وچ هيواد او وچ یې خلک

 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

335
 وایې چې افغانستان وچ اقلیم لري. که څه هم په افغانستان کې بیلابیلی اقلیمي سیمي شته خو په عمومي توګه د افغانستان اقلیم وچ دی. نو کیدای شي وګړي یې هم وچ مزاجه او وچ طبیعته وي.
که څه هم دا خبره علمي او حقیقي نه ده خو زه یې د زیاترو وګړو د وچ سلوک او چلند ځنې نښې او صفات له تاسو سره شریکوم. افغانستان او وګړي یې د سلګونو ښیګڼو او ویاړونو تر څنګ ځنې نور اړخونه هم لري.
 دی کې شک نشته چې دا هېواد له ویاړونو ډک تاریخ لري او یو وخت د نړۍ د لرغونو تمدونونو پنځم ټاټوبې او مدنیت هم و. د دې هېواد جغرافیايې موقعیت د تمدنونو څلور لاري او د یبلا بیلو کلتورونو د ګډولی او رنګارنګۍ باغچه ده.
څلورو بیلابیلو فصلونو، موسمونو او رنګارنګ سیمه ییزو اقلیمي سیمو اوبو او هوا یې، په سلګونو ډولونو، رنګارنګ حیواناتو، نباتاتو، غلو او میوو ته د روزنی زمینه برابره کړیده. طبیعي سرچینی او زیرمی يې په نړۍ کې بیساري دي، وګړی یې هم په، توره، میړانه او سرښندنه کې تاریخي نوم او ویاړنی لري .
خو راځۍ چې دلته يې لږ د نیمګړتیاوو او ستونزو پر اړخ هم فکر وکړو او د نظر ماتي په توګه یې را یادی کړو.
 یو وخت د یونان ستر فیلسوف ارستو د خپل هیواد د ستاینی لپاره یوه له حقیقته لیري او له مبالغې ډکه خبره کړي وه. هغه ویلي و چې د یوی سیمي جغرافیايې موقعیت او شرایط د وګړو پر ذکاوت، طبیعیت او غښتلتیا اغیزه لري. ویل یې و چې، د ساړو سیمو وګړي له جسمي پلوه کلک او غښتلی وي خو له ذهني پلوه دومره هوښیار نه وي. مثال یې د یونان شمال ته د سړو او کنګل سیمو د استوګنو وګړو ورکړی وه . همداسي یې د تودو سیمو وګړي له ذهني پلوه هو ښیار او ځیرک ګڼلی و، خو د جسمونه له پلوه يې کمزوری بللی و .مثال یې د یونان جنوب کې د لیری پرتو سیمو لکه هندوستان او نورو ورکړی و.
 د ارستو د هغه مهال په وینا، یونان په معتدله او دسړو او تودو سیمو په منځ کې پروت دی او د دواړو خواوو ګټي یې راخپلی کړی دي. وګړي یې هم هوښیار دي او هم غښتلي او ځواکمن. نو له همدی امله یې ستره امپراتوري رامنځ ته کړیده.
 که څه هم د ارستو دا خبره کومه علمي او پر حقایقو ولاړه نظریه نه وه، خو تر یوه حده یې پر انسان د طبیعی چاپیریال اغیزو ته اشاره کوله.
 زه چې کله د هېواد دننه پیښې څارم، ټولنیزي رسنۍ تعقیبوم، افغاني غږیزي او تصویري رسنۍ اورم او وینم او بیايې د لویدیځي نړۍ له رسنیو سره له نظره تېروم او پرتله کوم، نو د افغانستان او وګړو په هکله یې راته عجب تصور پیدا شي او پر ذهن می د پوښتنو یو جال را خور شي.
 ډیر لیری شاته وروکرځم، خپل کوچنیوالی می تر سترګو شي، د کلي کوڅې، په جومات کې په ژمي کې د سهارني اور د چرګۍ د غاړی مرکې، د دیرو او حجرو بنډارونه، ښوونځي کې د څپری لاندې درسي خونه، د تنکئ ځوانۍ موسم، ښاري ژوند، د پوهنتون د هغه مهال د زده کړو چاپیریال او هملته د کار او دندی ماحول.
همدارنکه مخ ته راشم، او کله جې په دوو بیلابیلو اروپايې هیوادونو کې نوری زده کړي، د تدریس چاپیریال، د وګړو راشه درشه او د کار او ژوند ماحول له نظره تیر کړم. نو له دوو بیلابیلو متضادو نړیو سره لاس او ګریوان شم.
 د سیکالوژۍ او اراپوهنې له زاویې ورته ووینم ، د رنګارنګو کلتورونو په بڼونو کې تاو راتاو شم، تاریخي جغرافیایې تصویرونه او داستانونه ذهن ته راولم، په دیني او عقیدتي ارزښتونو او توپیرونو تم شم، نو هله بیا دبی شمیره پوښتنو ځنې نیمګړي او ساده ځوابونه را دمخه شي. پوښتنی هم را ټولی شي، ساده شي، او یو دوه پوښتنی شي. هغه داچې:
آیا موږ عجیب او ډیر وچ وګړی نه یو، سلوک او عادتونه خو به مو، وچ اقلیم نه وي اغیزمن کړي؟
 جنګي پیاوړی روحیه، پر وطن سر ورکونه، سرښندنی، دفاعي او جکړه ییز مهارتونه او وړتیاوی خو به مو، د غرني ځیږه چاپیریال محصول نه وي؟
کیني، تربګنۍ او بی اتفاقۍ خو به مو، له خپل طبیعي محیط سره په مبارزه کې د ناکامۍ، له طبیعي شتمنیو د ګټی نه اخیستلو، فقر او بی وزلۍ له امله نه وي؟
 ځوابونه يې رنکارنګ شي، خواره واره شي، متضاد شي، پیچلی شي، بیرته ساده شي، را ټول شي او ځان سره ووایم:
کیدای شي همداسی وي. موږ د الله عجب مخلوق یو. ځان ته رنګ او بوی لرو، او تر ځانګړو جغرافیایې شرایطو لاندی ژوند کوو. لکه د ځنو نورو تاریخي مخ په ودی ملتونو او پر مختیايې هېوادونو په څېر لا تر اوسه د طبیعی شرایطو له ناوړه څپیړو او ناخوالو نه یو ژغورل شوي.
د ژوند له اسانتیاوو او سهولتونو څخه محرومیت مو، حوصلی لنډی او تنګي کړی دي، پریکړی مو زیاتره د تعقل پر ځای پر احساساتو ولاړی وي .
بیرته کوچنیوالی ته وروګرځم. پوښتنه له هماغه ځایه پیل کړم. ځان سره و بونګیږم، څه ښایسته کلی او کورونه، څه تاریخي او لرغوني ښارونه، څه عجب بیساری رنکارنګ طبیعی چاپیریال، د بی شمیره الاهي نعمتونو او شتمنیو ډک هېواد. څومره سپېڅلي او میلمه پال وګړي، څومره زړه ور او مینه ناک خلک، څومره خواږه، څومره درانه. خو بیرته اخ وکړم! ، دوی ولی په یوه شیبه کې یو خروار درکړی مینه، په یوه لنډپاره رټنه او غندنه له خاورو سره ایری کړي، ولې لکه وچ صحرایې اقلیم ژر ګرمیږو او ژر سړیږو.
د وچ اقلیم اغیز خو به نه وي؟ د وچو اقلیمونو همدا صفات وي، د وچو دښتو او بیدیاوو هم همدا ځانګړنی وي. ژمي يې ډیر ساړه او اوړي یې ډیر تاوده وي. ورځې يې ډیری ګرمی او شپې یې ډیری سړی وي، د تودوخی د درجې توپیر په کې زیات وي.
د وچو او لندو لرګیو توپیر هم همداسي وي. وچ لرګي په زور ماتیږي خو کږیږي نه، موږ لکه لندې او شنې لښتی نرمښت نه لرو، کږیږو نه بلکه لکه وچ ډکي ماتیږو..
 د ځنو ښوونکو نه هیریدونکې وچ او له غوسې ډک چلند مې پر ذهن خور شي، چې څرنکه یې زموږ له بی زړه کولو او ناحقه رټلو خوند اخیست، لکه د ځان په څیر د غټو تنه ورو او ځږو بنیادمانو چلند يې راسره کاوه.
د کلیوالو خپل منځي بیساري او متضاد، هم بیشانه دوستانه او هم بیحده له رخي او تربګنۍ ډک مناسبات او عادتونه را په یاد شي. پایلی ته ورسیږم:
 زموږ د زیاترو دوستۍ او دوښمنۍ پر هوښ او عقلانیت نه دی ولاړي، د احساساتو په تنور کې اوړي را اوړي، د میني او کرکې ترمنځ واټن مو ډیر زیات دی. کله بیشانه زیاته او پر احساساتو ولاړه مینه کوو او کله همداسی بیشانه کرکه او نفرت لرو.
 په ستایلو کې له معیار پرته، پر ژبه زیات شات خورو او په غندلو کې له حده زیات ترخه زهرشیندو .
موږ زیاترو له خپل اسلام، چې د سولی او سلامتیا کامل دین دی، رښتینی عدالت نه دی زده کړی او نه مو د انسانیت او بنیادم اصول مراعت کړی دي.
 د رحمان بابا بیت را دمخه شي:
که چا تله د انصاف په لاس کې درکړه
 خپل ټتو او دبل آس به برابر کړي
 له ساده نالوستي ښاري او کلیوال که ګیله ونه کړم، له لوستو، روښانفکرانو، سیاستوالو ، پوهانو، او دجګ او ممتاز پوړ د وګړو سلوکو ته ځیر شم، نو بیا هم زیاتره هماغه د افراط او تفریط له نړۍ سره مخ شم. چې څرنګه د هیواد زیاتره وګړي په تر ټولو لوړو پوهنیزو، دولتي، سیاسي او اداري برخو کې، بی عدالتیو، بی قانونیو، فساد او ناسم کلتوري دود ته لاره هواروي. پر خپلو غیر عادلانه کړنو، د ټولنی عادي وګړو او عوامو ته بدرنګه او ټیټ مثالونه او سمبولونه شي.
د وطن جګړي می وځوروي، چې څرنګه تنکي ګلان او زرغون فصلونه په کې ورژیږي، څرنګه د یوه وطن اوسیدونکي لکه د یوه لوی کور غړي، یو دبل ورمیږونه غوڅوي، یو د بل لاسونه او پښې اره کوي. خپله خاوره او په کې خوری وری جونګړی لکه د چنګیز او هلاکو نسل پر توپونو الوزوي، اورونه وراچوي او یوه غاړه له بلی په وحشت کې ځان مخ ته کوي.
 د پردیو هیوادونو روزلی جاسوسان سترګو ته ودروم، چې په څومره سپین سترګئ د وطن د مور پړونی خرڅوي او د خپلو پلرونو او نیکونو په ویاړلي میراث سوداګري کوي.
غوړمالان می تر سترګو شي چې د مقصد په وخت او د ریا لپاره په خپلو ستاینو له مچانو فیلان او له وړو ډبرو غرونه جوړوي. له پردیو کلتورونو بیدریغه منفي تقلید می حیران کړي، په هر څه شخوند وهل، د هیواد او ټولنی له شرایطو، ارزښتونو او ګټو خلاف سیاسي ګوندونه جوړول، په هره سیاسي ایدیالوژۍ ځان رنګول، کله د سوسیالیزم سندرو ته زورور اتڼ کول، کله د دموکراسۍ ډول ته بی واره څڼې غورځول، کله د اسلام له سپېڅلی نوم ناوړه ګټه اخیستل، او د هر دم شهید ملت پر وژلو د تکبیر ناره ویل او بی وخته اذانونه کول. همداسی خپل منځي کرکې، رخې او تنګ نظرۍ می هک پک کړي
بیا لویدیځ ته راشم، زموږ د ځنو وګړو په اصطلاح کفری نړۍ ته، کار ځایونه، چارواکي او مامورین یې له نظره تیر کړم . ګورم چې دوی په ورځنیو خپل منځي چارو او مناسباتو کې په څومره نرمښت، مهربانۍ، بی ریا، عادلانه او مساویانه چلند کوي. څومره ارام، بی لوړو ځوړو لکه سمندرونه خوځیږي او پر مخ ځي. شور او زوږ یې نه وي خو پر مخ تګ یې ځمکه خوځوي.
د خپلو وګړو او هیوادونو ګټو ته څومره وفادار وي، ملي مسایلو کې څومره یو موټې او په اتحاد وي. دوښمني او دوستي یې سره غاړه غړۍ روانه وي، خپل زړونه او مغزونه د نورو د شخصي ژوندانه د منفي اړخونو پر راسپړلو نه مصروفوي، د خپل پاچا هم بی ځایه غوړمالي نه کوي، خو هیڅکله یې د سپکولو هڅه هم نه کوي.
زیاتره وګړي یې هر څه د وجدان او ضمیر په تله تلي. تر ډیره په احساساتو کنترول لري او له تعقل او صبر کار اخلي.
دی کې شک نشته چې دا د دوو بیلابیلو انساني نړیو او کلتورونو د عمومي تصویر ځنی صفات و چې ما ورنه یادونه وکړه، خو موږ ډیر داسی ښه او ځانګړي صفات لرو چې په نورو ټولنو کې نشته او نوری ټولنی ډیر داسی ښه صفات او ځانګړتیاوي لري چې پر موږ کې نشته. نو ښه خبره داده چې موږ د نورو ټولنو له مثبتو او غوره صفاتو زده کړه وکړو.
 اوسنۍ زمانه د غیږی نیولو او جسمي پهلوانۍ زمانه نه ده. د احمد شاه بابا د آسونو زغلولو، غشو او نیزو ویشتلو او جسمي پهلوانیو وخت نه دی، اوس د ساینس، تکنالوجۍ، پوهي، هنر، او مهارتونو د ترلاسه کولو او استعمالولو وخت دی.
 زیاتره وخت له حوصلی او نرمښت کار اخیستل، له وچ سلوک او احساساتي پریکړو ډډه کول بی ګټې نه وي.
فکر کوم په هر څه کې له تعقل، انساني وجدان او تعادل کار اخیستل ګټور دي. ښه ده چې دوستي او دوښمني، مینه او کرکه مو پر ارزښتونو او اوږدمهالو ګټو ولاړه وي. هغوی چې د ډیری ستاینی وړ نه دي خپل د وجدان سرونه مو ورته په پښو کې می غوڅوۍ، ځکه د خپلو بی ځایه ستاینو پر اساس یې نور هم د غرور او ځانځانۍ نړۍ ته ور ټیل وهۍ.
اسلامي او انسانۍ عدالت مو مه خرابوۍ او خپل وجدان مو مه وژنۍ. ستاینی او غندنی مو په ارزښتونو او معیارونو وکړۍ ، له ذهنه مو د ذوق، سلیقی، رنګ او بڼې جال لیری کړۍ، خاین ته خاین او صادق ته صادق وویاست .
د انصاف تله مو د الاهي عقیدی، انساني کرامت او ارزښت په معیار وکاروۍ او پر همدی باور په پاک وجدان د خپلو هیوادوالو او بشریت په خدمت کې شۍ .
اوسني انسان د اوسني عصر په ساینس او تکنالوجۍ تر ډیره حده ځانونه د چاپیریال له ناوړه اغیزو خوندي کړی دي. نو د پوهي او تکنالوژۍ پر مټ د خپل وطن له رنګارنګ ښکلي چاپیریال او جغرافیایې شرایطو مثبته استفاده وکړۍ، سلوک او چلند مو له نورو سره په متقابل درناوي، مرستو، مهربانیو، غوره معیارونو او ارزښتونو عیار کړۍ.
 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
 هالنډ/ ۱۶-۵-۲۰۲۱

Comments are closed.