کمزورې بهانې/ ګل رحمن رحماني

0 569

ودې ژړل او يو ځل بيا دې د اوښکو او درد لارې په دغه اسماني څاڅکو او پاشي کړي . په دغه مرمرنيو لارو څوک را روان دي چې ته ورته دومره تياري نيسي ؟

 نن دې بيا ولې په دغه لاره قدم په قدم ددرد او څړيکو ګل غوټۍ او تنکۍ ګلپاڼې غوړلې دي ؟ ته فکر نه کوي چې اوس هغه ماښامونه تللي دي چې ټوله شپه به دې په کوم ګوټ او کونج کې سلګۍ وهلې او شپې به دې هم له درده په ويښو سترګو له خوبه وېستلې وې .

نن دې بيا وژړل او هغه مادي نړۍ ته دې خپلې اوښکې ديوې داسې ډالۍ په توګه وړاندې کړې چې ورته ارزښت نه لري. نن دې بيا په هغه ژبه طبعيت ته دخپل زړه دردونه بيان کړل چې دلته يې څوک په ژبه نه پوهېږي او هغه ژباړن چې پرې پوهېږي، نو دژباړې پر ځای خپله له درده چيغې وهي .

زه چې هر سهار او ماښام د خپل انګړ تنکي ګلان مړاوي ګورم او بورا ګان يې په پاڼو کې دماشومانو غوندې اوده؛ نو زر پوه شم چې نن شپه بيا اوښکې توېې شوي او يو چا شپه ترسهاره له دردونو سره ويښو سترګې سهار ته سپارلې ده .

  کله ماښام مړاوی وي او په چينارونو کې مرغانو چوڼ چوڼ نه اورم ؛ بياهم پوهېږم چې د نن ورځې د مهربانه لمر له تګ سره يو څوک له خپله ځايه نه ده پاڅېدلې او دکړکۍ تر څنګ يې ټوله ورځ په سرو سترګو تېره کړې .

ته به په يوازېتوب کې وژاړې ،بنګړي به مات کړې ، هار به له خپلې سپينې غاړې ډېر لرې په خاورو کې ګوزار کړې ، په هنداره کې به خپلې نازنيني زلفې وشکوي .

  په خپلو لاسونو به تندی ووهي او تر ټولو مهمه دا چې ماته به هم منکره شې او بيا به دې په ژبه د ماشومانه بهانو فصل وغوړېږي ؛ خو ته پوهېږې چې زه ددغه فصل له زړو خبر يم او په دې هم پوهېږم چې فطرت په کومه ځمکه ، د چا په لاسونو او د څه لپاره شيندلي دي ؟

   ستا دا بهانې به ستا له دومره بهانو او اوښکو ډکې موسکا سربېره هم  ما وخندوي خو ته به يې تر شا زما په سترګو کې دګيلو او لنډ مهاله  غوسې ولاړ غر نه وينې .

ګل رحمن رحماني
۲۰۱۲ سپټمبر ۱۰مه

 

Leave A Reply

Your email address will not be published.