د ډاکتر تیڅو ناکامورا دویم تلین

آصف بهاند

305

«زه چې زلمی وم، نو همداسې ومه

دا زما تصویر دی»

د دې کرښو پیل په هغو جملو کوم چې د ناکامورا وژنې ته مې لیکلې وې:

«زموږ د «مراد کاکا» او زموږ د «ناکامورا» یاد، سر له همدا اوسه د هر با درده او د افغانستان پر ابادۍ او ښېرازۍ مین افغان له پاره؛ یو غمجن نستالژیک یاد دی چې هر کله به مو د ده دا یاد سوځوي، خو په هر پل کې به موږ ته یو پند او لوی درس هم وي، د مراد کاکا یادونه به له درد سره مل وي، خو د دې وطن هر وکړی به د کار، ابادۍ او ښېرازۍ له پاره نور هم هڅوي.» 

دوه کال مخکې پر همدې ورځ د افغانستان د ابادۍ او د افغان انسان د ارامۍ سرسپارلی مین ډاکتر تیڅو ناکامورا ووژل شو، دا په اصل کې د افغانستان د ابادۍ ـ ښېرازۍ او په خپل وطن ـ کلي ـ کور کې د افغان انسان د ارامتیا مخه ډبول و. هسې هم د عجایبو په وطن کې د چا وکړل؟ ولې یې وکړل؟ پوښتنه نه شته، لکه چې د ورستیو سرو، شنو، سپـینو او تورو بادونو په لړ کې، د میلیونونو افغانانو د وژل کېدو پوښتنه چا ونه کړه، همداسې د تیڅو ناکامورا د وژل کېدو دوسیه به هم تړلې او چېرې گرد وهلې پرته وي او په دې دوو تېرو کلونو کې زموږ په جغرافیه کې داسې نظامي سیاسي پېښې او بدلونونه رامنځته شول یا رامنځته کړای شول، چې د ناکامورا د وژل کېدو دوسیه یې نیمه هېره کړه؛ خو د ناکامورا ژوند، د افغانستان د ښېرازۍ او سمسورتیا له پاره یې ترسره کړي کارونه او د افغان انسان د ارامه ژوند له پاره یې هلې ځلې هېڅکله د هېرېدو نه دي او زموږ د وطن راتلونکي نسلونه به یې په ښو سره یادوي.

ما دوه کاله مخکې د نورو ویرلړو تورو ترڅنگ دا څلوریزه هم ورته لیکلې وه:

مـــــراده نـــا مــــــراد شـوې، ملامـت یو موږ

 تيڅو ناکاموراته، کاکا مراد ته

مـــــراده نـــا مــــــراد شـوې، ملامـت یو موږ

ښه ښاد وې اوس نا ښاد شوې، ملامت یو موږ

پــر پـل بـه دې پـل کـېـږدي ډېــر نـسـلـونه بیا

تـــه ټـــولــو تـه بـنـیـاد شـوې، ملامت یو موږ

۰۴/۱۲/۲۰۱۹

هيدرسلیف

ډنمارک

په دې ډول افغانانو د ۲۰۱۹ ام کال د دسمبر میاشت په پیل کې د خپل وطن د ابادۍ لویه محرکه قوا له لاسه ورکړه، د کاکامراد مړینې ته ما د نورو مطالبو تر څنگ د «هادي ملا او اکا مراد» ترسرلیک لاندې یوه مقاله هم لیکلې وه، د هغې مقالې په وروستې برخه کې ما د اکا مراد او هادي ملا په باب داسې لیکلي وو:

«ناکا مورا له نن نه درې اویا کال مخکې د جاپان په فوکوکه ښار کې وزېـږېد، د خپل جنتي وطن په جنتي هوا کې رالوی شو، خو ښايي کله به یې پزې ته په یوریشیما او ناگاساکي کې د توردیو د کارول شوو باروتو بوی هم وررسېدلی وي؛ د خپلو مشرانو او تېرو نسلونو په لاس جوړ شوي پوهنتون کې یې د طب څانگه ولوستله او بیا یې په زړه کې داسې غوټه کړه چې دی به نورو خلکو ته هم خدمتونه کوي او داسې جنتونه به ورته جوړوي لکه ده ته یې چې پلرونو او نیکونو ورجوړ کړي دي. راغی سوي لوي افغانستان کې یې واړول او هڅه یې دا وه چې د طبیعت او خلکو د ناپوهۍ او ټنبلي په اور سوو دښتو نه دوی ته جنت جوړ کړي، د جنت یوه څنډه یې چې څنگه راجوړه کړه، د باروتو او کرکې اور دی هم وسیځه او د بل جنت په لور یې ولېـږه.

خو هادي ملا د همدې وطن په یوه تپنده زړه کندهار کې وزېـږد، د خپلې فاضلې کورنۍ په غېـږ کې یې له کتابونو سره مینه وکړه، د خپل زړه په کرونده کې یې مینه او انسانیت وکاره، د همدې مینې د وزرونو پر مټ او شعري ترنمونو له څپو سره د کابل پوهنتون تر انگړ پورې ورسید، څلور کلونه یې د ادبیاتو پوهنځي په بڼ کې تېر کړل او په پای کې د لیسانس په نامه یوه ویاړمنه پاڼه ورپه برخه شوه. اوس یې ځان څنډې ته کړی دی، کله ـ کله غږ راباسي، داسې غږ راباسي لکه د «اکا مراد» پر ویر یې چې ایستلی دی.

زه د عبدالهادي عطایي ملا  پر دې شعر فخر کوم او دا وایم چې په اوسنۍ پښتو شاعري کې داسې غږونه هم ایستل کېـږي چې د ټول خیر غوښتونکي بشریت د زړه آواز دی. هادې ملا په دې شعر کې «اکا مراد» تر مټې نیولی دی او داسې د زړه خواله ورسره کوي، لکه د زرگونو کلونو یاري چې سره لري.»

د یادې مقالې په پای کې مې د هادي ملا یو شعر را اخیستی و چې د هغه شعر په جوکاټ کې یې د اکا مراد پر ووژنه تر قلم او سترگو وینې او اوښکې راڅڅېدلې وې. دا دی دا شعر بیا د اکا مراد د دویم تلین د درناوي په پار یو ځل بیا را اخلم:

اې پردېس کاکا مراده!

اې نامراده بامراده!

تا ته چا ویل افغان سه؟

او تربور د تور شيطان سه

مړو دښتونو ته ساه ورکړه

اوبه ورکړه، رڼا ورکړه

اې نامراد کاکا مراده!

ته خبر نه یې چي دلته

د باروتو باران اوري

د ګلونو کښت ګناه ده

د غنمو کر جفا ده

د یزید او شمر جنګ دئ

د فرنګ، اورنګ نیرنګ دئ

دلته ځان له ځانه تښتي

ژوند له خپله ژونده تنګ دئ

تا اوبه راوړې هغو ته

چي په وينو مينځي ویني

عادت سوي په وحشت دي

خرڅوي په روپو مینه

اې نامراده بامراده!

لېونی اکا مراده!

تا کونړ څه له ایسار کړ؟

دا خو باج د تور لېنګو وو

تا ګمبېر څه له آباد کړ؟

دا خو راج د ویرانو وو

تا رڼا څه له راوړله

د ببوو و کورو ته

تا خندا څه له ښندله

نړیدلو هديرو ته

څه فایده له ها مسجده

چي ابلیس یې امامت کړي

څه امید له ها مکتبه

چي شیطان یې کتابت کړي

تا سپېره دښته جنت کړه

خو دوږخ یې همسايه وو

تا له خاورو زر ایستله

خو ښامار پر خزانه وو

چي ګاونډ د جهنم کي

جنتونه جوړوي څوک

چي د توري شپې سکوت کي

د رڼا اذان کوي څوک

چي و امن ته څوک ژمن وي

د توپک ذاتي دښمن وي

د هغو سزا دغه ده

په مذهب د يهوديانو

د سپین پوښو سعودیانو

د تور مخو ملایانو

د دوږخ د درباریانو

د فرنګ د شیاطینو

د اورنګ د میراثیانو

ته کافر جلال اباد سوې

دی مومن اسلام اباد سو

ستا وژل یې استشهاد وو

دا جهاد وو دا جهاد سو

خیر، خیر خفه مه سې

اې ملنګ اکا مراده!

رب دي مل لار دي ګلونه

فرښتې کړي آوازونه

ته انسان حسن د میني

دی شیطان د نفرتونو

ته غازي د حق د لاري

دی مرتد د تورو هیلو

دا د خیر او شر جګړه

تر محشره به غځیږي

د هابیل قابیل قیصه ده

وار په وار به تکرارېږي

ستا باغونه به راشنه سي

ستا نيالګي به ګلان راوړي

ماشومان به خدای رالوی کړي

د وطن انسان په پوی کړي

مست کونړ به په خندا وي

په ګمبېر کي په نڅا وي

ټول په دا سندره وايي

ناکامورا دي زنده اباد وي

د انسان مينه دي تل وي

هر ارزښت دي د انسان وي

 لوی افغان دي ټول آزاد وي

ورځ یې ښه کال دې آباد وي

 اکا مراد دي بامراد وي

روح دې ښاد کور دې رضوان وي

 

هادي عطايي ملا

 

Comments are closed.