طلايي رښتین

اربازخان ساپی

410

چې یې تر مرګه سر او څڼه د پښتو کړې ده

بې له رښتینه وایه چا دغه پښتو کړې ده

(غمخور)

اروښاد پوهاند صدیق الله رښتین

اروښاد پوهاند صدیق الله رښتین د پښتو ژبې او ادب له هغو پینځو ستورو څخه و چې د پښتو ژبې له‌پاره یې بنسټونه کېښودل. رښتین صیب د پښتو معاصر ګرامر اساس کېښود او دې برخه کې یې د “د پښتو لوی ګرامر”ګرامر ولیکه. دا لوی ګرامر په دوو برخو کې لیکل شوی چې لومړۍ برخه یې په (۱۳۲۷ل) کال کې چاپ او دویمه برخه یې په (۱۳۵۹ل) کال کې بشپړه او په (۱۳۷۰ل) کال کې  چاپ شوې ده.(رښتین، ۱۳۷۲ل: ۱) بیا وروسته سید محی الدین هاشمي په (۱۳۷۲ل) کال کې دواړه برخې یوځای چاپ او فارسي برخې یې پښتو ته وژباړلې.

            د پښتو لوی ګرامر بحث د ژبې له پېژانده پیل او د جملې په بحث سره ختمېږي. دا یو بشپړ او هر اړخیز ګرامر دی او زه دا ادعا کوم چې موږ په پښتو کې د رښتین تر ګرامر وروسته بشپړ او له هره اړخه پوره ګرامر نه لرو. دا خبره ځکه کوم، چې زموږ ځیني لیکل شوي ګرامرونه خورا زیاتې نیمګړتیاوې لري؛ یوه بېلګه یې د فعل تعریف یادولی شو، چې اکثرو ګرامرونو کې نیمګړی تعریف شوی، خو که د استاد له لوري کښل شوی ګرامر وګورو، هلته د فعل بشپړ او هر اړخیز تعریف وینو.

                      له بل پلوه پوهاند صیب رښتین د پښتو ادب د تاریخ په لیکلو کې هم ستره ونډه لري، چې د دویم ځل له‌پاره یې لیکلی دی. دا لومړنی ادبي تاریخ و، چې پکې ژبنۍ مسئلې ونه لیکل شوې او ژبه و ادب پکې بېل شول. تر ده وړاند علامه پوهاند عبدالحی حبیبي د پښتو ادبیاتو تاریخ لیکلی و، چې پکې ژبنۍ مسئلې هم بیان شوې وې.

            رښتین صیب د پښتو د کلاسیکې دورې د لویو شاعرانو دېوانونه هم تصحیح او چاپ کړي، چې موږ یې له جملې د حميد بابا دېوان او د خوشحال بازنامه او دستارنامه یادولی شو. په افغانستان کې یې د ادبي سفرنامو لیکل پيل هم کړی، چې لومړی ځل یې د “هند سفر” سفرنامه ولیکله او وروسته دا لړۍ نورو لیکوالانو پسې وغځوله او لا دوام لري. استاد د ادبي تذکرو په لیکلو کې هم لوی لاس لري.

            د دې ترڅنګ استاد په ادبي نثر و نظم لیکلو کې هم لوی لاس لري. نثر یې روان، سلیس او عام فهمه دی او په لوستلو سره یې لوستونکی هېڅ د خسته‌ګۍ احساس نه کوي. استاد تل په خپلو نظمونو او نثرونو کې د پښتني ټولنې د راويښولو او د علم خورولو هڅه کړې ده. استاد وايي: “زه تشته جذباتي او احساساتي لیکنه نه خوښوم. زه غواړم چې د علم، منطق او تاریخ په رڼا کې پښتو لیکوالي پرمخ ولاړه شي او ژبه پر علمي اثرونو او خوږې خوندورې پښتو ښایسته او بډایه شي. څوک چې پر دغه لا برابر نه دي خدای شته چې زما نه خوښېږي او د دوی هم زما سره جوړه نه راځي. زما په نثر کې اصلاحي فکر او د تنقید څاښنې هم شته خو د چړ تو ځوړوبي په شان شور او زوږ نه لري. بلکې د سیند په شان په قلار او غلی روان دی.”

‍            که موږ وګورو پوهاند صیب رښتين د پښتو ژبې او ادب هرې برخې کې بنسټیز کارونه کړي، چې پښتو او پښتانه یې تل منندوی دي او په تاریخ کې به په زرینو کرښو یادېږي.

د استاد په اړه سید صابر شاه صابر وايي: “پوهاند رښتین د افغانستان په پښتو ادب کې د خان بابا وزیر محمد ګل خان مومند نه پس نه ساری لري نه ثاني. پوهاند رښتين که نه وای، نور خدای مه کړه چې پښتو به په افغانستان کې نه وه؛ خو دا نن چې پښتو څومره په تېزۍ سره مخ پر وړاندې روانه ده په دې کې د پوهاند رښتین لوی، قوی او بنیادي لاس دی.”

مرحوم سید شمس الدین مجروح ویلي: ” پوهاند رښتین یو ملي انسان و، په خپله ژبه عاشق و، یعنې د پښتو ژبې، کلتور، خپل وطن او ملت سره یې عشق درلود او ښه مبارز و. پوهاند رښتین د پښتو د ادیب، نوسینده او عالم په حیث د پښتو لپاره ستر خدمتونه کړي دي.”

            لوی استاد پوهاند صدیق الله رښتین په خټه مومند و او په (۱۲۹۸ل) کال کې د مومندو په غازي‌اباد کې وزېږد. رښتین صیب خپلې لومړنۍ زده کړې څه نا څه په خپل کور کې سرته رسولې وې؛ په (۱۳۱۱ل) کې د جلال‌اباد د هډې په نجم المدارس کې داخل شو؛ وروسته په (۱۳۱۵ل) کې کابل ته راځي او په عربي دارالعلوم کې په زده کړو پیل کوي. په (۱۳۱۸ل) کې د پښتو ټولنې په غړیتوب منل کېږي، چې دلته مختلفې دندې، لکه: د قواعدو مدیریت، د دایرة المعارف د څانګې مشري او د پښتو ټولنې مرستالي، ترسره کوي. (باجوړی، ۱۳۹۷: ۶۱)

            پوهاند صیب رښتین په (۱۳۳۰ل) کال کې د پښتو ټولنې لوی مدیر او بیا رییس مقررېږي. رښتین صیب له (۱۳۲۵ل) کال راهیسې په ادبیاتو پوهنځي کې تدریس پیلوي، خو خپله استاد صدیق الله رښتین وايي، چې په “۱۳۳۵ل” کال کې د معارف مشاور او د ادبیاتو فاکولتې رسمي استاد تعیینېږي. (بېنوا،۱۳۹۳: ۴۶۷)

استاد بل ځای کاږي: ” ما د ۱۳۲۵ نه را په دې خوا په مسلسل ډول د ادبیاتو په فاکولته کې د استاذۍ وظیفه هم اجرا‌ء کړې ده او د دغې سابقې په وجه د استاذانو په امتیازي درجو کې د (پوهنوال) لقب هم راکړل شوی دی. ما تر اوسه پورې دوهمه او دریمه درجه تقدیرنامې اخیستې دي او د پوهنې مډال هم راکړل شوی دی.” (بېنوا،۱۳۹۳: ۴۶۷)

استاد رښتين  د ﺧﭙﻞ ژوند په اوږدو کې زیاتې جایزې، ستاینلیکونه او مډالونه تر لاسه کړي، چې له ډلې یې موږ په (۱۳۱۳ل) کال کې د ولسمشرۍ د دویمې درجې ستاینلیک؛ په (۱۳۳۵ل) کال کې د مطبوعاتو د خپلواکې ادارې له لوري د دویمې درجې ستاینلیک، په (۱۹۶۱ز) کې د پوهنې وزارت له لورې مډال او ستاینلیک یادولی شو.

            اروښاد صدیق الله رښتین ټوټال ۹۳ اثار لیکلي چې له دې ډلې یې ځیني چاپ او ځیني ناچاپ دي؛ همداراز یې په سلګونو مقالې لیکلې چې مختلفو خپرونو کې چاپ شوي دي.

له نن څخه پوره ۲۳ کاله وړاندې یعنې د ۱۳۷۷ل کال د لیدنۍ په شپږمه د پښتو ژبې او ادب دې ستر خادم موږ یوازې پرېښودلو او له دې نړۍ یې رحلت وکړ، روح یې ښاد او جنت یې ځای. ښاغلی میاروښان خادم وايي: “مرحوم پوهاند رشتین په پښتو ژبه او پښتون قام مین شخصیت و او دغه مینه یې حقیقي وه، ځکه د خپلې دغې مینې د اثبات دپاره یې علمي کار کړی، کتابونه یې لیکلي او د پښتو ژبې د علمي پانګې په پیاوړتیا کې یې پوره ستره ونډه اخیستې ده او په خپل دغه روش یې ځانته په افغان ملت کې سترځای جوړ کړی او د هر فرهنګپال او په خبره پوه شخص په زړه کې ځای لري.” (ملاتړ،۱۳۹۴:۱۲۳)

رشتینه ستا په مرګ سره طوفان وخوځېده

ویده پښتون له کټه پر اسمان وخوځېده

زموږ په کلي کور کې ولې وير دی او ماتم دی؟

چا و ویلي، پنځم لمر له اسمان وخوځېده

(میاروښان خادم)

ماخذونه:

۱ – باجوړی، بریالی؛ (۱۳۹۷ل)؛ د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ (د ويښتیا پړاو)؛ لومړی چاپ)؛ کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.

۲ – بېنوا، عبدالروف؛ (۱۳۹۳ل)؛ اوسني لیکوال (ترتیب او زیاتونې: مطیع الله روهیال)؛ کندهار: صداقت خپرندویه ټولنه.

۳ – رښتین، صدیق الله؛ (۱۳۷۲ل)؛ پښتو ګرامر (ژباړن: سید محی الدین هاشمي)؛ پېښور: یونیورسټي بُک ایجنسي.

۴ –  رښتین، صدیق الله؛ (۱۳۹۳ل)؛ د پښتو اشتقاقونه او ترکیبونه (څلورم چاپ)؛ پېښور: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز.

۵ – ملاتړ، ذکریا؛ (۱۳۹۴ل)؛ د پوهاند رښتین نظریې د هغه د مرکو په هنداره کې؛ کابل: د افغانستان ملي تحریک.

Comments are closed.