د لوږې سونامي-دریمه برخه

پوهندوی آصف بهاند

565

د لوږې سونامي

دریمه برخه

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي

اوه دېـرشمه برخه

 

ملګري ملتونه وایي چې اوسمهال ۳.۲ میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخامخ دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د روان میلادي کال تر پایه به تر پنځه کلنۍ کښته نیمايي افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ څځه ورنځیـږي.

د لوږې سونامي پر افغانستان باندې یرغل کړی دی او تر پنځه نوي سلنه خلک یې په بېلابېلو کتگوریو کې متأثر کړي دي، یعنې څوک لږ، څوک ډېر او څوک په بیخي په بدحالت کې دي.

د افغانستان سیاسیون د «… هرسړی پیدا دی خپل، خپل کار لره کنه» د پالیسۍ له مخې خپل کارونه کوي. د مخکیني حکومت چورواکو او ټوپکوالو چا پښې سپکې کړې دي، د دوی له نظره یې ځانونه تر خوندي ځایونو پورې رسولي دي اوس هلته په دې فکر کوې چې خپلې ترلاسه کړې منقولې او غیر منقولې شتمنۍ څنگه وساتي او ځینې یې چې په هېواد کې دننه لا پاتې دي، د تلو او تېښتې لارې لټوي؛ نوي واکداران پر خلکو او نړیوالو باندې د خپل حکومت د پېژندلو په هڅه کې دي او نړیوالو سره له دې چې د افغانستان له خلکو سره یې د مرستې له پاره پانگه جلا کړې ده، خو نه پوهېږي چې د خلکو وږو نسونو ته یې څنگه ورسوي او نوو واکدارانو ته یې د په رسمیت پېژندلو شرطونه مخکې ایښي دي.

جي شل هېوادونو ومنله چې تر یو میلیارد ایرو ډېرې له افغانستان سره مرسته کوي، کور یې ودان. د زنگونو امیل جوړ دی اوس به یې د پیشو په غاړه کې څوک ورواچوي؟ مرستې چمتو دي، اوس به اړمنو خلکو ته څوک ورورسوي؟

دا دی څو ورځې د پاسه دوې میاشتې شوې چې خلک د لوږې سونامې سره لاس گرېوان دي، خو داد ته یې څوک نه رسېـږي. د لومړۍ کرښې متضررین ماشومان، کوچنیان او باداره ښځې دي. بېلابېلو خیریه مؤسسو د درې میلیونه ماشومانو د ژوند خطر زنگ وهلی و، خو ملگرو ملتونو بیا داسې انېښنه ښودلې وه چې: «په افغانستان کې اتلس میلیونه خلک لومړنیو توکیو ته لاسرسی نه لري او یو میلیون کوچنیان پکې د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.»

یونیسف او نورو خیریه موؤسسو څو ځلې د نړالو تر غوږونو ورتېره کړې ده او دا یې ویلي دي چې درې میلیونه افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړیـږي.

په یوه بل رپوټ کې بیا یونیسف خبرداری ورکړی دی چې «د خوار ځواکۍ له کبله د سلګونه زره افغان ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کېدای شي.»

په یوه بل رپوټ کې ملگرو ملتونو ویلي دي چې «خوارځواکي ۳.۲ میلیونه افغان ماشومان ګواښي…»

د یاد رپوټ په ادامه کې داسې راغلي دي:

 «ملګري ملتونه وایي چې اوسمهال ۳.۲ میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخامخ دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د روان میلادي کال تر پایه به تر پنځه کلنۍ کښته نیمايي افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ څځه ورنځیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا (یوناما) د سه شنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) خبرداری ورکړ چې دغو ماشومانو سره د مرستې د نشتون په صورت کې د روان کال تر پایه یو میلیون تنه د مړینې له ګواښ سره مخامخ دي.

یوناما ویلي چې یونسیف او د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د ژوند ژغورنې لپاره په عاجل ډول د مالي تمویل غوښتنه کوي.

دې سازمان ویلي: “په داسې حال کې چې ډیرې کورنۍ پر خپل دسترخوان د خوړو د برابرولوهڅې کوي، د میندو او د هغوی د ماشومانو دتغذیي روغتیا ورځ تربلې خرابیږي.”

ملګرو ملتونو مخکې هم ویلي و چې په افغانستان کې دوه میلیونه ماشومان له خوار ځواکۍ سره دي.

تر دې مخکې په کابل ښار کې د اندراګاني د ماشومانو روغتون رئیس نورالله یوسفزي اسوشیټډ پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوار ځواکي موارد د تیر کال په پرتله زیات شوي دي.

د ښاغلي یوسفزي په وینا، پخوا به نړیوال بانک ماشومانو ته صحي خدمات برابرول خو په افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د نړیوال بانک مالي تمویل دریدلی دی.

یوناما په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د یونیسف استازي په هرات حوزوي روغتون کې له داسې یوې مور سره خبرې کړي چې خپلې ۱۸ کلنۍ ماشومې ته د شیدو ورکولو توان نلري.

د جهان بي بي په نوم یادې افغانې ښځې یونیسف ته ویلي: “زه کمزورې یم خپلې ماشومې ته د شیدو ورکولو توان نلرم.”

یوناما زیاته کړې چې یاده نجلۍ د خوار ځواکۍ له امله په روغتون کې بستر شوې ده.

یوناما زیاتوي چې تیره اونۍ د خوړو نړیوال سازمان WFP په افغانستان کې څه باندې ۶۵۰۰ ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي تغذیه شوي خواړه وویشل چې په خبره یې قوي وجود او قوي ذهنونه پیاوړو ټولنو او ښه راتلونکي ته لار هواروي.

د مالي مرستو نشتون او زیاتیدونکی فقر ددې لامل شوي چې د افغانستان د روغتیا برخه زیان وویني.»

دا چې دې سونامې به څومره خلک د گور تیارو ته لېـږلي وي، نه رسمي ارقام شته او نه غیر رسمي ارقام او هغه ماشومان، کوچنیان او حتی لویان چې له دې سونامي نه ظاهراً بچېـږي، منفی تاثیرات یې د هغوی پر ژوند داسې سیوری غوړوي چې د ژوند ترپایه به ورنه زورېـږي.

په افغانستان کې د لوږې سونامي د رامنځته کېدو تر ټولو لومړني مسولین، په لومړي پړاو کې په خپله افغانان دي. که د اوسنۍ لوږې د رامنځته کېدو په دلایلو او ریښو پسې گرځو، د نورو گڼو دلایلو تر څنگ یې یو دلیل په دې لنډ استدلال کې موندلای شو:

«د اويايمې لسيزې پای او اتيايمې پيل کې د‌ پکيستان پر اټومي پروګرام ټوله نړۍ خبره وه خو هغه وخت د سړې جګړې ؤ، آمریکا او متحدينو ته يې مهمه وه چې په افغانستان کې روس مات کړي او د دې ماتې لپاره يې د پکيستان ملاتړ ته شديده اړتيا وه نو ځکه ټولو پرې خوله پته او څټ مړ اچولی ؤ. پکيستان زمونږ د جخادونو له برکته اټومي ځواک شو او مونږ بيا زمونږ د جخادونو له برکته د پولۍ ټک ته ناست يو، له لوږې او تندې مو يو متر ژبه را ايستلې، مونږ الحمد الله بېعقل يو ښه سم بېعقل»

په افغانستان د فقر او بیوزلۍ د رامنځته کېدو په باب وړاند وینې شوې وې، خو… د سږکال په اوړي کې نړیوال بانک د بیوزلو هېوادونو په نوملړ کې د افغانستان نوم شپـږم ښودلی و، اما د مخنیوي او غم خورۍ له پاره یې د عملي کار هیڅوک هم نه شته.

د لوږې سونامي د وژونکو څپو په څنډه کې داسې څه هم لیدل شوي دي:

«يو کتاب، لس ډوډۍ،

د فقر مخه ونيسئ، کنه له کتاب او تعليم به عمري د افغانو زړونه ماړه شي.»

د نویو واکدارانو او نړیوالو ترمنځ د «تا وکړه، ما وکړه ــ ته دا وکړه، زه به دا وکړم» کیسه روانه ده او د دري ژبې متل همدلته ښه تطبیقیدای شي:

«بز د غم جان کندن، قصاب د غم چربو.»

نړیوال پر نویو واکدارانو باندې د خپلو شرایطو د منلو په غم کې دي او نوي واکداران د خپل حکومت د په رسمیت پېژندلو په فکر کې دي؛ خواره خواري د عامو خلکو ده چې د جگړې سونامي سسته شوي، خو په مقابل کې یې د لوږې سونامې څپې داسې مرگوني حالت ته رسېدلې دي چې هر چېرې، هر چا ته خوله اچوي.

داسې نه شي کېدای چې د لوږې سونامي د مخیوي له پاره دې کومه معجزه وشي او د باران یا واورې پر ځای دې له پاسه غنم راووري. که څوک غواړي چې له دې سو نامي نه خلک خلاص شي او په راتلونکو کې بیا داسې ستونزو سره لاس گرېوان نه شو، نو لازمه ده چې همدا اوس یې د مخنیوي له پاره فکر وکړل شي او عملي کار ورته پیل شي.

د لوږې سونامې د ناورین مخنیوي له پاره هم نړیوالو لارې چارې ښودلې دي او هم په خپله افغانانو؛ زموږ د کرنې د برخې پوهان د دې ستونزې نه د خلاصون له پاره فکر کړی دی، پلان یې جوړ کړی دی او د لوږې له سونامي نه یې د خلاصون لنډه او عملي لارې چارې په نښنه کړي دي، خو څوک به یې عملي کړي.

په همدې تېرو څو ورځو کې د پوهاند محمد بشیر دودیال یوه علمي مقاله په دوو برخو کې په میډیا کې خپره شوه سرلیک یې دا دی:

«همدا یې وخت دی»

دودیال صاحب په یاده مقاله کې لیکلي دي چې: د راتلونکی کال د قحطی د مخنیوی او د دې لپاره چې له احتیاجه ووځو او د نورو پر اوږو بوج نشو، غوره ده خپل منابع په کار واچوو او کاری چوکاټ جوړ کړو. د منی د کښت په کمپاین کې موږ څو مهم تدابیر لرو…»

زه دلته د پوهاند صاحب دودیال د مقالې د دواړو برخو لینکونه ږدم، درانه لوستونکي او مینوال کولای شي د دودیال صاحب عالمانه وړاندیزونه او بشپـړه مقاله هلته له نظره تېره کوي:

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Doudiyal_hamnda_wakhat1.pdf

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Doudiyal_hamnda_wakhat2.pdf

https://taand.com/main/?p=197533

Comments are closed.