افغان تاریخ به نورهم واضح کېږي- محمد ایاز نوري آزادي

0 893

محمد ایاز نوري آزادي

۱۳/۲/۲۰۱۷

زه بنده دلته پروت د پرديتوب په ټاټوبي کې د ورځې اته ساعته حکومتي کار کوم او واټن د صرف تګ مې د کار تر ځای پورې ۲۶ کیلومتره دﺉ. زه سیواء له دوو رسمي تفریحو یا په حرکت کې  او یا هم ولاړ جسمي کار ته دوام ورکوم. دا آرامتیا د وجدان لرم، چې زما له انرژي او مالیې څخه د دغې ټولنې اړ او قانوناً مستحق کسان تامین کیږي، نو که یو وخت زه له کاره ولویدم، بیا به ورته وایم، چې اوس نوتاسو جوړ کسان زما لاس ونیسۍ. دا مې ځکه په ګوته کړله، چې زه د خپل اصلي وطن ښکلي او تاریخي افغانستان  سخت پوروړی یم او اقلاّ په یوه ممکنه وسیله یې باید هېر نکړم، ضمناً زه لکه څنګه، چې زما آرزو وه او ده، فرهنګي او ملي چوپړ کې په وروسته پاتو کې ځان شمارم. زه صادقانه وایم، چې د پخواني پاچا اعلیحضرت مرحوم ظاهرشاه ویب پاڼه ( آریانا افغانستان ) کله کله ګورم او هلته هم د هر چا لیکنه نه خلاصوم. زه فقط دغه تیره د جمعې ورځ دغه سایت ته په مراجعې تصادفي مې د پاچا د یوه سر سختې مدافع ډېرې بوختې او بیکاره اغلی ملالی موسی نظام پس له اوو میاشتو!! چُرتونو او فکرونو یوه اوږده لیکنه، چې عنوان « تعهد امانت داری در بیان واقعیت های تاریخی… ۳ د فبروري » دﺉ، com.arianafghanistan.www

زما په پته ولوستله. ورپسې مې هم دغه عنوان  ته په توجه د پاچا د یوه بل پلوي شاغلي عارف عباسي تمجیدي لیکنه د اغلې نظام او زما د رټلو په باب هم ولوستله. زه اکثراً د دغو دوو او یو دوو نورو پاچا پرستو لیکنې اصلاً نه لولم او یو ډول بیزاري د هغوی  د لیکلو او حتی سبک نه هم لرم، ځکه دوی ټول خو طرف دي او د خپلو پخوانیو لویو مادي او معنوي امتیازاتو څخه په محروم کیدو د پاچا ثنا او یواځې تمجید ته یې تبلیغات کوي، دوی هغو لوستو افغانانو ښه پیږندلي دي. یو وخت ما لیکونکي د اماني ویاړمن دولت د وخت د یوه معزز د کور د یوه غړي سره خبرې درلودې، هغه وویل، زه که څه هم مظلوم یم، لیکن طرف شمېرل کیږم، زما څخه ستا خبره او قضاوت د افغانانو ومخته زیاد وزن لري ځکه ته د افغانستان خلک یې او د خلکو په صف کې ولاړ او د هغوی د غوښتنو او حقوقو غږ پورته کوې، بناً که وخت لرې، حقایق خپل ولس ته ولیکه.

د نن څخه څه باندې اوه میاشتې پخواء ما په فیسبوک په انټرنټي جال کې د یوه افغان کس خاطره په نوم دې زلمی خان پښتون تر نامه لاندې ولوستله، هغه مطلب مې راوخیست او ضم د خپل آزاد نظر مې د « د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه یوه ملي تاریخي غلطي » تر عنوان لاندې د افغان جرمن ان لاین په سایت کې نشر ته ورکړ. پته ( آرشیف د افغان جرمن، زما نوم ۳۱ شمېره مقاله). د موضوع خلاصه دا وه، چې زما تحلیل دا وه، چې نادر خان د تاریخي شواهدو پر بناء د انګلیس د استعمار یو جاسوس وه، کله، چې هغه خوني پاچا پس له څلورو کالونو حکومت د یوه افغان قهرمان عبدالخالق خان پخپل کور کې له دې نړی د تل لپاره رهي کړ د هغه زوی ۱۸ کلن زلمی ظاهر خان بدون د تردید څخه د هغه وخت د انګریزي استعمار په هوکړې د افغانستان پاچا نصب شو. کله، چې  موضوع داسی وه، بیا د افغانستان بیطرفه ساتل یعنی کومه معنی لرله؟ بناً پاچا ظاهر خان که د افغانستان خلکو ته د خدمت هوډ لرلای، د روس پر ځای به هم هغه انګریز او ورسره ملګري متحده ایالاتو سره کلک په دوستي کې پاتې شوی وای او یو وار یې، چې بنسټیز اقتصادي ستنې په هیواد کې درولې وای بیا د افغانستان د خلکو په رایه د یوه تړون څخه وتل هم کوم ډېر مشکل کار نه وه او بل دا، چې د شاغلي زلمي پښتون په حواله به نن زمونږ په ګونډ کط هغه هم زمونږ د نیم افغانستان د مساحت او خاورې څخه داسی یو مونږ ته مُضر هیواد لکه پاکستان موجود نه وای. دا وه زما نظر، لیکن زما دغه نظر د ظاهر شاه پرستانو دغه څو مشهور شویو کسانو ته لکه د پخوا په شان د زغم وړ واقع نشو او اوس اغلې نظام یوه تنقیدي لیکنه پر ما کړیده، چې ماته د تعجب وړ نه ده. دا خو مخالفین دي، له هرې وسیلې استفاده کوي تر څو خپل مخالف بد نام کړي. همدغه اغلې نظام پخپله لیکنه کې یو ځای لیکلي: ( معلوم میشود، آقای ایاز نوري در عصر خونین اشغال افغانستان محصل در شوروی بوده و قسماً در اردوی آن زمان افغانستان هم رسمیت داشته اند…)، دلته هم دغه مخالفې خپله هڅه کړې، چې زما شخصیت ته منفی ضرر ورسوي. تحصیل او زده کړه هر چیرته، چې وي یو علمي شتمني ده، دا که زما خوښه وه یا نه وه، زه د یوه نظامي طلبه په حیث د امر تابع وم او د هغه وخت د شوروي اتحاد سره تودې او کلکې هر اړخیزې اړیکې د تحصیل په شمول اعلیحضرت ظاهرشاه جوړې او لاسلیک کړې وې، نه ما لیکونکي….!، بلی زه په افغان اردو څه کم شپږ کاله موجود وم، ما کوم ملي جنایت او ملي خیانت نه دﺉ کړی. هر وطن دوسته افغان تر اوسه په ارماني توګه وایی، چې زمونږ هغه اردو پاکستان او میا نواز شریف راته له منځه یوړله… زه تا جنابی ته دا په واضحه توګه وایم، چې هغه اردو دغه زه وم نه بل څوک، چې هر با ایمانه او د بیدار وجدان او سالم تعقل افغان یې د ړنګیدو ارمان کوي. زه یو مسلکي افسر وم، چې حربیه مکتب او حربي پوهنتون مې پخپل زیاراو دغه مظلوم ملت په پاکې مالیې سره لوستی ول. حکومتونه او زعیمان ځي او راځي، لیکن اردو لکه د ملت او ولس یوه ټوټه باید تل ساتل او درنښت ورته وشي، نوره تاسو پوی شی او منطق مو…؟!. که تاسو یا نور ورته کسان ماته د کوم خلقي او پرچمي ګوته نیسي، زه په یوه ملي مسولیت سره دا ووایم، چې له نادراتو څخه به وي، چې نه یواځې زه، بلکه زما نور اوه وروڼه او مرحوم پلار مې، نه خلقي، نه پرچمي، نه ماویست، نه اخواني او نه نادري پرست وو. هر افغان، چې کوم سند او ثبوت په دې هکله لري، خیر ده په مستعار نوم دې موضوع کې داخل شي، لیکن درواغ دې نه وايی، چې لوی خدای به یې په همدې دنیا راونیسي. ځکه زه د خدای په حضور کې وایم، چې مونږ ( پلار او زامنو د ظاهر شاه له وخته تر نن پورې یوه قرباني ورکړې ده، هیڅ رژیم ته مونږ د شخصي ګټو لپاره سر د تسلیم ټیټ نکړ او دا ساده کار هم نه ده)، البته زه په آزاد ډول وایم، چې د ګران افغانستان د ټولو سیاسي ګروپونو صفوف زما په قضاوت بی ګناه دي، رهبران یې ملت او خدای ته مسول دي.

اوس اما اصله موضوع چیرته ده، او پس له اوه میاشتو ولې اغلې ملالی نظام په یوه هغې ځانګړي خپل عصبیت او احساس د کموالي دا لیکنه زما په پته کښلې ده، عرض کوم:

ما پخوا هم لیکلي، چې یو افغان، چې کم هم نه، پوره ۴۰ کاله د افغانستان ټولواک پاتې شوی وي، اوس باید دغه کس یا په ټول کې دغه نادري خاندان اقلاً یو سیاسي لوی ګوند لرلای او په زرهاوو لوستي او هوښیار کسان د دغه ګوند غړي وای، لیکن اوس ګورو، چې د پخواني شوم پاچا پلویان یو څو کسان دي، چې ځانونه په خاصه وارخطایي، او یو ډول عصبي توب راښکاره کوي، په کره تاریخي اسنادو او نه منکرېدونکو شواهدو بیا هم دوی وايی، چې نه ( من زنده، جهان زنده )، یعنی دا، چې زه او زما فامیل د نادري کور د قدرت پر وخت آرام وه، په مادي او معنوي لحاظ بشپړ تامین وو، وزیر وم، والي وم، شاهي ارګ ته خیرامان خیرامان تلم او راتلم، نو زما د افغانستان پر ملت څه…؟!. دوی چون په هغه عمداً په نس وږي او فکر جاهل ساتل شوي ملت باندې حکومت کړﺉ دﺉ، نو دغه کسان صرف د «بلی صاحب» د جواب سره رږدي دي او د «نه صاحبه» د ځواب سره نا آشنا او قطعاً یې د اوریدو زغم نلري. زه دغه جنابانو ته وایم، چې هغه ستاسو د حکم کولو وختونه اوبو یوړل. هم هغه د قدرت پر وخت هم تاسو د افغان ولس د قبول وړ نه واست، لیکن تاسو د شیطان انګلیس د لارښووونې لاندې دغه شعار ته ښه ژمن واست، چې دغه مغرور ولس باید په یوه مړی خوراک پسې سرګردان وساتو او له بلې خواء پام، چې رانه لوستی او هوښیار او منسجم نشي او که لږ راحت په لاس ورغی، دا آزادی پال ملت لومړی زمونږ څخه خپل مشر غازي امان الله خان، چې تیار ژوندی د ایټالیا په هیواد کې د استعمار په ګولیو ټپي پروت دﺉ، راڅخه غواړي بناً دا ظالم او بې مروته، درواغجن او افغان دښمنه خاندان خصوصاُ د ۱۳۳۹ل کال پورې، چې لا زمونږ ګران مشر غازي لا ژوندی وه، لکه تراکتور د افغانستان په ولس وګرځېدل. هیڅ وطن پال افغان ته او یو ې ډلې ته یې د رښتیني سیاسي کار او فعالیت اجازه ورنکړه، له هغې جملې د ویښ زلمیانو ګران او ارجمند غړي یې نیول او د وطن ته د خدمت اجازه یې ورنکړه.

اغلې نظام د خپلې انتقادي لیکنې په پای کې د بابا ملت منبر ته ختلې او زه بنده او زما مربوط قام او ولایت یې داسې غندلی او توهین کړي دي:

« با مطالعه مضمون آقای ایاز نوری که لینک آنرامشاهده میفرمایید، داستانی از جواب یک شاگرد بازی گوش به معلم تاریخ چنین تداعی میگردد: (خصن و خصین هر سه دختران معاویه بودند).

دلته خاص د خپلو شخصي ګټو پر بنسټ دغه اغلې ظاهرشاه پرسته په یوه مثال سره ما او زما قام یا په مجموع کې د پکتیا د ولایت ولس د ناپوهپ په تور توهین کوي، د اغلې په فکر، د پکتیا او خوست دولایت اوسیدونکي پخپلو تلفظي کلماتو او اصطلاحاتو کله هم، د ح پر ځای خ تلفظ، یعنی حسن ته خسن وايی، یعنی د دې اغلې په نظر دا خلک جاهل او زه لیکونکی یو بازی ګوش شاګرد یم…؟!

البته دا جنابه واقعاً، چې د مکار او قران خوړونکي نادر شاه خان یوه مُخلصه لاروی ده. زما مرحوم پلار د نادرشاه د حکومت پر وخت د کابل د حرب  ښوونځي ته راوستل شوی وه، یوه ورځ پاچا د هغوی ښوونځي ته راغلی وه او زما پلار سره یې د سوال او ځواب نه پس نادر خان زما پلار او زما د پلار له طریقه د پکتیا ولایت ټولو اوسیدونکو ته د غره میشتو وحشیانو خطاب کړﺉ وه. البته نادر خان تر کومه، چې شاهي ارګ نه وه نیول شوی، د پکتیا خلکو ته یې ملي اتلان او د هوشیارو خلکو خطاب کاوه او کله، چې ارګ د هغوی په پاکو وینو هغه ته تسلیم شو، بیا د پکتیا خلک د هغه په نزد جاهل او غره میشته خلک ول… ها ها، تفصیل د دغه داستان (افغان جرمن ان لاین آرشیف، زما نوم ۳۲ شمیره لیکنه)، کې موجود ده.

او اوس په پای کې دغه څو پوښتنې په درنښت سره د اغلې نظام و مخې ته ږدم او  پس له اوو !!میاشتو یې د ځوابولو هیله مند یم:

۱- تاسو جنابې خو د افغانستان په ملي اکثریتي ژبه هیڅ کوم برلاسی نلری، او زما هغه مضمون ما په پښتو ژبه کښلی وه، تاسو یې په محتویاتو څنګه ځان پوه کړ او که تاسو د هغو جنابانو څخه یې، چې ، ولا پشتو ره میفاموم لیکن گپ زده نمیتوانوم؟

۲- افغان تاریخ لیکونکی مرحوم فیض محمد کاتب پخپل د تاریخ کتاب «تذکر انقلاب په ۸۶ مخ لیکي: (د سقاو زوی د افغان آلمان د تجارتی شرکت رﺉیس موسی خان قندهاری او ورسره نور اوه تنه  د امان الله خان د وژلو لپاره راوبلل او هغوی ته یې د ډېرو پیسو د ورکولو وعده ورکړه…»، آیا دغه موسی خان ستاسو پلار دﺉ؟ که هو، بیا تاسو که مهربانی وکړی په دغه حصه کې  نور وضاحت ورکړﺉ، چې ستاسو پلار د سقاو په دې ملي خاینانه دستور تاسو اولادو ته څه ویل، له بلې خوا تاسو د استقلال د محصل غازي امیر امان الله خان په باب هم تمجیدي لیکنی کړي او په عین د نادر پرستی او ظاهر پرستی کې امانی هم یاست!!.

۳- تاسو اغلې د ۴۰ لسیزې د پاچا د د یموکراسی اعلان سخته دفاع کوی، دا دوهم ځل کیږي، چې زه تاسو سیاسي تحلیلګرې نه پوښتم، چې آیا د دیموکراسي اعلان د سیاسي ګوندونو د قانون په بندي کولو کې ستاسو په نظر پخپله په دیموکراسي ملنډې وهل د ټولواک له خواء نه حسابوی؟

۳- افغان ملي مبارز میر غلام محمد غبار د دیموکراسي؟ په وخت ۱۳۴۶ل کال خپل د تاریخ کتاب (افغانستان د تاریخ په بهیر کې) چاپ ته ورکړ، لیکن همدغه دیموکرات؟ پاچا دغه کتاب بیرته توقیف او بندي کړ، یعنی د پاچا په نظر دا کتاب باید د افغانستان خلک ونه لولي، آیا په دې کتاب کې کوم د ملي خیانت او درواغو مسايل مرحوم غبار لیکلي ول، چې معظم ټولواک هغه کتاب مصادره کړ، کتاب یې بندي کړ، لیکن غبار یې بندي نکړ…د پاچا دلیل کوم وه؟

پای

 

Leave A Reply

Your email address will not be published.