اورمړي؛ یوه هېره شوې ژبه (لومړۍ برخه)

څېړونکی: ارباز خان ساپی

56

سريزه
اورمړ د افغانستان له قومونو څخه یو قوم دی او ددې خلکو ژبې ته اورمړي، برکي او برګستا ویل کېږي.
برګستا یا اورمړي د لیکنې ژبه نه ده او نه په دې ژبه کې کوم لیکلی کتاب شته؛ ښايي پخوا به کوم لیکلی کتاب موجو و، خو اوس ورک دی. حتا شعرونه په دې ژبه کې محدود دي، کله چې ددې قوم خلک لیکل کوي، نو هغه به په فارسي، پښتو یا اردو سره وي. ددې قوم خلک، ډېری پښتو شعرونه وايي.
پر دې ژبې لیک لوست نه کېږي. که ددې ژبې لیکونکي وغواړي لیک ولیکي، نو د هغې ژبه به پښتو یا فارسي وي. په همدې اساس دا ژبه کوم ځانګړی لیکدود نه لري.
دا ځکه چې ددې ژبې ویونکي داسې سیمو کې مېشت شوي، چې هلته مروجې ژبې پښتو او فارسي دي، په داسې حال کې چې دا ژبې د ښوونځي او د لیک و لوست ژبې دي او د اورمړو ماشومانو هم دا دوې ژبې په اساسي ډول په ښوونځیو کې زده کړي، نو ځکه دوی چې کله لیک کوي نو په همدې ژبو یې کوي.
دا ژبه د پښتو او فارسي ژبې ترڅنګ ډېره پاتې شوې ده، نو دا چې پښتو او فارسي په سیمه کې مسلطې ژبې دي، نو دا ژبه ددې دوو ژبو له اغېز څخه خوندي نه ده پاتې شوې. په اورمړي ژبه کې داسې ډېری ژبني قواعد لیدای شو، چې له دې دواړو ژبو څخه په پور اخيستل شوي او یا یې هم اغېز پکې په واضحه توګه څرګند دی. له یوې خوا خو اورمړي د پښتو او فارسي تر اغېزې لاندې ده له بلې خوا، په کومو سیمو کې چې اورمړ اوسېږي، هلته دوی د مسلطو ژبې له ګړدودونو هم اغېزمن شوي دي، د مثال په توګه؛ په وزيرستان کې ډېری پښتانه اوسېږي او د هغوی لهجه وزیري ده، اورمړي هم د همدې وزیري لهجې اغېز هم پر ځان منلی دی.په وزیري لهجې کې /ښ/ د کندهاریانو په شان ادا کېږي او اورمړ هم دا /ښ/ دوزيرو په شان ادا کوي.
ددې ژبې د جملو جوړښت، ګردان، د عدد و معدو او د صفت و موصوف مطابقت ټول د پښتو غوندې دی. د اوازونو په برخه کې يې هم پرې مستقیم اغېز پروت دی.
ددې سمینار په لیکلو کې تر ډېره خواري شوې چې له معتبرو او لومړي لاس موادو او ماخذونو کار واخيستل شي. دا کار به نیمګړتیاوې هم ولري، ان‌شا‌ءالله چې راتلونکې کې به یې نیمګړتیاوې اصلاح او وروسته په خورو رسنیو کې خپور شي.

اورمړ او اورمړي
اورمړ د افغانستان له قومونو څخه یو قوم دی او ددې خلکو ژبې ته اورمړي، برکي او برګستا ویل کېږي.
د اورمړ د قوم په اړه بېلابېلې نظریې موجودې دي. ځينې وايي، چې اورمړ د پښتنو د یوې لویې قبیلې نوم دی، چې د کسي د غره په لمنو کې اوسېدل او د دوی اصلي ټاټوبی همدا ځای دی؛ خو د زمانې په تېرېدو سره یې څه په لوګر او څه یې د ازاد پښتونستان د وزیرستان د کاڼيګرم په سیمه کې پاتې شوي دي. (شینواری، ۱۳۹۳: ۱۷۲).
“برګستا” چې د اورمړي ژبې لومړنی ګرامر بلل کېږي او په اردو ژبه دی؛ په لومړي ځل (۱۸۸۶م) کال کې د غلام محمد خان پوپلزي له‌خوا و ليکل شو. په دې ګرامر کې راځي، چې اورمړ په اصل کې په ایران کې اوسېدلي دي، کله چې افغانانو پر ایران تسلط وموند، نو دوی (اورمړو) دې وخت کې د سوداګرۍ پېشه خپله کړه او تر هغه وروسته د لوګر په برکي‌برک او د وزیرستان په کاڼيګرم کې مېشت شول. له دې ځایه بیا ځینې کورنۍ پېښور ته ولاړل، چې وروسته یې خپله ژبه پرېښوه او پر پښتو یې ګړېدل پیل کړل او ځینې کورنۍ بیا د پنجاب جالندر ته ولاړل او هلته یې ژوند پیل کړ، چې دوی هم خپله ژبه پرېښوده او په پنجابي یې غږېدل شروع کړل. نو یوازې په لوګر او کاڼيګرم کې چې کومې کورنۍ پاتې شوې هغو تر یوه حده وکولی شول، چې خپله ژبه خوندي وساتي. په دې دوو سیمو کې د لوګر د اورمړو پر ژبې د فارسي‌ اغېز پرېوت او اکثره یې په فاسي غږېدا پیل کړه او په کاڼيګرم کې پر دې ژبې د پښتو اغېز ولوېد او اوس دلته هم ډېری اورمړ په پښتو ګړېږي. (پوپلزی، ۲۰۱۹: ۱ -۲).
سرمحقق دوست شینواری “د افغانستان ژبې او توکمونه” کتاب کې د “اریانا دایرة المعارف” په حواله لیکي: ” زموږ د دایرة المعارف په استناد اورمړ د شرخبون په پينځو زامنو کې کشر زوی دی.”
خرشبون یا شرخبون چې د پښتو له نیکونو څخه یو دی. نوموړی د پښتو ژبې د لرغونې دورې شاعر هم تېر شوی دی، چې یادونه یې په پټه خزانه کې شوې ده. دلته د اریانا دایرة المعارف خبره یو څه د تامل وړ ښکاري، ځکه چې استاد حبیبي په خپل کتاب “د پښتو ادبیاتو تاریخ” کې وايي، چې د خرښبون درې زامن ول او هغه (کند، زمند، کاسي) دي(حبیبي، ۱۳۸۴: ۴۷۸) . همداراز استاد حبیبي وروسته بل ځای داسې لیکي” داسې ښکاري چې د خرښبون اولاد ډېر شوی دی …” (حبیبي، ۱۳۸۴: ۴۸۰)
که اوس راشو او وګورو نو حبیبي صیب هم د خرښبون د زامنو په تعداد کې شکمن ښکاري. موږ دې برخه کې مطلق حکم نه شو کولی، چې ایا اورمړ د خرشبون زوی دی که نه؟ دا نورې څېړنې ته اړتیا لري، ترڅو دا مسئله روښانه کړي.
حتا تر دې حده ویل شوي، چې اورمړ عربان دي. کله کله داسې ادعاګانې موږ لا څېړنې ته هڅوي، لکه څنګه چې د پښتنو په اړه ویل شوي ول، چې پښتانه اسراییل دي. خو ژبنۍ څېړنو دا وښودله چې پښتو ژبه له عبري یا په بله وینا اسراييلي ژبې سره هېڅ کومه اړیکه نه لري. نو موږ د څېړنو په مرسته کولی شو، چې د اورمړو اصل او ريښه هم روښانه کړو.
داسې ویل کېږي، کوم اورمړ قوم چې له پښتنو سره په یوځای اوسېدلي او د وخت په تېرېدو سره یې د دوی ژبه خپله کړې؛ نو ځانته پښتانه وي.
د اورمړ د کلمې په اړه ځينې ولسي روایتونه دي هم موجود چې دا هېڅ علمي ارزښت نه لري، خو زیاترو پوهانو راخيستي دي او دلته به یې یادونه بې‌ګټې نه وي.
ایتیموف په خپل کتاب “The Ormuri Language in past and Present”، مارګنستېرن په خپل کتاب ” Indo-Iranian frontier languages” او ځینې نور عالمان په نورو خورو ورو کتابونو او لیکنو کې د اورمړ د کلمې د اصل په اړه وايي؛ چې “اورمړ” له دوو کلمو رغېدلې کلمه ده، چې (اور) او (مړ) یعنې د اور مړکوونکی. استاد دوست شینواری د بیلیو له خولې لیکي: ” وايي چې اورمړیانو د اور پرستش کاوه او د مذهب خصوصي دودونه یې درلودل، په هفته کې یوځل د دوی نر او ښځې د پرستش دپاره سره راټولېدل او د عبادت په اخر کې د مذهب لارښوونکي اور مړ کاوه او په عین وخت کې به یې ناره ووهله (اورمړ)” .(شینواری، ۱۳۹۳: ۱۷۵)
د اورمړ د کلمې په اړه دوست شینواری “د افغانستان ژبې او توکمونه” کتاب په حاشیه کې کاږي: ” د اورمړ د کلمې په باب چې ما په خپله د لوګر د اورمړ د ځینو سپین‌ږیرو څخه پوښتنه کړې ده، هغو ویل، چې زمونږ نيکه (میر برک) په پښتو قبایلو کې یو محترم شخصیت و. چېرته به چې د قومونو یا اولسونو ترمنځه د جګړې اور بل شو، زموږ د نیکه د منځګړیتوب په صورت کې به هغه مړ کېده، ځکه به نو پښتنو نیکونو زموږ نيکه ته (اورمړ) وایه او اولاد یې هم په همدغه نامه یادېږي.” (شینواری، ۱۳۹۳: ۱۷۶)

Comments are closed.