د کرهالې د شهيدانو پنځه ديرشم تلين انتقالي عدالت او دکرزي صاحب حکومت/ ډاکټر عبدالرحمن زماني

0 533

د وري (حمل) د مياشتې يوديرشمه  (۳۱) يا داپريل د مياشتې شلمه (۲۰) نيټه د کونړ د کرهالې د کلي د يو  زر دوه سوه او شپيته  (۱۲۶۰) تنو بې وسلې اولسې خلکو د ډله ايزې وژنې د پنځه ديرشم تلين سره برابره ده.  د کرهالې کلې د کونړ په مرکز اسعدآباد پورې مربوط يو  کلې دئ، چه د اسمار او جلال آباد پر لويه لاره پروت او د چغان د تاريخي غونډۍ په لمنه کې په هغه ځاې کې موقعيت لري، چرته چې دکونړ لوې سيند او د پيج د درې سيندونه سره يوځاې کيږي .

د ۱۳۵۸ لمريز هجري (۱۹۷۹ م کال) پدغه ورځ، چې د جمعې ورځ  وه، د کرهالې د کلي  بې گناه او بې دفاع اوسيدونکي  د روس پلوه  خلقيانو او پرچميانو د گوډاگي  کودتائي  رژيم  لخوا د سيند پرغاړه يوه ميدان کې  د غونډې اوخبرو دپاره  سره راټول او په ډله ايزه توگه په ډيرې بې رحمۍ  په گوليو وويشتل شول،  او بيا يې  پداسې حال کې د بلدوزرو په وسيله  په دوو  ډيريو کې تر خاورو لاندې کړل، چې يو شمير يې لا ژوندي وو، او پر سر انبار شوې خاوره يې خوځوله .

د کرهالې د قربانيانو گناه  دا وه چې يوه شپه مخکې د گوډاگي حکومت مخالفو وسله والو مجاهدينو د دوې  کلي ته په ننوتلو سره د ولايت په مرکز  حمله او  په چغه سرای  مشهور د اسعدآباد د نيولو هڅه کړې وه .

د کرهالې د ډله ايزې وژنې مسؤلين

د بيلابيلو رپوټونو  له مخې ددغو لاندنيو جلادانو لاسونه په مستقيم ډول دغې فاجعې کې ککړ وو :

  1. شهنواز شيوانی، د کونړ والی

  2. سپین جان لالهاند، د کونړ  د ولايتي شورا منشي

  3. صادق عالمیار، د کمانډو د کنډک قومندان

  4. عبدالحق، د ۶۹ غونډ قومندان

  5. گلرنگ، د کونړ دولايت د جبهې عمومي قومندان

  6. جگړن غفار، د مرورې د کنډک قومندان

  7. تورن سید محمد، د دافع ټانک قومندان

  8. محمد شاه د محی الدین ځوې د کمانډو د ټولي قومندان

  9. امام الدین لوگری، د عسکري قواوو قومندان

  10. جگړن بهرام الدین، د ۱۱ لوا عملیاتی افسر

  11. شمشیر نړیوال، د ولايت د تعليم او تربيې رئیس

  12. نورالرحمن، د سرحداتو رئیس

  13. ډاکټر بادام څوکیوال، سياسې کدر او د ولايتي شورا غړې

  14. محمد نعیم ]د[ میرعلی جان ]ځوې  سياسې کدر او د ولايتي شورا غړې  [

  15. محمد یعقوب نرهنگی، مستوفی

  16. عبدالقادر، سياسې کدر او د ولايتي شورا غړې

  17. ډاکټر نعمت، سياسې کدر او د ولايتي شورا غړې

  18. چمتو، د پيج  ولسوال، سياسې کدر  او د ولايتي شورا غړې

  19. شاهدل، د سياسې کدر غړې او د عمراخان د ليسې مدیر

  20. نظام الدین بی خدا، سياسې کدر او د ولايتي شورا غړې

البته په دغه تاريخي جنايت کې  د خلکو د ډيموکراتيک گوند هغه  کونړي حزبي مشران هم  شامل دي ، چې له کابل څخه يې د کونړ دولايت دچارو اداره په لاس کې درلوده، او که څه هم دپيښې په ځاې کې حاضر نه وو، خو د پوځي او سياسي تصاميمو په نيولو کې يې گډون درلود، او لومړې درجه مسؤلين گڼل کيږي . ديادونې وړ ده چې ددغه ډله ايزې وژنې په وخت کې لا روسې پوځي قواوو په افغانستان تيرې کړې نه وو، خو د شاهدانو په حواله څلور تنه روسي مشاورين  د پيښې په ځاې کې حاضر وو.

دکرهالې د ډله ايزې وژنې قربانيان

محترم  هيوادوال  کولاې شي د کرهالې د قربانيانو په هکله د زياتو معلوماتو او د شهيدانو د نومونو د بشپړ لست دپاره  زما هغه مضمون ولوي چې د « لست ۱۲۶۰ قربانی قتل عام قريهٔ کرهاله در ولايت کنر » تر عنوان لاندې د جرمن افغان آنلاين ، دعوت، او بورا په ويب پاڼو کې دمخه خپور شويدئ .

 په قربانيانو کې دغه لاندې کسان شامل  ول :

غریبکار ۶۷۶ تنه، زده کوونکي ۲۱۴، بزگر ۱۶۷، ښوونکي ۵۷، دولتي مأمورين ۲۷، ترکاڼان/ نجاران ۱۵، خټگر۱۰، د ۱۲ ټولگي فارغان ۱۱، هټۍ وال ۲، مولوي او ملا ۵، وسپن پښ/ آهنگر ۷، بڼوال / باغوان ۴، گنډونکي / خیاط  ۴، سرښوونکی ۲، صاحب منصب  ۲، محصل ۲، لیونی ۱، مستري ۱، گدام وال/ گدامدار ۱، تحویلدار ۱، نور   ۵۱،  او ټول ۱۲۶۰ تنه.

د بشري حقوقو څخه سرغړونه او د اولسي خلکو وژنه لا اوس هم دوام لري

نه يواځې د کونړ خلک، بلکې زمونږ  د گران هيواد ټول خلک  د تيرو دري نيمو لسيزو جگړو د هر پړاوپه ترڅ کې د بشر د حقوقو د سرغړونو، ډله ايزو وژنو، او جنگي جناياتو شاهدان او قربانيان وو. له بده مرغه په تيرو ديارلسو کلونو کې هم  د خلکو د هيلو سره – سره نه يواځې د تيرو دورو د جگړو د قربانيانو ستونزو او فرياد ته د کرزي صاحب د حکومت او نړيوالې ټولنې لخوا د پام وړ توجه نده شوې، بلکې د بشري حقوقو څخه سرغړونه او د ولسي بيگناهو خلکو وژنه لا اوس هم دوام لري  .

دملگرو ملتونو دبشر د حقوقو پنځه ويشتمې غونډې ته د سږکال د جنوري دمياشتې په وړاندې شوي رپوټ[i] کې راغلي دي چې په افغانستان کې د بشر د حقوقو حالت په پرلپسې توگه د ستونزو سره مخامخ دئ . په وسله والو شخړو کې داولسي خلکو ساتنه يوه ستره انديښنه ده .  د ۲۰۱۳ کال په لومړيو يولسو مياشتو کې د ۲۰۱۲ کال  د همدغه مودې په پرتله د  اولسې خلکو په مرگ ژوبله کې په سلو کې لس (۱۰%) زياتوالې راغلی دئ . د ۲۰۱۳ کال د جنوري د مياشتې  د لومړۍ نيټې څخه د نومبر دمياشتې تر ديرشمې نيټې پورې  د افغانستان دپاره د ملگرو ملتونو د مرستو د دفتر (یوناما) United Nations Assistance Mission in Afghanistan (UNAMA) او د بشر د حقوقو دپاره د ملگرو ملتونو د عالې کميشنرۍ     United Nations High Commissioner for Human Rights (OHCHR) سره  د  اولسې خلکو د مرگ ژوبلې اوه زره اته سوه نه نوي  (۷۸۹۹) پيښې ثبت شويدي، چې په هغې کې د وژل شوو شمير دو زره اوه سوه ديرش (۲۷۳۰) او د ټپي  شوو کسانو شمير پنځه زره يوسلو نه شپيته (۵۱۶۹) تنو ته رسيږي .  د يوناما له مخې د اولسي خلکو د مرگ  ژوبلې  ۷۵ % مسؤليت د حکومت د وسله والو مخالفينو په غاړه،  او لس  ( ۱۰ %)  د حکومت د امنيتي قواوو په غاړه دئ . ددغه رپوټ له مخې ولسې خلکو ته د مرگ ژوبلې   ۱۱%  د حکومت او مخالفينو د نښتو له امله،  او ۴%  په جگړه کې د استعماليدونکو چاوديدونکو موادو له امله منځ ته راغلي دي .

سوله او عدالت د افغانستان د خلکو دوه مهم خو ستونزمن آرمانونه

افغانان د يوه با ثباته، پرقانون او ولسواکۍ (ديموکراسۍ) ولاړ نظام غوښتونکې دي، او د تيرو درې نيمو لسيزو جگړو نه راپاتې د بشر د حقوقو څخه جدي سرغړونو ميراث په دوې کې له هر وخت نه زيات پر عدالت ولاړ دسوله ايز گډ ژوند آرمانونه او هيلې قوي کړې دي .

مونږ کولاې شو په هيواد کې  د يوه سوله ايز ژوند لورې ته د اوښتون ، او په قانون ولاړ ټولنيز نظام د اړتياوو سره سم د وگړو د گډ ژوند د بنسټ ايښودلو د لارو چارو په لټون کې د نړۍ د نورو ورته هيوادونو د تجاربو څخه استفاده وکړو. دجگړې پر مهال او د جگړې نه وروسته ټولنو کې دقانوني واکمنۍ او انتقالي عدالت په اړه د ملگرو ملتونو د عمومي منشي په رپوټ کې ټينگار شوې دئ چې عدالت ، سوله او ولسواکي د يوبل څخه جلا مفاهيم ندي، بلکې د يوې واحدې ټولگې برخې جوړوي .

انتقالي عدالت، د خلکو هيلې او د کرزي صاحب  دحکومت دوره

د پايدارې سولې او ثبات رامنځته کول، په تيرو لسيزو کې د  رامنځته شويو جرمونو پر وړاندې غبرگون، د مجرمينو او قربانيانو ترمنځ مصالحه او د شخړو ډک تير حالت څخه يوې گډې راتلونکې ته اوښتون په ټولو د جگړې نه وروسته هيوادونو کې  خورا گران کار دئ . خو د بن د کنفرانس نه وروسته د افغانستان د انتقالي حکومت ژمنې،  افغانستان کې د امريکې او ناټو د قواوو مستقيمه مداخله ، او په افغانستان کې د يوې ديموکراتيکې ادارې د جوړولو شعارونو، او دانتقالي عدالت د پروسې د مخکې بيولو هڅې، په خلکو کې  سولې او عدالت ته د رسيدو هيلې زياتې کړی وی . او پدې لاره کې يو څو ضعيف گامونه هم واخيستل شول چې په هغې کې د هيواد د نوي اساسي قانون له مخې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون جوړول، تيرو شوو جرمونو ته د رسيدگي دپاره د انتقالي عدالت د ملي ستراتيژۍ وړانديز، او «عدالت لپاره د خلکو غږ»  تر عنوان لاندې د افغانستان د بشر  حقوقو د خپلواک کميسيون  رپوټ چې د شپږ زره (۶۰۰۰) افغانانو سره د مشورې په پايله کې خپور شو، شامل دي .

انتقالي عدالت په يوه هيواد کې د جنگي جرايمو او د جگړې په ترڅ کې  د بشر د حقوقو څخه د سرغړونې هر اړخيزه څيړنه ده . د انتقالي عدالت  د تطبيق هدف په ټولنه کې د قانون حاکميت، او د عدالت، سولې او ديموکراسۍ تامين دئ . د انتقالي عدالت مفکوره د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۰ ميلادي کال کې د دوهمې نريوالې جگړې نه وروسته د نورامبورگ په نړيواله محکمه کې د نازيانو د نظام د مشرانو محاکمې سره پيل شوه او بيا وروسته په نورو هيوادونو کې هم عملي شوه.

دافغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون او يوناما د ۲۰۰۵ کال د جون د مياشتې په ۶ او ۷ نيټه په هاگ کې د سولې، مصالحې او عدالت په غونډه کې د انتقالي عدالت د عمل برنامه د بحثونو وروسته جوړه کړه. د هيواد د واقعيتونو په پام کې ساتلو او دديني ارزښتونو د سولې او ثبات د اړتيا پر بنسټ  د انتقالي عدالت  د اصلي عناصرو پلي کول په پنځو اساسي برخو کې په نظر کې نيول شوي وو :

  1. د افغانستان د خلکو په کړاوونو اعتراف کول

  2. داعتبار وړ او سالمو دولتي ادارو جوړول او ددولتي ادارو څخه د بشري حقوقو د ناقضينو او جنايتکارانو لرې کول

  3. حقيقت موندنه او مستند کول

  4. د پخلاينې د دود او ملي يووالي پياوړتيا

  5. دځواب ويلو معقول او اغيزمنې لارې چارې پيدا کول[ii].

له بده مرغه د انتقالي عدالت په وړاندې د کرزي صاحب د حکومت لومړنې او ستر خنډ په ۲۰۰۷ کال کې د ځان بخښنې  د هغه منشور منل وو چې ولسی جرګې تصویب کړ . په دغه منشور کې راغلي دي چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ کې د لنډمهالي حکومت تر پيل وړاندې چې کومې بيلا بيلې ډلې په کورنۍ جگړه کې ښکيلې وې له عدلي او قضايي تعقيب څخه ژغورل شوې دي . دا ماده داسې معنا لري چې تر طالبانو وړاندې په کابل کې په تنظيمي جگړو کې ښکيلې غاړې څوک د هغو اعمالو په باب نه شي پوښتلى . د دغه منشور تصويب  نه يواځې د افغانستان د اساسي قانون سره ښکاره تضاد لري، بلکې د انتقالي عدالت د عمل پلان، او هغو بين المللي عدلي مسئوليتونو ته هم شا کول دي، دکومو چې د ۲۰۰۳ کال راهيسې افغانستان غړيتوب لري .

دکرزي صاحب د حکومت  بله ستره جفا د ښوونځيو د تاريخ د کتابونو څخه د وروستيو دريو څلورو لسيزو لرې کول وو.  خو تر دې هم ستره جفا د ملگرو ملتونو د هغه رپوټ سره مخالفت او د هغې د خپرولو مخنيوې وو چې په افغانستان کې د ۱۹۷۸ کال د اپريل د ۲۷  نيټې څخه  تر ۲۰۰۱ کال د دسمبر تر ۲۲  مې نيټې پورې د ټولو وسله والو ډلو لخوا د جناياتو د نقشې Mapping report of crimes committed by all armed factions in Afghanistan between April 27, 1978 and December 22, 2001.  تر عنوان  لاندې برابر شوې وو.

دانتقالي عدالت د پروسې د پرمخ بيولو ضرورت

سولې ته د رسيدو دپاره د عدالت د تامين مسئله بنيادي ارزښت لري، او د عدالت دتامين لپاره بايد د خلکو غوښتنو ته توجه وشي . دا چې د تيرو انتخاباتو په نتيجه کې به جوړيدونکې راتلونکې حکومت څومره د انتقالي عدالت د پروسې ددوام او د بخښنې د منشور د لغو کولو دپاره کوټلي اقدامات وکړي، وخت به يې ثابته کړي، خو له کومه ځايه چې دانتخاباتي مبارزو او کمپاينونو په ترڅ کې انتقالي عدالت د کانديدانو په اجندا کې برخه نه درلوده او گڼ شمير کانديدان يا پخپله د بشر د حقوقو په تيري او سرغړونه تورن او يا يې د معاونينو لاسونه د ولسي بيگناهه خلکو په وينو سره دي، نو له دوې څخه  پدې لاره کې د اقداماتو تمه  کيداې نشي . خو که نړيواله کړۍ  بيا هم  چوپتيا اختيار او مدني ټولنې  بې تفاوته پاتې شي، نو بيا به  د بشري حقوقو د تيري کونکو د معافيت  دا کلچر او د افغان کړيدلي ملت دا غميزه د زيات وخت دپاره دوام ومومي .

(پای)

[i] . Report of the United Nations High Commissioner for Human Rights on the situation of human rights in Afghanistan and on the achievements of technical assistance in the field of human rights in 2013

[ii] په افغانستان کې (سوله، پخلاينه او عدالت) د عمل برنامه، د ۲۰۰۵ کال د جون ۶-۷

Leave A Reply

Your email address will not be published.