ادب او تصوف

لیکوال: سراج احمد حبیبي

129

دا چې تصوف ولې ادب ته مخه کړه او د لومړي ځل لپاره چا د تصوف پښه د ادب ډګر ته راکش کړه او یا د دې برعکس ادب ولې تصوف ته مخه کړه او د لومړي ځل لپاره چا په تصوف کې ادب وسیله وګرځاوه، په دې اړه دقیق او هر اړخیز معلومات نشته؛ هغه څه چې اوس څرګند دي هغه دا دي چې اوسمهال د نړۍ په هر ګوټ کې صوفیان او عارفان په ډېر خلاص مټ سره د ادب په وسیله خپل فکر نورو ته رسوي. د دې برعکس هم ډېری شاعران او هنرمندان پرته له دې چې تصوفي او عرفاني تعلیمات یې کړي وي او یا یې هم له ستونزو او کړاوونو څخه ډکه د تصوف لاره وهلې وي، د تصوف پر اصطلاحاتو او د صوفیانو پر تجربو خپلو شعرونو ته قوت وربښي.

خبره دا ده، چې د داسې خبرو د څرګندولو غوره وسیله چې څرګندول یې د ویناوالو پر وړاندې ستونزې را ولاړوي شعر دی، پر همدې اساس صوفیانو او عارفانو ته چې ډېری خبرې یې د استدلال او منطق پر تول پوره نه خېژي، شعر د خپلو افکارو د څرګندولو ښه وسیله ده. سالک چې په سلوک کې د کومو مشاهدو او تجربو سره مخامخ کېږي، د شعر په مرسته یې په اسانۍ سره له نورو سره شریکولی شي. ځکه شعر د زمان او مکان په قید کې نه وي، هغه خبرې چې اوس او په یوه ځای کې یې ویل ناشوني وي، ښايي په راتلونکې کې او بل ځای یې په سړه سینه خلک واوري.

د صوفیانو او عارفانو د مشاهدو او تجربو انځورول هم نورو ته چې لا تر اوسه یې داسې کوم څه نه وي لیدلي، د دوی پر وړاندې یوه ننګونه ده، خو د شعر په مرسته چې د مخاطب خیال پرې پارېږي، کولای شي چې هغوی هم د ځانونو سره د خیال پر مټ په دې مشاهدو او تجربو کې شریک کړي. ځکه خیال د نالیدلو څیزونو د لیدلو لپاره غوره وسیله ده.

دغه راز هنر او ادب له صوفیانو سره د حال او وجد په رامنځته کولو کې، چې دوی یې د الهي رحمت د نزول لامل ګڼي، هم مرسته کوي. ځکه حال او وجد تر ډېره پرته له سماع څخه نه شي رامنځته کېدای او سماع هم پرته له شعر څخه شونتیا نه لري.

ادب ته د صوفیانو د مخه کولو یو بل لامل ښايي دا هم وي، چې په مستقیمه ژبه کې هره کلمه یوه معنا لري، خو په هنر او ادب کې هره کلمه د حقیقي معنا تر څنګ مجازي معنا هم خپلوي، د کلمو دا مجازي معناوې د صوفیانو او عارفانو لپاره هم د موخو په دقیقه څرګندونه او هم له هغو کسانو څخه چې د دوی د موخو د درک وړتیا نه لري، د تېښتې غوره وسیلې کېدای شي. دا د بې شمېره تصوفي او عرفاني اصطلاحاتو او نومونو د ایجاد او رامنځته کېدلو هڅه همداسې یوه پایله را په ګوته کولای شي.

له بلې خوا ادب او هنر د انسان د ذهني نړۍ د انځورولو لپاره تر ټولو غوره وسیله ده او تصوف چې له آره یوه ګروهه ده او د هرې ګروهې سرچینه د انسان ذهن وي، پر دې اساس هر ګروهمن د ناچارۍ له مخې اړ دی، چې تر نورو پورې خپل اندونه ورسوي، صوفیان او عارفان هم دغې اړتیا ته په کتو سره غواړي، چې له هنر او ادب څخه د خپلو اندونو د لېږد لپاره د یوې اغېزمنې وسیلې په توګه کار واخلي. د دې بر عکس شاعران او ادیبان هم غواړي چې د صوفیانو د آفاقي تجربو او مشاهدو پر مټ خپلو شعرونو ته آفاقي رنګ ور وبښي، په دې توګه موږ او تاسې تصوفي او عرفاني ادبیات پر دوو لویو برخو وېشلای شو.

یو هغه عرفاني او تصوفي ادبیات دي، چې عارفانو او صوفیانو پکې خپلې تجربې او مشاهدې بیان کړې وي، په دې ډول ادبیاتو کې صوفیانو او عارفانو د خپلو اندونو د لېږد لپاره له ادب څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی وي، د دې ډول ادبیاتو پنځوونکو ته عملي صوفیان ویل کېږي. بل ډول هغه عرفاني او تصوفي ادبیات دي، چې پنځوونکي یې خپله صوفیان او عارفان نه وي، بلکې د نورو صوفیانو او عارفانو د آثارو تر اغېزو لاندې یې تصوفي او عرفاني شاعرۍ ته مخه کړې وي، په دې ډول ادبیاتو کې بیا شاعرانو خپلو شعرونو ته د قوت بښلو لپاره له تصوف څخه د یوې اغېزمنې وسیلې په توګه ګټه اخیستې وي، د دې ډول ادبیاتو پنځوونکو ته بیا نظري صوفیان ویل کېږي.

Comments are closed.