!‎‎د ایرانیانو مطالعې او د افغانانو بې کتابۍ

لیکنه: بریال حبیبي

715

د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۸مه نېټه ماخستن مهال مې د (دویچه وله فارسی) وېبپاڼه کې د ورځې نوي خبري راپورونه کتل، چې په لاندني مطلب هم ورپېښ شوم:
((په ایران کې سړي سر ورځنۍ مطالعه: ۱۶ دقیقې او ۳۲ ثانیې))
د مطلب سرلیک مې دوه، دری ځلې ولووست؛ که رښتیا شي، که له یوه پلوه په لومړي ځل ددغسې مطلب لوستلو، د ایرانیانو د مطالعې فرهنګ، همالته د کتابونو چاپ او… هک پک کړم، نو له بله پلوه مې پخپل هېواد کې د مطالعې په سوړ بازار، د کتاب د سانسورولو او چاپولو په ستونزو ، د کتاب لیکونکو/ژباړونکو او لوستونکو په مایوسیو او اقتصادي خنډونو او… زړه ښه درد وکړ او له ځان سره مې وویل:
کاشکې راتلونکو څلورو ـ پینځو کلونو کې زموږ ورځنۍ سړي سر مطالعه هم لږ تر لږه د حساب کولو شي؛ خو که پام وکړو، نو دغه کار هم لکه زموږ د ټولنې نور کارونه په کاشکې او لاس تر زنې لاندې ایښودلو نه ترسره کېږي؛ لومړی راپور لولو او وروسته د خپل حالت د غوره والي لپاره څو وړاندیزونه او حللارې وړاندې کوو:
الف ـ ایرانیان او د مطالعې فرهنګ:
د ایران د احصائیې د مرکز معلومات ښیي، چې په ۱۳۹۹ کال کې تر پینځلسو کلونو لوړ عمرلرونکو او باسوادو ایرانیانو په میاشت کې سړي سر په منځنۍ توګه اته ساعته او اتلس دقیقې مطالعه کړې وه؛ دویچه ویله فارسي وروسته د ایسنا خبري آژانس په حواله زیاتوي:
((دغه احصائیه په دوه شپېته زره او پېنځه سوه شپېته کورنیو (دري څلوېښت زره اووه سوه ښاري او اتلس زره اته سوه شپېته کلیوالي کورنۍ) کې د هغوی له اطلاعاتي او فرهنګي سرچینو (کتابونه؛ چاپي، برېښنایي، سمعي او بصري رسنیو، تغذیې، ورزشي فعالیتونو، موسیقي او ټولنیزو پانګو) څخه راټوله شوې ده.
د دوی په خبره یاد تحقیقات (د کورنیو د فرهنګي فعالیتونو د احصائیې اخیستنې) د هغې طرحې چارچوب کې ترسره شوي، چې د ایران د احصائیې د ملي مرکز د احصائیې اخیستلو له نویو طرحو څخه دی او موخه یې داده چې د ایرانیو کورنیو فرهنګي فعالیتونه وپېژندل او بیا ترې د ټول هېواد په فرهنګي پلان جوړوونو کې اغېزمنې ګټې اوچتې شي.))
د احصائیې له مخې ((هغو کسانو چې په ۱۳۹۹ کال کې ناتدریسي کتابونه مطالعه کړي وو، په لاندې ډول دي:
ـ له دري دېرش سلنې ډېرو، یو عنوان کتاب؛
ـ له دوه پینځوس سلنې ډېرو، له دوو تر څلورو عنوانونه کتابونه؛
ـ اووه نیمو، له پېنځو تر اوو عنوانونه کتابونه؛
ـ او شپږ نیمو، له اوو عنوانونو زیات کتابونه.))
د راپور پر بنسټ ((د افرادو د مطالعې لومړیتوبونه په ترتیب سره (قرآنکریم او دعاګانې، ناولونه او د لویانو لپاره لنډې کیسې او همدارنګه ارواپوهنه، روزنیز علوم او دیني موضوعات (له قرآنکریم او دعاګانو پرته)) وو؛ خو پر دې سربېره په همدغه احصائیه کې د مطالعې لوړه کچه د یاد هېواد د یزد، قم او قزوین ولایتونو او ټيټه هغه یې بیا د کرمانشاه، کهګیلویه او بویر احمد ولایتونو کې ثبت شوې ده.))
ب ـ افغانان او د مطالعې فرهنګ:
د کتابونو او مطالعې په ارزښت بېلابېلو وختونو کې د بېلابېلو مشرانو له خوا خورا زیاتې او مهمې خبرې شوې، خو ماته د ښاغلي یدالله رويایي د کتاب د ارزښت په اړه خبرو ځکه لږ ډېر خوند راکړ، چې زموږ له بحث سره څه ناڅه مناسبې او له یوه بله اړخه وې:
د نوموړي له آنده ((کله چې د یوې ټولنې خلک کتاب لولي، د هغوی څېرې بدلېږي یعني ټولنه یې څېره اخلي.))
دی زیاتوي:
((یوه بې څېرې ټولنه د هغو خلکو په مېنځ کې کشف کولای شو، چې یوه بس، د بسونو تم ځایونو، انتظارخونو او یا بې انتظارخونو ځایونو کې انتظار کوي، یو او بل ته ګوري او له همدغو کتلو څخه یو او بل ته نه څه ورکولای او نه څه ترې اخیستلای شي.
هغه ټولنه چې د انتظارکوونکو ډله یې همدغسې یو بل ته ګوري، یوه بې څېرې ټولنه بلله کېږي.))
که وپوښتو آیا زموږ ټولنه همداسې بې څېرې نه ده؟
څو لاملونه یې په لاندې ډول دي:
۱- د افغانستان معاصر تاریخ کې له څو د ګوتو په شمېر واکمنیو پرته نږدې ټولې واکمنۍ د اخ و ډب او ورانیو ـ ویجاړیو په پایله کې لاس پر لاس شوې او که تر څو نورو کلونو پورې مادي او معنوي فقر او د اصلاح په نیت ظلم، فساد او تېری کول همداسې دوام وکړي، ممکن یو بل نسل مو هم د خپلمنځيو جګړو د اور خوراک شي؛ ځکه زموږ ډېریو دولتونو له خپلو بریالیتوبو سره سم که له یوې خوا د تېر دولت/تېرو دولتونو په فزیکي توکونو او ملکیتونو د کفر ټاپه وهلې یا یې اور ورته اچولی یا یې د کباړ په ډول تر نورو هېوادونو لېږلي، نو له بلې خوا یې د دین او ساینس، ملا او هنرمن او… په ټکرکولو سره د یوه او بل فکرونه او کتابونه هم په خورا بې رحمۍ سره له منځه وړي او بله دا چې که هر کله تر کتابونو د وسلو او ټانکونو زور ډېر شي، ورو ورو به پرې باورونه راکم او لوستونکي به یې د ګوتو تر شمېره پورې رسېږي.
۲- که د عاليقدر استاد اسدالله غضنفر له آنده په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د کتابونو د چاپ فرهنګ ته سر ورښکاره کړو، نو راته وایي چې په دغه موده کې د کتابونو بازار ځکه تود وو چې:
((الف – منځنۍ طبقه پیاوړې شوې او د خلکو اقتصاد بهتره شوی دی؛
ب ـ ښوونځي او پوهنتونونه زیات شوي؛
ج ـ د بیان آزادي موجوده ده.))
د دروند استاد پورتنیو څرګندونو ته په پام د هېواد په اوسني نامعلوم او د شته حاکمانو په فکر راتلونکي معلوم وضعیت کې؛
په اقتصادي لحاظ منځنۍ طبقه یو ځل بیا نږدې د له منځه تللو په درشل کې ده:
یوه خبره تېرو دوو لسیزو کې خورا عامه وه، چې ویل به یې:
(( هغه چې پیسې لري، کتاب نه اخلي او هغه چې کتاب اخلي، پیسې نه لري.)) ممکن پیسه داره اوس هم کتاب وا نه خلي، خو هغه هېوادوال چې هماغه مهال هم پکې له سل سلنې پینځوس سلنه د فقر تر سیوري لاندې او خوا او شاه نهه میاشتې وروسته به یې کچه اووه نوي سلنې ته ورسېږي، څنګه کتاب اخیستلو ته زړه ښه کړي؟
ځینې ښوونځۍ او پوهنتونونه هم ممکن وتړل او یا ځينې ښځینه محصلانې او زده کوونکې یې د ډول ډول حکومتي او ناحکومتي فشارونو له امله په کور کې پاتې شي او که له ښځینه قشر سره سره ځینې نارینه هېوادوال د زده کړو او یا کارکولو حق او آزادي نه لري، نو بیا زما په آند د بیان د آزادي غوښتلو او یا پرې بحث کولو ته هیڅ اړتیا نه پېښېږي.
۳- که څه هم د مخکنیو وختونو په ځانګړې توګه د تېرو څلورو ـ پینځو لسیزو ځینو کتابونو زموږ په فرهنګي غناء، دیني پوهې په زیادښت او بصیرت ډېرولو، مسلکي او تخنیکي مهارتونو په لوړولو، د نورو فرهنګونو په پېژندلو او… کې خورا مهم رول اداء کړ او لا یې اداء کوي؛ خو:
الف ـ ځینې کتابونه ځینو خپروندیو ټولنو او یا لیکوالانو او ژباړونکو د بازار (پیسو/ شهرت او…) لپاره چاپ کړل؛
ب ـ ځینې کتابونه ځینو لوستونکو (کره کتونکو) هغومره لوی کړل، چې نور لوستونکي یې په لوستلو پښېمانه شول؛
ج ـ ځینې کتابونه ځینو لوستونکو (کره کتونکو) هغومره کم کړل، چې نور لوستونکي یې آن له لوستلو څخه راوګرځول؛
د ـ د ځینو کتابونو لوستلو ته په سیاسي یا تحصیلي لحاظ مجبوره کړل شوي وو؛
هـ ـ ځینې کتابونه د پروژو برخه وو او… .
۴- کتاب لوستنه معمولاً د هغو کسانو د ژوند او کار یوه برخه ګڼله کېږي او ده، چې له ښوونځيو، پوهنتونونو، مدرسو او دارالعلومونو څخه فارغ شوي؛ خو که وګورو، نو هغوی هم له فراغت څخه وروسته کتاب لوستلو ته زړه نه ښه کوي.
لاملونه یې ښایي ډېر وي، خو دری یې په لاندې ډول دي:
الف ـ سند د علم معادل ګڼل: ارواپوهان دغه حالت ته د توانمندي وېره وایي او داسې یې تعبیروي چې ځینې فارغ شوي پکې په دې ګمان دي چې ګواکې په اړوندو رشتو او ورسره ورته مسلکونو کې تخصص لري؛
ب ـ د وخت کمښت؛
ج ـ او زما په آند تر ټولو مهم لامل یې دا کېدای شي چې زموږ د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو په ځانګړې توګه د ښوونځیو او پوهنتونونو ډېری آثار داسې لیکلي شوي چې آن د هیڅ زده کوونکي/محصل له ورځني ژوند او د کار له بازار سره یې سر نه لګوي او هغوی په نورو آثارو هم همدغه قیاس ته مجبورېږي.

پای!

Comments are closed.