د طالبانو اسلامي صبغه و مشروعيت دې بالکل له مينځه يووړ

سيد حسين پاچا

148

د مفتي عبدالشکور په ځواب کې :

د طالبانو اسلامي صبغه و مشروعيت دې بالکل له مينځه يووړ

ښه شوه چې روښانه دې کړه ننني طالبان و پرونی مجاهدين د اسلام لپاره نه، بلکې د غرب و اسلام اباد (پاکستان) د ګټو ساتنې، ادغام، لاسپوڅي حکومت او د حفاظتي دېوال په توګه جنګېدلي دي

 

زموږ پرونی جهادي او نننی طالبي مشروعيت تر پوښتنې ((شک و شُبهې)) لاندې وو، خو لله الحمد چې تاسې په خپلو تازه څرګندونو کې هغه ټول ابهام ((شک وترديد)) له مينځه يووړ. اوس دا جوته شوه چې دا زموږ وستاسې ترمينځ نيابتي ((راتپل شوې)) جګړه نه، بلکې په صراحت زموږ وستاسې ترمينځ اعلان شوې جګړه ده او هغه د مذهب په نوم د نااعلان شوې جګړې شُبهه هم له مينځه ولاړه

 

نوټ : تاسې وګورئ چې د دوی ملايان ومفتيان ((مودوديان و ديوبنديان))، نظاميان واستخبارات او سياستوال يې ټول له يوې څلمې راته په يوه مورچل کې ناست او له يو سنګره ((مورچله)) راباندې ديني، فزيکي وتبليغاتي ((پروپاګندي)) ګوزارونه کوي، خو زموږ د سياستوالو او د ملايانو ذهنيت لا تر اوسه يو شوی نه دی. دا ځکه چې موږ ذهنيت د جهاد و د مذهب يا په بله مانا د جهادي – اسلامي نظام او د طالبي – اسلامي امارت په جعلي وخيالي اسلامي نظامونو تر سيوري لاندې له هېواد پالنې و اسلامپالنې له روحيې لېرې روزل شوي يا په روښانه ټکو پرېمينځلي يې دي. ځکه خو مذهب وسياست، اقتصادي ګټې او نظامي پراختيا غوښتنې توپيرولی نه شو. زموږ ذهنيت لا تر اوسه منجمد دی.

 

جهاد دا نه دی چې څوک د اسلام په نوم د اسلام اباد له ګټو او بقا ساتنه وکړي، بلکې جهاد دا دی چې د خپل ولس او د هېواد له ملي – اسلامي ګټو او خپلواکۍ ساتنه وکړي. موږ خو له تاسې نه ساتنه (دفاع) کړې ده. ځکه خو خپلواکي او زمکنۍ بشپړتيا د اشغال په نوم جنګ کې له تاسې يعنې پاکستان تر ګواښ لاندې ده. عجيبه خبره ده چې جنګ دې هم د اسلام وخپلواکۍ او د اشغال د له مينځه وړلو لپاره کوم، خو بيرته بيا په تا کې ادغامېږم، يا به ستاسې د خوښې لاسپوڅی حکومت تابع يم او يا د حايل/حفاظتي دېوال يا د خوندي سيمې په توګه پرېښوول کېږم او قبايلي سيستم ته به اړول کېږم. د شيري رحمان په حواله چې په افغانستان کې ستاسې ((پاکستان)) د خوښې حکومت نه وي، نو موږ ((افغانستان)) به د نړۍ پر مخ ((نقشه)) ځای نه لري، نو موږ دېته څنګه جهاد ووايو؟ ايا تاسې ديوبنديانو او مودوديانو تر اخوانيانو او سوشياليستانو اسلام و بشريت همداسې مطالعه کړی دی که څنګه؟

 

 

د مفتي عبدالشکور تازه څرګندونې ((نوې تګلاره))

Ø     طالبان د پاکستان مدافعين بللي،

Ø     د طالبانو واکمني د پاکستان په ګټه ده،

Ø     طالبان د پاکستان لپاره حفاظتي دېوال حيثيت لري.

Ø     د طالبانو جګړه يې په افغانستان کې د پاکستان د دفاع جګړه بللې ده او دوی يې د پاکستان ښه ملګري بللي دي.

 

د ځېنو پاکستاني واکمنانو زړې څرګندونې ((زړه تګلاره))

د دين و د سياست يآ په بله مانا د اقتصادي ونظامي پراختيا غوښتنو پرتله :

Ø     جهاد افغانستان دفاع پاکستان.

Ø     مشاهد حسين وايی بيا ما جنرال حميد ګل ته چې هغه مهال د آی ايس آی ISI مشر وو، وويل. دا ډېره ښه موقع ده. راځئ چې د ډيورنډلاين Durand-line په رسمي توګه د سرحد کولو لپاره کار پيل کړو. هغه راته کړل چې ((زموږ سرحد خو د آمو سيند دی)).

Ø     هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو.

Ø     مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي، خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

 

نوټ : د پاکستان نوې تګلاره ((پاليسي)) لا تر اوسه بدله شوې نه ده. هماغه زړه تګلاره ((پاليسي)) ده. ديني و نظامي طبقه لا له يو مورچله (سنګره)) ډزيږي او خپله ناولې جګړه د اسلام تر پوښښ لاندې مخته وړي.

 

ښاغلی مفتي شکور،

تاسې د يو مسلمان و ديني / اسلامي عالم او مفتي په توګه د خپل زړو واکمنانو، ضياءالحق، جنرال اختر عبدالرحمان، اسلم بېګ، پروېز مشرف او نورو څرګندونې څنګه توجيه کوئ؟

پروېز مشرف :

موږ ته د افغانانو وينې نه، بلکې خپل هېواد ارزښت درولود. موږ ته خپلو ګټو لومړيتوب درلود. افغانان خو موږ د دې لپاره وځورول او يو له بل سره مو د دې لپاره وجنګول چې ترڅو پاکستان ارام او باثباته اوسي.

افغانان مو داسې وځورول چې هر چا به د حورو او جنت په فکر هر څه کولو ته چمتو ول. يو بل به يې ښه په شوق سره وژل، خو موږ ته د پاکستان بقا ارزښتمنه وه.

 

ښه به دا وي چې تاسې د يو معقول انسان، اسلامي عالم په توګه د دې خپلو واکمنانو څرګندونې دې د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې يوځلې بيا مطالعه کړه (ولوله)) او هغه اسلام خو څه کوې بلکې، د بشريت وانسانيت په رڼا کې يې ولوله. په کار خو دا ده چې موږ يې ولولو او ځانونه پرې پوی کړو، خو کاشکې چې مو له خپل ذهنيت او تعقله کار اخېستی. څوک يې چې نه کاروي، نو د الله حکم دا دی چې :

((ويجعل الرجس علی الذين لايعقلون))

 

کرنيل امام :

د افغانستان د جهاد داستان

بهټو صاحب نصير الله بابر ته ځانګړې دنده وسپارله چې هرڅه کيږي بايد له دې فرصت استفاده وکړو. په همدې ورځو شپو کې د داوود خان له لورې د پاکستان د سالميت خلاف ډېر سازشونه شروع شوي وو او مونږ يې بايد لاس لنډ کړی وی. که مو هغه مهال له دې فرصت ګټه نه وی اخېستلای پاکستان به وخته اوس د نړۍ په جعرافيه کې داسې نه وو، خو بس د خدای مرسته وه او د يو څو وطندوسته شخصيتونو شپه ورځې هلې ځلې وې چې له يو غټ خطر مو پاکستان دا دی روغ جوړ تر تاسو را رسوالی؛ اوس يو څه خلک را پورته کيږي او په مونږ تور پورې کوي چې مونږ د ترهګرو مرسته کوو او پاکستان مو پردي جنګ کې ښکېل کړ.

 

وروره زه بايد ووايم دا کوم پردی جنګ نه وو چې مونږ ورکې ور ګډ شو، بلکې دا د پاکستان جنګ وو او که هرڅه کېدلای مونږ بايد د پاکستان د خونديتوب له پاره دا جنګ هم کړی وی او هم ګټلای وی.

 

***     ***     ***

د کرنيل امام اقرار چې د بوټو د هغه وخت ملکي حکومت د افغانستان په مساله کې راښکېل کړی. ځکه خو د افغانستان مساله له ملکي حکومت سره په ګډه د پوځ و څارګرې ادارې په اختيار کې ده.

نصير الله بابر چې يو ډېر وطند دوسته سړی وو او ډېر لوی سوچونه او ارادې يې درلودې هغه بهټو صيب سره سلا مشوره وکړه چې له افغانستانه راغليو ډلو ته چريکي جګړه ور زده کړو. سره له دې چې پوځ سره په ځينو برخو کې هغه زمانه کې د بهټو صيب اړيکې ښه نه وې، خو دا چون د پاکستان د خوندي کولو خبره وه، نو ځکه بهټو صيب پوځ په دې قضيه کې رادخل کړه. دا لومړی ځل وو چې د پاکستان پوځ د افغانستان په اړه په يوه مساله کې را ښکيليږي. د پوځ لوی درستيز هم د بهټو صيب خبره ومنله او په دې برخه کې يې د ځانګړې پالېسۍ جوړولو او کار کولو پلان ته ټټر وواهه.

 

لوی درستيز د پاکستان د ايس ايس جي SSG قوماندان جنرال غلام محمد ملک ته تليفون وکړ او له هغه يې په دې برخه کې مرسته و غوښته.

 

دا مهال زه هم په پېښور کې د ايس ايس جي SSG د پراشوت د څانګې مسوول وم. جنرال صيب ملک راته تلېفون وکړ. ويل يې په لومړي ځل په يو داسې کار کې د مرستې غوښتنه درنه کوم چې نسلونه نسلونه به په تا بيا ووياړي.

ما ورته ويل : ښاغليه مشره ته امر وکړه! زه د پاکستان له پاره څه کولای شم؟

جنرال : زمونږ حکومت او پوځ يو خطرناک کار ته لاس اچولای دی او دا پاکستان له پاره نهايت مهم دی ګني پاکستان له سختو ننګونو سره مخ دی.

ما بيا ورغبرګه کړه: حکم کوئ، څه کولای شم؟

جنرال : بابر صيب به تاسې سره اړيکه کې شي. د هغه يو کار دی زه باور لرم چې ته دا کار په ډېره ښه طريقه کولای شې. ستا د پرمختګ له پاره دا نهايت مهم چانس دی، نو د پاکستان او ځان له پاره ته دا پراجيک بايد کامياب کړې.

 

***       ***       ***

 

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

 

کرنيل امام ورپسې داسې زياتوي :

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي..

 

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

 

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو لنډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.

 

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله. د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.

 

په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه دهمداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.

 

ضياءالحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

 

***       ***       ***

 

د نصيرالله بابر او زموږ د دريو جهادي مشرانو مخينه و اسلامي نظام

 

د بوټو وېره / تشويش / اندېښنه

He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993

بد نيت / مخنيوی

Afghanistan Must be destabilized

علت (سبب)

Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river

پلان

بلنه (۱)

I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan

موقعيت

I met with them in Bala Hisar port in Peshawar

روزنه (۲)، تمويلونه (۳) او (۴) تجهيزونه

I gave them money and 303 rifles

موخې

بې ثباته کول (نا ارامول)

to destabilize Afghanistan

د بې ثباته (ناارامه) کولو او سوځولو پرېکړه

Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

له روسانو لا زيات خرابول وسوځول

that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it

داسې کمزوري کول چې بيا په اسانه د خپل حق غوښتنه ونه شي کولی [اردو يې له مينځه يووړه]، نوازشريف پرې ښکاره وياړ وکړ

now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line

چوپړ او وياړنه

That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

د شهيد محمد داود د وخت د محکمې بُغات او د اسلامي امارت وخلافت پتنګان د بابر د دې اپلتو په تړاو څه سپيناوی او ديني صبغه ورکولی شي؟ دلته خو ښکاره دين و سياست يو له بل سره غوټه خوړلې او د بابر شعوري وناشعوري چرګوړی ديوبنديان واحياء العلوم والا لا تر اوسه د اسلام د مبارک دين ترنم زمزمه کوي. دوی بايد دلته دين وسياست سره جلا وتعريف کړي.

 

***       ***       ***

 

مشاهد حسين وايی :

هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

 

مشاهد حسين وايی بيا ما جنرال حميد ګل ته چې هغه مهال د آی ايس آی ISI مشر وو، وويل. دا ډېره ښه موقع ده. راځئ چې د ډيورنډلاين Durand-line په رسمي توګه د سرحد کولو لپاره کار پيل کړو. هغه راته کړل چې ((زموږ سرحد خو د آمو سيند دی)).

 

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه ”شهادت“]

حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).

((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

 

حکمتيار د عصمت قانع د پوښتنې په ځواب کې :

د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي.

 

***       ***       ***

 

ميرزا اسلم بيګ :

((بېنظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!)).

 

شيري رحمان :

((په افغانستان کې هر حکومت بايد د پاکستان په خوښه وي، کنه د افغانستان په نوم په نړۍ کې هېواد ځای نه لري)).

 

جنرال حميدګل : ((سمه ده چې جهاد به افغانانو کړی وي، خو لارښوونه يې زما وه)).

 

قريشي؛ د افغانستان او کشمير مسلې له يو بل سره تړلي دي

 

شهباز شريف : ناممکنه ده چې هم کشمير کې بوخت شو، هم لويديځ سره افغانستان کې مرسته وکړو

[[شهباز شريف : دا ممکنه نه ده چې کشمير دې په اور کې سوځي او په افغانستان کې دې سوله وي….]]

[[داسې نه شي کېدای چې په کشمير کې جنګ وي او کابل امن وي.]]

 

سراج الحق: پاکستان دې په افغانستان کې امن راوستل په کشمير کې امن راوستلو پورې وتړي

 

کشميري سردار عبدالقيوم مشرف ته :

((امريکايان بايدداسې بريدونه وکړي،چې دکابل دوړې موږ په اسلام ابادکې ووينو)).

 

شهباز شريف :

((د کشمير په قيمت په کابل کې سوله نغواړو)) او ((د کشمير لپاره بايد کابل په اور کې وسوځي!)).

 

ضياءالحق :

Making the water boil in Afghanistan

must boil at the right temperature

په افغانستان کې بايد په يو مناسب حرارت اوبه ووېشل شي چې نه سړيږي. مانا دا چې د دوامداره جګړه چې سړښت يې نه، خو سوخت او درد يې د تل لپاره وي. [خپلواکي ګڼه]

 

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

 

کرنيل امام  :

څنګه يو اوږد مهاله جګړه په لږ لګښت مخته يووړل شي؟

 

سرتاج عزيز په قول : ((طالبان د اوږدې جګړې توان لري)).

 

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.

 

د مولانا محمد خان شيراني خبرې ((کرايي قاتلان)) :

ډېر وختي مې هم دا ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته :

·       ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱).

·       دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه موندای شې (۲).

·       دلته جنرالان هم د پوځ د استعمالولو (کارولو) لپاره پکې په کرايه موندای شې (۳)

·       ميډيا د پروپاګندې لپاره هم د کرايې لپاره پکې موندای شې (۴).

·       د کرايې قاتلان هم موندای شې (۵).

 

مولانا سميع الحق :

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

 

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action

His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

 

مولانا سميع الحق :

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

 

مولانا فضل الرحمان :

مولانا فضل الرحمان د ښاغلي کرزي په وخت کې ويلي وو چې که افغانستان له موږ ((پاکستان)) سره د سرحد ستونزه ومني موږ به يې د امنيت تضمين وکړو.

 

خواجه محمد آصف :

د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی

 

مشاهد حسين او طلعت حسين :

د افغانستان مسأله له کشمير سره تړاو لري يا د کشمير پورې تړلې ده.

 

ميجر عامر :

موږ د امريکې ډېر خدمت کړی. د طالبانو حکومت مو ړنګ کړ. شپږ سوه کسان مو وروسپارل او ملا ضعيف مو بېعزته کړ.

 

رستم شاه مهمند څه وايی؟

https://www.facebook.com/pshtonistan/videos/795873230759545/

 

ډاکټر اسرار احمد مشرف ته خبرداری ورکړی وو، خو هغه نه وو منلی

I warned Musharraf but He denied – Dr. Israr Ahmed (29 Nov 2011)

https://www.youtube.com/watch?v=lvbd7tg1W18

 

ښاغلی مفتي شکور،

يو وخت ترکټباره سترګور ((چشماټو)) قاضي حسين احمد چې کله د ضياءالحق او د جيمي کارټر پر اوږو سپور وو، نو ويل به يې :

((موږ د اسلام بيرغ پر کرېملين ودروو.))

له ورځو نه يوه ورځ يې همدا ستا په شانې څرګندونې وکړې :

((موږ د اسلام بيرغ پر کرېملين رپوو.))

پر سبا چې روسانو ورته سترګې برګې کړې، نو بيا يې غول په پرتاګه کې نه ټينګېدل او سملاسي يي وويل چې :

((موږ د مرکزي اسيا هېوادونه ازادوو او د اسلام بيرغ هلته ودروو.))

او همداسې ورپسې ورو ورو د تيزن او ډارن سپي په شان په شا راته او پسکې يې اچولې چې اخر ترې دا خبره راووته :

((موږ د اسلام بيرغ [پاکستان بيرغ] د آمو پر سيند ودروو.))

دا هغه خبره وه چې هوبه هو د حميد ګل او د مشاهد حسين له خولې هم راوته. سياسي موخه يې دا ده چې پنجاب د افغانستان الحاق و ادغام غواړي او دېته ورته څرګندونې حکمتيار هم کړې وې.

 

هغه د بېنظيرې خورينې شيري رحمان خو تر دې کچې مخته ولاړه چې که کابل کې د پاکستان د خوښې حکومت نه وي، نو د افغانستان په نوم هېواد د نړۍ په نقشه کې ځای نه لري.

 

مفتي صاحب،

بې ادبي دې معاف وي داسې خبرې چې څوک کوي نو ختمي چېرته د کوم بل ځواکمن، يا د خپل څښتن او يا د کوم لونډ په شي سپره وي. کله ناکله چې څوک پخپله جنسي غريضه کې ډېر مخته ولاړه شي، نو بيا ترې عجيبې و غريبې خبرې له خولې راوځي.

 

تاسې څه سوچ کوئ هغه افغانستان چې له ميلاده مخکې د يونان مقدوني سکندر يې په توبو توبه ګار کړ چې له هغې راوروسته بيا له چنګېز خان، مغلو، انګرېزانو، روسانو او د نننيو ټولو واڼۍ دلته ښويه شوې ايا ستا د تورکوني پنجابي به ښويه نه شي؟

 

مفتي ګله،

غلطه او بېځايه محاسبه مه کوئ!

دېته مه مجبوروئ چې دغه درپورې لنګ درڅخه اخر راکش او ….

به تنګ آمد + به جنګ آمد

 

ستاسې له دې څرګندونو سره سم که په طالب او خواخوږو کې يې لږ شعور وي، نو هغوی به خپله ديني صبغه درک کړي چې دوی د چا لپاره جنګ کوي؟

د اسلام او که د اسلام اباد لپاره؟

 

که د اسلام لپاره يې کوي، خو نور مجال نشته او که د اسلام اباد لپاره يې کوي، نو بيا دې يې پر مشروعيت و محرميت باندې هم سوچ وکړي.

 

نو،

مننه مفتي صاحب چې په خپلو دغو تازه څرګندونو سره مو د دغه خپلې نااعلان شوې جګړې چې له لسيزو راهيسې راباندې د مذهب په نوم راتپل شوې وه سپيناوی وکړ.

 

ښه مفتي ګله،

ته و خدای او خپل ايمان دې چې تاسې د يو مفتي په توګه دا څنګه توجيه کوئ چې د وخت واکمن پروېز مشرف په خپل کتاب کې ((د اور پر ليکه)) او د کولن پاول په تلېفوني غوښتنه کې يې کړي دي؟

 

کله چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د سېپټېمبر پېښه وشوه، نو زه د کراچۍ په قول اردو کې وم چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير کولن پاول راته زنګ ووهلو او ويې ويل :

يا له موږ سره شه او يا زموږ له دښمنانو سره؟

پروېز مشرف وړاندې ليکلي چې زما لپاره دا ډېره سخته وه چې طالبان له ځانه خپه کړم، خو تر هغه زياته ډېره سخته دا وه چې يو کمزوری پاکستان دې د نړۍ له يو زبرځواک سره مخامخ شي. نو پرېکړه مې وکړه چې له طالبانو سره يارانه پرې کړم او د امريکايي ائتلاف برخه وګرځو. ځکه چې د پاکستان ملي ګټو همدا ايجابوله.

هغه د خپل کتاب په يوه بله برخه کې دا ليکلي چې کله امريکا غوښتل پر افغانستان د طالبانو د حکومت د پرځولو لپاره بريد وکړي. له موږ څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه او له موږ څخه يې اووه (۷) غوښتنې وکړې چې يو له هغې نه په پاکستان کې د طالب مشرانو دوی ته سپارل وو.

مشرف وايی موږ د هغوی غوښتنه ومنله او څه د پاسه څلور سوه (۴۰۰) لوړپوړي (جګپوړي) او ټيټپوړي طالبان مو امريکا ته وسپارل چې د هغې په بدل کې يې موږ [پاکستان] ته ډېر ډالر ورکړل.

هغه وايی کله چې مو د ناټو او امريکا ګډو ځواکونو ته خپلې نظامي هډې ورکړې او همدارنګه د افغانستان يو شمېر مهمې برخې مو ورته وښوولې تر څو له دې هډو پر افغانستان بريدونه وکړي او هر ځای په اسانه په نښه کړي.

مشرف وايی امريکا پينځه څلوېښت زره (۴۵۰۰۰) حملې زموږ له خاورې څخه پر افغانستان وکړې.

مشرف وايی موږ ته د افغانانو وينې نه، بلکې خپل هېواد ارزښت درولود. موږ ته خپلو ګټو لومړيتوب درلود. افغانان خو موږ د دې لپاره وځورول او يو له بل سره مو د دې لپاره وجنګول چې ترڅو پاکستان ارام او باثباته اوسي.

مشرف زياتوي افغانان مو داسې وځورول چې هر چا به د حورو او جنت په فکر هر څه کولو ته چمتو ول. يو بل به يې ښه په شوق سره وژل، خو موږ ته د پاکستان بقا ارزښتمنه وه. هغه وايی : موږ په دې باور وو چې امريکا به د پاکستان دا مرسته هېڅکله هېره نه کړي. هغه وايی امريکا غوښتل افغانستان کې د ځان ساتلو لپاره د شورای نظار او په خاصه توګه د دوستم او خليلي ځواکونه په پيسو واخلي او اکمال يې کړي. ترڅو راتلونکې کې د بل چا لاس ته ونه لويږي او د دوی پر ضد استعمال نه شي.

مشرف وايی موږ هم له امريکا سره په دې کار کې راضي (خوښ) وو او ځينې نورې ډلې د حزب اسلامي په ګډون چې زموږ هر امر او غوښتنې ته تابع ول له امريکا سره مو مخ کړل.

هغه وايی بدبختانه چې د افغانستان ځينې روشنفکره افغانانو امريکا ته مشوره ورکړه چې افغانستان ملېشه ځواکونو ته نه، بلکې پوځ ته اړتيا لري. نو هماغه وو چې زموږ په لاس د افغانستان د ړنګول شوې اردو په جوړېدو بيا کار پيل شو چې د افغانستان ځينې منصبداران د پخوا په پرتله په ډېر زيات شوق د اردو يې ملي، امنيت يې ملي او ځانګړو ځواکونو ته د خدمت په موخه راودانګل.

مشرف وايی ما هماغه وخت د امريکا ولسمشر بُش ته ليک واستولو چې امريکا بايد په افغانستان کې ملي اردو او ځانګړي ځواکونه جوړ نه کړي. ځکه موږ له افغانستان سره يو شمېر ستونزې لرو او هلته د پوځ جوړول پاکستان ته د خطر په مانا ده. هغه وايی زموږ د تمې خلاف په افغانستان کې ملي اردو ته هره ورځ زرګونه ځوانان ورتلل. هغه وايی موږ د امريکا لپاره پخپل لاس جوړه شوې ترهګره ډله طالبان خپه کړل، خو امريکا زموږ د غوښتنو خلاف افغانستان کې داسې پوځ جوړ کړ چې پاکستان ته هم کمه نه وايی او د امريکا په کيسه کې هم نه ده.

 

طالب راته په دې نازيږي او خپل تړون راته د حُديبې له سولې او تړون سره ورته بولي.

PART TWO

In conjunction with the announcement of this agreement, the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will take the following steps to prevent any group or individual, including al-Qa’ida, from using the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies:

1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not allow any of its members, other individuals or groups, including al-Qa’ida, to use the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies. 

 

2. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will send a clear message that those who pose a threat to the security of the United States and its allies have no place in Afghanistan, and will instruct members of the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban not to cooperate with groups or individuals threatening the security of the United States and its allies

 

3. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will prevent any group or individual in Afghanistan from threatening the security of the United States and its allies, and will prevent them from recruiting, training, and fundraising and will not host them in accordance with the commitments in this agreement. 

 

4. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban is committed to deal with those seeking asylum or residence in Afghanistan according to international migration law and the commitments of this agreement, so that such persons do not pose a threat to the security of the United States and its allies. 

 

5. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not provide visas, passports, travel permits, or other legal documents to those who pose a threat to the security of the United States and its allies to enter Afghanistan.

 

پروېز مشرف :

On September 13, 2001, the U.S. ambassador to Pakistan, Wendy Chamberlain, brough me a set of seven demands. These demands had also been communicated to our foreign office by the U.S. State Department through what is called a non-paper:

 

1.      Stop al Qaeda operatives at your borders, intercept arms shipments though Pakistan, and end all logical support for Bin Laden.

2.     Provide the United States with blanket overflight and landing rights to conduct all necessary military and intelligence operations.

3.     Provide territorial access to the United States and allied military intelligence as needed, and other personal to conduct all necessary operations against the preparators of terrorism and those that harbour them, including the use of Pakistan’s naval ports, air bases, and strategic locations on borders.

4.     Provide the United States immediately with intelligence, immigration information and databases, and internal security information, to help prevent and respond to terrorist acts perpetrated against the United States, its friends, or its allies.

5.     Continue to publicly condemn the terrorist acts September 11 and any other terrorist acts against the United States or its friends and allies, and curb all domestic expressions or support [for terrorism] against the United States, its friends, or its allies.

6.     Cut off all shipments of fuel to the Taliban and any other items and recruits, including volunteers en route to Afghanistan, who can be used in a military, offensive capacity or to abet a terrorist threat.

7.     Should the evidence strongly implicate Osama bin Laden and the al Qaeda network in Afghanistan and should Afghanistan and the Taliban continue to harbour him and his network, Pakistan will break diplomatic relations with the Taliban government, end support for the Taliban, and assist the United States in the aforementioned ways to destroy Osama bin Laden and his al Qaeda network.

 

ښه مفتي صاحب،

له تا يې رانيولې ستا تر سياستوال و مذهبپال پورې چې دا حال وي، نو ولې له نامسلمان څخه څوک ګيله وکړي؟ تاسې خو يو پلا د دې خپل سياستوال د بهرنيو چارو وزير او بل مذهبپال مولوي سراج الحق خبرې هم واوره چې تاسې د خپلو ګټو لپاره په مذهب (اسلام) خو لا څخه ان چې پر کفر و کمونېزم هم اړ نه ياست. دوی دلته څه وايی؟

 

Kings tv (@kingstv220) TikTok | Watch Kings tv’s Newest TikTok Videos

Interview with Pakistan FM Qureshi: Full Transcript | TOLOnews

Tariq Aziz – هن ، واخلئ ، کميونسټ پارټي آف سوويت يونين ته کافر… | Facebook

 

نو مفتي شکور صاحب،

زه له خپلو ژونديو درې تنو جهادي چارواکو او هم له طالبي چارواکيو کوم چې تاسې د جهاد په نوم د اسلامي نظام او اسلامي امارت (اسارت) او هم له ولسمشر کرزي څخه چې دوی ټولو د افغانستان لپاره څه کړي دي؟ تاسې وګورئ چې دوی د خپلو ملي ګټو لپاره له کمونېزم څخه ننګه کوي، نو تاسې د څه شي جهاد کړی دی؟

 

نو مفتي شکور صاحب،

راشه چې اوس دې پر نړيواله کچه په اسلام ونااسلامي بنسټونو کې وننګوم. له قرآني پلوه ولې د حضرت ابراهيم عليه السلام او د پلار ازر ترمينځ ستونزه راولاړه شوه؟ ولې پلار د هغې لپاره خپل زوی په ((کاڼو)) ايشتلو وګواښه او ورته يې وويل چې ما يوازې پرېږده يا په بله مانا چې له کوره ووځه.

اذ قال لابيه يا أبت لم تعبد ما لايسمع ولايبصر ولايغني عنک شيئًا الخ قال اراغب عن آلهتي يا ابراهيم، لئن لم تنته لأرجمنّک واهجرني مليًّا [مريم]

 

پوښتنه :

ايا رښتيا به يو پلار ولو که غيرمسلم هم وي خپل زوی د ښې خبرې ((نصيحت)) په مقابل کې وګواښي او له کوره به يې وباسي؟

 

خبره دا وه چې پلار يې اتش پرست وو او کاروبار يې د بوتانو کولو. بوتان به يې جوړول او خرڅول او خلکو ته به يې ويل چې دا داسې ځواکمن بُت دی. هر څه چې ترې وغواړې درکوي او درته کوي يې او خلکو به ترې اخېستل. ابراهيم عليه السلام چې وکتل چې پلار مې په غلطه دی. ان تر دې چې يوه ورځ راغی او ټول يې مات هم کړل او هغه تر ټولو لوی يې پرېښووه. د دې لپاره چې پلار او هم خلکو ته ور وښايي چې دا څنګه خدای دی چې له ځانه ننګه (دفاع) هم نه شي کولی. ته يې لا پر خلکو خرڅوې او خلک يې له تا اخلي هم. خلکو ته يې وروښووله چې ولې يې اخلئ؟ مه يې اخلئ. دا هېڅ نه شي کولی.

دا خو نه څه اورېدلی او نه څه ليدلی شي، نه څه خوړلی او نه څه شی کولی شي. ان تر دې چې له خپله ځانه دفاع هم نه شي کولی، نو څنګه به له نورو دفاع وکړي؟ څنګه به چاته څه شی ورکړي او څه به ورته وکړي؟ نه يوازې چې خپل پلار ته، بلکې خلکو ته به يې هم ويل چې دا مه اخلئ. څه شي ته يا د څه لپاره يې اخلئ؟ دا خو څه نه شي کولی، نو ولې يې اخلئ؟  نو تاسې ته به څه وکړي؟ د پلار و زوی ترمينځ په کور کې لوی مشکل راغی (پېښ شو).

پلار يې چې پوی شو چې زوی خو مې زما د کاروبار پسې راخېستې ده او اوس غواړي چې ټول کاروبار (بزنس) مې خراب کړي او په ټپه يې ودروي، نو د خپلې ګټې وټې او کاروبار ساتنې او پلورنې لپاره له خپل زوی تېر شو، خو له ګټې وټې او عايد تېر نه شو، نو هماغه وو چې ويې ګواښه او د کور پرېښوولو يې ورته وويل چې ((ما پرېږده / خوشې کړه))، نو هماغه وو چې هغه بيا پرېښووه او ترې ولاړ.

 

د اور پرستش ي، شی دی او بُت پرستي بل شی دی، خو هغه د بوتانو او مجسمو جوړولو کې پوی وو، نو دا کار يې د خپلې ګټې وټې او کاروبار له پاره کولو. کنه دواړه له عقيدوي پلوه سره جلا جلا دي، خو د خپلې ګټې وټې لپاره له خپلې عقيدې هم ورته تېر وو. ځکه خو يې خپل زوی ورته وګواښه او له کوره يې ځواب کړ.

 

له بده مرغه موږ په اوسني عصر کې چې د ساينس، پوهې او د نوې تېکنالوژۍ زمانه ده موږ لا هم هماغه د ابراهيم عليه السلام د وخت د خلکو غوندې د جهالت او ناپوهۍ په هماغه رنځ ککړ يو چې ستاسې د دې ټولو اوتو بوتو سره سره لا بيا هم زموږ ذهنيتونه په دې نه خلاصيږي چې جهاد څه ته وايی؟

تر اوسه لا ستاسې فتواو ته مو سترګې نيولي دي او پر خپل ولس د اسلام او دين په نوم د وچ زور له ليارې ورتپو. تر اوسه لا د دې جوګه نه يو چې له ځان سره لږ سوچ وکړو. دومره پوښتنه له ځانه وکړو چې دا جهاد ولې نه خلاصيږي؟ او زه د څه لپاره جهاد کوم؟

 

ښه مفتي صاحب،

تاسې د يو مسلمان عالم او د يو مفتي په توګه چې ستاسې پخواني واکمن چې خپل ځان د خپل کتاب ((د اور پر ليکه)) لومړي فصل کې د ډمې زوی راپېژني چې مور به يې بهرنيو مېلمنو ته نڅاوې کولې. زموږ د پخوانيو مجاهدينو او د اوسنيو طالبانو په تړاو چې پخپل کتاب کې يې څه څرګندونې کړي تاسې د ديني ارشاداتو او لارښوونو ((قرآن وحديث)) ان د فقهې په رڼا کې څنګه توجيه کوئ؟

 

ايا موږ د پردۍ جګړۍ ته جهاد ويلی شو؟

تاسې دا جهاد او نور اسلامي ارزښتونه څنګه تعريفوئ؟

ايا تاسې پخپله شخصًا د يو مسلمان او اسلامي عالم او د مفتي په توګه مسلمان ياست يا نه؟

که ياست، نو دا خپلې څرګندونې څنګه توجيه کوئ؟

که نه ياست، نو بيا څنګه يو نامسلمان پر يو مسلمان باندې د جهاد حکم کوي او د طالب په نوم خپلې جګړې ته مشروعيت ورکوي؟ ايا دا به يو ستر ظلم او انحراف له دينه نه وي؟

تاسې خو د خپلو ګټو لپاره شپه او ورځ له حقه منکر او هم له کمونيسته دفاع کوئ؟

نو اوس دا راته ووايه چې مسلمان زه يم او که ته؟

دا سراج الحق او قريشي دې څه وايی؟

ملا فضلو دې څه وايی؟ او سميع الحق دې څه ويل؟

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

مفتي شکور: طالبان په افغانستان کې د پاکستان دفاع کوي | خبریال (khabarial.com)

 

Comments are closed.