له مسئولیته تېښته

عبدالغفور لېوال

266
له مسئولیته تېښته
د افغانستان د سیاسي روایت جوړونې سېندروم Syndrome
د افغانستان په سیاسي عُرف (موږ لا سیاسي فرهنګ نه لرو) کې یوه سرطاني ناروغي دا ده، چې هره واکمنه کړۍ خپلې ناکامۍ د تېرې واکمنۍ د کمزوریو او نیمګړتیاوو تر شا پټوي.
که ورته ووایې، خلک وږي دي. وايي شکر دې وباسي، آیا پخوا ماړه ول؟
چې ورته ووايې خلک له خپلو ابتدايي حقونو محروم دي، نو مخامخ د همدې اعتراض ځواب نه شي درکولای، پر ځای یې وايي: پخوا هم وضعیت تر دې بدتر و.
چې ورته ووايې فساد دی، وايي پخوا وژل و جګړه هم وه… که غږ پورته کړې، چې جګړه ده، وژنې دي، امنیت خراب دی، نو درته وبه وايي: په تېره واکمنۍ کې لکه چې کراري وه؟
نو ښاغلیه،
پروني ولې ورک شول؟ او ته څنګه راغلی یې؟
هیچا د بېرته ځواب ورکولو جرئت ونه کړ، چې:
کاکا! پروني خو ځکه راپریوتل، چې دا او هغه و، نو که دا او هغه لا پسې زیات شي، ته خو تر هغه پیاوړی نه یې، ته به هم راپریوځې.
ماما! پرونی پای ته ورسېده، که حالات خراب شي ته هم پای ته رسېدلای شې!
پر اوسمهال اعتراض هیڅکله د تېرمهال د نیمګړتیاو د غوره ګڼلو په مانا نه ده.
نننی اشغال د پروني اشغال په رایادولو توجیه کېدلای نه شي.
ولسونه په تېره زمانه کې ژوند نه کوي، همدا اوس چې څه پرې تیریږي، قضاوت او عملي غبرګون یې پر همدې ولاړ دی.
هيڅ ژوندی مسئول خپل ګریوان د خلکو له منګولو په دې دوکه خلاصولای نه شي، چې ولاړ شئ او د مړه سیاستوال قبر په ډبرو وولئ!
هېڅ ټولنه ـ په تېره بیا د افغانستان په شان بې پروا ټولنه ـ د سبانیو رنګینو وعدو او پرونیو نیمګړتیاو په ور یادولو، له خپل (اوس) څخه مخ نه اړوي.
خلک په (همدا اوس) کې ژوند کوي،
پرونیو ته ښکنځلې کوي او پر سبا باور نه لري،
خو همدا اوس ژوند غواړي.
خلک د څېړنو لابراتوار ته نه دي راغلي، چې پوه شي د ستونزو لاملونه او ریښې یې څه دي؟ خلک هرڅه همدا اوس بې دلیله غواړي.
هغه ملتونه چې پوه شي؛ ژوند یې تر پرونه نن او تر ننه سبا نه ښه کیږي، نو د نظامونو هره ورځ راپریوتل هره ورځ آزمويي.
افغانستان د پریوتلو همدغه تکرار وخوړ…

Comments are closed.