معیار او پرمختګ

نجیب منلی

334

له ګڼو کنفرانسونو، غونډو، فیصلو او عملي هڅو سره سره په پښتني ټولنه کې د یو لیکني معیار د رامنځ ته کېدلو ستونزه لا پر خپل حال پاتې ده او سره له دې چې په تکرار سره لږ و ډېر مشابه وړاندیزونه کېږي خو لا په منلو کې یې کومې مثبتې نتیجې ته نه یو رسېدلي. په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د پښتو لیکني معیار ته د ستونزې د هوارولو د هڅې په موخه نه، د ستونزې د ذاتي عواملو د لټون له زاویې وکتل شي.

الف: د پښتو لیکنۍ ستونزې:
که د پښتو لیک پېژندل شوي تاریخ ته وګورو نو د یو ژبني معیار (ستاندرد) د رامنځ‌ته کېدو په لار کې شته ستونزې په دریو کتګوریو کې راټولولای شو:
– اېپیستیموژیکې ستونزې
– تولنیزې-کلتوري ستونزې
– تعلیمي ستونزي.
هره کتګوري پز خپل ځای او خپل حد کې د نن لیکنۍ پښتو اغیزمنه کړې ده.
۱ – اېپیستیمولوژیکي ستونزې
د هرې ژبې لیکنی نظام د هغې ژبې د تاریخي-ټولنیزو شرایطو زېږنده وي. د وروستۍ شاوخوا یوې زریزې په اوږدو کې د فارسي ژبې معیار میرزایانو جوړ کړی او پاللی دی. په منځنۍ اسیا کې او د هند په نیمه وچه کې د دربارونو د ادارې، مراودې او ولسي پوهې ژبه فارسي وه. درباري او اداري موضوعات په اسانه په یو منظم چوکاټ کې ځايېدای شول او دغه چاره تر ډېره د یو محدود ټولنیز قشر (strate) په لاس کې وه. د میرزایۍ وظیفه تر ډېره حده د مسلکي دبیرانو په لاس کې وه او د امکان تر بریده میراثي وه، د دې تر څنګ اداري ژبه په هر ځای کې خپل مصطلحات، آداب او اصول لري چې د پېړیو په اوږدو کې، په پراخو جغرافیایي ساحو کې ثابت پاتې کېږي یا ډېر لږ بدلون کوي. زموږ په سیمه کې چې واکمن هر څوک و، له هر قوم او هرې قبیلې سره چې تړلي وو، اداري ژبه یې فارسي وه. نورې ژبې د شخصیاتو په محدوده کې پاتې شوې دی.
په شپاړسمه پېړۍ کې، اسلامي نړۍ، تر څه باندې دوو پېړیو (له چنګیزي یرغل څخه تر تیموري بیا رغونې پورې) د ګډوډیو ښکار وه. کوچنیو، سیمه ییزو دولتونو نه شوای کولای چې ژور فرهنګي (کلتوري) تحولات راولي او د ټولنیز فکري نظام واګې تصوفي فکر او صوفیانه کړیو سره پاتې شوې.
په همدې فرهنګي چاپېریال کې پښتنو هم د شپاړسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې یو ډول فرهنګي ويښتیا تجربه کړه. د دغو فکري خوزښتونو د ثبتولو، خپرولو او انسجام له پاره یوې لیکنۍ ژبې ته اړتیا وه چې دا چاره د دیني پوهانو (ملایانو) لاس کې پاتې شوه او هغوی د خپلو مروجو علمي میتودولوژیو په رڼا کې دې چارې ته اوږه ورکړه.
که بایزید روښان خپل لکیني نظام ته په الهامي سترګه ګوري (وکښه زما په فرمان په مانند د حرفونو د قرآن او کښېږده په ځنې حرفونو ټکي یا غړوندي یا نورې نښانې… ) اخون دروېزه په تلویحي ډول یو شته لیکني سیستم ته اشاره کوي او د منل شوې قاعدې په بڼه یې بیانوي(چون بعضی حروف در الفاظ افغانی و هندی ثقیل می آیند بنا بر آن علامتی برآن آورده می شود تا معلوم گردد که این همان حرف ثقیل است چنانکه ب چون تقیل شود سه نقطه در تحت او ایزاد گردد پ شود و گاهی ت چون ثقیل شود جزمک درتحت آن داده ټ می شود ) . له علمي بحثونو څخه د وخت حاکم برداشت د نوو پوهو ایجادول نه دی، یوازې په زړو پوهو کې د خپل دریځ اثبات او د مقابل لوري ردول د علمي مناظرو بنسټ جوړوي. په دې شرایطو کې د یو، منل شوي لیکني سیستم را منځ ته کېدل ناشوني دي. تقریباً هر کاتب او لیکوال خپل مېتود لري او که د خوشال خټک په څېر ځینې پوهان یو منسجم لیکنی نظام وړاندې کوي هم د یو ټولي پورې محدود پاتې کېږي (دا بېله خبره ده چې د خوشال کورنۍ په خپله یو ادبي ښوونځی دی).
د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې له یوې خوا مستشرقینو او له بلې خوا نوې تکنالوژۍ (مطبعې) تر یو حده پښتو لیکنی نظام سره یو کړ خو بیا هم توپيرونه پر خپل ځای پاتې شول.
د شلمې پېړۍ په دویمه لسیزه کي، چې پښتو د افغانستان ملي ژبه وبلل شوه، د دې ژبې د نظام‌من کولو له پاره په دولتي کچه رسمي هڅې پیل شوې (په ۱۹۲۰ کې د پښتو ژبې د قواعدو او ضوابطو د تدوین له پاره «مرکه د پښتو» جوړه شوه ) او ورسره موازي د برتانوي هند په قلمرو کې ځوانو مبارزینو د خپل وس او خپلو اړتیاوو سره سم مستقل حرکت وکړ (انجمن اصلاح افاغنه، ۱۹۲۱ ) . د اماني نهضت لنډ عمر پیل شوې هڅې بې نتیجې کړې. د شلمې پېړې د دریمې لسیزې په پای او د څلورمې لسیزې په پیل کې په افغانستان کې نوې انفرادي هڅې (وزیر محمد ګل خان مومند، یې یوه غوره بېلګه ده ) بیا شرو شوې او که څه هم د ژبې د معیاري کولو له پاره بنسټونه هم رامنځ ‌ته شول د معیاري کولو بهیر هغومره بریالی نه و چې تمه یې کېده. د پاکستان له جوړېدو سره دا هڅه هم وشوه چې پښتو د اردو پر لیکه برابره کړي. د لر او بر پښتنو ګډ کنفرانسونه هم د علمي اساساتو د نه تعریفېدو په کانټکسټ کې دایر شول ، پرېکړې یې ډېرې د افرادو د «ایګو» د ارضا پر بنسټ او لږې پر علمي ځمکه وې او د پرېکړو له اعلان سره سم یې د نه منلو غږونه پورته شول.
له دې یادونو دا نتیجه اخیستلای شو چې د ژبې معیاري کول د یو منسجم فکري خوزښت پر بنسټ نه وو، بلکې سلیقو او ذوقونو په کې ستره ونډه درلوده.
حتی هغه څو محدود اصول چې پېژندل شوي (او تر یو ځایه منل شوي) هم وو، د اشخاصو د نفوذ او علایقو له امله له ګڼو استثناآتو سره مله وو او د اصولو د تعریف پر ځای یې بېلګه‌یی مېتود غوره کړ. د یوې مشخصې علمي میتودولوژۍ نشتوالي هر وار د منطقي پرېکړو پر وړاندې خنډونه را منځ ته کړل.
اوس هم په ټوله پښتون مېشته سیمه کې، پوهنتونونه، اکاډیمۍ او نور علمي بنسټونه په دې نه دي بریالي شوي چې د پښتو ژبې د څېړلو له پاره منسجمې تیورۍ او کارلارې په ګوته کړي.
۲ – ټولنیزې-کلتوري ستونزې
د یو واکمن او ځواکمن سیاسي مرکزیت په نه شتون کې، د پښتون مېشتې سیمې پراختیا او لهجه‌یي تنوع د دې باعث شوه چې په لیکني نظام کې جغرافیایي او قومي ځانګړتیاوې په پراخه پیمانه ځای ومومي او په نتیجه کې یې څو رنګي پیدا شي. هره سیمه او هره قبیله خپله لهجه غوره ګڼي او کره یې بولي. هغه لهجې چې جغرافیایي پراختیا یې نسبتاً محدوده ده او خپل منځي اختلافات یې د نفوسو او ځمکې په تناسب ډېر وو (لکه منځنۍ لهجې) د ګاونډ له برلاسو ډلو سره ودرېدې.
د علمي او ادبي کارونو د خپرېدلو له پاره په طبیعي ډول ځیني مرکزونه و منل شول (پېښور، کابل، کوټه-کندهار) او سره له دې چې تقریباً ټولو لوستو وګړو د لیکنۍ ژبې د یووالي اړتیا محسوسوله، بیا هم هر چا د خپلې پوهې او برداشت مطابق سیمه ییزې ځانګړتیاوې وپاللې.
د اماني پېر شعوري هڅه چې د شاهي کورنۍ د اصلي ټاټوبي لهجه یې، له ویلو پرته، معیاري ګڼله د امان الله د حکومت له ړنګېدو سره په ټپه ودرېده. وروستیو نظامونو (نادر شاه او ظاهر شاه) په دې اړه مشخص سیایت نه درلود خو د فکري تولید ډېره برخه د ختيزو لهجو تر چتر لاندې وغوړېده او په نارسمي ډول د کابل لهجه په افغانستان کې معیاري وبلل شوه. په پښتونخوا کې هم ټولنیز فرهنګي اړیکي داسې جوړ شول چې معیاري ژبه د پېښور د شاو خوا او د یوسفزیو د لهجو پر بنسټ تثبیت شوه. لوېديځو سیمو تر یو حده خپله ځانګړتیا وساتله.
په وروستۍ څلوېښت کلنه دوره کې چې په افغانستان کې سیاسي-دولتي ثبات له منځه ولاړ، له مرکزیته تښتېدونکي تمایلات خپل طبیعي مسیر ته واووښتل او یو وار بیا رامنځ ته کېدونکې یو رنګي له منځه ولاړه.
په علمي، اکاډیمیکو او ادبي کړیو کې هم یو شمېر مشرانو د ځانګړو، فردي سلیقو له مخي د یوه لیکني نظام د ټینګېدو مخه نیولې ده.
۳ – تعلیمي ستونزې
که څه هم په پښتو ژبو سیمو کې په افغانستان کې تر دولسم ټولګي پوري تعلیم په پښتو دی او په پوهنتونونو کې هم په پښتو تدریس کېدلای شي (کېږي) خو د پښتو معیاري زده کړه لا اوس هم د یوې هيلې په کچه ده. ان د پوهنتونونو د پښتو ژبې او ادبیاتو په ځانګړو پوهنځیو کې هم د پښتو لیکلو ستونزه تر ډېره پر ځای ده. په خیبر پښتونخو او سوېلي پښتونخوا کې هم د نصابونو مکرر بدلون او د پښتو د حاشیوي قانوني حیثیت له امله د یو لیکني منل شوي سیستم موجودیت تر دې دمه نه شي تصورکېدای.
ممکنې حل‌لارې
د لیکني نظام په اړه یوې واحدې فیصلې ته رسېدل په لنډ مهال کې شوني نه ښکاري خو تېر ته په کتو د منځمهال او اوږدمهال له پاره ځینې اقدامات ممکن دي چې د یوه، منل شوي لیکني نظام د ایجاد له پاره لار هوارولای شي.
یو وړاندیز چې ځینې څېړونکي یې کوي، له عربي څخه لاتین ته د پښتو د لیکدود اړول، نه عملي ښکاري او نه مطلوبه نتیجه ورکولای شي. د لاتیني تورو کارول به یوازې زموږ د لنډو واوېلونو ستونزه را حل کړي (چې اوس یې د عربي په تقلید زور، زېر، پېښ او زوره‌کی بولو) خو نورې ستونزې مو د لیک له بڼې سره کوم تړاو نه لري. که لاتیني تورو، بنفسه، د املا د ستونزې حل له ځان سره درلودای نو په انګرېزي او فرانسوي ژبو کې به د املا ستونزه نه وای. حتی که هغه لیکدودونه هم په نظر کې ونیسو چې د لیکلو او ویلو تر منځ فاصله یې خورا لږه ده (لکه روسي لیکدود یا هندي دیوانه‌ګري لیکدود) نو په دغو ژبو کې هم د املا ستونزې شته. املا د یو ټاکلي معیار جوړول او منل دي او د فیصلې له پاره د مناسبو قاموسونو لیکل او خپرول په کار دي او دا چاره د لیک له بڼې سره کوم خاص تعلق نه لري.
د ايپيستيمولوژیکي ستونزو د حل کونجي له پوهنتونونو سره ده. دا هم شونې ده او هم معقوله خبره ده چې زموږ پوهنتونونه او یونیورسيټۍ دې په علمي چارو کې مشخصې میتودلوژۍ خپلې کړي، د هرې علمي څانګې له پاره خپله ځاګړې «میتاژبه» (Metalanguage) را منځ‌ته کړي او د ژبنیو علومو د هرې څانګې له پاره د هماغه علم په نړۍوالو معیارونو برابر میتودونه او تګلارې وټاکي. کېدای شي په جزییاتو کې د پېلابېلو علمي مرکزونو تګلارې سره څه فاصله ولري خو په اصولو کې به یې واټن صفر ته تقرب کوي.
سیمه‌ییزې اغیزې هم له فرهنګي تولید سره تړلې دي او د وخت په تېرېدو به د هغو سیمو اثر پراخېږي چې په طبیعي ډول د ژبې په فرهنګي تولید کې ډېره ونډه لري. که فرهنګي تولید ازاد پرېښودل شي او اجازه ورکړل شي چې په خپل طبیعي چاپېریال کې له شته امکاناتو سره سم وده وکړي نو په دوه یا درې لسیزو کې به ژبني او لیکني توپيرونه په طبیعي ډول د یووالي پر لور وړاندې ځي.
د فرهنګي تولید وده بیا په خپله ژبه د لیک او لوست له وړتیا سره تړلې ده چې په دې برخه کې اوس‌مهال زموږ سترګې یوازې حکومتونو ته اوړي خو دا عملي لار نه ده. حکومتونه د هېوادونو په فرهنګي ودې کې مهم نقش لري خو یوازیني لوبغاړي نه دي. د تعلیم د عامېدلو په چاره کې حکومتونه او مدني ټولنې لاس په لاس حرکت کوي خو که کله یو لوری کمزوری شي نو بل لوری یې تشه ډکولای شي.
وړاندیزونه
۱ – د ستونزو د حل له پاره د تکنالوژي کارول
یو شمېر ژبني او لیکني مسایل له تخنیکي اړخه په اسانه حل کېدای شي. د بېلګې په توګه به د ترکیبي کلمو د یوځای کولو یا بېل بېل لیکلو ستونزه راواخلو چې د څو لسیزو را په ذې خوا یې زموږ ادبي او علمي محافل بوخت ساتلي دي. نوې تکنالوژي دا شونې کړې ده چې د بېل او شریک تر منځه د «نیم‌فاصلې» مفهوم هم ورزیات شي. د تورو د تړلتیا (ligature) مسله نه نوې ده او نه یوازې له عربي رسم‌الخط سره تړلې ده. په یوه ساده پرېکړه کې ویلای شو چې هغه ترکیبي کلمې چې یو جز یې، یا ټولو اجزاوو یې، خپل لغوي ماهیت له لاسه ورکړی وي سره یو ځای لیکل کېږي (لکه «پلرنی» – چې هم پلار او هم لاحقې خپل لغوی ماهیت بایللی – یا «پښتونولی» – چې «پښتون» په کې خپل ماهیت ساتلی او «ولي» خپل لغوي ماهیت بایللی) او که دواړو توکو خپل لغوي ماهیت ساتلی وي نو په «نیم‌فاصله» به یې سره بېلوو (لکه همدغه «نیم‌فاصله» چې هم «نیم» په خپله اصلي مانا دی او هم «فاصله» خو ترکیب یې یو دریم مفهوم ته اشاره کوي). دغسې یوه پرېکړه زموږ ډېرې ستونزې په یووار راحلوي.
۲ – د بحثونو دوام
د تېرې نېږدې یوې پېړۍ له ناکامو تجربو باید دا زده کړو چې تحمیل شوې حل‌لارې زموږ په ټولنه کې څای نه نیسي. بدلون ته اړتیا شته او د بدلون له پاره باید لار هواره شی خو بدلون باید د ټولنې له خوا په طبیعي ډول ومنل شي. د دې له پاره ضرور ده چې له یوې خوا علمي او تخنیکي بحثونو ته دوام ورکړو او له بلې خوا له تحميلي، حساسیت پاروونکو پرېکړو ډډه وکړو.
۳ – پر تعلیمي نظام بیا کتنه
لازمه ده چې موږ په خپل تعلیمي نظام کې داسې بدلون راولو چې د ټولنیزې انرژۍ د مهارولو پر خای دغې انرژۍ ته نوی لوری ورکړو. دا چاره مو له یوې خوا پوهنتونونه د دې جوګه کوي چې زموږ ټولنې ته د هغې له اړتیاوو سره سم نوښتګر فکرونه ایجاد کړي، نوي تخنیکونه خپل کړي او له بل لوري زموږ ټولنې ته دا اجازه ورکوي چې په خپل قدم، په خپله خوښه خپل کړه وړه د نوي عصر له غوښتنو سره عیار کړي.

(له کوټې څخه په خپرېدونکې «لیکنې» مجله کې خپره شوې)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.