کوچني او منځني کچې کاروبارونه

عبدالوافي نایبزی

151

کوچني او د منځني کچې کاروبارونه؛ پېژندنه، ستونزې او اوس‌مهال يې اړتیا

دا خبره نوره بېخي واضېح ده، چې خصوصي سکټور Private Sector د افغانستان د اقتصاد د ماشین رول لري، کوچني او منځني تشبثات یا SMEs بیا د دې خصوصي سکټور د ملا تير دی، د افغانستان ۸۰٪ سلنه خصوصي سکټور په هم‌دا ډول کوچنیو او منځنیو کچو تشبثاتو ولاړ دی. کوچني او د منځنۍ کچې کاروبارونه یا SMEs د افغانستان د سوداگرۍ شاوخوا ۸۰سلنه او د ټول هېواد د ناخالص تولید یا GDP نیمایي برخه جوړوي، د افغانستان یو پر درېیمه برخه کاري ځواک په‌دې برخه کې بوخت دی. سره له‌دې چې د افغانستان په‌څېر کمزوري اقتصاد لرونکي هېواد ته SMEs حیاتي رول لري، خو تر وروستیو وختونو پورې ورته چندان توجه ونه‌وشوه. د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو له‌پاره په نړۍ کې کوم هراړخیز او متفق‌علیه تعریف نه‌شته دی، او هر هېواد يې د خپل چاپېریال سره سم تعریفوي، د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع وزارت دا تشبثات په کُلي ډول په دوه برخو وېشل شوي‌دي، چې یو خدمات دي او بل يې تولیدي تشبثات دي، چې پر درې برخو مایکرو کاربارونه، کوچني یا Small کاروبارونه او د منځني کچې کاروبارونه باندې يې وېشلې دي، چې هر یو يې د تشکیل (په‌کې د بوختو کسانو) او شتمنۍ له اړخه تعریف کړي‌دي، چې په‌دې لیکنه کې پرې نه تم کېږي.
*************

خلک ولې کوچني/منځني کچې کاروبارونو ته مخه کوي؟

کوچني او د منځنۍ کچې تشبثات یا SMEs په ټوله نړۍ کې د کاري بوختیاو په رامنځ‌ته کولو کې غوښنه برخه لري، که ارقامو ته ولیدل شي، نو د ټولې نړۍ ۹۰٪ کاروبار د هم‌دې کوچنیو او منځنیو کچو کاروبارونو څخه جوړ دی، چې ۵۰٪ کاري مشغولتیا د هم‌دې کاروبارونو په‌وسیله رامنځ‌ته شوې‌ده. عموماً په غریبو یا د اقتصاد له اړخه په پرمختلونکیو هېوادونو Developing Countries کې د لاندې ځانگړنو له کبله خلک کوچنیو یا د منځنۍ کچې کاروبارونو ته مخه کوي:

لومړی، کم کاروباري مهارتونه: عموما په غریبو هېوادونو کې کاروباري مهارتونه کم وي، یانې هر کاروبار کول په دا ډول هېوادونو کې دودیزه بڼه لري، کلتور او رسم و رواج يې د کاروبار بڼه اغېزمنه کړي‌وي، نو له‌هم‌دې کبله په دا ډول ټولنو کې خلک لوی کاروبار او پانگونه په اسانۍ سره نه‌کوي او کوچني یا د منځنۍ کچې کاروبار ته مخه کوي.

دوییم، لږه پانگه: تاسې که خپل هېواد او د سیمې شاوخوا هېوادونو ته یو نظر واچوئ، نو عموماً د داسې هېوادونو وگړیو سره د پانگې‌اچوونې او کاروبار له‌پاره ورسره شتمني کمه وي، چې لوی کاروبار دې پرې پیل کړي، نو له‌دې کبله د کوچني کاروبار پیل ته مخه کوي.

درېیم، کمه ټکنالوژي: په کُلي ډول په نننۍ نړۍ کې د کاروبار د پيلولو له‌پاره تکنالوژي اړینه ده، د بېلگې په ډول که تاسې یو کوچنی مجوز کاروبار پیلوئ، نو لومړی باید ټولنیزو رسنیو ته د بازارموندې په موخه یو کس وگمارئ، وېب‌سایټ ولرئ، انټرنېټ ولرئ او لسگونه نورې کیسې. خو که یو غیر رسمي کوچنی یا د منځنۍ کچې کاروبار پیلوئ، نو ښکاره ده، چې لږې ټکنالوژۍ ته به اړتیا لرئ، یانې د ټکنالوژۍ پر سېټ‌آپ يې لږ لگښت راځي، له هم‌دې کبله خلک دا ډول کاروبارونو ته ډېره مخه کوي.

څلورم، لږو خام موادو ته اړتیا: عموماً په کوچنیو کاروبارونو کې خامو موادو ته کمه اړتیا لیدل کېږي، نو ځکه يې پیلول اسانه وي. تاسې فکر وکړئ، که په ننگرهار ولایت کې دوه زره مېرمنې د خامک کاروبار کوي، نو دوی خام موادو په څه ډول له کومه ځایه، څومره اخلي؟ ډېر اسانه، له کلي دوکان یا ښار څخه د ۵۰۰افغانیو تار او ټوکر پېري او خپل کار پیلوي.
*************

کوچني او منځني تشبثات کې د مېرمنو ونډه:
د رسمي راپورونو له مخې په افغانستان کې له ۷۰ تر ۸۰ سلنې د کوچنۍ او منځنۍ کچې کاروبارونه له جواز او قانوني ثبت پرته په ښاري او کلیوالي سیمو کې په غیر رسمي ډول فعالیت کوي، خو بیا هم د سوداگرۍ او صنایعو وزارت د شمېرو له مخې، تر ۱۳۹۹ مالي کال پورې ۴۰ زره ۵۹۸ شرکتونه او اقتصادي تصدۍ ثبت او جوازونه ورکړل شوي‌وو. په تېرو شلو کالونو کې د کلیوالي کاروبارونو د تقويې په موخه لسگونه پروگرامونه د حکومت او نړیوالې ټولنې خوا پر لاره واچول شول، چې تر ۷۰-۸۰سلنې پورې د دې پروگرامونو گټه اخیستونکي مېرمنې وې. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروگرام WEERDP چې د نړیوال بانک له لوري په ۲۰۱۸ز کال کې رسماً د افغانستان په ۳۴ ولایتونو، ۷۶ ولسوالیو کې د کلیوالي مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د پنځه کالو له‌پاره پیل شوی‌وو، اتیا سلنه گټه اخیستونکې يې کلیوالي مېرمنې وې.
*************

د کاروباري مېرمنو پر وړاندې پرتې ستونزې:
لکه څرنگه چې مې مو مخکې وویل، چې د مېرمنو ونډه په دا ډول غیر رسمي کاروبارونو کې د پام وړ ده او دوی په خورا کمې پانگې سره کولای شي، چې یو کوچنی کاروبار پیل کړي او د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې پرې حل کړي، خو دا د اړونده حکومتي ادارو مسوولیت دی، چې دا ډول غیر رسمي کاروبارونه معلوم او ورته د لا ښه کېدا له‌پاره زمینه مساعده کړي، چې تر څو د وخت په تېرېدا سره په منځني کچې کاروبار بدل شي، همدا ده، چې هوښیار حکومتونه کرار کرار دا کاروبارونه ثبتوي، تقویه کوي، له نورو کاروباریانو سره یې وصلوي او له کلیوالي کچې يې، ملي او نړیوال سوداگریز سټېج پورې رسوي. که څه هم د افغانستان غوندې په یو نرواکه او تړلې ټولنه کې د مېرمنو له‌پاره خورا سخته ده، چې کاروبار یې له محلي کچې حتا ملي سطحې ته لاړ شي، خو بیا هم دلته د یو شمېر پرتو خنډونو په اړه یادوونه کوو:

لومړی، مالي سرچینو ته لاس‌رسی: د نارینه‌و په نسبت ښځینه کاروباري مېرمنې مالي منابعو ته کم لاس‌رسی یا Access to Finance لري، له مالي منابعو څخه هدف دلته د کوچني منځنۍ کچې کاروبارونو ته د بېلابېلو محلي، ملي او نړیوالو اداره له لوري مالي مرسته کول دی، پورونه ورکول دي، مالي پوهه يا Financial Literacy ورښودل دي، چې عموما د دا ډول کاروبارونو د تقويې او ملاتړ له‌پاره ترسره کېږي.

دوییم، که چېرې تېرو شلو کالونو ته نظر واچوو، په کوچنۍ او منځنۍ کچه کاروبارونو کې د مېرمنو ونډه له سړیو کمه نه‌وه، یانې کابو سړیو سره یو ډول روان وو، خو کله چې به د دې کاروبارونو د مدیریت بحث راپورته شو، نو بیا به یې په راس کې یو نارینه واقع وو، او کاروباري مېرمنې به حاشيې ته وړل کېدې.

درېیم، د جنډر مسله، دا ښکاره خبره ده، چې د جنسیت مسلې تل ښځينه‌و ته زیان رسولی دی، که څه هم دا ډول کوچني او منځني کاروبارونه د پخو/زړو یا کونډو مېرمنو له لوري ترسره کېږي، خو بیا هم د دوی جنسیت مالي سرچینو ته د دوی لاس‌رسی محدودیت کړی‌دی، اکثره وخت دا مېرمنې خپله نه‌غواړی چې کوچنی کاروبار یې منځنۍ کچې او یا هم په ملي کچه رونق ومومي، په‌خپل کوچني کاروبار کې خوښ وي.

څلورم، سواد او ظرفیت نه‌شتون بله ستره ستونزه ده، چې یو کوچنی کاروبار د وخت په تېرېدا سره یا له‌منځه لاړ شي، او یا هم هم‌داسې کوچنی پاتې شي، چې موثریت يې په پای کې صفر شي، یانې که د سواد او ظرفیت‌لوړونې برخه کې کار وشي، نو له یو کوچني کاروبار څخه په کال کې لس نور کاروباریانې مېرمنې موندل کېدای شي. دا سواد او ظرفیت د تولید د ښه کېدا، بسته بندۍ، بازارموندنې، کاروباري اړیکو جوړولو، مالي پوهې لوړولو، حساب‌دارۍ پوهې لوړولو او مدیریتي برخو کې کېدلای شي.
*************

افغانستان او په منځني او کوچنيو تشبثاتو کې د کاروبار ډولونه:

د ارقامو پر بنسټ یوازې د مرغدارۍ په برخه کې ۸۲زره افغانان پر کار بوخت دي. د مرغدارۍ په برخه کې لا هم اړتیا لیدل کېږي، افغانستان هر کال په منځنۍ کچه ۱۹مېلیونه ژوندي چرگان او ۴۳زره ټنه د چرگانو غوښه را-واردوي. په‌داسې حال کې چې په کور دننه فارمونه د ۲۳۲زره ټنه غوښې برابرولو وړتیا لري، خو بازار ته په کور دننه فارمونو څخه ۱۸۲زره ټنه غوښه برابرېږي. د دې تر څنگ د مېرمنو له‌پاره خیاطي او گلدوزي، تُرشي او اچار جوړونه، مساله‌جات جوړول، د وچې مېوې بسته‌بندي او کرنې سکټور د کاروبار له‌پاره غوره فرصتونه دي.

د SMEs د پیاوړتیا او کاروبارونو ته يې د رونق بښلو په اړه به بیا ان‌شاءالله تفصیلي لیکنه وکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.