نرګسیت

سمع وحدت

344

نرګسيت د ځان خوښۍ یا له خپل ځان سره د افراطي میني په مانا دى. که يو انسان په ځان ډېر مین وي او خپل ځان یې ډير خوښېږي؛ نو ارواپوهان یې په اړه وایې چې په دې کې د نارسیزم میل موجود دی او د نارسیزم اغېز پرې شته دی.
دغه اصطلاح د پخواني يونان د يوې (ديومالاﺉ) کيسې نه اخستل شوې ده. په دې کیسه کې د کيسې مرکزی کرکټر نارسیوس؛ يو ښايسته اتل دی چې پر ده زیاتي پېغلي مینې وې؛ خو دی ترې بې پروا ګرځېده او د نجونو چندان په کیسه کې نه و.
نارسیوس یوه ورځ د ( اکو) په نوم یوې ښاپېرۍ ولید، هغې هم غوښتو چې د مینې تار ورسره وغځوي؛ خو (اکو) ښاپېرۍ د (هرا) له لورې په چوپتیا محکومه وه؛ ځکه دا به تل ډېره غږېده او چې یو ځل به په خبرو راغله؛ نو د خبرو نوبت به یې چا ته نه ورکاوه، (اکو) ته تنها د کلمو د ورستۍ څپې اجازه وه، چې بل کس به خبرې وکړې؛ نو دې به یې تنها ورستۍ څپه پسې تکراره وله.
(اکو) ښاپېرۍ په چوپتیا د محکومېدو له امله، خپله مینه نارسیوس ته ښکاره نه کړه؛ خو د نارسیوس د مینې له کبله ورځ تر بلې کمزوې کېده. یوه ورځ یې ارباب الانواعو ته د نارسیوس په اړه ښیرا وکړه چې زما په څېر دي د چا په مینه وازمویل شي.
نارسیوس به له یوې خوا د ښار خلکو ډېر ستایه، له بل لورې د (اکو) ښاپېرۍ ښېرا قبوله شوي وه، نو یوه ورځ یی په اوبو کښې خپل تصویر وليد او په خپل ځان مین شو.
بله ورځ نارسیوس ډېر تږی شو، د سیند اوبو ته ودرېد، په اوبو کې یې خپل انځور تر سترګو شو، له یوې خوا تږی و او له بل لورې د خپل ځان په ننداره و، په همدې چورت کې و چې څه وکړي، که اوبو ته لاس وروړي، هسي نه چې تصویر یې ړنګ شي، کرۍ ورځ په همدې چورتونو او اندېښنو کې و، بالاخره د زیاتې تندې له امله په هماغه ځای کې ومړ.
د (دیو مالا) په يو بيان کې واېې چې دیوتاګانو هغه ته د نرګس یا نړګس ګل ورکړۍ و، له دې امله ځان خوښۍ ته د نرګسييت نوم هم اخستل شوی دی؛ خو یو روایت داسې ده:
( چې نارسیوس به تل د سیند په غاړه ګرځېده او د سیند په اوبو کې به یې خپل تصویر ته کتل، یوه ورځ یې زړه وشو چې خپل تصویر ښکل کړي، دی چې د سیند په اوبو ورټیت شو، پښه یې خطا شوه او په سیند کې لاهو شو. وروسته دده د ناستې پر ځای د نرګس یا نړګس ګل را وټوکېد)
یادونه: د نرګس ګل هم په ملا مات دی، داسې ښکارې لکه څوک چې خپلې سینې ته ګورې، یا د خپل ګریوان په ننداره وي.
فرويډ نارسیزم یا نرګسيت په دوه (٢) ډوله وېشلی .
لومړى هغه، چې په جسم پورې محدود وي، لکه: ښکلا د دې ډول نرګسيت راڅرګندېدل زیاتره په جنسي(sex) اساس ډډه لګوي.
دویم چې په ذهن پورې محدود وي.یعنې په ښکاره ډول یې په جسم کې څه نښې نښانې نه ښکاري خو دننه په ذهن کې د ځان خوښونې په لومو کې را ګیر شوی وي.
لومړى ډول نرګسيت د (سړيو) په پرتله په میرمنو او په هغو نارینه وو کې چې نسوانيت(ښځينتوب) پرې غالب وي ډېر لیدل کېږي؛ خو دویم ډول ځان خوښونه چې محور يې يوازې د انسان ذهن وي، په مثبت او منفي ډول د نړۍ په ډېرو که ووایو په ټولو وګړو کې شته ، د بېلګې په ډول: په ځان وېسا کېدل، د نفس ډاډ، رقابت او دې ته ورته انسانی صفات چې ډېری وګړي یې لري او تعلق ېې د انسان له «انا» سره دی، د نرګسیت په مثبته خوا کې راځي.
دغه راز ځان خوښونه، ځان غوښتنه او په ځان باوريتوب او د خپل شخصيت جوړول مثبت عمل دی، ځکه د دا ډول نرګسیت یا نارسیزم بنسټ د نورو وګړو یا رقیبانو په بربادونه نه دی اېښول شوی؛ د خپلو کمزوريو او مسولیتونو درک کول چې ځان پېژندنه یا ځان ساتنه یې بولې، د یوې متحرکې ټولنې بنسټيز جوهر جوړوي. په دې ډول نارسیزم کې وګړي له هلاکونکو او ناروغو رويو څخه ځان ساتي، ان ارواپوهانو د ځان ساتنې یا ځان جوړونې دې ډول ته د نرګسیت اصطلاح هم نه ده کارولې، سره له دې چې د انسان له (انا) سره یې تعلق دی.
دویم یې هغه ده چې بنسټ یې د نورو وګړو په هلاکت، بربادونه، د رقیبانو په ځپلو، د ټولنې د نورمونو په ورانولو ولاړ وي. د نارسیزم دا ناروغان تل انفرادي ګټې تر ټولنیزو مصلحتونو لوړې ګڼې او لومړیتوب ور کوي. دا ډله ځان خوښي وګړي تل هڅه کوي چې په نور وګړو بر واوسي او هغه څوک چې ددوی ناروغۍ ور په ګوته کوي، خپل رقیبان یا کینه ګر پاموي. دوی د ناکامیو یا ماتیو سره سره هڅه کوي چې د خپلې انساني (انا) ساتنه وکړي او د خپل ځانګړي مهارت په مټ خپل جعلي شخصیت جوړ کړي.
په دوی کې د پښېماني او مننې جوهر ډېر کمزوری دی. تل له دواړو څخه انکار کوي او هغه ځکه چې دوی دا انګیري چي په کوم کار پښېمانه کېدل او یا د کوم کار په اړه له چا څخه مننه کول د سړی عظمت او عزت ته تاوان رسوي؛ نو د خپل شان شوکت او د خپل برم د را غورځېدو له ویرې دوی په ناوړو کارونو پښېمانه او په ښه کار منندوی نه دي.
د نارسیزم په ناروغۍ ککړو کسانو ته خپل ځانونه ډېر مهیم او ځانګړي ښکاري ، دوی له نورو څخه هم د ځانګړي او متفاوت سلوک هیله لري. دوی په خپل ځان کې دومره ننوتي او ورک وي چې ځان د ټولني له نورو وګړو بیخي متفاوت ګڼي، نو ددوی په کړو وړو هم، تنها هغه خلک پوهېږي چې ددوی دې استثنا ته قایل وي او دوی په خپلو کارونو کې موفق ګڼي. دوی په خپلو لاسته راوړونو، وړتیاو او بریاو کې له حده ډېره مبالغه کوي او په دې توګه غواړي چې خپل دروغین شخصیت د وګړو په وړاندي ښکاره کړي.
کوم وخت که د نرګسی سړی (انا) ته خطره پېښه شی؛ نو تر يوه روغ سړی دی زيات احساساتي عکس العمل ښيي او د نرګسی غوسې اظهار کوی. که کومه ورځ یې له کوم عام وګړي سره پرتله کړې، له غوسې را خوټېږي او دا ډول پرتلنې؛ خو په ښکاره د خپل ځان سپکاوی ګڼي. د هغه فکر، روان او مزاج له دا ډول خبرو سره تړلی وي چې په ټولنيزه پر تلنه کښې د هغه کوم سم خبر راغلی دۍ؟ دوی څنګه ستاېل شوې؟ کله چې دوی د ستایلو خبر واوري؛ نو مغرور شی ؛خو که کمتر ښودل شوی وی ؛نو یا له غوسې ډک شی او یا هم د مظلوميت ښکار شی.
ارواه پوه ډاکتر ډیویډ تاماس د دا ډول وګړو په اړه وايي چي نرګسي سړی د نورو وګړو له بحث او په ټولنیزو، پوهنیزو مسایلو کې د هغوی د نظر د اورېدو لېواله نه وي او نه د هغوی له خبرو سره لېوالتیا لري، بلکې هڅه کوي چې د هغوی خبرې ژر پرېکړي او خپلې خبري پرې واوري؛ که کوم وخت یې د چا خبرو ته غوږ کېښود، دا نو په دې مانا نه وي چې نوموړي دي په اړونده سکالو د پوهېدني هڅه کړي وي؛ بلکې د هغوی خبرو ته یې ځکه غوږ اېښی و، چې د هغوی په وړاندي به دی څنګه ځواب وايي. له دې ښکارې چې ددوی زده کړې او کړه وړه محدود او پوهه یې تنها په (انا) را ګرځي.
دې ډلې کسانو ته خپل ناوړه کړه وړه سم او د نورو په تعقل او منطق برابر کارونه ناسم برېښي، فروید وایي هېڅ انسان کاملاً «ښه» یا کاملاً «بد» نه دی. هر انسان په ځینو برخو کې یا په ځینو شرایطو کې «ښه» دی او په ځینو حالاتو کې «بد». شیطاني او انساني تمایلات د هر انسان په خټه کې اغږل شوي دي، چې سرچینه یې همدا ځان خوښونه یا ځان غوښتنه ده.
انسان د اروايي ودې په لومړیو کې یوازې «د لذت اصل» ته تابع وي. هر څه چې ده ته خوند ورکوي او له ذهني کشمکشه یې خلاصوي، هغه ورته ایډیال ښکاري او هر څه چې دی ځوروي او په اروایي ګډوډيو یې اخته کوي له هغې تښتي. وروسته چې له واقعیتونو سره مخ کېږي او پوهېږي چې هره غوښتنه یې بې درنګه نه شي ترسره کېدای، بیا د تعقل لاره خپلوي او «ایګو» ورباندې حاکمېږي؛ خو دغه تعقل هر څه د ده د غوښتنو په ګټه استعمالوي، ښه او بد ته یې نه ګوري.
د فروید په نظر هغه وګړي په نرګسي ناروغۍ اخته دي چې په ماشومتوب کې یې مور و پلار ورته پوره وخت نه دی ور کړی. دوی سره یې په ارام فکر او سړو مغزو خبرې نه دي کړي. دغه کسان د ځوانۍ په مرحله کې هڅه کوي چې خپله دروني کمتري په یوه بهرني علت وپوښي، تر څو په دې توګه خپله کمتري په دې ډول ځان خوښي باندي اشباع کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.