د کندز پیښه : بل جنګی جنایت / دوکتور م ، ع ، روستار تره کی

0 416

« باید د جګړی په ترڅ کی ملکی تآسیسات او ملکی خلکوته تاوان ونرسیږی .»

نوموړی فورمول ته زیاتره د ۱۹ پیړی په پیل کی د نړیوالو قوانینو له خوآ پام راواړول شو .

د لاهی دوهم کانوانسیون ( ۱۸۹۹ م ) او د هغه په تبعیت د ۱۹۷۷ م ضمیموی پروتوکول ( د دوهم پروتوکول لمړی ماده ) د جګړی په بهیر کی ، ملکی کسان تر ساتنی لاندی نیسی .

د ۱۹۷۷ م پروتوکول ، د بشر د حقونو اساسی تکی د هغی جملی نه د ملکی خلکو ساتنی ، د جګړی په مختلفو دولونو باندی ( ځمکه ، سمندر او هوآ ) د تطبیق وړ بولی .

د ملګرو ملتونو موسسه ( م ، م ، م ) د خپل تاسیس نه وروسته پدی باندی موافقه وکړه چه د سولی په ماموریتونو کی د لاهی د کانوانسیون ( ۱۸۹۹ م ) روحیه تر اجرآ لاندی ونیسی .

د جینوآ څلورم کانوانسیون ( ۱۹۴۹ م ) په خپل ۴۸ ماده کی وایی : « د جګړی اړخونه باید د نظامی او ملکی تاسیساتو او افرادو تر منځ توپیر کړی او د جنګی عملیاتو موخه باید نظامی تاسيسات او افراد وی . »

د جینوآ په کانوانسیون کی په ۱۹۷۷ م کی نوی احکام ورزیات شول .

په هیواد کی ۸ کاله جګړه موږ ته یو تریخ واقعیت په ګوته کوی : یعنی د نړیوال نظامی ائتلاف له خوآ په ملکی خلکو باندی « اقتضایی ارادی » بریدونه چه د نړیوال قوانینو نه د سرغړونی په ترڅ کی ترسره کیږی د جګړی د عمومی ستراتژی تکتیکی برخه ده . په بل عبارت په افغانستان کی په ملکی خلکو باندی د ناتو ګوذارونه د جګړه ایزی عمومی ستراتژی پر بنست باندی تنظیم شویدی چه د هغه موخه د ملکی وګړیو په منځ کی ویره اچول دی . تر څو چه عامه ولس د مقاومت د غړیو د هرکلی او میلمه پالنی جرآت ونکړی . د خلکو په منځ کی د وسله وال مقاومت لازیاتی نفوذ د نوموړی ستراتژی بطلان ثابتوی .

له دی کبله د عزیز آباد ، بالابلوک او په وروستی ورځو کی په کندز کی ( د سپتامبر ۳ مه د ۲۰۰۹ م ) په ملکی کسانو باندی د یرغلګرو ځواکونو جنایت کارانه برید د جنګی پروګرام له مخی تر سره کیږی .

د جینوآ د ۱۹۴۹ م کانوانسیون ضمیموی پروتوکول ( د ۱۹۷۷ م لمړی پروتوکول ) هغه نظامی عملیات په کلکه غندی چه موخه یی د ملکی کسانو په منځ کی د ( ترور او وحشت ) فضآ رامنځته کول وی .

لمړی پروتوکول په خپل ۵۱ ماده کی ( څلورمه فقره ) وایی : « هغه بریدونه چه اصلی موخه یی « بی له تشخیص او تمایز نه » د ترور فضآ راوستل او د خلکو نه غچ اخیستنه وی ممنوع شمیرل کیږی » .

د کندز په پیښه کی د ۳ مراجعو مسئولیت مطرح کیدای شی :

ــ د ناتو ځواک چه غړی یی د بین المللی قوانینو یو اړخ جوړوی او په غیر مستقیمه توګه د افغانستان اداره په لاس کی لری .

ــ د م ، م ، م چه ژمنه لری چه د سولی په ماموریت کی د لاهی کانوانسیون ( ۱۸۹۹ م) روحیی ته احترام ولری او په ځانګړی توګه په جګړه کی د ملکی خلکو ساتنه وکړی

م ، م هر کال د یوه پریکړی په صادرولو سره په افغانستان کی د ناتو په اصطلاح د سولی ماموریت ( ؟ ؟ ! ) اوږدوی . له دی کبله ویلی شو چه په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو د هر جنایت تر شآ م ، م قرار لری . یعنی جنایت د م ، م تر بیرغ لاندی تر سره کیږی .

ــ د کابل ګوداګی حکومت چه د نافذ اساسی قانون له مخی د خلکو د ښتمنی او ځان د ساتنی دنده په غاړه لری .

ــ د مدیا د راپور له مخی په کندز کی د بمباریو غوښتنی د یو آلمانی افسر له خوآ شویدی . د دی نه څرګندیږی چه :

آلمان د خپل دودیز سوله ایز نړیوال سیاست سره خلاف چه په اساسی قانون کی غبرګون موندلی د افغانانو په ضد په جګړه کی په « نیغه » توګه ورننوتلی دی او د ترسره شوی جنایت یو اړخ جوړوی.

د کندز په پيښه کی یو وار بیا پښتانه په یو بل جغرافیایی موقعیت کی د نظامی عملیاتو چه د دله ایزی وژنی نښی نښانی لری شکار شویدی . مختلف سوالونه راپورته کیږی :

۱ــ آیا پیښه د هغی عام وژنی ( ژنوساید ) پوری تړلی ده چه په ترڅ کی یی د ۸ کلونو راهیسی پښتانه کله په فزیکی لحاظ ( قوم وژنه په لیلی دښته کی د ۳۵۰۰ تنه طالبانو د شهادت نه پیل کیږی او تر اوسه پوری په جنوبی سیمو کی د نظامی عملیاتو د لړی د استمرار له کبله دوام لری) او کله په سیاسی لحاظ ( په جنوبی سیمو کی د ناامنو حالاتو سره سره د انتخاباتو دایرول ) د افغانستان د سیاسی صحنی نه د حذف کیدو ملعبت ګرځیدلی دی ؟

( د یادونی وړ دی چه په وروستیو وختو کی په سیمه کی پاکستان چه په افغانستان کی د سولی د داعیی د تحقق په مقصد مهم رول لوبولی شی ، د ځانګړی لاملونو له کبله د پښتنو په ځپلو کی د ناتو سره ګد دریز نیولی دی ) .

۲ــ د افغانستان په شمالی سیمو کی د پښتنو د نفوس او نفوذ کمزورتیا په سیمه کی د نظامی ائتلاف د ژیوپولتیک پلان سره څومره اړخ لګوی ؟

د مطرح شوی سوالونو ځواب هر څه چه وی ، واقعیت دا دی چه د ۸ کلونو په موده کی سیاسی فعالین د سولی د شعارونو له لاری او وسله وال مقاومت د جګړی په واسطه سره په جلا ونتوانیدل چه نړیوال نظامی ائتلاف د وسله والو مخالفینو سره سولی ته اړ کړی . د دی وخت رسیدلی چه وسله وال قهر آمیز جهاد د سوله ایز سیاسی مقاومت سره په یو خای کیدو کی ، یو پیاوړی سیاسی ځواک جوړ شی چه الزامآ په سیاسی معادلاتو کی د فشار د حربی په توګه د محاسبی وړ وی .

د سولی استقرار دا ایجابوی چه وسله وال مقاومت د جګړی په ساحه کی د خپل لاس ته راوړنو په ساتنی سره سیاسی کار وکړی . « و من اله التوفیق » فرانسه ، د سپتامبر ۶ ، ۲۰۰۹ م کال

Leave A Reply

Your email address will not be published.