د یوې پیړۍ عمر لرونکي انسان هرکلی

نعمان دوست

56
د الینګار – نورستان، سړک څخه د ننګراج په مربوطاتو کې یوه کوڅه جلا شوې ده. د کوڅې دواړو خواو ته خټین کورونه دي. د دې کوڅې په منځ کې یو سپین ږیری سړی ولاړ و. کوچنۍ فلزي لکړه یې داسې لاس کې نیولې وه، لکه چندان اړتیا چې یې ورته نه محسوسوله. لږ مخکې راغی. هر یوه ته یې له محبته ډکه غیږه پرانیسته او بیا یې حجرې ته رهنمايي کړو. حجرې ته مخ په ځوړ لاره تېره شوې وه؛ خو سپین ږیري کوربه په ډاډه زړه ګامونه اخیستل.حجرې د قایمه زاویې شکل درلود او په اسانه یې د لمر ټولې وړانګې راخپلولې. په یوه ډبرینه زینه ور پورته شوو. په غریزه سیمه کې دې عصري خونې د کوربنو د لوړ ذوق استازولي کوله.
سپین ږیري یو ځل بیا له ټولو میلمنو هرکلی وکړ او بیا یې خبرې شروع کړې. خبرې یې سنجیده، منظمې او په سُروتال ښې برابرې وې.
د دې مشر زوی، چې په نکریزو یې د سپینې ږیرې بڼه بدله کړې وه، د خپل پلار عمر له سلو پورته وښوده؛ خو ما باور نشو کولای. آن که د ثبت احوال نفوس تجربه کار مامور ته هم ورغلی وای، شاید عمر یې ورته له اتیاو لوړ نه وای تثبیت کړی. ترې ومې پوښتل، ویل یې: کله چې ظاهر شاه پاچا شو، زه شاوخوا پنځلس کلن وم. مرحوم محمد ظاهر په ۱۳۱۲ هـ.ش کې د خپل پلار محمد نادرخان له قتل وروسته پاچا شو. نو په دې حساب د دې سړي عمر ۱۰۳ کالونو ته رسیده.
د نورستان د ننګراج د ښایسته درې دا مشر محترم غلام سخي، د ولسي جرګې د دولسمې دورې وکیل هم پاتې شوی و. وکیل صیب د خپلو خبرو د تقویې لپاره د سعدي او حافظ شیرازي بیتونه هم په مناسبو ځایونو کې کارول. پخوانۍ کیسې یې کولې. د شاهي دورې، د داود خان د جمهوریت او هم یې ځان له روانو حالاتو باخبره ساته.
هغه د ننګرهار پخواني والي ښاغلي ضیاالحق امرخېل ته مخ واړو:
والي صیب! له راډیو مې درته خبرې اوریدلې، ټلویزیون کې مې لیدلی یې، ملي فکر لرې، د کار سړی یې. په راتګ دې ډير خوشاله شوم.
ښه دې وکړل چې له خپلو خلکو سره پاتې شوې. ښه دې وکړل چې ننګرهار دې له جګړې وساته…
د دې وکیل صیب، روان هم لکه د نورو هېوادوالو په څېر جګړو ځپلی و. د افغانستان د ارامو دورو کیسې یې وکړې او بیا یې ویل:
خلکو وطن ته کارونه وکړل او موږ وطن پسې ټوپک راواخیستل.
دې جملې یې د کابو نیمې پیړۍ بدرنګه جګړې تصویر، د زړه سترګو ته را نیغ کړ او په څه خوارۍ مې اوښکې مهار کړې.
دې مخور د هغه وخت کیسه هم وکړه چې د ده په مشرۍ له ډول او سُرني سره په سلګونو کسان د داودخان هرکلي ته تللي وو.
ننګراج، ښایسته دره ده. دواړو خواو ته یې غرونه، یوه غره ته نږدې سیند او بل ته نږدې سړک غځیدلی دی. دا سړک الینګار ولسوالۍ د نورستان له ځینو درجاتو سره نښلوي.
لمر له پورې غره راواوښت، لکه د لویې لارې مساپر، په منډه له سینده را پورېوت او د دې بل غره له سره پناه شو. موږ له حجرې راووتلو. حجره په لوړ ځای جوړه شوې او مخې ته یې سیمټي صوفه ده. همدلته یوه شیبه ودریدو او د دې درې په ناپایه حُسن مو سترګې خوږې کړې. له شاوخوا کورونو د تنورونو لوګي پورته کیدل. ما ویل که دا بل هېواد وای او دومره مست سیند یې درلودلی، نو اوس به ټوله دره په ګروپونو روښانه وه او د لرګیو په ځای به خلکو په برقي داشونو ډوډۍ پخولې. دې کار به د وحشي ژوو کورونه له ړنګیدو ژغورلي وو. د غره تنکۍ او دنګې لورګانې ( ونې) به د تبرونو له ګوزارونو خوندې وې. د واورینو غرونو لمنې به داسې شنې وې لکه کومې خیالې ګرې او تکې سپینې دنګې ناوې چې شنه بخملي کالي اغوستي وي، خو دریغا…
د څه باندې یوې پیړۍ عمر لرونکي مهربانه کوربه، بیا د موټرو تر ځایه بدرګه کړو. بار بار یې د بیا راتګ بلنه راکوله. موږ روان شوو او همداسې د الینګار له سیند سره موازي مو د طبیعي ښکلاو په مالمال سیمه کې مخ په مهترلام حرکت پیل کړ.
May be an image of 7 people, people standing and outdoorsMay be an image of 5 people, people sitting and indoor

Comments are closed.