د ځان  رسولو هنر/ ګل رحمن رحماني

0 659

    په خپل ژوند کې د موخو ټاکل او د حاصلولو لپاره يې قرباني ورکول، د غوره  او برياليو انسانانو ځانګړتيا ده، زموږ د وروسته پاتې والي او ماتو يو علت دادى چې په خپل ژوند کې اهداف نه ټاکو او د اهدافو لپاره د قربانۍ ورکولو پر ځاى ډېر ځله بې ځايه اندېښنه کوو او فکر مو دا وې چې په يوه بې هدفه او بې ګټې کار لګيا يو.

که چېرته کوم کس غواړي چې په ژوند کې د خپل اېډيال ځاى ونيسي او هغسې شخصيت شي، چې دى يې په خيالونو کې ګوري او ډېر ځله يې ددې ارمان کړي چې کاش زه پلانى وى، نو ګرانه خبره نه ده، ورسېدل او يا د هغې ځاى نيول هم نا ممکن نه دي، خو ددې پرځاى چې د قسمت او تقدير په تمه او يا نا هيلي شو، نو اړينه ده چې له ځينو ساده هنرونو کار واخلو.

دا کار نه په بې ساري او بې ځايه کوښښونو کېږي، نه په ټوله قربانۍ، بلکه اړينه ده چې د ورتګ لپاره يې ځينې موخې ولرو،چې لا هم زموږ او زموږ د ارمان په منځ کې پرتې سرې کرښې دي، خو له تېرېدو او ماتولو وروسته خپل ارمان او هدف ته ځان رسولى شو.

د ځان رسولو لپاره د موخو ټاکل اړين دي، خو په دوو برخو يې وېشلى شو چې له لنډ مهالو او اوږد مهالو موخو څخه عبارت دى، البته دا پروسه هغه مهال پيل کېږي چې ترې وړاندې مو د ځان لپاره يو اډېال او يو مقام ټاکلى وي، که داسې نه وي او هغه مقام مو نه وي تشخيص کړى چې ځان ورسوو؛ نو بيا د موخو لنډول او پالل نا ممکن دي.

لنډ مهاله موخې:

د ځان رسولو لپاره لنډ مهالې موخې ممکن ډېرې ساده وي، خو بايد ياد ولرو چې د ځان رسولو په لور د يون په برخه کې بنسټيز ارزښت لري، په لنډ مهالو موخو کې کولى شو چې تر ټولو وړاندې د خپل غوښتي مقام په اړه  پوره سوچ وکړو، که پوښتنې راسره وي، ځواب ورته ومومو، که په شکونو کې ډوب وو، بايد له شکونو ځان وژغورو او که په څه نه پوهېږو بايد ځان پرې پوه کړو، مثبت او منفي اړخونه يې و ارزوو، ګټه او تاوان مو وسنجووو، ځکه موږ نيت کړى چې د يوه اوږده پړاو په لور مزل پيل کړو.

ددې پړاو په اوږدو کې پښېمانه کېدل او بېرته راګرځېدل نه يوازې چې زموږ وخت ضايع کوي، بلکې له بل يا بدلېدونکي هدف څخه مو هم شاته کوي،  مثلا  که غواړې چې په راتلونکي کې ډاکټر شې، تر ټولو وړاندې بايد ځان ته په دې قناعت ورکړواو پوه شوچې ولې غواړم ډاکټر شم؟    ځوابونه هم شايد بېلابېل وي، څوک به پيسې، څوک شهرت، څوک نوم او نښان، څوک ټولنيز درنښت، څوک د خپلې کورنۍ د ناروغيو او رنځېدلو له درده او څوک هم د نورو … لاملونو په سبب دا مسلک غوره کړي.

هر کله چې ددې ټولو له منځه انتخاب کړې پوښتنې ته قناعت بښوونکى ځواب ورکړو، مسلک او دا لاره د بل چا له خوا را باندې ونه تپل شوه،  له ځان سره قانع شوو، چې دا شى کېږم او ددې لپاره، پايله به مې دا وي، نو دلته خپلې لنډ مهالې موخې ته رسېږو، د خپل راتلونکي د بنسټ ډبره ږدو او دا ثابتوو چې د ځان رسونې په لور مو لومړى ګام اېښى دى، هر ډول ستونزه او محروميت که راته، نو په لور به يې يون کوم.

اوږد مهاله موخې:

تر انتخاب وروسته د ځان رسونې لپاره بايد اوږد مهالې موخې وټاکو او ويې پالو، تاسې پرېکړه کړې چې ډاکتر شئ، بل چا درباندې نه ده تپلې، خپله دې وويل چې ډاکتر کېږم، اوس نو اړينه ده چې د نورو څانګو په اړه سوچونه له ذهن نه وباسې، خپلې موخې ته د خپل ارمان په سترګه وګورې.

تر ټولو مهمه دا چې په ځان کې ددې مسلک په برخه کې د خپل اېډيال کس خويونه او ځانګړتياوې په ځان کې پيداکړې، هر ځاى چې وي، په هر وضعيت او هره ستونزه کې بايد خپل راتلونکى په نظر کې ونيسې، ځکه تا نيت کړى چې خپل ټاکلي مقام ته ځان ورسوې، هېڅ څوک او هېڅ ستونزه بايد تا له دې نه شاته نه کړي.

د ارواپوهنې يو عالم وايي، چې تاسې هغه وخت خپل هدف ته رسېږى او خپلې ستونزې حل کولى شى، چې په خوب کې هم د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړئ، له ځان سره وغږېږى او په وېدو هم هغسې ستړي او پرېشانه وى، لکه څرنګه چې په وېښه کې ورسره لاس او ګرېوان وى.

له دې پرته د طب او طبابت په اړه مطالعه، له بيولوژي مضمون سره زياته مينه، له طبي کارکوونکو او ډاکترانو سره ناسته ولاړه، د روغتونونو او نوماندو ډاکترانو، د ډاکترانو د ژوند له تجربو څخه ګټه اخيستنه، ټول هغه څه دې چې په ځان رسونه کې راسره مرسته کوي.

د قربانۍ ځواک:

زموږ د ټولنې يوه عمده ستونزه داده، چې هر کاره يو، په هر کار کې مو چې ښه وه ، بس هغه يو، خو که چېرته غواړو، ځان په يوه برخه کې ورسوو، يو کاره او پوخ کاره شو، نو اړينه ده چې هېڅ ستونزه مو له خپلې موخې وانه ړوي، له هر ډول ناخوالو او  خنډونه سره که مخ کېږو بايد خپله موخه او مقام مو په ياد وي، چې غواړم دا شى شم او هر څنګه چې وي تر مرګه به هر څه په ځان تېروم، خو دې موخې ته به رسېږم.

که څه م ډېر کسان په دې نظر دي، چې انسان بايد له هر څه سره جوړښت(سازش) وکړي، د فولادو په څېر کلک نه وي، ځکه چې ماتېږي او له نورې ښې وځي، خو دلته زموږ موخه دا نه ده، چې ځان رسوونکى نور هر څه پرېږدي، ژوند او د ژوند چارې دې هم سمبالوي، مګر دا فکر ورسره اړين دى چې زه  که اوس هر څه يم او څنګه کېږم، خو په راتلونکې کې بايد دا شى شم.

فکر کوم چې دلته به مسلمان رياضي پوه محمدبن موسى خوارزمى يوه ښه بېلګه وي،  په تاريخي رواياتو کې دده د ژوند په اړه راغلي  چې په ماشومتوب کې د خپل ټولګي تر ټولو ټنبل زده کوونکى و، په ځانګړي ډول په رياضي کې خو يې هېڅ پوهه نه درلوده، د رياضي د ښوونکي د ډېرو وهلو له لاسه يې ټولګى پرېښود، غره ته ولاړ، هلته په يوه غار کې کېناست، پرېکړه يې وکړه چې نور به د ښوونکي له رټنو ځان ژغوري، ښوونځي ته به نه ځي، په همدې وخت کې باران شو، غار را وڅڅېد، محمد د رياضي له وېرې په سوچونو کې ډوب و، يو يو څاڅکى را څڅېده او دده  مخکې يې ژورغالى جوړوه، څو شېبه وروسته څاڅکو ژورځاى جوړ کړ، دا الهام يې ورڅخه واخيست، چې که زه هم يو يو تورى رياضي زده کړم، يو وخت به مې ټوله زده کړې وي. همغه و چې فکر يې بدل کړ، ښوونځي ته راستون شو او د وخت په تېرېدو يې په رياضي که د دوه مجهوله معادلو فورمول کشف کړ، چې تر ننه د ده په نامه يادېږي.

پاى

 

Leave A Reply

Your email address will not be published.