د څو ژبو زده کولو ګټې

اسمعیل معصوم

254

په ننني دور کې د نورو مسلکونو د زده کړې ترڅنګ د یوې دویمې یا د یوې بلې ژبې زده کول د پخوا په نسبت ډیر شوي دي. دا چې ولې خلک یوه دویمه یا د خپلې ژبې ترڅنګ یوه بله ژبه زده کوي غواړم په دغه لیکنه کې يې په اړه مستند ځوابونه در سره شریک کړم. باید یادونه وکړم چې د یوې دویمې یا د بلې ژبې د زده کولو لپاره کالونه کالونه وخت، امکانات، زحمتونه او مصارف اړین او بنیادي دي. په ننني عصر کې که تاسې وګورئ د لویو ښارونو او ګڼ میشتو سیمو ترڅنګ په لرې پرتو سیمو کې هم خلک د خپلې مورنۍ ژبې ترڅنګ یوه بله ژبه زده کوي. غواړم پر دغه موضوع لږ تم شم. فرض کړئ زموږ مورنۍ ژبه پښتو ده اوس د یو پښتون په صفت که دري یا فارسي ژبې ته چې دافغانستان یوه رسمي ژبه ده نظر واچو، نو دري زموږ دویمه ژبه ده. دویمه ژبه هغه ژبې ته وايي چې په یو هیواد کې د یوې رسمي ژبې په توګه کارول کیږي دا چې دري ژبه زموږ په ملک کې یوه رسمي ژبه ده نو دري زموږ لپاره یوه دویمه ژبه ګڼل کیږي. د دري سره په تفاوت، که چیرې د انګلیسي، جرمني، عربي او یا داسې نورو ژبو په اړه فکر وکړو دغه ژبې زموږ دهیواد رسمي ژبې نه دي او نه خلک ورباندې درسمي ژبو په څېر خبرې کوي. نو داسې ژبو ته خارجي ژبې یا په انګلیسي کې ورته foreign language  ویل کیږي. موږ دواړه ډوله ژبې (خارجي ژبې او دویمې ژبې) د یوې دویمې ژبې په صفت قبلوو. دا چې اوس یوه څه د خارجي او دویمې ژبې پر توپیر پوه شو غواړم د یوې دویمې ژبې دزده کړې ګټې درسره شریکې کړم:

۱-    پرڅو ژبو خبرې کوونکی: د یوې دویمې ژبې په زده کړې سره موږ  پرڅو ژبو خبرې کوونکو په ډله کې حسابیږو. د یوې یا ډيرو دویمو ژبو په زده کړې سره موږ د هغو خلکو پر نسبت چې هغوی یوازې په یوه ژبه (مورنۍ ژبه)خبرې کوي ډيرکاري فرصتونه لرو. په ننني عصر کې په ټوله نړۍ کې خصوصاً په پر مختلو او ګڼ میشتو سیمو کې د هرې دندې په اعلان سره د نورو وړتیاوو ترڅنګ د پر څو ژبو د خبرې کولو وړتیاوې هم اړینې او ضروري دي. تاسې به د یوې دندې په غوښتنې کې لوستي وي چې د نورو وړتیاوو ترڅنګ پر څو ژبو د خبرې کولو وړتیاوې هم اړینې او ضروري وي.

 د نړۍ په پرمختللو هیوادونو کې د بیلابیلو ژبو خلک شتون لري چې د دوی له جملې ډیر کم د نوموړي هیواد په رسمي یا محلي ژبو پوهیږي. د یوې ادارې مشر داسې کسان پر دندې ګماري چې هغوی د پيرودونکو یا مرجعینو په ژبو باندې یا حداقل پر نورو داسې ژبو باندې پوهیږي چې له مرجعینو سره ورباندې افهام اوتفهیم کولای شي.

 غواړم د موضوع د ښې روښانتیا لپاره یو مثال درکړم: تاسې غواړئ په دوبۍ کې یو لوی مارکيټ پرانیزۍ. د نوموړي مارکيټ لپاره تاسو کارکوونکو ته اړتیا لرئ. که چیرې تاسې په خپل مارکيت کې داسې کسان پر دندو وګمارئ چې هغوی یوازې پر پښتو پوهیږي نو ستاسو د پيرودونکو او مشتریانو ترمنځ پوهاوی یا افهام او تفهیم له حده ډیر ستونزمن کیږي چې د مشتریانو ګراف مو بیخي راټیټوي. د کاري فرصتونو ترڅنګ، هغه خلک چې هغوی پر څو ژبو خبرې کوي هغوی له ښې او غوره ذهني پراختیا څخه برخمن دي. دوی په مختلفو ژبو کې مطالعه کوي، د مختلفو ژبو د لیکوالانو له لیکنې استفاده کوي. د خپلې ژبې ترڅنګ د نورو ژبو په مطالعې سره دوی له ډیرو سرچینو څخه برخمن وي. د یادو شویو ښیګڼو ترڅنګ، د پر څو ژبو خبرې کوونکو یوه بله ښیګڼه داده چې دوی د بلې ژبې په زده کړې سره خپله ژبه هم زده کوي. د ژبو اکثره وړتیاوې سره ورته دي. که تاسې په انګلیسي ژبه د یوې ښې اوغوره لیکنې ستراتیژۍ زده کړئ تاسې په خپله ژبه پښتوکې ترې هم استفاده کولای شئ چې کیدای شي په پښتو کې مو پخوا زده نه وي. یا که تاسې په یوه ژبه کې د نوم، ضمیر، فعل اوداسې نوروتعریفونه اومثالونه زده کړئ داتقریباًپه ټولو ژبوکې ورته دي.

۲-    وصل: ژبه د افهام او تفهیم یا د پوهاوي وسیله ده. هغه خلک چې موږ په کور کلي کې ورسره اشنايي لرو د نورو ګډو ځانګړتیاوو څخه یې یوه ځانګړتیا ژبه ده. که موږ په یوه ژبه خبرې نه شو کولای سخته به وي چې له یو بل سره اړیکې ولرو. د یوې دویمې ژبې په زده کړې سره کولای شو د نوموړې ژبې له ویوونکو سره د ملګرتیا او خپلوۍ اړیکوته پراختیا ورکړو. فرض کړئ تاسې په کاناډا کې په یو ټولګي زده کړې کوئ چې په دغه ټولګي کې یوازې یو کاناډايي زده کوونکی په پښتو پوهیږي. پښتو ژبه ستا او ددغه زده کوونکي ترمنځ مختلفو اړیکو ته پراختیا ورکولای شي. تاسو کولای شئ د پښتو ژبې په مرسته له یو بل سره افهام او تفهیم وکړئ، د یو بل له کلتور، عنعناتو، رواجونولاسته راوړنو څخه معلومات ترلاسه کړئ.

۳-    لوړ معاش: هغه خلک چې هغوی پر څو ژبو خبرې کولای شي دوی د نورو په نسبت چې یوازې په خپله مورنۍ ژبه خبرې کوي لوړ معاش اخلي. د یوې ادارې مشر یا ریئس پر دندې داسې کسان مقرروي چې دوی پرڅو ژبو خبرې کولای شي. دغه ډول کسان د نورو په نسبت باندې ډير مشتریان یا مرجعین جذب کولای شي.

۴-    ذهني وده: د یوې ژبې زده کول د نورو ښیګڼو ترڅنګ د ذهني ودې لپاره هم ګټور دی. هغه خلک چې دوی پرڅو ژبو پوهیږي هغوی ښه فکري تمرکز، د لغاتونو غوره زیربنا، قوي حافظه، غوره غوږ نیونه او داسې نورې ښیګڼې لري. دوی د هرڅه لپاره ځانګړي کلمات او د هرې وینا لپاره ځانګړی ساحتمان لري. د ډیرې مطالعې په نتیجه کې ذهن فعال او کرنده کیږي. هغه خلک چې هغوی ډير مصروفیت لري دوی تیز ذهن لري. دغه وړتیاوې د اطرافي خلکو په توپيرپه هغو خلکوکې لیدل کیږي چې دوی په ښار کې اوسیږي. په ښارکې عموماً د کلیو او بنډو په نسبت د بیلابیلو ژبو ویوونکي وي.

۵-    د نړۍ ننداره: په نړۍ کې دسیاحت او چکر لپاره یوازینۍ اړتیا پاسپورټ او پیسې نه دي. د هیوادونو له کلتور، رسم او رواج، خوراکونو او څښاکونو ، د چکر او سیل د ځایونوپه اړه کره او سم معلومات لرل هم اړین دي. دا ټول هغه وخت شوني دي چې تاسې هم هغه هیواد له ژبې سره بلدتیاولرې. که په هماغه ملک کې وې باید د هغو خلکو یا د بلې نړیوالې ژبې سره دومره بلدتیاحتماً ولرې ترڅو له یوځای څخه بل ځای ته سفر وکړای شې، د خپلې خوښې خوراک وغوښتلی شې، ښایسته پارکونو او ریسټورانټونو ته لاړشې. یو کلیوال مو خبره کوله چې یو کس کوم بهرني ملک ته تللی وو. دا چې دهغه هیواد ژبه  یې زده نه وه نو هوټل کې ورڅخه خدمتګار د خوراک په اړه پوښتنه کړې وه. دا چې ده ددوی ژبه نه وه زده خدمتګار ورته دمختلفو خوراکونو نومونه اخیستي وو، ده ورته د یو خوراک په نوم اخیستو سره سر خوځولی وو. کله يې چې ورته خوراک مخکې ایښی و د خنځیر غوښه یې ورته راوړې وه.

۶-    د معلوماتو د اصلي ماخذ پيدا کول: بعضې وخت د یوې څیړنې پر مهال موږ اړیو ترڅو له نورو ژبو څخه ګټه واخلو. نن سبا په هره ژبه کې د هرې موضوع په اړه ډیرې لیکنې شوي دي. که موږ له ژبو سره بلدتیا ولرو کولای شو د هر ډول معلوماتو یوې غني او بسیا سرچینې ته لاس رسی ولرو. نن سبا په انګلیسی او عربي ژبه چې موږ ورسره تر ډیره بلدتیا لرو ډیر  معلومات شتون لري. داسې موضوعات کیدای شي ډیر کم پيداشي چې د هغې په اړه په انګلیسي او عربي ژبه لیکنې نه وي شوي.

۷-    له نورو کلتورونو سره سره بلدتیا: نه یوازې د یو هیواد بلکې د هرې ټولنې په اړه هر اړخیز کلتوري، عنعنوي، اقتصادي … معلومات یوازې په یوڅو کلیکونو سره په انټرنیټ کې پيداکولی او لوستلی شو. داهغه وخت امکان لري چې له نورو ژبو سره بلد وو. که له انګلیسي اوداسې نورو نړیوالو ژبو سره اشنايي لرئ نوستاسوپروړاندې دمعلومات هیڅ کمی نشته.

ــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.