د مسلکي زده کړو ارزښت

لیکنه: محمد شفیق شرفزی 

82
د علم او پوهې ترلاسه کولو ټوله موخه دا وي، چې خپل ژوند پرې رنګین او دنیاوي او اخروي عزت پرې ترلاسه کړو. یو څوک طب لولي مسلکي ډاکتر ترې جوړېږي، او له همدې لارې ټولنې ته خدمت او کورنۍ ته حلاله نفقه برابروي. په همدې ترتیب انجینري لولي انجینر ترې جوړېږي، ادبیات لولي ادیب او… په اړوند څانګو کې زده کړې کوي د مربوطه رشتې یو مسلکي شخص ترې جوړېږي.
له بله پلوه، یو شخص یو کسب او حرفه زده کوي او لدې لارې ټولنې ته د خدمت مصدر ګرځي. لکه خیاطي زده کوي خیاط بللی شي، نجاري زده کوي نجار، زرګري زده کوي زرګر … خو ښه خبره داده، چې انډول په پام کې ونیول شي. زه خو وایم، چې هم تعلیم وکړي او هم یو کسب زده کړي، ګرچې یو څوک تعلیم وکړي ډاکتر او انجینر شي نو همدا یې پېشه او کسب شي، خو که دواړه وشي نو نورعلانور به شي.
په ځینو وختونو کې له سړي د انتخاب لاره ورکه شي، لکه څرنګه، چې د بزاز په دوکان کې مختلف رنګه رختونو په لیدو سره سړي نه د خپلې خوښې رنګ ورک شي. دغه رنګ د زده کړو په ډګر کې چې کله ډېر وړاندېزونه ولرو، او موږ ته د یو غوره کول پکار وي، نو پدې وخت کې له موږ لاره ورکه شي، چې کوم یو غوره کړو. د ثانوي زده کړو په وخت کې زده کوونکي ته پدې اړه کم مالومات وي، چې د لوړو زده کړو لپاره ماته د کوم مضمون زده کړه ضروري ده او د لېسې په دوره کې باید کومو مضامینو باندې تاکید وکړم، تر څو یې د راتلونکي مسلک لپاره، چې دی یې ټاکي مؤثره وي.
په ځینو وختونو کې زده کوونکي د مضامینو د انتخاب په اړه د والدینو، خپلوانو یا د خپلې خوښې مثالي شخصیت پیروي کوي. په اصل کې خبره داده، چې د هر زده کوونکي هدف داوي، چې مازې سند ترلاسه کړي تر څو پرې خپل راتلونکی ښه کړي. خو آیا، د سند په ترلاسه کولو سره د یو زده کوونکي مقصد پوره کېږي؟ هر کال بې شمېره ځوانان له مختلفو پوهنځیو فارغېږي خو ټولو ته په خپل مسلک کې دنده ترلاسه کول ناشونې وي. نو که دوی په ورته وخت کې یوه حرفه زده کړې وي، نو د ډېرو ستونزو سره به نه مخ کېږي.
که د افغانستان موجوده حالاتو ته وګورو، نن سبا دلته دغه شان ډیګریانو لرونکي ځوانان زښت ډېر دي، چې فعلاً بې روزګاره دي او د دندو په لټه کې دي. او ځینو غېر رشتوي کارونو ته مخه کړې ده.
راځم اصلي ټکي ته، یو انسان، چې خپل د عمر نیم ژوند یې په زده کړو تېر کړی وي، خو د کومې حرفې د زده کړې لپاره یې توجو نه وي کړې نو پداسې حال کې د هغه ټول ژوند په بې روزګارۍ کې تېرېږي. د افغانستان په څېر هېواد کې مو جوده حالاتو ته په کتو د تعلیم سره سره د یو حرفې زده کول اړین دي، کوم ته چې مسلکي زده کړې هم ویل کېږي.
په کوم هېواد کې، چې حرفوي تعلیم د عمومي تعلیم برخه ګڼلی شي،  هلته اقتصادي پرمختګ چټک وي. حرفوي زده کړې د هرې ټولنې د استحکام ضامن کېدی شي. خو له بده مرغه په افغانستان کې حرفوي زده کړو ته توجو له سره نشته. یو سړي به اقتصاد، حقوق، کمپیوټرساینس او حتاّ ما لیدلي، چې طب کې زده کړې کړې وي، خو د ښوونکي دنده به مخ ته وړي. پداسې حال کې، چې په نوره نړۍ کې که داسې خلک غواړي ښوونکي شي باید یو کال د ښوونکي مسلکي زده کړې ولولي.
کومه اندازه، چې له دې خبرې څرګندېږي، چې د حرفوي زده کړو سلنه دلته د نورو زده کړو په نسبت له صفر ښکته ده، خو دا سلنه په پرختللي هېوادونو کې د پنځوسو څخه پورته ده. د افغانستان په ولسوالیو او ښارونو کې زده کوونکي فقط له یو څو حرفوي زده کړو سره بلدتیا لري. پداسې حال کې، چې د حلال رزق د ترلاسه کولو لپاره په درجنونو پیشې شته، چې زده کوونکي یې په ټاکلو سره خپلو کورنیو ته حلاله نفقه ترلاسه کولی شي.
افغانستان یو له هغه هېوادونو دی، چې د ځوانانو سلنه یې ډېره ده، دوی کې ځیني د لوړو نمرو په ګټلو سره لوړو پوهنځیو ته لاره پېداکوي او هغه، چې د نمرو سلنه یې کمه ده کومه ښه ټاکنه نه شي کولی نو ځینې یې غیر تخنیکي پوهنځي ټاکي، چې نه ده ته او نه ټولنې ته کومه ګټه رسوي. مطلب د فراغت وروسته نورو کارونو ته لاس اچوي او خپله رشته ترې پاتې کېږي. موږ خپل چاپیریال کې ډیر داسې کسان لرو، چې د پښتو ادب، تاریخ یا بلې څانګې څخه فارغ شوی وي او لی په لی د وظیفې پسې ګرځي. که دوی ته دا مالومه وی، چې له دې ورته یو حرفه ټاکل غوره وو نو نن به ورته د ښه روزګار موقع په لاس ورغلې وه.
د یوې مسلکي زده کړې څلورکلن سند په ترلاسه کولو سره به تاسې اړوند تخنیکي مهارتونه زده کړي وي، چې پر مټ یې تاسې په مربوطه کمپنۍ کې د دندې ویاړ ترلاسه کوئ. همدا شان شخصي بزنس هم په مسلکي ډول مخته وړی شئ. فلهذا پکار داسې ده، چې کله مو کانکور ازموینه کې رشته وټاکله او ورته بریالي شوئ، که هره رشته وي ویې لولئ او ښه یې ولولئ او اړوند څانګه کې مسلکي او عملي روزنه ترلاسه کړئ ترڅو تاسو راتلونکې دندې ونه غواړئ بلکه دندې تاسې وغواړي.

Comments are closed.