د کړنګ پر غاړه قزاقستان څنګه وژغورل شو

عبدالله لغمانی

327
قزاقستان چې په منځنۍ اسيا کې پروت ستر هېواد دی د غنمو د کندو په نامه هم شهرت لري،  د نړۍ له دوو زبرځواکونو چين او روسیې سره ګډه پوله لري او د خاورې زياته برخه یې دښتې او غرونه تشکيلوي چې يوازې ۱۹ ميليونه کسان پکې ژوند کوي . د شوروي اتحاد له ړنګېدا وروسته یې په ۱۹۹۱ زېږدي کال کې خپلواکي ترلاسه کړې ده.
قزاقستان په دنيا کې د تېلو سترې زېرمې لري چې په ورځ کې شاوخوا يو نيم ميليونه بېرله تېل توليدوي او په په سلګونو زره ميليونه ډالر باندنۍ پانګه یې هېواد ته راجلب کړې ده.
د همدې مياشتې د جنوري په دويمه په دې هېواد  کې خونړۍ مظاهرې وشوې چې د سلګونو تنو حکومتي عسکرو او لاريون کوونکو پر وژل کېدلو  او د په زرګونو نورو  په نيول کېدلو سره پای ته ورسېدې. دا لارنونونه په قزاقستان سربېره د ټولې منځنۍ اسيا د هېوادونو لپاره  د خطر يو زنګ شو او په يو وخت کې یې د څو هېوادونو د ډله ييز امنيتي سيستم پیاوړتيا وازمويله.
مظاهرې چې په يو ناڅآپي ډول د حکومت لخوا د تېلو د بیو په لوړېدا سره د قزاقستان له نفتو د مالامالې سيمې جانواوزن راپورته شوې د سترګو په رپ کې ټول قزاقستان ته خپرې شوې، نه يوازې د قزاقستان لپاره يو امتحان شو، بلکې په يو وخت کې يې د څو هېوادونو د ډله ييز امنيتي سيستم پياوړتيا يېهم و ازمايله. او معلومه شوه چې د منځنۍ اسيا د نور هېوادونو دولتونه به د داسې ناڅاپي او متشددو مظاهرو پر وخت څه ډول حالات او خپل واک کنترولولی شي.
د نظامي او سياسي چارو د کارپوهانو د شننو له مخې دا مظاهرې په هماغه وخت او هماغه شېبه کې د تېلو د بيې د لوړېدا پرضد راپورته شوې نه دي، بلکې ترشا یې يو اوږد پلان او منظمه رهبري وه چې دومره په شدت او يو ناڅاپي ډول په ټول هېواد کې په څو شېبو کې خپرې شوې. پر الماتا د اورپکو د منظمو ډلو لخوا بریدونه وشول. د ښار په څنډو کې سختې جګړې روانې وې. د قزاقستان په نورو ښارونو کې یو کړکیچن وضعیت رامینځته شوی و. غلو هوايي ډګرونه، اکمالات، د پوليسو رياستونه نيولي، ملکي وګړي او امنيتي ځواکونه يې وژلي او ټولنيز بنسټيز تاسيسات يې ويجاړ کړي وو.
او دا هرڅه ډېر ژر او د برېښنا په سرعت رامنځته شول او دومره توند و چې ددې وېره وه چې په څو ورځو کې به د قزاقستان دولت سقوط وکړي او واک به دا مظاهره چيان او هغه کسان چې هرڅه یې ويجاړ کړي او يا یې د ويجاړ کېدو په حال کې دي ونيسي.
خو ولې وشول؟ څنګه وشول؟ دا لا هم پلټنې ته اړتيا لري او د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرات توکايف هم همدې خبرې ته د ځواب د پيدا کولو مخکې وويل چې لومړی د خپل هېواد او اتباغو ساتنه مهمه ده او بيا به حتمن ددې سوالونو ځوابونه پيدا کوي.
د قزاقستان د دولت بخت په دې کې بيدار او نېکمرغه و چې  وضعیت د ډله ایز امنیت تړون سازمان CSTO يا Collective Security Treaty Organization  لخوا چې د روسيې، ارمنيا، تاجکستان، قرغزستان، بلاروس، قزاقستان تر منځ لاسليک شوی وژغورل شو. دا سازمان چې يو فعال او د څو اهدافو په موخه جوړ شوی سازمان دی، د منځنۍ اسيا او قفقاز د سيمو د ظرفيتونو د لوړونې او متحدپاتې کېدو لپاره روسيې جوړ کړی دی او که د سازمان په دننه کې کوم هېواد کې د دولتونو د نړېدلو ستونزو او يا له بهرني يرغل سره مخ کېږي د سازمان غړي مکلف دي چې له يوبل څخه دفاع وکړي.
 که څه هم له وړاندې ددې سازمان په اړه داسې شکونه وو چې يو غير فعال او له کار او اغېزې لوېدلی سازمان دی او لويديځ مثلا امريکا، برتانيآ، ترکيې او فرانسې چارواکو ورته د بې کاره ماشين نوم ورکړی و خو په دې ترينګلو حالاتو کې معلومه شوه چې ددې سازمان په مرسته د مظاهرچيانو لخوا  د ګړنګ پر غاړه ولاړ د قزاقستان دولت څنګه وژغورل شو او څنګه ددې سازمان غړي په خپلو اصولو ودرېدل.
او دا يې وښودله چې څنګه د يو ګډ ګواښ په مقابل کې سمدستي متحد او پياوړي شي او په ډېرو پېچلو شرايطو کې د بېلاروس ، ارمنيا، روسيې، قرغزستان او تاجکستان ځواکونه د هوا او ځمکې له لارې قزاقستان ته ورسېدل او د ښارونو امنيت یې په لاس کې واخيست.
او په عين حال کې لويديځ ته روسيې دا وښوده چې د CSTO په ليکو کې اختلاف نشته او ټول هغو اصولو ته ژمن دي چې له مخکې یې هوکړه شوې ده
همدا و چې قزاقستان وتوانید په څو ورځو کې د هیواد په ګرمو ځایونو کې وضعیت ارام کړي. د CSTO سوله ساتو ځواکونو پرته له دې چې یو ډز وکړي د خپلو قزاقستاني همکارانو او نظاميانو تر شاه ودرېدل.
له بلې خوا داسې فکر کېږي چې دا مظاهرې لکه په مصر کې چې د عربي پسرلي په نامه پيل شوې او په ډېرو عربي هېوادونو کې د دولتونو په نسکورېدلو ختمې شوې په منځنۍ اسیا کې هم همداسې پايلې ولري او يا هم داسې ويل کېدل چې د منځنۍ اسيا او نورو هېوادونو څخه ځينې خاصې کړۍ ددې مظاهرو کې د ګډون او د اوضاع د نا ارامه کولو لپاره دې هېواد ته تللې وې. په هر حال خلاصه دا شوه چې قزاقستان د CSTO تړون په پايله کې د منځنۍ اسيا د نورو هېوادونو او روسيې لخوا وژغورل شو او دولت یې د چپه کېدو له ګواښ څخه بچ شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.