوښت، ذهنیت، کړنه او سليقه غندو چې د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره د افغان د توپک شپېلئ د بل افغان سينې ته نيول نيول شوي وي. د ټلوالې دوستانو ته مو مشوره داده چې پخوا هم د هغوى خپلمنځي جګړه نه يوازې بريا نه درلوده بلکې تور شاليد هم لرى.  سوله عزت ده، وقار ده او د خپلواکي لاره ده.

د مسعود د پلويانو په غونډه کې د پورته پادو شويو ملي ملي ارزښتونو پرځاى د نوييمې لسيزې بيرغ کارول او ترانه غږول او پارونکې څرګندونې په هيڅ صورت او قطعاً د منلو او توجيه وړ نه دي. د جګړو شوقيان باید پوه شي چې د نوييمې لسيزې جګړې شرمونکئ تاريخ ده. نه هغه مهال د وياړ وړ وه، نه يې د تکرار ګواښ اوس انتن ورکوي او د يو بل وژل د بريا لاره هم نه ده.

په بشپړه توګه باور لرم چې په نننيو حساسو شېبو  کې زمونږ د سياستوالو د غيرمسئولانه څرګندونو په غبرګون کې ولس په طالبانو باندې حساب کولو ته اړ کيږي . پوهيږي چې طالبان له ټولو منفي اړخونو سره سره د دغو ډلو د مهارولو ځواک او د هغوى د ګواښونو د مخنیوي وړتیا لري. ملي يووالي او د جغرافیې خوندیتوب ته ژمن ځواک هم ده.

له بده مرغه ارګ په ننداره ايزو غونډو بوخت ده او د وضعیت د ارزولو په هکله فکر نکوي، له روان بحراني حالت څخه د وتلو لپاره د سياسي اجماع څرک نه لګيږي. ملت د بې وسي، بې کسي او محروميت احساس کوي ، د جګړې په وړاندې د دريدو تاب نلري، خو هر څه په دقيقه توګه څاري له هيواد سره روانه جفا حس کوى.

طالبان کيداى شي د نظام د متلاشي کولو وړتیا ونلري او يا هم و نه غواړي چې سيستم نسکور شي، خو په نظام کې د ننه ډلې ټپلې شتون لري چې ګډوډي جوړه کړي او د نظام شتون له ګواښ سره مخ کړي.  د ارګ لخوا د طالبانو حملو ته د تياري  په څرګندونو هيڅ درد نه دوا کيږي. د سولې لپاره د واقعي هڅو او قرباني ورکولو وخت ده. که د طالبانو ډله د ممکنه ناورين په مخنیوي کې خپلو مسئوليتونو ته متوجه نشي او همدغه شان د نظامي بريا ترلاسه کولو په فکر جګړې ته دوام ورکړي نو لري نه ده چې کورني مغرض اړخونه په نظام کې له خپل شتون څخه د ګټې اخیستو له لاري خپل خطرناک پلانونه په کار واچوي چې پايله به يې يقيناً بوږنونکې وي.

وړانديز دا ده چې اوس هم وخت شته چې ارګ ميشتي د فيل په غوږ کې خوبونه پريږدي او د (هرڅه سم دي پاچا سلامت) له دروغجنې کړئ څخه راووزي. روان ناورين زيږونکئ وضعیت وارزوي، د سياسي اجماع له لارې د ګوندي قومي سمتي او توکميزو مليشو جوړولو مخه ونيسي. له امنیتي ارګانونو بهر وسلوالې ډلې جوړول حتى که له نظام څخه د دفاع ترنامه لاندې هم وي، د هرچا لخوا تر هرنوم لاندې د هيواد ارضي تماميت ته ګواښ له ملت سره خيانت او ملي جنايت ده. که اوس هم ارګ دغه کار ته ملا وتړي په پوره يقين سره وايم چې ملت به يې د وطندوستي له پياوړي روحيې سره ترشا وديږي. 

Comments are closed.