د پېسې ارزښت 

لیکنه: محمدشفیق شرفزی

127
پیسه د ژوند یو خورا مهم ضرورت دی، چې له حقیقت څخه یې هېڅوک سترګې نه شي پټولی. بې له پېسو په ننني عصر کې ژوند ناممکن دی.
که فکر وکړو افغانستان د نړۍ سوپر طاقت( امریکا) ته ماتې ور کړه خو داچې زموږ د شتمنۍ کلي د هغوی په لاس کې ده، او هغوی ته بله چاره پاتې نه شوه نو زموږ د ځپلو لپاره یې زموږ شتمني کنګل کړه ترڅو موږ وږي شو او د هغوی غوښتنو ته غاړه کېږدو. دلته بیاهم خبره د پېسو ده که موږ خپله سرمایه په خپل واک کې لرلی نو موږ به ولې خپل دښمن ته له ماتې ورکولو وروسته زارۍ کولی؟  نه غواړم سیاسي بحث وکړم او خبره راڅخه اوږده هم نه شي راځم خپلې موضوع ته، چې د پېسې ارزښت دی، خو مخکې ترهغې دا څو بیتونه:
پيسه
دا ستا په شتون مې د ژوندون چارې تړلې ګرانې
زه درپسې وم؛ رانه ولې تختېدلې ګرانې؟
زه درپسې وم ما غوښتل چې زه دې ونیسمه
زړه سره کلکه دې کړم؛ ښکل دې کړمه ښکل دې کړمه
د محبت په تول مې زړه سره تللې ګرانې
لرې به لاړلې به ناز به دې راوکتلې
د بل په لاس کې به وې ښه به دې راوخندلې
د صبر تیګي مې د زړه پورې تړلې ګرانې
کاږه دې سم کړلې، او سم دې کړل په سمه لاره
سم دې کاږه کړل؛ او کاږه دې کړلې ورک له ښاره
ستا قضاوت ته مې له ځان سره خندلې ګرانې
پښې به تڼاکې کړم لاسونه به پلۍ پلۍ کړم
ستا په بلنه به زه هر رنګه وړۍ شړۍ کړم
که دې یو ځلي په مسکا را وکتلې ګرانې
له تا خو ستر نه و، تا به تر ینه مخ پټه وو
تا د شفیق زړګی د ځان پسې مدام ژړه وو
ښه شوله ښه شوه چې ته ومې پېژندلې ګرانې
دا چې پېسې د انسان په ژوند کې دومره ارزښت لري، نو سوال دادی، چې څومره پېسې ضرور دي؟ د نن سبا په تجارتي اعلاناتو کې، چې د عصري او قېمتي موټرونو، قېمتي خوړو، ښکلي کورونو، ګرانبها مباېلونو او په زړه پورې ځایونو اعلانات نه وي نو نه لیدونکي لري او نه یې څوک خوښوي. ددې شیانو تاثیر پر نوي نسل باندې خورا منفي دی، هر ځوان کوښښ کوي، چې د نړۍ د پرمختګونو سره ځان عیار کړي. دوی چې څه ګټي ټول په همدې شیانو مصرفوي او د سبا لپاره هېڅ نوعه سپما نه لري،
 نو له همدې امله دا خبره نن سبا عامه ده (پیسه وګټه اوپیسه مصرف کړه).
په کومه اندازه، چې درامد او ګټه ولرو باید په هماغه اندزه خپل ژوند عیار شي او همدا غوره لاره هم ده. پدې کار کې به د پنجابي بچی منې! هغوی که د موټرسېکل وسه ولري نو بېسیکل اخلي که د موټړ وس ولري نو موټرسېکل رانیسي. هغوی کوښښ کوي سپما وکړي له خپل درامد څخه لوړ ټوپ ونه وهي. پدې سره هغوی تل په خپلو راتلونکو مشکلاتو برلاسي وي او همدا د ښه ژوند راز هم دی. خو ځینې خلک بیا بې ځایه مصارف کوي هره ورځ، چې کوم نوی تولید په تلویزیون کې وګوري سبا یې ځانته اخستی وي او هغه پخوانی یې که څه هم له موده نه وي ولېدلی خو په نیمه بیه یا له نیمې هم کمه بیه باندې پلوري، چې دې ته اسلام کې اصراف ویلی شي او منع یې راغلې ده.
یوه ویډو مې وکتله، د یو امریکایي سره د یو تلویزون خبریال مرکه کوي. مرکه د کورنا د اغېزې په اړه وي، چې ددوی پر ژوند یې څومره اغېزه کړې. د خبریال متوقع ځواب منفي اغېزې وې، خو په مقابل کې یې داسې ځواب واخستو ” زه او زما دوه زامن د کورنا د ګرځبنیدیز څخه مخکې به هر ماښام د ډوډۍ خوړلو لپاره هوټل ته تلو او د ۶۰۰ ډالرو په شاوخوا مصرف به مو کولو، خو له هاغه وخته، چې د باندې د وتلو څخه منع شوي یو، نو اوس په کور کې پخلی کوو، نو د پوره اونۍ د غذا مصرف مو ایله دوه سوه ډالره کېږي. که کار نه وي د مصارفو کنټرول او د بېځایه خرچې مخه نیول پخپله یو نوعه سپما ده.” موږ ته هم داسې پکار ده، چې باید که له یوې خوا مو د ګټې لاره د خنډ او ځنډ سره مخ شوه باید بدیله لاره غوره کړو او جبران یې کړو، تجاران وایي؛ د پلور تر ګټې هغه ګټه غوره ده، چې په خرید کې یې وکړې.

Comments are closed.