د لوږې سونامي-اومه برخه

پوهندوی آصف بهاند

296

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي

دوه څلوېـښتمه برخه

افغانان، افغانستان او په افغانستان کې شته ستونزې تقریباً د ټولې نړۍ هېرې دي او دا ستونزې اوس ستر بشري ناورین ته په ورنږدې کېدو دی؛ موږ لگیا یو د غیرت غورې کوو او د نړۍ د لویو ځواکونو د ماتېدو نغارې غږو.

زورور غیرتیان چیغې وهي:

«موږه ماته کړه نړۍ

خو په یوه اړخ کې یو خوارنجوکی بیا ورپسې ورغبرگوي چې:

«اوس نه لرو مړۍ

بله بڼه یې بیا داسې ده:

موږ ماته کړه نړۍ

محتاج یو د مړۍ

د خلکو او وطن پر بـېـپـایه دردونو دردېدلی یو قلموال، په مخکې پرتو ستونزو او ویرونو ته داسې لیکلي دي:

«زموږ د ناوي دوې لويشتي تندى دى

ارمان مې د خانګل د ډٶل دربى دى

څلويښت کاله مو وډزوله، وه مو غربوله او وه موشکوله

خو څلويښت کاله وروسته

دوه ويشت مليونه انسانان بې ډوډۍ يو

هديرې مو تر ښارونو پراخې دي

کلي مو کنډوالي دي کروندي مو شودياري دي ځنګلونه مو بې روحه دښتونه دي

او ژوند د محشر په شر کې را ګير مظلوميت دى

د دفاع او حيا پرېکړه مو دښمن کوي او موږ خوشحاله يو چې امپراطورۍ مو ماتي کړي دي

خو که امپراطورۍ د ګدايي ډوډۍ را نه کړي لوږه مو د مرګ تر سلګۍ رسوي

راځئ پنځه زره کلن تاريخ پرلويه لار پريـږدو دا څلويښت کلن غول پاک کړو.»

په نړۍ کې یو شمېر هېوادونه غواړي چې د افغانستان د روان ناورین په مخنیوي کې رغنده مرستې وکړي، خو لکه چې د افغانانو لاس تور سپي څټلی وي، د مرستو په لارو چارو باندې بهرنیان نه پوهېـږي چې په کوم ډول له دې میلوني وږو تر لاسونو او خېټو پورې ورورسوي.

په بشري چارو کې د ملگرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، په ایتالیا کې د جي شل هېوادونو د غونډې له گډونکونکو وغوښتل چې د بشري ناورین د رامنځته کېدو د مخنیوي په پار  له افغانستان سره پرته له قید او شرطه مرسته وکړي. ښاغلي مارتین گریفیتس د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:

«بشري مرستې په دې اصل باندې بنا دي، چې په یوه هیواد کې حاکم نظام ته له کتو پرته کله چې ضرورت ورته وي، باید وشي، په دې لحاظ بشري مرستې بې قید او شرطه دي. زه له دغو هیوادونو غواړم چې خپلې مرستې مونږ ته راکړي چې مونږ په ښې طریقې ورڅخه ګټه واخلو. د اوږد مهاله انکشافي پروژو لپاره ځانګړې کړې پیسې مو مونږ ته راکړی چې په بشري چارو یې ولګوو.»

مارتین گریفیتس د خپلو خبرو په ترڅ کې  دوه  ځلې دا خبره هم یاده کړه چې ماشومان تر جدي خطر لاندې دي:

« له پنځو کلونو لاندې د افغان ماشومانو نیمايي برخه د سختې خوارځواکۍ (سو تغذیې) له خطر سره مخامخ ده او په هر ولایت کې د شري ناروغي خپره ده.»

«د هغه په خبره له پنځو کلونو د کم عمر لرونکو ماشومانو سو تغذیه ډیره مهمه ستونزه ده چې باید ژر حل شي»

بل پلو له افغانستان او افغانانو سره د نړیولو کړې یو کامه دوه میلیارده

ډالر مرسته هم د ملگرو ملتونو په پته نه دي رسېدلي:

«ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري مرستو لپاره کافي پیسې نه دي ترلاسه کړې.»

په وطن کې د پیل شوي بشري نارورین بېلگې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي. دا خبرې په څو تېرو ورځو کې پېښې شوې دي:

تاند:

«د فرانسې خبري اژانس په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د لوږې له کبله د ډېرو شویو مرګونو له کبله ځینې بېوزله کورنۍ مجبوره شوي، چې د ډوډۍ لرلو لپاره خپلې لوڼې وپلوري».

تاند:

«بشري بحران؛ د معلمۍ هیله منه ۹ کلنه افغانه په ۲ لکه افغانیو وپلورل شوه.»

هشت صبح:

«یک مرد در بادغیس شش کودک خود را به دلیل فقر در مسجد رها کرده است.»

امریکا غږ پښتو:

«په کندهار کې په سو تغذیې د اخته ماشومانو شمیر زیات شوی.»

بي بي سي پښتو:

«ملګري ملتونه: افغانستان د ځمکې پر مخ تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخ دی.»

تاند:

«م.م: په افغانستان کې حاکمه لوږه د ځمکې تر ټولو بد ترین ناورين دی.»

تاند:

«لږترلږه ۲۵ ماشومان په اندراګاندي روغتون کې له خوراځواکۍ مړه شوي.»

 تاند:

«… د نړیوالو بشري ادارو د وړاندوینو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک چې له نیمایي څخه زیات نفوس جوړوي، د خوراک ډوډۍ نه لري او ۳ میلیونه له ۵ کلنۍ څخه لږ عمر لرونکي ماشومان د مرګ له بالقوه خطر سره لاس و ګرېوان دي…»

د ملگرو ملتونو بېلابېلو اړوند ادارو وړاندوینه کړې ده چې همدا اوس او په را روان ژمي کې، پر افغانستان باندې د لوږې سونامې سختې ورځې او بد حالت راولي او دا یې هم ویلي چې تر څوارلس میلیونه ماشومان او کوچنیان د لوږې تر خطر لاندې راتلای شي. په جي شل غوندې پورې اړوند په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«در اوایل هفته نیز، برنامه جهانی غذایی سازمان ملل (WFP) هشدار داد که در صورت عدم اقدام فوری، میلیون‌ها شهروند افغانستان در زمستان پیشرو با گرسنگی روبرو خواهند شد. همزمان، نهاد حمایت از کودکان نیز می‌گوید کودکان از گرسنگی در کابل می‌میرند، به دلیل بحران غذایی “بی‌سابقه” تقریبا ۱۴ میلیون کودک افغان گرسنگی می‌کشند.»

که نړیوال د افغانستان د لوږې سونامي په مخنیوي کې په وخت سره مرسته ونکړي، کېدای شي یو لوی بشري ناورین رامنځته شي او په لومړي گام کې به ډېره سلنه افغانان بیا کډوال شي. د ملگرو ملتونو د کډوالو سازمان (آی او ایم) رئیس آنتونیو ویتورینو دا خبرداري په دې ډول ورکړ:

«آی او ایم: بشري ناورين به ژمي کې له افغانستان څخه د کډوالۍ کچه لوړه کړي:

د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان ( آی او ایم) رئیس آنتونیو ویتورینو، کابل ته له سفر وروسته د خپل سفر ارزونې رسنيزې کړي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د بشري ناورين له شدت سره به په را روان ژمي کې له افغانستان څخه د کډوالۍ او اقتصادي بحران ستونزې نورې هم اوج ته ورسيږي.

ویتورینو، له نړیوالو غوښتي چې له افغانستان سره سخاوت مندانه مرستې وکړي، څو دغه هېواد د اقتصادي او بشري ناورين له ستونزو ډېر ونه ځپل شي.

د کډوالو د نړيوال سازمان رئیس دا هم ويلي، چې دمګړۍ په افغانستان کې تر پينځه نيم میلونو پورې کسان په کور دننه بې ځايه شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د‌ دې کسانو له ډلې ۶۷۰ زره تنه يې د سږکال له پیل سره بې ځايه شوي، چې ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.

د کډوالو د نړيوال سازمان رئیس دا هم ويلي، چې اقليمي بدلونونه هم افغانستان ته له خطره ډک وو، ځکه چې تر ۷۰ سلنه افغانان یې له وچکالۍ څخه اغېزمن کړي دي.

له پوښتل شويو افغانانو څخه ۸۰ سلنې يې د کډوالو نړيوال سازمان ته ويلي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره يې ژوند خراب شوی، وزګار شوي او بد وضعيت سره لاس و ګریوان دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د نړیوالو بشري ادارو د وړاندوینو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک چې له نیمایي څخه زیات نفوس جوړوي، د خوراک ډوډۍ نه لري او ۳ میلیونه له ۵ کلنۍ څخه لږ عمر لرونکي ماشومان د مرګ له بالقوه خطر سره لاس و ګرېوان دي.

طالبان، چې اداره یې د واکمنۍ له درې میاشتیني کیدو سره لا هم د تر ټولو نیږدې متحد او مدافع پاکستان په ګډون یې هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې، د بشري ناورین د مقابلې لپاره د کرنې وزارت د غنمو ستراتیژیکې زېرمې سپړلي او د مزدورۍ په بدل کې یې پر خلکو وېشي.

دا څه باندې ۵۰ زره ټنه غنم د افغانستان وروستۍ اسره ده، چې که زر تمامه شي، له خونړۍ ژمي، بې معاشۍ او د طالبانو له واکمنیدو وروسته د ۱۸میلیونه خلکو وزګاریدو ته بله اسره نه پاتې کیږي.»

یو فیسبوکي کارن شمس الحق حیران د کوچنیانو د خوارځواکۍ په باب داسې لیکلي دي:

دا یمن نه دی؛ دا سومالیا، ایتوپیا، ګانا یا جنوبي سوډان نه دی! دا افغانستان دی او دا تصویر د یو افغان دی چې سوءتغذي او لوږې دې حالت ته رسولی دی!

د لوږې پراخ او لوی بحران را روان دی. دا بحران تم کېدل غواړي او دا جګړه ځپلی ولس له قحطۍ ژغورل کېدل غواړي.

خدایه ته خپل رحم وکړې.

دا هم د لوږې سونامي په باب په همدې ورځ د شمس الحق حیران بل پوست:

د لوږې ناورین:

افغانان له لوږې کړېږي، هېواد د بشري بحران پر کړنګ ولاړ دی، په لسګونو زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي، روغتونونو کې د درملنې او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي په موخه د ناروغانو لیکې، لیکې ولاړې دي. که یې نه منئ، د خپلې سیمې تر ټولو نږدې دولتي روغتون ته سر ورښکاره کړئ. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د وروستي راپور له مخې د افغانستان د عامې روغتیا سیستم فلج دی او نشي کولی آن ډېر اړین روغتیايي خدمات وړاندې کړي. پر وطن د لوږې، فقر، بېکارۍ او کډوالۍ یوه بې مخینې مرګونې څپه راروانه ده. تر پرون مو د جګړې پای ته رسېدو ته شېبې شمارلې او هر افغان د سولې لپاره تر ټولو لویې قربانۍ ته چمتو و؛ خو د خاینو، اجیرو او دروغجنو سیاسیونو د منافقت او غدر له کبله جګړه په هغه شکل چې تمه یې کېده پای ته ونه رسېده او تر یو تور نقاب لاندې د دې وطن د بربادۍ لپاره یوه بله بلا په کمین کې ناسته ده او په پوره بې رحمۍ د وطن ځوانان او مشران تر ستوني تېروي. سیاسي بې ثباتي، هېواد سره د نړیوالو مرستو یو ځلي پرې کېدل، په دیپلوماتیکه، سیاسي او اقتصادي انزوا کې د افغانستان واقع کېدل، د پخوانیو چارواکو تېښته، په امریکايي خزانو کې د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدل، پر راتلونکې د ځوانانو بې باوري، د اوسني حکومت د مسئوولینو بې غوري او د فقر او بشري بحران د ختم لپاره د دوی له خوا د ښکاره او اغیزناکې طرحې نشتون ‎د اوسني وضعیت ستر لاملونه دي. راځئ، نور به لاس تر زنې او ناهیلي نه کېنو. په هره ممکنه طریقه چې کولی شو تر خپله وسه د بې وزلو، کونډو او یتیمانو لاسنیوی وکړو؛ د خپلې خولې مړۍ له نورو سره شریکه کړو، د فقر په لمنځه وړلو او د خوراکي مصئونیت په تأمین کې فردي او ټولنیزې هڅې وکړو او د پالیسۍ په سطحه ژورو بدلونونو ته لاره هواره کړو. د ټولنیزو رسینو د پراخ پوښښ او انټرنيټ په عصر کې موږ او تاسو هر یو د خپل ولس یو رسا غږ کېدلای شو. راځئ په قوي هوډ مټې رابډوهو، د لیکنې، هشتګ کارولو، مصاحبې، فلم، تصویر، غږیز راپور، نظم او نثر، سیمینار، لاریون، فیسټیوال او هرې بلې ممکنې اغیزناکې لارې څخه په کار اخیستو د افغانانو د اوسني مظلومیت غږ تر ملګرو ملتونو، نړیوالو بشردوستانه ادارو، ظالمې بدماشې امریکا، اروپايي اتحادیې او نورو اغیزناکو واکمنو آدرسونو ورسوو؛ تر څو افغانستان سره بشري مرستې وکړي، دغو مرستو ته د عامو افغانانو د لاسرسي لپاره یو اغیزناک او ټول ګډونه میکانیزم رامنځته کړي، پر امریکا فشار راوړي چې زموږ کنګل شوې شتمنۍ راخلاصې کړي، افغان تجارانو ته د سیمې او نړۍ له هېوادونو او سوداګریزو بنسټونو سره د سوداګریزو معاملاتو او راکړې ورکړې آسانیاوې رامنځ ته کړي، په هېواد کې د ننه د افغان ماشومانو او نجونو د زده کړو دوام تضمین کړي او موږ د لوږې او بې وزلۍ د دغه لوی بحران له ناوړه او مرګونو پایلو څخه وژغوري.

یادونه: تصویرونه خورا زړه بوږنوونکي دي. هېڅ به دې باور ونشي چې دا افغانستان دی او وضعیت دومره بوږنوونکي حالت ته رسېدلی دی.»

Comments are closed.