ملالې يوسفزۍ ته د عبدالغفور لېوال ليک

عبدالغفور لېوال

282
ملالې يوسفزۍ ته د عبدالغفور لېوال ليک
ملالې ګُلې سلام،
له اکسفورد پوهنتونه دې وتل مبارک شه!
ښه شو، چې د زدکړو ارمان دې پوره شو. تا د یوې پښتنې نجلۍ په توګه د زدکړو لپاره قرباني ورکړه او دا دی خپل ارمان ته ورسېدلې…
هو ریښتیا واده دې هم مبارک شه…
واده دې شخصي کار دی، خو زدکړې دې په ټولو پښتنو پورې تړلې کیسه لري.
کیسه داسې ده، چې نهه کاله پخوا موږ یو پیاوړی هېواد درلود، زه د دې هېواد په استازولۍ په یوه علمي کنفرانس کې د ګډون لپاره د نړۍ د یوه ستر هېواد په پلازمېنه کې وم، چې د (تعلیم او له تعلیم سره د مینې) په جرم پر تا ډزې وشوې، ستا یې وینې وبهولې، غوغا جوړه شوه… او زه چې شاعر یم، له زدکړو او تعلیم سره د جنون تر بریده مینه لرم او د نجونو تعلیم راته ډېر مهم ښکاري او بېبریده عاطفي انسان یم او سیاست مې لا عاطفه راوژلې نه ده او … او… نو ستا د وینو څاڅکو په ولولو راوستلم، ایسته مې یوه خورا عاطفي- حماسي مثنوي درته ولیکله:
دسواتۍ ملالې سپینه غاړه سره شوه
یوه سره ګولۍ په ګلو کې سړه شوه…
دا مثنوي بیخي زیاته خوله په خوله شوه، ډېرو کسانو په شعارونو ولیکله، په کابل، کندهار، ننګرهار، مزار و هرات او بل افغاني ښار کې د نجونو په ښوونځیو کې ولوستل شوه، ستا لپاره د افغانستان د ښوونځيو نجونې راووتلې، ستا لپاره د انځورګرۍ نندارتونونه جوړ شول، ستا لپاره افغان میندو خویندو په نړۍ کې غږ پورته کړ، ستا کیسه د افغانستان د ښځینه فعالینو د سټېج او مجلس کیسه شوه…
ته د میوند له ملالې سره پرتله شوې،
ته یې د افغان تاریخ یوه مبارزه ډیوه وبللې…
ستا لپاره ګڼ روښانفکران وښکنځل شول، ترهرګرو، بنسټپالو، شاتګپالو، چې پر تا یې ګولۍ ورولې وې، پر موږ یې د کفر او ارتداد ټاپې وورولې، خو موږ ستا لپاره، د پښتنو نجونو د حق لپاره او د انسانیت لپاره دا هرڅه د خپلې مبارزې لپاره ویاړ وګڼل …
د افغاني ولولو همدغو څپو او د افغان ښځو پیاوړې ملګرتیا و ملاتړ ته د نړۍ تر لویو تالارونو ورسولې، لندن دې په کوربه تابه وویاړېد، واشنګتن و نیویارک ته ولاړې، ملګرو ملتونو سټېج درکړ او بالاخره دې د سولې د نوبل جایزه و ګټله، دا جایزه ستا نه وه، دا جایزه له تعلیم څخه د محرومو افغان نجونو جایزه وه، چې د هغوی په استازولۍ تا ته درکړل شوې وه، دا جایزه اوس هم ستا نه ده، بلکې دا د افغانستان د میلیونونو محرومو نجونو او مېرمنو امانت ده، چې تا له ځان سره ساتلې ده.
تا چې د نړۍ څراغانه تالارونه ولیدل او د پانګې ځلبلونو دا درنه هېر کړل، چې څوک وې؟ او ولې اوس دلته یې؟ نو افغانستان راپریوت او ژوند په کې زخمي شو، کټ مټ لکه ته چې زخمي شوې وې…
خبره یې؟
ستا په شان میلیونونه نجونې له ښوونځي محرومې دي،
خبره یې؟
په زرګونو وویشتل شوې، په لکونو ګدايي ته راوتلې دي، په میلیونونو وږې دي او په سلګونو یې پلرونو میندو خرڅې کړلې، چې په پیسو یې وچه ډوډۍ واخلي…
له هرڅه و هرچا غږ پورته شو، خو موږ ستا غږ وانه ورېده…
ملالې!
یوه ورځ،
یا لږ ترلږه یو ساعت له خپل افسانوي او شاهانه ژونده د خپلو هغو خویندو، ملګرو او خواخوږیو تیارې نړۍ ته راوګوره، چې ستا لپاره یې ژړلي وو، ستا د روغتیا لپاره یې ډیوې بلې کړې وې، ستا عکسونه یې په لارو کوڅو کې ګرځولي وو، ستا لپاره یې افراطیت او تعصب د ځان دوښمنان کړي وو…
د نوبل جایزه ستا نه ده، د افغان نجونو ده،
د هغه څه لپاره چې ته ملاله شوې، هغه څه پر میلیونونو نجونو زر وارې بدتره راپېښ شول، خو ته خاموشه یې، ستا لپاره سره و سپین چکچکیان چوپ دي، ملګري ملتونه مړه دي، د نوبل بنسټ ویده دی، د بشري حقونو مدافعین پټ شوي دي او د انسانیت دعوه داران د نوي کال او کرېسمېس په جشن کې تر ستوني نشه دي…
موږ له هغو شعرونو او شعارونو سره یوازې پاتې یو، چې دولس کاله مخکې مو تاته در ډالۍ کړي وو او اوس راته د پيغور پاڼو په شان د شرم کرښې غوندې ښکته وپورته کیږي…
بیا هم له خپل واده او پوهنتوني فراغت سره خوښه او روغه اوسې!

Comments are closed.