د طالب جان سره د زړه خواله

ډاکتر یارمحمد تره کی

278
 د ۱۴۰۰ کال د سلواغی ۳ (د ۲۰۲۲ کال د جنوری ۲۴)
د طالبانو د حکومت پنځمه میاشت وه. ټوله نړی دوی پر سر اخیستی وه. د نړی رسنیو، د نړی عالمانو او د نړی علمی مرکزونو په دوی کی غږیدل. لکه له آسمانه چی کاڼي را لویدلی وی. ځینی دوی ته د یوی لویی بلا په سترګه کتل، ځینو د ستر زبرځواک د ماتی قهرمانان ګڼل او ځینو دوی د مدنیت او عصری توب خنډ ګڼل. ځینو په افغانستان کی د طالبانو راتګ د خپلو علمی او څیړنیزو مطالعا تو په هینداری کی لیدل. عجیبه نړیوال بانډار جوړ وو. ډیرو سترو عالمانو په خپلو علمی فورمولونو او څیړنو کی د طالبانو بیا راتګ نه شو ثبوتولای. خو دوی دلته وو. دوی حاکم وو.د افغان د سیاستوالو هم پر سر دړد وو. دا ځل د سر دړد قومی او محلی نه وو. په ټول وطن کی او په ټولو قومونو کی ځینی په برم کی وو او ځینی د غم پر ټغر ناست وو.
ما هم چی په وطن کی د طالبانو د جوړیدلو او لوییدلو لړی څیړلی وه نو په ډير غور می د هغوی هر پل تر نظر لاندی وو.
زمونږ ډیر کلیوال د تیرو شلو کلونو په موده کی د طالبانو تر ولکی لاندی وو. دوی د طالبانو د حکومت کولو سره عادت کړی وو. دوی د امر بالمعروف په چل پوه شوی وو.
ما ته هم موقع په لاس راغله چی د خپل طالب جان سره له نژدی او په مستقیمه توګه بانډاراو د زړه خواله وکړم. داسی د زړه خواله چی پکی د خپلوی خوږوالی اود ژوندانه دواقعیتونو تریخوالی نغښتی وو. په احتیاط مو د زړه خواله پیل کړه. د خبرو تر وت به مو یو بل ته کتل تر څو د خبری په موخی ځان پوه کړو. لکه بهرنیان چی د یو بل خبرو په مینځ کی ژباړونکی لری.
مریاڼی قوماندان د خپل ژوند ټول بالغ کلونه په جګړه کی تیر کړی وو. تک تور او زیږه بریتونه او ګڼه ږیره. دیرش کاله وجنګید. د مقرڅخه تر بادینیو، د کویټي تر ترینکوټه، د توری بوری تر سالنګه او د زرنجه تر بکواه ځمکی یی ووهلی. د خپلو کوچنیانو لویښت یی و نه لید. ده هسی هوډ کړی وو چی جنګیږی به. په لمړی سر کی نه پوهیدو چی د څه لپاره جنګیږی. خو ډير ژر و پوهول شو چی دا جګړه د څه لپاره ده.
دادی مریاڼی قوماندان کابل ته راورسید. خورا په برم، خورا په نشه کی. خو دی هغه ساده انسان پاتی شوی وو. دی لوی قوماندان او چارواکی شو.آزاده به د پاچاهی ماڼی ته ور ننوت، د کابل په لویو او پراخو کوڅو، کی به یی د تیرو چارواکو په تور موټر کی اڼدی اچولی وو. تر شا به یی څڼیور طالبان لکه ارواح ور پسی روان وو. په خلکو کی به یی زړه ښکلی وو. لاری به ورته خلاصی وی، دروازی به ورته خلاصی وی. دده تر لاس لاندی به حربی وسایط، لوی زغریوال ګاډي او انسانان تیریدل. لوی چارواکی او تجاران به دده تر مخه دریدل. دده د ګوتی په اشاری به دلویو ګاډو او ږیرورو سفر لنډ یدو. د خپل مرکز څنګ ته یی یوه کوچنی حویلی نیولی وه او خپل ماشومان یی هلته ځای پر ځای کړی وو. اوس ښه وو په اونی کی به شپه دوی کور ته راتو. میرمن او ماشومان یی خوشحاله وو.
چی په خبرو شوو نو بی له دی چی مو مخکی سره لیدلی وی یوازی د نامه په اوریدو مو په مینه خو په احتیاط بحث پیل کړ. لکه د یوی کورنی غړی چی پردی شوی وی. لکه په تیر ووختونو کی چی یو به په جدی کی ورک وو بل په کلکتی کی.
مریاڼیه ته په خیر یی؟
هو ډاکتر صاحب شکر الحمدلله. دادی اوس د کابل د خلکو په خدمت کی یم.
تا خپل ماشومان ښوونځي ته اچولی دی؟
ښوونځي خو لا بند دی هر وخت چی امیرالمومنین ښوونځي خلاص کړی بیا به یی ور اچوو.
نجونی او هلکان به ور اچوی؟
ډاکتر صاحب مونږ په کلی کی ډير د نجونو په باب خبری نه کوو
و بخښه تربوره.
تنخواه یا معاش لری؟ نه مونږ خو تر اوسه د خدای په ر ضا کار کوو. لږ ځمکه لرم د هغه غله راځی.
دا حکومت به څرنګه شی؟ دا خلک خو له لوږی مړه شول.
ډاکتر صاحب رزق خو دالله د درباره دی خو کوشش کوو.
تا د مشرانوڅخه پوښتنه نه ده کړی؟
نه هغوی په خپل کار ښه پوهیږی. زمونږ لپاره د هیواد آزادی تر ډوډی ډیره مهمه ده.
اوس به څرنګه دا حالت کابو کړی؟ دا حکومت به څرنګه پراخ بنسټه کړی؟ دا ماشین به څرنګه بیا وچلوی؟
ډاکتر صاحب اوس نو چی مونږ دلته ناست یو او تاسو هلته ناست یاست څرنګه به پراخ بنسټه شی؟ څرنګه به ماشین وچلیږی؟ تاسی راشی چی خبری وکړو.
رښتیا وایی تر بوره. نو مونږ څرنګه راشو چی لاری بندی دی، هوایی ډګرونه بند دی. تاسی یی چلولی نشی او نورو ته اجازه نه ورکوی.
ډاکتر صاحب. مونږ رښتیا هم نه پوهیږو چی څرنګه هوایی ډګر وچلووخو دا نور هم غله دی. د قطر او ترکیی استازی راغلی وو او هغوی په ډير و بدو شرایطو پر مونږ دقرار داد د تپلو هڅه وکړه. بالا مونږ پسی واخیستل.
څرنګه شرایط مریاڼیه؟
مثال دوی غوښټل چی د دیرشو کلونو پر سر یی په ټیکه واخلی او عواید یی هم ځان ته کړی. بیا یی ټول هوایی ډګرونه غوښتل. بیا یی د خپلو پوځي کسانو راتګ هم غوښت. داسی نه کیږی چی دوی زمونږ غوښی وشکوی.
نو تر بوره چی دا دوه کاله یی په قطرکی غوښی او میلمستیاو ی ستاسو مشرانو ته درکولی تاسو نه پوهیدی چی د همدی ورځي لپاره یی دا کار کاوو؟
هسی هغه وخت مونږ هم مجبوری درلوده ډاکتر صاحب. دنیا راته سور اور ګرځيدلی وه. په یوه غار کی یی هم نه پریښودو. ډرونونه له یوی خواه، پوځ له بلی خواه، پاکستان له بلی خواه. هسی د قطر کار مونږ ته ډيره مرسته وکړه.
تا ته دا فکرنه درځي چی ددغی مرستی بیه اوس د پنځو هوایی ډګرونواو د هیواد د هوایی حریم په ټيکه ورکولوکی دی؟
هوهمداسی ښکاری. اوس که مونږغواړو چی تاسی راشی باید هوایی ډګر پرانیستی وساتو. که ددوی سره جوړ را نه شونو تاسی نه راځي اوواټن پیدا کیږی. بیا به مونږدی خواه ته یو تاسو هغه خواه ته او خلک په مینځ کی .هسی ګډ وډ حال دی.
نو تاسونه پوهیدی چی ګډ وډ حال به شی. تاسوورته تیار نه وی؟
ډاکتر صاحب مونږخونیمی په جګړه کی وو او نیمی په دوحه کی. د هر یوه حالات بدل وو. اوس چی کابل ته راغلی یونوسختی را ته معلومیږی.
ښه دا ووایه چی دغربت اوخواری غم به څرنګه خوری؟ آیا کوم پلان ورته لری؟
نه ډاکتر صاحب والله که هیڅ پلان وی. امید خدای ته لرو.
نو دا خوار خلک به څرنګه کیږی؟
ډاکتر صاحب زمونږمشرویلی دی چی مونږد چا د رزق ضمانت ندی کړی. مونږد آزادی ضمانت کړی وو، رزق د الله پاک په لاس کی دی.
یاره داسی مه وایه نو که داسی وی الله پاک پرکفارو ډير مهربانه دی چی داسی ښه رزق یی ورکړی دی؟ داسی به نه وی.
ډاکتر صاحب دا دنیا زمونږ د امتحان دنیا ده. دلته به خواری هم وینو اولوږه به هم وینو. په هغه دنیا کی به مونږ سوکاله یو اوکافران به لړمان اوماران چيچی.
یاره دا دنیا خو هم الله پاک پیدا کړی ده اود رزق لاری یی هم پریمانه راته پری ایښی دی. داسی فکر نه کوی چی اصلآ دا زمونږدناسمو کړنو او ناپوهی وجهه ده چی رزق نه رابریږی؟ خلک ددی حق لری چی ډوډي ولری، دارو ولری او کالی ولری. ته داسی فکر نه کوی؟
ډاکتر صاحب داسی هم نه کیږی چی ټول هم ډوډي ولری هم داروولری هم کالی ولری. که ټول ډوډی ولری نو بیا به حاکمانو، پاچاهانو او سپهسالارانو ته کار او حاجت نه وی. خدای پاک دا دنیا په همدی نوم پیدا کړی ده. یو څوک به بډای وی بل به غریب وی، بل به پاچا وی بل به فقیر وی. که دا نه وی نو دنیا به له مینځه ولاړه شی.
تربوره دا هم د کیسی یوه خواه ده.
ته دی روغ اوسی.
هو،
مریاڼي د زړه له کومی د زړه خواله را سره وکړه. په هغه اندازه چی پوهیدو باڼدار یی وکړ. ځینی ډیر ښه واقعیتونه یی وویل.
زمونږ اصولو توپیر درلود. زمونږنړی لید توپیر درلود. خو زمونږ تراژیدی یو شانته وو. زمونږ د سترګو لیدلی حال او زمونږ هیلی یو شانته وی.
ما ونشو کړای ده ته دا وپوهوم چی انسانان حق لری ډوډي ولری، دارو ولری او کالی ولری. ما ونشو کړای دی و پوهوم چی انسانان یوازی د شناخت لپاره په قومونو او ډلو ویشل شوی دی. او یا دا چی د نجونو پر ښوونځي بحث کول بد کار ندی. د هغه لپاره د ډوډي نه درلودل، د ظالم او مظلوم شتون او د نجونو پټول د ژوند نظم او ښیګڼه وه. د هغه تصور او نړی لید همدومره وو.
دا انځور زمونږ او ددوی تر مینځ واټن ښیی. زمونږپه مینځ کی ستر سیندونه تیر شوی دی. زمونږ په مینځ کی لوی ګړنګونه کیندل شوی دی. مونږ هلته نه یو نو ځکه واټڼ دی. هغوی دلته ندی نو ځکه لوږه، بیکوری او بربنډ توب دوی ته د ژوند نورم او قانو ن ښکاری. خدای ښه پوهیږی چی کله به دغه ګړنګونه پټ شی او پر دغو سیندونو به پلونه ورغول شی.
اوس کلی پر ښار بریالی شوی دی. کلی فاتح دی. هماغه کلی چی مونږ پریښود. هماغه کلی چی مونږ ملا او شیطان څراغ ته پریښود. اوس کلی د ښار خبره نه اوری. هغسی چی ښار د کلی خبره نه اوریدله. هغسی چی د کلی خلک به د ښار د دفترونو دروازو ته ولاړ وو او چا به یی غږ نه اورید. هماغه کلی چی په شپو شپو به یی د یوه چارواکی د لیدو لپاره شپی ورځي تیرولی.
هو دا لړی دوام لری. دوام بیا هم ښه دی. یعنی ژوند بیا هم دوام لری. یعنی یوه ورځ به د یوه بل خبره واوری. هرومرو.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.