د جی شل د مشرانو را روانه غونډه او افغانستان؟

پوهاند محمد بشیر دودیال

388

 

د جی شل( G 20) د مشرانو را روانه غونډه (او افغانستان ؟)

دې خبره کې هیڅ شک نشته چې په دغو وروستیو دیرشو کلونو کې دافغانستان شاوخوا لوی سیاسی او جیو پولتیک بدلونونه  راغلل. دغو بدلونو د افغانستان ستراتیژیک اهمیت ته ؛ چې پخوا هم مهم و  او د نړۍ د لویو قدرتو د محراق مرکز و، نور هم ارزښت ورکړ. که د موضوع له نورو اړخونو تیرشو، یو اړخ یې اقتصادی اړخ دی. د انرژۍ  د بحران په دغه دور کې هیڅوک در مرکزی اسیا د  انرژیکی زیرمو له پوتانسیل څخه سترګې نشی پټولای. جی شل ډله چې عمدتاً اقتصادی مسایل سره شریکوی، د افغانستان په اړه بی توپیره نده. دا دی  دا ځل د دوی غونډه په داسې مهال کې دایریږی، چې افغانستان په پښو ندی ولاړ  او یوه موضوع به یې د افغانستان جریانات وی، چې تر دې لږ مخکې د (م.م.UN )عمومی اسامبله کې هم د افغانستان موضوع یاده شوه، له هغی مخکې د شانګهای (SCO)غونډه کې  د افغانستان په هکله بحث وشو، نو جی شل (G 20)هم دې موضوع ته اهمیت ورکوي. پوښتنه  ده چې ایا دا G 20  یې لا څوک دي؟

د اوسنی جی  شل G 20 بنسټګر پخوانی جی ۷ و، نو د G 20 د ښه پژندو لپاره به یوځل ج ۷/۸ باندې لنده رڼا واچوو:

دا هغه اووه– اته صنعتي هېوادونه وو، چې دسعر د مارکېټ او نورو په هکله د تصميم نيولو لپاره سره يو ځاى شوي وو. په پېل کې په دې ډله کې د نړۍ پينځه لوى صنعتي هېوادونه ( جاپان ، دامريکې متحده ايالات، فرانسه ، المان او انګلستان ) شامل وو، وروسته بيا په ١٩٨٦ م . کې ايټاليا او کاناډا هم ورسره شول. په ١٩٩٧ م. کې روسیه هم له دې ګروپ ( ډلې ) سره يو ځاى شوه، خو بشپړ غړيتوب يې ترلاسه نه کړ.  يو مهال له دوی سره د روسیی په یوځای کیدو سره د G8 ( Group of eight ) په نوم يادېده . ځینی وخت G8 اوځینې وخت G7 هغه هېوادونه وو، چې پرمختللي او صنعتي اقتصاد يې درلود. روسيې د ٢٠١٤ کال د مارچ له ٢٤ مې نېټې څخه دکريميا د شخړې له امله G8 سره ستونزه پېدا کړې ده. د کريميا يا اوکراين شخړې له امله يې نور د دغې ډلې غونډو کې ګډون ونه کړ، خو فرانسه، جرمني ، ايټاليا، جاپان، انګلستان او دامريکې متحده ايالات يې اوس هم غړي دي. کله چې په ١٩٧٦ م.کې لا کاناډا ورسره نه وه، يوځاى شوې، د G6 يا Group of six په نوم يادېده، په دې ګروپ کې روسيه یواځی له ١٩٩٨ څخه تر ٢٠١٤ م. کال پورې فعاله پاتې وه. بالعموم دغه ګروپ هېوادونه په کال کې څو ځله خپلو منځو کې د ماليې د وزيرانو په کچه غونډې دايروي چې د اسعارودبیو ، سوداګرۍ او صنعتي توليد په هکله خبرې کوي. مهمه غونډه يې په ٢٠٠٧ م .کال کې په کاناډا کې وه، چې دنړيوالو کړکېچونو اود اقتصادي بحرانو په هکله سره وغږېدل . دوى په دې غونډه کې له مالي مسايلو پرته د ترورېزم په  هکله هم بحث وکړ، حال دا چې نورې غونډې يې عمدتاً د دوى خپلې اقتصادي مسئلې دي. لکه چې وویل شول، G7/8  يا د نړۍ اووه ستر صنعتي هېوادونه و چې يو مهال روسيه هم ورسره يو ځاى شوه او په G8 ونومول شول. دا هغه هیوادونه دي، چې د نړۍ لوی اقتصاد جوړوی، په حقیقت کې همدا تر ټولو پرمختللی صنعتی هیوادونه دي( دا چې ځینی وخت روسیه هم ورسره وه، نو هم د جی۷  او هم د جی ۸ په نومونو یادیدل، نو ځکه به موږ G7/8 لیکو) .دغو اوو/اتو هیوادو د خپلمنځی توافق پر اساس د اسعارو او مالی مسایلو پر سر د بحثونو، توافقاتو او مشورو لپاره دغه ډله جوړه کړه او اوس هم په نړۍ کې د اقتصادي فعاليتونو د پراختيا په لټه کې دي، ددوى يو بل تازه اقدام ( لکه چې مخکی وویل شول په سیمه کی د سیاسی او جیوپولتیک بدلو څخه وروسته) په 1999 م .کې داو چې د شلو هېوادونو په ګډون يو ګروپ (Group of 20) جوړ کړي، نو ځکه يې د پام وړ شلو هېوادونو د ماليې وزيران  راوبلل او د دغه ګروپ بنسټ  کېښودل شو، چې په دغه  ګروپ کې  د اووه/اته ډلې ترڅنک، د اقتصاد او صنعت له پلوه پرمختللی  نور هیوادونه هم وسره شول او اوسنی ترکیب کې یې ارجنټاين ، استرليا ، برازيل ، کاناډا ، چين ، هندوستان ، اندونيزيا ، ايټاليا ، جاپان ، مکسيکو،  روسيه، جنوبي کوريا، ترکيه  ، بريتانيا ، دامريکې  متحده ايالات او اروپايي اتحاديه  دي چې د(G 20)په آرم او لوګو کې د دغو ټولو هیوادو ملی بیرغونه ښکاري. د دوی پرانیستونکی غونډه د ۱۹۹۹م. کال په دسمبر کی په برلین کې وه. هغه وخت یې موسسین د ج۷/۸ غړی هیوادونه (بریتانیا، ایتالیا٬کاناډا٬ د امریکا متحده ایالات ٬ المان ٬ فرانسه او جاپان ) وو. اوس دوی غواړی د نړۍ داوسنيو لویو صنعتي هېوادونو ارامان سرته ورسوی چې غواړي نړيوال اقتصادي ثبات ټينګ او خپل منځ کې روابط  لا پياوړي کړي. د جی شل تر جوړیدو وروسته هم جی ۷/۸ خپل دریځ په خپل حال ساتلای دی.

دا دی ډیر ژر ( دوه ورځې وروسته، د سپتمبر په ۲۸مه) به د (G 20) لویه غونډه دایره شی چې پخوا هم د دغه ګروپ غړو هیوادو کې په نوبتی ډول  دایره شوی وه، مثلاً ترکیه کی، چین کی  او داسی نور. دا ځل به د دی  غونډې مشرتوب د ایټالیا په لاس کې وي او د دې هیوا د  صدراعظم ماریو دراگی به یې ریاست په غاړه لري.  مهم او پیاوړی غړی یې دادي: استرالیا ٬ ارجنټاین ٬ برازیل ٬ هندوستان ٬ اندونیزیا٬ چین٬ جنوبی کوریا ٬ مکزیک٬ د روسیې فدراسیون ٬ سعودی عرب٬ ترکیه ٬ جنوبی افریقا  او د اروپا اتحادیه. دغه ډله د نړۍ د ټول نفوس له دریو برخو دوه برخی او د ټولو اقتصادونو د داخلی تولید په سلو کې ۸۵برخه او د نړیوالې سوداکری په سلو کې ۷۵سهم او ونډه  جوړوی، دا دریواړه ارقام ډیر د پام وړ دي. د دوی په کلنیو غونډو کی ځینی وخت د  نورو هیوادو مشران هم غوښتل کیږي. متاسفانه لکه هغسی چې سږکال د شانګهای غونډه کی د افغانستان استازی نه و، شاید له افغانستانه به  (جی ۲۰) ته هم څوک ونه غوښتل شی، حال داچی مهم تمرکزیې پر موږ دی. پخوانیو زیاترو غونډو کې  دوی په اقتصادی بحرانو، مالیاتی مسایلو، اسعارو او د مالی اصلاحاتو په هکله خبری کولی، نو ځکه یې وروسته تر ۱۹۹۹م. کال په دغو برخو کې غوره لاسته راوړنې لرلی. (جی ۲۰) بحثونه زیاتره مشورتی بڼه لری، یعنی په خپله (جی ۲۰)  کوم اجرایی ارګان ندی، خو مشورې یې  ډیرې رغنده  او پریکړی یی استقامت بښونکي دي.

خدای وکړی چې افغانستان بیرته خپل سیاسی – منطقوی پرستیژ او لازم  ټولنیزه اتوریته او اقتصادی ثبات ترلاسه کړی او دغه ډول غونډو کې نه یواځی فعاله برخه واخلی، بلکې دخپل لوړ امتیاز خاوند هم شي، دې آرمان ته رسیدل به ځوانانو ته پریږدو، خو په ډاډ سره ویلای شو چې حتمی تحقق ورته ورکولای شی.

Comments are closed.