د وسلې په زور واک ته رسېدل فاجعې رامنځته کوي

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

268

د ناروى په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په هکله وروستۍ ناسته د افغانانو ترمنځ او له نړيوالو سره د ګد تفاهم، د ستونځو د حل کولو، د تاوتریخوالي د ختمولو او هيواد ته د نړيوالو مرستو د جلبولو لپاره يو بل ښه فرصت دى.  ډېر فرصتونه مو له لاسه ووتل او نور د دغه ډول فرصتونه له لاسه ورکول مو حياتي ګټې ننګوي.

له شته فرصت څخه باید اعظمي ګټه پورته شوې واى. ستر او بنسټیز بدلونونه رامنځته کول نه يوازې د نړيوالو، بلکې په لمړي سر کې د افغان ولس غوښتنه ده. داسې واقعي ټول ګډونه حکومت جوړول اړين دي چې نه لکه د دوه لسيزو وړاندې د بن په غونډه کې غرب ګډونه او زورواک ګډونه وي او نه هم د نن غونډې ملا شموله او طالب شموله وي، بلکې د امانت صداقت او اهليت په معيارونو ولاړ افغان شموله وي، د نفوسو د کميت په تناسب د ټولو اقوامو، افکارو، طبقاتو، ژبو او مذاهبو شتون پکې مشهود وي.

د توپک د شپېلۍ په زور واک ترلاسه کول زړه تګلاره ده. په نوره نړۍ کې تقریبا له منځه تللى دى، خو متآسفانه زموږ په هېواد کې لاهم د مټو په زور واک ترلاسه کولو دود شته. همدغه خونړي دود زموږ د ټولنيزو پرمختګونو مخه ډب کړې ده. دلته روان وخيم وضعیت دا ايجابوي چې په دغو ناستو کې د توپک د شپېلۍ په زور د واک ترلاسه کولو پرسوده دود په ختمولو، د نظام په څرنګوالي او په اساسي قانون باندې نظرونه تبادله شوي واى. د سرپرست حکومت په وخت،  نظام ته د مشروعیت ورکولو په لارو چارو او داسې نورو حياتي مسایلو باندې په سړه سینه بحثونه شوي واى.  د توکمونو کميت په پام کولو سره سره اهليت اساسي معيار واى.

که  د واک لپاره د زور کارولو پرځاى افغانان يو بل درک کړي، د يوبل نظر د يوه انساني فکر محصول وګڼي، که د يو او بل په درد هيلو غوښتنو او حقونو باندې د ځان پوهولو تکلیف وباسي، که ځان په درانه او  بل په سپک نوم ياد نکړي، که ځان ته په خپله نه، بلکې د نورو خلکو په هنداره کې وګوري، که د ښه او بد پريکړې ولس ته پريږدي، نو باور وکړئ چې موږ به د واک لپاره د توپک کارولو ته اړتیا ونلرو. ډير ژر به يوه بډايه ټولنه،  يو ازاد او خپلواک ملت، يو خوشحاله او په ځان بسیا، ښيرازه او اباد هيواد ولرو.  له نړيوالو سره په ګډه به د برابري پربنسټ د ژوند کولو وياړ ترلاسه کړو.

هره تازه حاکمه ډله چې کله هم د توپک د شپېلۍ په زور واک ترلاسه کړي، نو پخواني بنسټونه، اساسي قانون، تدریسي نصاب، حکومتي او نظام نړوي. نه خپل فساد ويني، نه د ملت د درد احساس کوي، نه په دندو باندې ګمارلو ته  اهليت ته اړتیا ويني او نه هم د واکمني په مسئوليتونو باندي فکر کوي، ملت ورته مال او هيواد ورته مفتوحه خاوره ښکاريږي. په ولس باندي اطاعت فرض ګڼي، خو د وږي نس غم يې نکوي، د اولادونو د زده کړو په تړاو ورته ځان غيرمسئول ښکاريږي، خو خپل حاکمیت ورباندې احسان ګڼي.

سياستوال مو چې له واک څخه لرې شي، نو سملاسي د حکومت په وړاندې د مقاومت د اړتیا او سپيڅلتيا شعارونه او ترانې پيل کړي،  ازادي او خپلواکي ورته ياده شي او د پرديو نيابتي جګړو لپاره د افغانانو بچيان قرباني ته وړاندي کوي؛
توجه يې د ملي ګټو د ترلاسه کولو پرځاى د شخصي ژوند په ښه کولو متمرکزه وي. ليدلورى يې د خپل کور په څلورو ديوالونو، خپلې ډلې په لومړيتوبونو، خپل ګوند ته د امتیازاتو په ترلاسه کولو او خپلو ځاني ګټو په خوندیتوب را څرخيږي.

که موږ خپل خپلمنځي او له پرديو سره د جګړو په هکله د تاريخ په پاڼو باندې نظر واچوو، نو څرګنده خبره ده چې پردي مو وشړل او همدغه يوازنى معنوي ګټه ده چې موږ ته نسبي قناعت راکوي، خو موږ نور هم محتاج ولس شوو، مادي زيانونه يې موږ ته را واړول. خپلمنځي جګړو ته مخه کول  پرون هم بد وو، نن هم منفوره کړنه ده او سبا به هم مردود کار وي. د همدغه له امله مو هيواد کنډواله او ولس خيرات اخيستلو ته اړ شو. له سياليو څخه ووتو. د ګاونډيانو له بيځايه لاسوهنو څخه ځانونه نشو ژغورلاى. ملت مو تيت او پاشلى شو.

د داود خان د حکومت په وړاندې د خلقيانو له خونړۍ کودتا له وخته د افغانستان د مادي او معنوي وقار د زوال پيل شو. همدغه کودتايي نظام د کورنیو جګړو بنسټ کېښود او تر نن ورځې پورې لاهم متأسفانه دوام لري چې په کابل باندي د طالبانو تاړاک يې د تسلسل وروستۍ کړۍ ده. که حساب وکړو چې له کومه ځایه مو د توپک د شپېلۍ په زور پيل کړى وه او اوس په کوم ځاى باندي ولاړ يو، نو يقيناً ويلاى شو چې موږ له نړيوالو سره د سياليو له کاروان څخه ډير شاته پاتې يو.  بيا وايم چې د يرغل په وړاندې د جګړې په تقدس نه غږيږم خو په کورنيو د جګړو کې د پرديو اجندا راوړونکو افغانانو جنايت وکړ او په وړاندې يې د مقاومت ډلو که د مجبوريت له مخې هم جګړه پيل کړې وي، سپيڅلتيا نشي ترلاسه کولاى.

پنځه لسيزې وړاندې مو په اسلامي بنسټونو او ملي ارزښتونو ولاړ نظام درلود، پوهنتون مو په سيمه کې بېسارى وو، روغتيايې، ترانسپورتي، سوداګريز او ټولنیز خدمات مو له نړۍ سره د سيالۍ په معيارونو برابر وو، خو اوس پرديو مرستو ته څه چې د پرديو په رسمیت پیژندنې ته هم اړيو، دنړۍ خيراتونه که نه وي، موږ له بشري فاجعې سره اوس هم مخ کيږو، د انجونو ښونځي او پوهنتونونه مو له تيرو پنځو مياشتو راهيسې بند پراته دي، اکثره اورګانونه مو غير فعال دي، نظام نه لرو، اساسي قانون نه لرو او په سياسي انزوا پروت هيواد کې اوسيږو چې هره ورځ ورڅخه زرګونه کادرونه د تېښتې په حال کې دي.

اوس هغه وخت رارسیدلى دى چې د توپک او تاوتریخوالي په کارولو د واک ترلاسه کولو دروازې د تل لپاره وتړو او واک ته د رسيدو لپاره  د ملي اجماع له مخې له اسلامي اصولو او افغاني ارزښتونو سره سم ميکانېزم په جوړولو کار وکړو چې د راتلونکي لپاره د واک وږي تږي د تاوتریخوالي د لارې د تعقیبولو په تړاو فکر هم ونکړي. دغه موخه د يوې مشخصې اجندا په ترتيبولو د نړيوالې ټولنې په مرسته او غيرمتزلرل ملاتړ د افغانانو ترمنځ د جدي  خبرو  په پايله کې ترلاسه کيداى شي.
په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.