د سریلانکايي کیسه /محمد نعمان دوست

0 956

ځوان استاد د تدریس په منځ کې خپله کیسه شروع کړه. لکه هماغه وخت ته چې ستون شوی وي؛ سترګو کې یې سرخي وځلېده او بیا یې سپیرې شونډې په ژبه تازه کړې؛
تر خپلو ټولګیوالو تکړه وم. سبق سره مې ډير شوق و او همدې شوق به تل له خپلو ملګريو مخکې کړی وم. له ځانه راضي وم، خو یوې خبرې ډیر ځورولم؛ هغه دا چې څو ځلې ماته د مډال راکولو غونډې جوړې شوې خو مور او پلار مې پکې یو ځای شرکت نه کاوه او نه مې خور دغه شان غونډو ته پرېښودل کیده.

دا د شلمې پېړۍ د وروستۍ لسیزي لومړي کلونه وو. دا مهال زموږ په هېواد کې کورنۍ جګړه په شدت کې وه. کله به کور ته په لاره وو چې ماین به وچاودېد، خلکو به لمبو کې لامبو وهله. هره خوا به یې لاسونه اچول. کله به غوڅ هډونه د سړک پر سر شټېدل او کله…

استاد، د اوبو بوتل په سر واړوه او زه په دې لنډه وقفه کې فکر کې ولاړم. په یو شېبه کې مې د خپل وطن ډېر منظرونه د زړه له سترګو تېر شول. ما ویل که استاد زموږ د وطن اوسنی حالات بیانوي. ما ویل که زموږ د وطن د جګړو کیسه کوي، د ویشتليو کیسه کوي، د چاودنو کیسه کوي، د ځانمرګيو کیسه کوي او د بمبارونو کیسه کوي.

سریلانکايي استاد بیا کیسه پیل کړه؛ چې کله ځوان شوم یوه ورځ مې له خپل مور او پلاره وپوښتل او د ګیلې په توګه مې ورته وویل چې تاسې ولې زما په نمانځغونډو کې ګډون نه کاوه؟ ولې مو زما خور دغو غونډو ته نه پرېښوده؟ پلار مې را وکتل او بیا یې ویل؛
ستا ماشومتوب د جګړو په لمبو کې تېر شو. چې کله به هم کور ته لږ ناوخته راغلې موږ به په مړو کې حساب کړی وې، موږ به ویل چې اوس د امبولانس غږ شي او ستا تابوت به راننوځي. بچیه! موږ ملامت نه وو، موږ ویل که دواړه ستا غونډې ته راشو، هسې نه انفجار وشي، دواړه له منځه لاړ شوو او ستا او د خور پالنې ته دې څوک پاتې نه‌شي.
بچیه! موږ دې خور ځکه نه پرېښوده چې که انفجار وشي، حمله وشي دا به موږ ته سخته شي چې د دوه اولادونو د جسدونو ننداره وکړو او…

استاد، شېبه غلی و او بیا یې ویل؛ موږ اوس له دې حالاته ووتلو. اوس هغه وېره نه‌شته. موږ شپه ورځ کار وکړ او بالاخره مو په خپل هېواد کې د وژنو لړۍ ودروله.
استاد له خونې ووت خو وروستۍ خبرو یې په خونه کې ازانګې کولې؛ «موږ اوس له دې حالاتو ووتلو. اوس هغه ویره نه‌شته. موږ شپه ورځ کار وکړ او بالاخره مو په خپل هېواد کې د وژنو لړۍ ودروله.»

سریلانکا شپږویشت کاله «جولای ۱۹۸۳- می ۲۰۰۹» هغه حالات وزغمل چې موږ یې له څلوېښتو کلونو راهیسې زغمو. له څلوېښت کلونو راهیسې مو هېوادوال د جګړې په اور کې سوځي. سړکونه یې له پرې شویو هډونو ډک دي او…
خو لا هم د سولې له‌پاره کار نه کېږي. لا هم له دغه خونړيو حالاتو د وتلو له‌پاره کار نه کېږي او…

البته په همدې حالاتو کې به د ځینو ګټې وي، دا ګټې یا خپله تامینوي او یا یې د خپلو اجرتیانو په لاس.
خدای خبر، موږ به کله له دې حالاتو وځو؟ کله به په خپلو لاسونو د جګړې ماشین فلج کړو؟ او…
موږ نو ولې تر سریلانکایانو کمزوري یوو؟

Leave A Reply

Your email address will not be published.