د پنجاب پوځي اشتبلیشمنټ ستراتیجستان د اغزن مزي

لیکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

316

د پنجاب پوځي اشتبلیشمنټ ستراتیجستان د اغزن مزي په غځولو سره د طالبانو واکمني ګواښوي او ننګوې

د انګرېزي نړیوالې امپراتورۍ 128  کلنه فرضي کرښه د تاریخ په اوږدو کې تل د افغانستان او پاکستان تر منځ سیاسي نانډرۍ او د جګړې ګواښونه رامنځته کړي دي. انګریزانو د برتانوي هند څخه د خپلو کولونیالستي امنیتي ګټو خوندي ساتلو لپاره موقعټأ په کاغذ کې د ډیورنډ استعماري هوایې کرښه قصدأ د پښتنو افغانانو په خاروه کې کښلي ده. وسمهال د پنجاب یرغلګر رجمنټ پوځیان د انګرېزانو پر استعماري پل د ډیورنډ کرښې په صفري نقطو کې لس ګونه کیلومتره د افغانستان په خاوره کې د ننه د ناروا اغزن مزي تېرولو سره د لرو او بر پښتنو افغانانو پر ملي داعیې او ملي احساساتو باندې لوبې او سیاسي سوداګري پیل کړي، چې له امله یې یو ځلې بیا د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ له تاوتریخوالي ډکې نوي ناندرۍ راټوکیدلي دي. دا به تاریخ ثابته کړي، چې د طالبانو دغه ډول حرکتونه نمایشي بڼه لري که ریښتېنې مانا لري. ؟

د پنجابي پوځي اشتبلېشمټ ستراتیجسټانو په سر کې د پاکستان دفاع وزېر جنرال بابر ویلي: په هر صورت چې وي، د ډیورنډ پر کرښه د افغانانو په سپېڅلې خاوره کې اغزن مزي بشپړوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به اغزن تار غځولو پروزه د کابل په خوښه سرته ورسول شي.

پاکستاني پوځي اشتبلیشمنټ جنرالانو ژمنه کړي، څو پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې د اغزن مزي لګولو لړۍ ته دوام ورکوي. دوی د خپل پوځي زور له لیارې غواړي د طالبانو لخوا د اغزن سیم لمنځه وړلو هڅې بې ارزښته ښکاره کړي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې د افغان طالبانو له واکمنانو سره خبرې اترې کوي، څو د دواړو هیوادونو په جلا کولو سره پر ډیورنډ کرښه باندې د اغزن تار نصبولو له کبله رامنځته شوي‌ مخشوتیاوې ورحل کړي. د پاکستان بهرنیو چارو وزېر قریشي په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته وویل، هیواد یې هوډ لري، چې د خپلو ملي ګټو ساتنه وکړي او افغانستان سره پر شاخوا 2600 کیلومتره کرښه باندې یو اړخیږ کټارو ته دوام ورکړي. دغه پاکستاني لوړ پوړې ډیپلومات د طالبانو د سرحدي ځواکونو لخوا د ورستیو د اغزن تار لمنځه وړلو ته په ځواب کې ویلي دي. قریشي په ټنیګار سره ویلي، موږ غلي نه پاتې کیږو، موږ کتارې نصب کړي او د خدای په خوښه دا هڅې به همداسي دوام ولري.

لیکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د طالبانو پوځي مشرانو ویلي: پاکستان د اغزن تار غځولو حق نه لري او پر کرښه د یو اینچ مخته راتلو اجازه به ورنه کړي، همدارنګه له پاکستاني چارواکو څخه غوښتې، څو د اغزن تار غځولو څخه لاس واخلئ، د همدې نویو نانډریو په درشل کې طالبانو خپل ځانګړي لښکر د بدرې ۳۱۳ پوځي قطعه د ډیورنډ کرښې په دیرشو مهمو پوځي نقطو کې ځای پر ځای کړي. په داسي حال کې چې پنجابي جنرالانو د ظلم او زور په قانون په خپله خوښه په لسګونه کیلو متره د افغامستان په خاوره کې د اغزن تار ۹۴ سلنه کار بشپړ کړي او پاتې چارې به یې ډیر ژر بشپړې کړي.

په 1893 کال کې برتانوي امپراتورۍ په سویلي اسیا کې د خپلو امپریالستي ګټو او د خپلې امپراتورۍ د امنیت خوندي ساتلو لپاره دغه ۲۶۷۰ کیلومتره غیر قانوني کرښه د پوځي ګواښونو په زور سره د پښتنو افغانانو په زړه کې ویستلي ده. نن 128 کاله ورسته همدا خونړۍ استعماري کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي لامل ګرځیدلي ده. وسمهال د طالبانو سمه ییزو ځواکونو له لوري د پاکستاني پوځیانو لخوا د اغزن تار غځولو مخه نیولي شوي ده.

د طالبانو جنګیالیو په تیره میاشت کې د ننګرهار ولایت د لعلپورې په سیمه کې د ډیورنډ په صفري نقطو کې د پاکستاني سرتیرو د اغزن تار غځولو مخه ونیوله او د پاکستان په وړاندې د خپلو ځواکونو تیارسئ امر ورکړي دی. يوه ورځ ورسته پاکستاني سرتیرو په سیمه کې د اغزن سیم نصبولو هڅه بیا وکړه.

د 1893 کال راهېسې په افغانستان کې پرلپسې د افغان شاهي او جمهوري حکومتونو د برتانوي استعمار لخوا د کښل شوي کرښې سره خپل مخالفت څرګند کړي دی. دا استعماري کرښه د برتانوي هند د بهرنیو چارو یو مامور سر مورټیمر ډیورنډ او د انګېزانو تحت الحمایه افغان واکمن امیر عبدالرحمن خان ترمنځ پرته له دې چې د افغان ولس څخه د یوې لوی جرګې له لوري رائیه واخیستل شي، د یوې پټې پوځي استعماري هوکړې پایله کې رامنځته شوي ده.

پاکستان د افغانانو اعتراضونه تل ردوي او وایې، چې په ۱۹۴۷ کال کې له برتانېې پلاره او هندوې موره د زیږیدو ورسته دغه کرښه یې په مېراثې بڼه کې نیولي ده.

طالبان په دې ډېر ښه پوهیږي، چې د بریتانوی امپراتورۍ د ګټو د ساتلو لپاره 128 کاله مخکې کښل شوي خونړۍ استعماري کړکیچنې کرښه باندې د پنجابي پوځیانو له لوري اغزن تار غځول لرو برو پښتنو افغانانو ته څه مانا لري او د دې اغزن سیم په تېرولو سره پنجابی پوځیان څه ستراتېجکې موخې لري. ا

د تاریخ په اوږدو کې افغان ولس او افغان حکومتونو ته کله هم د خپلو پرلپسې خونړیو ناورینونو یرغلونو له کبله دغه فرصت په لاس کې نه دی ورغلی، څو د پاکستان سره د پښتونستان مسئله په قانوني توګه را پورته کړي. وسمهال ډېر نړیوال او سیمه ییز سیاسي څارونکي، سیاستپوهان، د منځني ختیځ انیستیټونو خبرې رسنۍ او استخباراتي څیړنېز راپورونه دې پایلې ته رسیدلي دي. چې په سیمه کې یو شمېر بنسټېزه برخلیک ټاکونکي پوښتنې مطرحه شوي دي ‌او په سیمه کې ستر ستر بدلونونه د راتلونکي په اړه را راوان دي. د پاکستاني پوځیانو پام دې ټکی ته ځښټ ډېر دی.

پوښتنه دا نه ده، چې پښتانه افغانان به یو ځای یو ګډ ملي غښتلي دولت جوړ کړي او که نه‌ ؟

اصلي پوښتنه دا ده، چې دوی به کله او څنګه یو ولسواکه پیاوړي ملي مرکزي دولت رامنځته کړي.؟

پاکستاني پوځیانو د اغزن مزي پروژه د ترهګرۍ ضد جګړې تر نامه لاندې په امریکا د پروېز مشرف حکومت لخوا طرحه او پلان شوي ده. امریکایانو د پروېز مشرف په وړانډېز د ترهګرۍ ضد جګړې تر نامه لاندې د ډیورنډ په صفري نقطو کې د اغزن تار غځولو مالي لګښتونه تمویل کړي او په سیاسي او پوځي لهذا یې ترینه ملاتړ هم کړي دی. هغمهال پروېز مشرف د اسرائیلو جمهور ریئس شارون سره په پټو ناستو کې د دې خونړۍ استعماری کرښۍ په اړه د صلاح مشوره تر لاسه کړي وې، چې څنګه د افغان ولس پر زړه دغه ناروا غزن تار راتاو کړي. لکه څنګه چې اسرائیلي پوځیانو په سپیڅلي فلسطیني خاوره کې همدا ډول ناروا اغزن مزي غځولي دی.

د پاکستاني جنرالانو د ستراتیجکې ژورې پالیسې اصلي موخه د پښتنو قبایلو غوښتنې کومې، چې د خپلې مورنۍ خاورې سره بیرته یو ځای کیدل او د یو ځواکمن پښتون افغان ملي دولت جوړیدو مخه نیول دي. همدا وجه ده، چې پاکستاني جنرالانو تل د پښتنو د هیوادپالنې، د یووالي پاک احساسات، ملي خپلواکي خوښوونکي غورځنګونه په بې نامه او بې نښانه احساساتي کانالونو کې راټیټ کړي، ویشلي او نستلي دي. پاکستان تل په افغانستان کې په سیاسي، اقتصادي او پوځي برخه کې یو کمزوري ماتیدونکي، په کورنیو چارو او کورنیو کوکیچونو کې بوخت یو پاکستان پلوي حکومت غوښتي او ملاتړي ترېنه کوي. ځکه پاکستان په خپله له خپل پیدایښته په نړۍ کې د جبهو، جګړو او په کړکیچونو راګیر یو ماتېدونکی دولت پیژندل کیږي. پاکستان خپل راتلونکي د پخوانې یوګوسلاویا د برخلیک په څیر ګوري. همدا وجه ده، چې د ډیورنډ کرښې کړکیچ د پاکستان ستراتیجې ژورې پالیسۍ کې خورا ‌ډېر اهمیت او ارزښت لري.

د طالبانو د دفاع وزارت یوه ویاند د پاکستاني پوځیانو د اغزن تار لګولو پروژې نیوکې وکړې، او ویلي دي، پاکستان حق نه لري، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اغزن سیم ولګوي او د کرښې دواړو غاړو ته یو افغان ولس پروت دی او دا پراته ولسونه او قومونه باید سره بیل نه کړل شي. د طالبانو د ختیځ زون د سرحدي ځواکونو قوماندان پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو په هکله د قریشي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې اجازه نه ورکوي، پاکستان دا لړۍ بشپړه کړي. د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې به د پاکستاني پوځیانو هر دول چلند به بې ځوابه پاتې نه شي. نوموړي ویلي دي، چې په هیڅ صورت به اجازه ورنه کړو، چې دغه اغزن مزی تېر کړي، هر څه یې چې کړي دي، له دې مخکې یې کړي، خو نور اجازه نه ورکوو، چې یو اینچ هم مخته راشي. او زیاتوي، چې پاکستاني لوری له ډیرو کلونو راهیسې د خپلو موخو لپاره په کونړ کې پر عامو وګړو توغندیزه بریدونه ترسره کړي دي، خو تر دې ورسته به له سخت غبرګون سره مخامخ شي. داسي ښکاري، چې طالبان پاکستان ته پر ډیورنډ کرښه د کتارو لګولو یا اغزن تار غځولو اجازه نه ورکوي.

که څه هم د پاکستان د ایکسپرس ټربیون ورځپاڼې خبر ورکړي و، چې پاکستان او طالب چارواکو په لوړه کچه د ډیورنډ کرښې د اغزن تار په اړه پټه هوکړه کړي ده او دغه هوکړه د طالبانو له لوري د اعزن تار له شلولو یا له منځه وړلو ورسته رامنځته شوي ده.

د طالبانو او پاکستاني پوخیانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه یو ځل بیا د اغزن تار لګولو پر سره نښته شوې ده.

په تیره اوونې کې د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار لګولو ورسته دوه ځلې د افغانستان په لویدیځ نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ او د ننګرهار په لعلپوره سیمه کې نښتې شوي دي، چې ګواکې پاکستاني پوځیان افغان خاورې ته یې د اغزن تار غځولو هڅه کړي ده. په ننګرهار کې د پاکستاني پوځیانو اغزن تار ړنګ کړ او خبر دارۍ ورکړ، که پاکستان په افغان خاوره کې اغزن سیم تیروي، نو دوی به له دې سر سختو غبرګونو سره مخامخ شي. د افغان رسنیو په حواله، پاکستاني پوځیانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وګړو د تګ راتګ د مخنوي لپاره ډېرې پوستې جوړې کړي ‌دي. د سیمې اوسېدونکو ویلي دي، چې پاکستاني پوځیانو تر پېنځلس کیلومتره پورې د افغانستان په خاوره کې پرمختګ کړي او غوښتل په دې سیمو کې نورې پوستې جوړې کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزېر ویلي دي، موږ له افغانستان سره په پوله کې کټارې لګولې او دا به دوام ولري.

طالبانو پاکستان ته خبردارۍ ورکړي، چې پر ډیورنډ کرښه نور د اغزن تار لګولو اجاره نه ورکوي. د طالبانو یوه سیمه ییزه قوماندان ویلي، موږ به په هیڅ صورت کې د کتارو جوړولو اجازه ورنه کړو. هر څه چې پاکستان کړي دي، هغه وکړل، خو نور اجازه نه ورکوو. د طالبانو د بهرنیو چارو ویاند د پاکستان د بهرنیو چارو د وزېر څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګولو په اړه له ډیپلوماتیکو لارو خبرې اترې وشي.

په همدې موخه کابل نن ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د پاکستاني پوځي اشتبلیشمنټ پلاوي سفر وځیدید، نومړي غوښتل څو د طالب چارواکو سره پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار او ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي. د طالبانو ویاند، ویلي دي، چې اصلي ستونزه دا ده، چې پاکستان پر ډیورنډ کرښه نه، بلکې په یو شمېر سیمو کې، چې د افغانستان په خاوره کې دي‌ اغزن تار غځولي او تیروي‌.

پاکستاني پوځي اشتبلیشمنټ په دې ډیرښه پوهیږي، چې افغان حکومتونه او افغانان ولې د یورنډ کرښې سره مخالفت کوي. تر اوسه هیڅ افغان حکومت ان همدې تېر پخوانی حکومت او هم د طالبانو اوسني رژیم په ګډون هیڅ افغان حکومت د ډیورنډ کرښه له پاکستان سره د نړیوالې کرښې په توګه په رسمیت نه ده پيژندلي. د همدې اغزن مزي لګولو پروژې له امله څو ځلې د افغان پخواني حکومت امنیتي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ د ‌ډیورنډ کرښې په اوږدو کې مرګوني نښتې شوي دي.

په 1947  کا کې کله چې پاکستان جوړ شو، د ډیورنډ کرښه ورته په میراث کې پاتې شوه. افغانستان تل د ډیورنډ  کرښې قانوینت او مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستلي دی، ځکه د دې تړون هوکړه د برتانويٍ هند سره، نه له پاکستان حکومت سره ترسره شوي دی. د پاکستان د جوړیدو سره دغه تړون لغوه شوي دی. هیڅ قانوني اعتبار نه لري. تر دې وړاندې هم کله چې انګرېزي امپراتورۍ له هند څخه د وتلو لپاره چمتووالي او تیاریانې نیولي. د افغانستان هغه مهال شاهي دولت د خپلې پښتنې سیمو د بیرته تر لاسه کولو، تر خپلې واکمنئ او ولکې لاندې راوستلو غږ پورته کړو. د برتانوي امپراتوري مامورینو دغه خبره منلي وه، خو برتانوي استعمارګر پوځیان کوم چې د پاکستان په نوی حکومت کې پاتې شوي وو، د پنجاب په پلوي خبرې کولي، ویل: افغانستان ته د دې سیمو بیرته ستنولو چارې باید د پاکستان د نوی چارواکو سره مطرح شي.

افغانستان په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د غړیتوب پر ضد خپله رائیه وکارلوله. استدلال یې دا وه، چې اسلام اباد باید تر هغو په رسمیت ونه پیژندل شي، ترڅو د پښتونستان مسئلې نه وي حل کړي. له همدې مهاله اسلام اباد هڅه کوي، څو ډیورنډ کرښې ته رسمیت او مشروعیت وکړي‌ او د افغانستان هر ډول قانوني غوښتنې او ادعاوې ردوي‌.

یو شمېر د نړیوالو کار پوهان دا هم را په ګوته کوي، چې د ډیورنډ کرښه تړون هیڅکله د دواړو خواوو د مقننه ځواکونو له لوري نه دی تصویب شوي او له همدې امله د نریوالو منل شویو قوانینو له مخې د منلو وړ نه دی. له یوې خوا د ډیورنډ کرښه پاکستان ته د بلوڅستان د بدایه صوبې د طبعیي زېرمې لار خلاصوي او له بلې خوا په تاریخي توګه کابل له عربي سمندر یا سمندرې ستراتیجکي لارۍ بې برخي کوي. په داسي حال کې پښتانه په نړۍ کې یوه ستره توکمیزه ټولنه ده.

لنډه دا چې پاکستان ویلي دی. د افغانستان به خاوره کې اغزن تار سره د طالبانو له مخالفت سره سره دې کار ته به دوام ورکړي. ګورو به چې د طالبانو واکمني څومره خپلواکه او په خپلو ژمنو ولاړه  ده.

د پاکستان له دې امله د افغانستان په خاوره کې اغزن مزي تېروي، څو افغان چارواکي پر ډیورنډ کرښه خبرو اترو او د رسمي پولې ټاکلو ته اړ کړي‌.

د پنجابي پوځیانو اشتبلیشمنټ جنرالانو او ستراتیجستانو دغه لیوانې اغرن خوب به تر هغه پورې ترسره نه شي، تر څو یو پښتون افغان ژوندی وي. پنجایي جنرالان په دې ډول ناروا کړنو سره د افغان ولس د هیواد پالنې ملي او وطني احساسات نه راپاروي او نه ژبلوي. ځکه د کرښې دواړه خواو ته له پیړیو پیړیو راهیسې نه بیلیدونکی پښټانه قبایل افغانان اوسیږي. پنجابي پوځیان او ستراتیجسټان د دې هڅه نه کوي‌، څو د خپلو ناکامو ستراتیجي پلانونو په لړ کې د اعزن تار په غځولو سره د لرو برو پښتنو افغانانو د سترې کورنۍ د غړو ترمنځ د تګ راټګ او د اړیکو مخه ونیسي.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.