د څېړنيزو یا تحقیقاتي میتودونو پېژندنه

 پوهنمل دکتور اندوس رحمت ځواکمن

486
 غواړم کوښښ وکړم په دغه لنډه لیکنه کې ، ګرانو محصلانو ته چې د خپلو لوړو زده کړو په پای کې،  د یوی رسالې یا مونګراف لیکلو ته اړ دي،  د څېړنو د متودونو یو ټولیز یا کلي تصویر وړاندی کړم.
 همدارنګه نور درانه څېړونکې او د تحقیقاتو مینوال هم ، چې پر بیلابیلو علمي تحقیقاتو او څیړنو پوخت دی،  ددی لیکنی لوستلو ته رابولم.
په ټول کې تحقیقات او څېړنې دوه اړخه لري: – د معلوماتو را ټولول او د معلوماتو تحلیل او تجزیه.
 د څیړنې متودونه په حقیقت کې د معلوماتو یا
دیتا د راټولولو او تحلیلولو ځانکړي یا خاصې لارې چارې او تریقې دي. چې بیا د همدغو لاس ته راغلو معلوماتو په وسیله د څېړنې پوښتنه ځوابولای شو.
 ستاسی د څېړنې د متود پراختیا، ستاسی د تحقیقاتو او څېړنو غوره برخه ده، ځکه چې د معتبرو او باور وړ نتایجو او پایلو لپاره باید ځیرکانه طراحي شي. کله چې غواړۍ خپله متودولوژي وټاکۍ ، نو باید دوه غوره تصمیمونه ونیسۍ:
 څرنګه معلومات راټول کړۍ او څرنګه خپل را ټول کړي معلومات تحلیل او تجزیه کړۍ؟
 لومړی تصمیم نیسۍ چې څرنګه معلومات راټول کړۍ. ستاسی د معلوماتو را ټولولو متود، د معلوماتو له ډول سره تړاو لري کوم چې باید ستاسی د تحقیق پوښتنې ته ځواب ووایې.
 د معلوماتو کمي یا کیفي ډول : ایا غواړۍ معلومات د شمیرو او ارقامو
 (quantitatively)
په ډول راټول کړۍ او یا غواړۍ د څرنګوالی او یاکیفیت (qualitatively)
 په بڼه د متن ( کلماتو، جملو او نورو) څخه کار واخلۍ؟ د څومره والي یا کمي څېړنې ډول چې زیاتره د پدیدو د لوریو او جهتونو سره سروکار لري، په بیلابیلو برخو لکه د اوبو پیژندلو، ځمکپوهنې، چاپیریال ساتنی، جیومورفولوجي، ښاري پلان جوړونې , د کانونو موندنې او نورو کې کارول کیږي.
همدارنګه د څرنګوالي او کیفیت پر ډول د معلوماتو راټولول هم، په بیلابیلو علومو او پوهنو کې لکه ټولنیز علوم، اقتصاد، چاپیریال ساتنی او نورو برخو کې کارول کیږي.
 اصلی یا لومړني معلومات او که ثانوي معلومات: آیا تاسی غواړۍ اصلي یا د لومړي لاس معلومات راټول کړۍ او که غواړۍ له هغو معلوماتو کار واخلۍ چې له تاسو دمخه نورو څېړونکو راټول کړی دي؟
 توصیفي یا تشریحي او که تجربي: آیا تاسی د اندازه کولو او د علایمو د پېژندلو له تشریحي او توصیفي لارو چارو کار اخلۍ او که غواړۍ تجربه ترسره کړۍ؟
 له دی وروسته تاسی بیا تصمیم نیسۍ چې معلومات څرنګه چاڼ، تحلیل او تجزیه کړۍ: د کیفي ډوله معلوماتو لپاره کولای شئ له ځنو تخنیکونو لکه ( موضوعي تحلیل او تجزیې) څخه د معلوماتو د تفسیر او مثالونو د پیژندنی لپاره کار واخلۍ.
 د کمی معلوماتو لپاره د شمیرو او ارقامو له ټست او ازمویلو استفاده کیږي، تر څو د متغیرونو ترمنځ اړیکي وڅېړل شي.
د معلوماتو  راټولولو متودونه:
کله چې تاسی تحقیق یا څېړنه کوۍ نو د خپلې څیړنیزی پوښتنی د ځواب لپاره اړ یاست چې معلومات را ټول کړۍ. ستاسی د معلوماتو د راټولولو ډول ستاسی د تحقیق له موضوع او هدف سره تړلی دی.
 د تحقیق یا څېړنې پوښتنه څرنګه ځوابیدلای شي؟ کله چې تاسی د څېړنې یوه پوښتنه مطرح کړه نو بیا څه کول په کار دي؟
بیا تاسی یوه ستراتیژي ټاکۍ چې د هغې په وسیله کولای شۍ د څیړنې د پوښتنې ځوابولو لپاره معلومات راټول کړۍ.
نوموړی ستراتیژي د څیړنې د متود په نوم هم یادیږي. ښه ده چې پوه شۍ چې، د څېړنې سرته رسول په دی معنا دی چې د خپل تحقیق یا څېړنې د موضوع په هکله، سستماتیکی او منظمی مشاهدې او کتنې سرته رسوۍ.
د دې کتنو د سرته رسولو ډول کیدای شي د تیوري او یا عمل پر بنسټ وي.
 د تیوری پر بنسټ مو له څېړنو مقصد له علمي ادبیاتو، طبیعی علومو او نورو څخه استفاده ده. د عمل یا پراکتیک پر بنسټ مو له څیړنو څخه مقصد کتنی، مشاهدې او تجربې سرته رسول دي.
 که وپوښتو چې د تحقیق یا څېړنې کوم متود ډیر مناسب دی؟ نو بیا ویلای شو چې، دا ستاسی دتحقیق له موضوع سره چې وار له مخه پیژندل شویده تړاو لري. که چیری په دی هکله ډیری نظريې او تیوریکانې موجودی وي، نو بیا کولای شۍ چې د څېړنې طرحه او فرضیې مو د تیوري یا نظریې له نتیجې تر لاسه کړۍ. که چيرې يې په هکله زیات کتابتونې معلومات یا متنونه نه وي او یایې د موضوع په هکله د نظرونو اختلاف وي، نو بیا د
inductive
یا ځنو ځانګړو منل شویو عمومي قواعدو او اصولو پربنسټ
( له پدیدو څخه انګیرنه)
 غوره بریښي. بیا نو د بیلګي په توګه د موضوع یا عنوان هغه معنا لټوۍ چې وګړو ورته ورکړی وي.
د زیاترو څیړنو په هکله تیوریګانې او نظریې شته دي، خو کولای شئ نور څه،  د خپلو شخصي مشاهدو او تجربو له مخي ورباندی ورزیات کړۍ. دا کار د زیاترو رسالو، مونوګرافونو او مقالو په هکله شونی دی. کوم تحقیقاتی متودونه شته دي؟
 دمخه مو د څیړنو یا تحقیقاتو پر کیفی او کمي ډولونو خبری وکړي او له توپیرونو سره یې بلد شو. د یادولو ده چې، دا دواړه ډولونه سره مخلوط کیدلای او ګډیدلای هم شي، په دی معنا چې پر یوه څیړنه کې کیدای شي له دواړو ډولونو هم کمي او هم کیفي څخه په ګډه کار واخیستل شي.
اوس دلته په څیړنو کې له زیاتره استفاده کیدونکو او کار اخیستونکو متودونو او تریقو څخه یادونه کوو: هم په کمي او هم په کیفي څیړنو کې کولای شو له بیلابیلو متودونو او لارو چارو کار واخلو :
– عملي څېړنې :
دا ډول څېړنې او تحقیقات د یوه سازمان یا شرکت له غړو سره په گډه د نوموړی سازمان د پراختیا او د معلوماتو د پرمختیا په موخه ترسره کیږي.
 د منابعو یا سرچینو څیړنه/ کتابتوني تحقیقات یا مطالعات: په دا ډول څیړنو کې لیکل شوي معلومات له علمي مجلو، کتابونو، راپورونو، اسنادو، تړونونو، له لیکل شویو خاطرو، یادښتونو او نورو څخه راټولیږي.
اتنوګرافي: په دا ډول تحقیقاتو او څیړنو کې محقق یا څیړونکې غواړي له یوی ډلی یا ګروپ سره یوځای شي، تر څو د نوموړی ډلی او یا په هغو کې د ځنو ځانګړو پدیدو په هکله معلومات ترلاسه کړي. تجربه کول یا ازمویل : په تجربه کولو یا ازمویلو کې تاسی د ساري په توګه د ټست یا کنترول په ګروپ کې د x اغیز پر y اندازه کوۍ، تیر او راتلونکي تغیرات یې سره پرتله کوۍ. تجربې او ازمایښتونه زیاتره په لابراتوارونو کې ترسره کیږي. همدارنګه په یوه واقعي چاپیریال کې هم ساحوي ازمایښت او تجربې ترسره کیږي. تحقیقاتي فارمونه او نور یې بیلګې دي.
 – مورودی یا ځانګړی موضوعي مطالعات یا څیړنې(casestudy):
 په دی متود کې تاسی یوه فعاله پدیده په خپل طبیعي حالت څیړۍ. دبیلګې په توګه تاسی نوموړی پدیده د کتنی یا مشاهدې په وسیله څیړۍ، چې کیدای شي په دی ډول تاسی بیلابیلو هدفونه ته ورسیږۍ، نوموړی پدیده وپیژنۍ او ځنې اسناد په لاس راوړۍ.
 سروې یا نظرسنجي: په دی ډول متود کې ټول لاملونه یا مجموعي عوامل په یوه ډله خلکو کې، په یو ډول اندازه کیږي. زیاتره وخت د یو پوښتنلیک په وسیله، د یوه غټ ګروپ وګړو نظریات راټولیږي او یا د مرکو په وسیله د یوه واړه ګروپ نظرونه ترلاسه کیږي. یعنی د یوی موضوع د پیژندنی او څیړنی په موخه، د یوی ډلی پوښتونکو نظریات را ټولیږي او که د تطبیق وړ و، نو د هماغو نظریاتو پربنسټ یوه عمومي پریکړه ترسره کیږي.
 نور بیا
 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
 21-09-2021 / هالنډ

Comments are closed.