خپل سپیڅلی هدف سره جفا مکوی

لیکنه عبدالحمید جلیلی

465
الله تعالی شاهد دی چی نیوکی هدف مو یواځی اصلاح او زړه درد دی . کابل پوهنتون د اسیا یو د پخوانیو پوهنتونونو څخه دی . هغه د هیواد لوی علمی مرکز او د پوهانو مسکن او د هیواد د تمدن نښه ده . هغه د هیواد لوی فیلسوف سید جمال الدین افغان مدفن دی . د ماډرن او تمدنی نړی د ترقی رمز علمی او تخصصی مرکزونه وی .هغوی ته په جدی او اصولی توجه کی نغښتی ده . له همدی لپاره پرمختللی نړی د ډیرو تجاربو وروسته یو شمیر منل شوی متفقه تدریسی او اداری اصول ، مقررات او قوانین وضع کړی تر څو د خپلو علمی او مسلکی اداراتو د حیثیت ساتنی تر څنک د نورو سره د ځغاستی جوګه وی. په همدغه اساس په ملی او بین المللی ډول د پوهنتون درجه او رنګینګ هم تعین شی . دغه قوانین لدی لپاره سور خط وی چی د هیواد علیا مصالح او راتلونکی ورپوری تړلی وی . چی په کومه کچه هیوادونه دغه قوانیونو ته متعهد وی په هم هغه اندازه ورته علمی او اکاډمک سفر اسانه او موثر وی . په ټوله نړی کی د علمی مراکزو مشری تر ټولو سینیر او مشر ته سپارل کیږی . سنیرټی اساسی شرط او سور خط وی . د کابل پوهنتون څه کم سل کاله سفر کی او په ځانګړو او سختو شرایطو کی دغه هدف په نظر کی نیول شوی . د تیرو څلویښتو کالو حکومتونه چی مطلق ډول یو بل سره په نظریاتی او تیوری ډول مخالف ول . بیا هم د اصولو او قوانیو برخه کی منفی جرأت ندی کړی بلکه کم تر کمه یی خپل اهداف د اصولو او قوانینو په نظر کی نیولو سره تنظیم کړی. د پوهنتون د ریس لپاره د قانون په اساس ځانګړی شرایط او اصول وضع شوی . زمونږ د هیواد د قوانیو په اساس د پوهنتون ریاست به پوهندوی یا پوهاند کوی . او دا رتبه تقریبا تر شلو زیات کلونو تدریسی او علمی خدمت او په نړیواله کچه د اثارو ، لیکونو او نشر کولو وروسته تر لاسه کیږی . د هیواد تر ټولو لوی علمی مرکز په صفت د کابل پوهنتون ریس په نړیوالو علمی کانفرانسونو ، سیمینارونو، ورکشاپونو او مسلکی بحثونو او څیړنو کی ګډون کوی او د هیواد علمی نماینده وی .هغه ته باید د هیواد او نړی په سطحه ټول علمی او مسلکی قوانین معلوم وی. په نړیوالو ژبو حاکم وی او علمی لوی مدرک خاوند وی. د پوهنتون دننه به د لسګونو مسلکی او علمی کمیټو مشری کوی . د هیواد د علمی لوی مرجع په صفت د علمی اخلاقو غوښتنی په اساس د هیواد لوړو زدکړو د ټولو مراکذو مشری تمثیلوی .
د کابل پوهنتون د ریس په صفت د یوه بی تجربی ځوان چی هیڅ ډول علمی ، تخصصی ، مسلکی او اداری تجربه نلری تعینول کاملا ناسنجیده، غیر حکیمانه او ناعاقبت اندیشه فیصله ده . چی هیڅ ډول علمی ، مسلکی او تخصصی اصول ، مقررات او مصلحت په نظر کی ندی نیول شوی.دغه ډول فیصلی چی له یوه خوا د پوهنتون ملی او بین المللی حیثیت زیانمنوی ملی امانت ته په سپکه کتل دی . علمی او تخصصی مراجعو ته په سپکه کتل دی. هغه علمی اشخاصو او کدر ته په سپکه کتل دی چی علمی او مسلکی تجربه یی د تعین شوی ځوان تر عمره زیاته ده. خپل تاریخ او هیواد علیا مصلحت ته په سپکه کتل دی . او خپل سپیڅلی هدف سره جفا ده . یو تمدنی اسلامی نظام سره جفا ده . جناب وزیر صاحب د علماوو خادم او مدرسی د پخوانی طالب العلم په صفت له تا څخه پوښتنه لرم. ایا تا د لمړی درجی طالب العلم د شیخ القران او شیخ الحدیث اونورو مشرانو استادانو په موجودیت کی د مدرسی مهتمم لیدلی؟ ایا تا لیدلی چی د مدرسی لمړی درجی طالب العلم په ملی او بین المللی سطحه د هیواد شیوخو او دینی مشرانو علماوو په موجودیت کی د هغوی مشری وکړی، علمی بحث وکړی فتوی ورکړی او نماینده ګی وکړی ؟ ایا ستاسو د اصولو په اساس دغه ډول عمل دین ، هیواد، مدرسی او شیوخو ته سپکاوی ندی؟ همدارنګه د پخوانی یوه دوپلومات په حیث پر ما به هغه شیبی ډیر زورونکی ،سختی او مرګونی وی چی د هیوادنو ناستو او مجالسو کی به زما د هیواد نمایندګی غیر مسلکی ، نافهمه او بی تجربی شخص کوله. بی ربطه او سطحی خبرو پر مهال به نورو هیوادنو استازو ژبی لاندی خندل او هک حیران به ول. په مقابل کی به هم هغه حیثیت د بل هیواد لس ګونو کالو مسکلی ، باتجربه او علمی شخصیت ناست او د خپل هیواد نمایندګی به یی کوله. د بل هیواد کدر به مسلکی ،علمی ، تخصصی ،پر معلوماته او منطقی ژبه لره . ټول مجلس به تری متاثره وه او خپل هدف به یی د محدود خبرو ورسته تر لاسه کړ جناب وزیر صاحب: خپل نازولی ریس د په کومو اصولو ، قوانیو او حتی اخلاقی معیارد هیواد لوی علمی او تخصصی مرکذ د مشر په حیث وټاکه؟ دا جناب به په ملی او بین المللی ډول په کوم علمی ، مسلکی او لیاقت زما نمایندګی کوی؟ جناب وزیر صاحب: دا هیواد نه میراث دی! او نه ستا شخصی ملکیت! بلکه قوانین او ارزښتونه زمونږ حکومت او سیاسی نظام تنظیموی . جناب وزیر صاحب له دغه ډول فیصلو مخکی خپله لایحه د وظایفو یو ځل مطالعه کړه. ته مطلق العننان او خود مختاره حاکم نه یی . د تحصیلاتو عالی وزارت قانون په اساس ډغه ډول ټاکنو صلاحیت نلری.
همدارنګه الله تعالی فرمایی . ان الله یامرکم ان تودوا الامانات الی اهلها . الایه. د الله تعالی شرعی حکم او امر دی چی امانت خپل اهل ته وسپاری. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : اذا ضیعت الامانة فانتظرو الساعه. قال: کیف اضاعتها؟ قال اذا وسد الامر الی غیر اهله . رسول الله صلی الله فرمایی : چی کله امانت ضایع شی د قیامت انتظار باسی : صحابوو رضی الله عنهم تری وپوښتل څرنګه؟ هغه وویل: چی کله امانت غیر د اهلو ته وسپارل شی . که خامخا د پوهنتون ریس بدلول ضروری ول په اسلامی ام ا رت کی قحط الرجال ندی. داسی ډیر علمی او مسلکی شخصیتونه شته چی د پوهنتون د مشری لپاره انتخاب شوی ول. هم علم رتبی لری او هم تخصصی لوی مدرک او هم بلفعله د پوهنتون استاد. او هم نړی او هیواد اصولو او قوانیو سره بلد دی .دا ټول باید د اصولو او مقرراتو په نظر کی نیولو سره تنظیم شوی ول. لیکن په لوی لاس داسی اشخاصو ګمارنی ډیر پوښتنی ولاړوی. ابهامات خپروی او علمی مراجعو ته د مسولینو د تعهد او اخلاص کچه معلوموی، مایوسی خپروی او ورځ نر بلی د خلکو او نظام فاصله زیاتوی . د علمی کدر د فرار سبب ګرځی . او خدای ناخواسته هیواد به مو د اقتصادی فقر تر څنګ علمی فقر سره مخ کړی او داسی ښکاری چی دا ډول فیصلی سیاسی بڼه لری . امید چی د ا م ا رت محترم مشران په خپله پریکړه د نظر تجدید وکړی .
والله اعلم

Comments are closed.