بسم الله اکبري/ د نړۍ د ډاکټرانو امیر او پاچا وپیژنی!

0 837

ستر نابغه اونامتوفیلسوف بوعلي ابن سینا یادوم .

پورسینا د عبد الله بلخي زوی او۳۷۰  هجري،قمري کال دبخارا د چم ګاونډ په یوه کلیواله سیمه کې سترګې نړۍ ته پرانیستې. مور  یې ستاره نومیده اود افشنې د ښیرازې سیمي اوسیدونکي وه.

دغه لوی حکیم، فیلسوف او ستر پوهاندپه لویدیځه نړۍ کې داویسینا) (Avicenna   په نوم یادیږي. او د طب، فلسفې،حکمت، منطق،فقه،بیان،طبیعي علومواوماورالطبیعه،نجوم او ستورو پیژندنې،ریاضیاتو،بوټواوسابوپیژندنې،عروض،شعراوموسیقي کې ۴۵۶ ټوکه کتابونه اورسالې یې کښلي اوترې پاتې دي.

ابن سینا دماشومتوب له مهاله ترتنکی ځلمیتوب ۵ کلنی په منګ دخپل فاضل اوعالم پلارڅخه حساب،ریاضیات ، قران مجید، د عربي ژبې  صرف اونحو،لوست اوزده کړه وکړه اولس کلن وچې قرآن شریف یې حفظ اویادکړ.

هغه د ځلمیتوب له وخته په دښتواوبیدیاووکې دطبي بوټوپه پیژندنه اوپلټنه بوخت و. اوډیرژرپه ټوله اسلامي نړۍ کې دعلم اوفلسفې په ډګر کې لکه لمر وځلید.هغه دخپل نبوغ له کبله دشیخ الریس،حجته الحق، شرف الملک او ریس العقلاپه القابونومول شوی اوویاړل شوی دی.

ابن سینا دریاضیاتواومنطق زده کړه له خپل استاذ ابوعبدالله ناتلي اودفقې علم زده کړه یې داسماعیل زاهدڅخه وکړه اودابوسهیل مسیحي په استاذی دطبیعیاتو،مابعدالطبیعه اوطبي علوموپه زده کړه بوخت شواوپه۱۶ کلنۍ کې دهغه وخت په ټولو،پوهنواوعلوموکې داستاذۍ مقام ته ورسید.د ده پخپله وینا تر ۱۸کلنی پوري یې د بیلابیلو علومو  زده کړه وکړه اوله هغه وروسته یې دعلوموپه پنځونو،ایجاداواشاعه کولولاس پوري کړ د فلسفې، ادبیاتو، ریاضیاتواودطب په برخه کې یې بې شمیره اوبې ساري اثار رامنځته کړل.

د کتابونوله لوست سره یې بې جوړې اوتوده مینه درلوده .د میتافیزیک په اړه یې دارسطوکتاب ۴۰ ځله ولوست .خو ځیني مساءلې ورته مبهمې اوناپیژانده وې.یوه ورځ په لاره روان ویوه کلیوال سړي یو زوړکتاب دخرڅلاو په موخه هغه ته وړاندې کړ.ابن سینا دغه کتاب وپیره اوسملاسي یې دهغه په لوستلو پیل وکړ.له نیکه مرغه دغه کتاب اوقیمتي اثرد نامتوعالم ابونصرفارابي اثر وچې دهغه دلوستلوپه مرسته یې د ارسطود میتافزیک په اړه ټولې پوښتنې اوابهامات حل شول.

پورسینا یاپه بله ژبه بوعلي ابن سینا دطب او درملنې په ډګرکې دومره وغوړید چې شهرت یې دهغه وخت دپاچا هانو  پاملرنه ځان ته راجلب کړه.لکه چې د امیرنوح ابن منصوردناروغۍ په درملنه بوخت شوو.پاچا دقولنج په ناروغی  مصاب اواخته وخوکله چې یې ابن سینا درملنې ته ورغی لومړی یې دهغه د معالجو ډاکترانو له خوا دهغه د علاج په اړه دپوښتنو،ګرویږنوله لارې معلومات تر لاسه کړل اووروسته پخپله دهغه په درملنه بوخت شوو.امیرپه لنډه موده کې دجوړتیا اوسلامتی ،متره اوځواک وموند اوابن سینا ورته په ډاګه کړه چې تاسوناروغي دهغو مسي او نورو لوښوکې دخوراک څخه پیداشوي اودهغه په درملنه اوطبي لارښوونوجوړاورمټ شو.

امیر نوح ابن منصوردابن سینادبریالی درملنې په بدل کې دستروسوغاتونواوانعامونوتابیا اوتکل درلود خوابن سینا له پاچا څخه دانعامونوپرځای، وړاندیزوکړچې هغه ته دې په سلطنتي کتابتون کې د کتابونو د لوستلو او مطالعې اجازه ورکړ شي .ځکه په دغه کتابتون کې یوازې شاهزاده ګانواووزیرانودمطالعې چانس درلود.

پاچا دهغه غوښته اووړاندیزومانه اوابن سینا په خورا ستره مینه،ذوق اوخوشالۍ په سلطنتي کتابتون کې چې خورا علمي اوقیمتي کتابونه اواثار پکې ول دبیلابیلوکتابونوپه لوست اومطالعه لاس پور کړاوخپله سمندري علمي تنده یې پرې خړوبوله .هغه په کتابتون کې ۳ درې کاله پرله پسې ژوره مطالعه وکړه خوله بده مرغه یوه ورځ په کتابتون کې اور ولګید داورپه وژنه اواطفا کې یې خوراجدي هڅه اوهاند وکړخوډیری کتابونه داور په لمبوکې وسځیدل او پکې لوخړه شول.ځینوبدنیته او رخه لرونکودرباریانوپاچا ته داور دلګیدنې لامل اومسبب پخپله ابن سینا په ګوته او متهم کړ. ابن سینا په زندان کې ولوید خوهغه په زندان کې هم خپل نامتواثرالشفا په نو م ولیکه.

ریس العقلآبن سینا د خپل ژوند په یون کې خورالوړې،ژورې،ستونزي اوکړاوونه لیدلي اوګاللي دي.یوځل سلطان محمود غزنوي له خوارزم شاهانوله دربار څخه دپوهانواوعالمانوغوښتنه وکړه چې غزني ته ورشي.ډیری پوهان د سلطان محمود غزنوي دربارته حاظرشول خو ابن سینا دا غوښتنه ونه منله .غزنوي سلطان خوراپه غوسه شواودابن سینا د نیولواو احظارولو فرمان یې صادر کړ. خو هیڅکله د شیخ الریس ابن سیناپه نیولو بریالي نه شول.خو دسلطان محمود غزنوي وروسته دهغه زوی سلطان مسعود غزنوي په اصفهان یرغل وکړاوله اصفهانه امیرعلاءالدوله دخپلودرباریانواوسرتیروسره چې په دغه ډله کې ابن سینا هم ورسره ملګری و وتښتیدل د ابن سینا ډیری کتابونه دترکانو له خوالوټ،ځیني ورک اوڅه یې دغزني دربارته ولیږدول شول.

علاءالدوله د همدان په لوروخوځید اوپه دغه ستونزمن سفر کې ابوعلي سینا ته دقلنج ناروغي پیدا شوه جوزجاني یې مرستې ته راودانګل اوپخله ده هم دځان په درملنه لاس پوري کړاودمعالجې دارودرمل یې زیات کړل اوورځ په ورځ یې خپله فزیکي ځواکمني بایلله خودغه سترنابغه په همدې مهال هم دخدای ج دثبوت په اړه دحکمت المشرقین په نوم کتاب ولیکه اوهمدارازیې دختیځي فلسفې په نوم بل اثرچې وصیت نامې ته ورته و،وکیښ.

هغه په ځان پوه شوچې د ناروغی درملنه یې ناشوني ده .د دارودرمل څخه لاس په سر شو اوپخپله داسې وایې:

مدبر تن من از تدبیر فروماند،ودرمان بی فایده است.

اولکه چې وایې هر بند کشاده شد مګر نه بند اجل.دادعلم اوپوهې درنه سټه دجمعې په ورځ درمضان دمیاشتې په لومړی نیټه کال ۴۱۵ ـــ ه.قـمري ـ۱۰۳۷زیږدیزکال د۵۸ کلونوپه عمر دهمدان په ښار کې سترګې له نړۍ څخه پټې کړې.خوداډول نوموتي پوهان هیڅکله مرګ نه شې وژلی .دطب په برخه کې دهغه القانون کتاب په پیړیودطبي پوهانو لارښود څراغ اومشال دی .دغه کتاب دنړۍ په بیلابیلوژبوژباړل شوی اودانجیل وروسته په خورا لوړتیراژچا پ شوی دی. دغه کتاب ابن سینا په عربي ژبه چې په ټوله اسلامي نړۍ کې متداوله اوواکمنه ژبه لیکلی دی اودغه کتاب په ۲۱ جلدوکې دلومړي ځل لپاره په فارسي ژبه له عربي څخه دعبدالرحمن شرفکندي له خوا ژباړل شوی دی.

له نیکه مرغه تراوسه دابن سیناڅه دپاسه ۱۳۰ بیلابیل کتابونه پاتې دي اود دغه ستر نابغه په ویاړپه ۲۰۰۵م کال کې داکټریاشاربیلګین یو ټولګټی مرکزد آلمان دفرانکفورت په ښار کې جوړاوپرانیست.هرکال دمشرتابه اوداورې  ډلې په غوراوي اوتشخیص دابن سینا جایزه هغو کسانواوسازمانونوته ورکول کیږي چې دملتونوترمنځ دفرهنګي پوهاوي اوتفاهم په لاره کې یې زیار ایستلی وي.د دغه جایزې ارزښت سل زره )۱۰۰۰۰۰(ایروته رسیږي.

دتاجکستان په جمهوریت کې یو بانکي نوټ دابن سینا په تصویر مزین اوچاپ شوی دی.

دلیکنې دحسن ختام په موخه دابن سینا دیوي په زړه پوري سایکولوجیکي درملنې کیسه دیادولووړبولم.

دیوه ځایې واکمن یوځوان خپلوان په ناروغۍ پریووت.اودهغه د درملنې لپاره یې ابن سینا وروغوښت.ابن سینا د دنګ اوچټ ځوان په درملنه بوخت شو او دهغه لاس رګ یې ونیوله یوچاڅخه یې دچم ګاونډ کورونه ورته معلوم وي دمرستې غوښتنه وکړه چې دکورونونومونه واخلي یوڅوک راغلل اودکوڅودکورونو نومونه یې اخیستل.ابن سینا دکورونودنومونوسره جوخت دناروغ درګ په حرکاتو پوهیده .بیایې وپوښتل داسې یوڅوک غواړم چې دهمدغه چم ګاونډ د کورونو استوګن په نوم وپیژني.دابن سینا دهیلي سره سم همداسې یوڅوک پیدا شواودنومونوپه اخیستلویې پیل وکړابن سینا دناروغ دلاس رګ په کتلوبوخت وکله چې دیوې مستې اوچټې ښکلي پیغلې نوم یې واخیست ابن سینا درګ په حرکاتوپه شواوپه ډاګه یې کړه چې ځوان په همدغه جلۍ عاشق او خپل زړه یې پرې بایللی دی.دعاشق اومعشوق د ګډژوندپه پیل دځوان ناروغي دچا خبره په غرورغو ورکه شوه اوروغ رمټ شو.

په همدغه لیکنه کې دیادولووړاوخوراجدي سپارښتنه مې داده چې سپین سترګي اومتعصبه ایرانیان ابوعلي سینا دایران بولي اودهغه دپلار عبدالله بلخي اوابوعلي سینای بلخي دلمرپه څیر دروښانه نوم اوروستاړي سترګې پټوي اوغواړي افغاني ستر پوهان ،شاعران اوفلاسفه ایراني وبولي اوآن دعوه لري چې ګني سیدجمال الدین افغان هم ایرانی دی اوپه خپلواثاروکې یې دسیدجمال الدین سیدآبادي ایراني په نوم یادوی.

دافغانستان دپرتمین اوویاړلي تاریخ دتلپاتې ځلا اوزموږدبرمیال فرهنګ د دوښمنانودنابودی په هیله.

 هالینډ

۶/۲/۲۰۱۷

Leave A Reply

Your email address will not be published.