د فرهنگ د تاریخ (افغانستان در پنج قرن اخیر) د څو ټکو تحلیل او کره کتنه (لمړی برخه)

0 1,946

 ژباړن: زلمی کرزی                                                                             1/4/ 2017

 

د فرهنگ د تاریخ (افغانستان در پنج قرن اخیر)

د څو ټکوتحلیل او کره کتنه

(لمړی برخه)

(لیکوال: کاندیداکادمیسین سیستانی)

 

 

یادونه:

زلمی کرزی

ما د ښاغلی کاندید اکادمیسن اعظم سیستانی د فرهنگ د تا ریخ د څوټکوتحلیل اونقد ولوست په رشتیا ډیره په زړه پوری کره کتنه ده.

د فرهنگ د تاریخ منفی اړخونه یي خورا ښه روښانه کړی دی، دملی وحدت برخلاف د پام وړ ټکو ته يي ګوته  نیولی ده چي ښایی تر اوسه ډیر پښتانه لیکونکی اولوستونکي دغو مسایلو ته متوجه سوي نه وي، افغانانوته اړینه ده چي د فرهنگ په ناروا روایتونو او جعلیاتو ځان پوه کړي.                                                    د زلمی کرزی انځور   

زما په اند د افغانستان په دننه او د باندی کي، ځوانانو او راتلونکی نسل ته باید تاریخی مستند حقایق وکښل سي او د دوی افکار باید په جعلی لیکنو مغشوش نه سي.  

د سیستانی صاحب څخه مننه کوم چي د فرهنگ د کتاب پر مهمو ملی او تاریخی موضوعاتو منطقی او مستدله رڼا اچولی ده، او د ده د تاریخ ماهیت یي افغانانوته څرګند کړ. نوموړی هر وخت  د افغانستان دښمنانو او د پردیو ګوډاګیانو په مقابل کي ټینګ ولاړ دی. د لوی خدای څخه ده ته په دغه فرهنگی خدمت کي لا زیات بریالیتوب او سرلوړي غواړم. ما د ښاغلی سیستانی دغه کره کتنه چی په دری ژبه او په روانه ادبیاتو سره لیکل سوی دی، شپږبرخی په پښتو ژبه وژباړل، هیلمن یم چي ګران لوستونکي دغه په زړه پوری نقد او تحلیل ولولي او دخپلو تاریخي مالوماتو په بشپړولو کی ګټه واخلي.

محترم لیکوال ته دلوی خدای څخه روغتیا او سلامتیا غواړم.

‎ په  درنښت

زلمی کرزی 30 /3/ 2017

 

سریزه :

د نقد ځانګړی  مانا ښه د بد څخه بیلول دي، په عمومی مفهوم سره د نورو د آثارو ، اندونو او کړونو په باره کی قضاوت او ارزول دي. مګر د نقد څخه زیات کوم چي په خاص ډول د ادیبانو او څیړونکو په نظر کي وي د پوهانو، هنرمندانو او لیکوالو علمی لاس ته راوړنی او د دوی دآثارو په باره کي علمی ژور فکر او ارزښت دی .

ډیر ښه نقد هغه دي چی د یو اثر راز راز(مختلفو) بُعدونه،پیام، محتوا او شکل ارزیابی سي، طبعاً هر اثر ښه او بد اړخونه لري .هر کله چي په یوه کره کتنه کي د اثر ښه او مثبت اړخونه څرګند سي او پر منفی اړخونه یی تبصره و نه سي ، هغه ته مثبت نقد وایی چی د لوستونکو پام اثر ته راواړوي ،خامخا د  اثر خاوند د داسی نقد څخه خوشحاله کیږی. که چیری د یوه اثرمخرب او بد اړخونه څرګند سي هغه ته منفی نقد وایی،چی نه یوازی داثر د خاوند د ناخوښي سبب ګرزي بلکی د لوستونکو څوب او علاقه د اثر څخه کموي نو پدی ډول په ټولنه کي داثر باور او اعتبار کمیږي .

نن ورځ نقد په علمی ، فرهنگی ، سیاسی، او ادبی ټولو برخو کی سته او دغه نقد د اثر د پر مختګ سبب ګرزی، په نقد کي باید د اخلاقی اصولو مراعات وسي.[1]

بیله ویلو دا جوته ده هغه څه چي د نقد ارزښت لوړوي د نیوکه کوونکی رښتینتوب دی.نقد کوونکی باید د یو اثر د کره کتني په وخت کي خپل وجدان قاضی وشمیری څو د قلم مخه د درواغو، دروه او تور لګولوڅخه وژغوری.

د یوه اثر ډیره ښه د نقد لار دا ده چي کره کتنه عینی وي، یعنی نیوکه کوونکي د اثر مهم ټکي او نیمګړتیا وي نښانی او وه کاږي .وروسته د اثر دنیمګرتیا و دڅرګندولو لپاره هغه جملی او کلمات پخپل نقد کي ښکاره کړی. ښایی نیمګړتیا وي په جملو یا د موضوع په بیانولوکي او یا په محتوا او متن کي پټي وي . په هر ډول نقد کوونکی باید زیار وباسي څو د لیکوال پیغام که ګنګ اوپټ هم وي ، د جملو دمتن څخه راوباسي.په عمومی ډول په هغه طرز سره چي یو لیکوال د پیام پټ رمز را څرګندوی او د لاس وندونو په جوړښت کي اغیزه وکړي، هغه ته د(محتوا تحلیل) وایي .[2]

د یوه اثر د شکل په ارزونه کی اړینه ده چی مؤلف د لیکلو طرز، دمطالبو او اخځونوترتیبول، او په څیړنه کي د لاس وندونو استدلال ، تفسیر او تشریح ته پام وکړی، د یو اثر ظاهری شکل یا د لیکلو ادبیات ځانګړی او خاص ارزښت لري.

افغانستان در پنج قرن اخیر:

د کتاب لیکوال میر محمد صدیق فرهنگ، د استقلال د لیسی د يوولسم ټولګي څخه د هاشم خان د  استبدادی حکومت په دوره کی ایستل سوي دی. مولف زیرک، مستعد او د مطالعی خاوند وو. وروسته د شاه محمود خان د صدارت په وخت کي د دریمي مشروطی په غورځنګ کي چي مشریی میر غلام محمد غبار وو، شامل سوو. څه موده د«وطن جریدي» مسؤول چلونکي وو. په (۱۳۳۱/۱۹۵۲)کال د څو کسانو مشروطه غوښتونکو سره بندی سو.د ده په خبره څلور کاله يي په زندان کي تیرکړی دي[3]، مګر د ملګرو په خبره هغه د خپل ورور سید قاسم رشتیا په واسطه چي د وزیرانو د مجلس منشی وو، د مبارزی څخه لاس واخیست اود خپلو ملګرو بندیانو د مخه د زندان څخه خوشي سو او په دولت کي یی دنده پیل کړه.

فرهنگ، زیات تاریخی، اقتصادی او علمی آثار د انګلیسي څخه په دری ژبه ژباړلی دي.او دافغانستان د تاریخ یوه برخه د اسلام وروسته د( صفاریانو دوره) کښلي ده، همدا رنګه د نیمګړی زده کړی سره سره د ذکاوت خاوند او تکړه لیکوال وو. د ده د مشهورو تالیفاتو څخه یو هم «افغانستان در پنج قرن اخیر» کتاب دی.

په ټولنپوهنه کي ویل کیږی ، انسان دخپل ټولنیز، اقتصادی او فرهنګی چاپیر د پرورښت محصول دی. ارومرو د ټولني اغیزه مني، پر بل انسان باندی د انسانی محبت څخه خوشحاله کیږی او دغه احساس په انسانانو کي راز راز لیدل کیږی. فرهنګ هم د یوه انسان په توګه د خپل چاپیر څخه اغیزمن سوی دی.هغه د خپل سیاسی فعالیت له کبله د زده کړی څخه د محرومیت او د زندان خوند لیدلی دی، نو په همدی ډول دغه کړاو د ده دسیاسي افکارو او اندونو په جوړښت کي اغیزمنتیا درلوده ، کله چي خپل اثریي لیکی د ټولنیزو پوړونو خبره منځ ته راغلی ده، د بد بینی او خوښ بینی احساس یی نسبت د پښتون موروثی حکومتونو او قومونو ته ښکاره سوی دی. وایی چی هغه د (۱۹۶۴)د اساسی قانون مسوده کښلی ده او دخپل ورور رشتیا په مشوره یی (۲۴) ماده ور زیاته کړه ،چی د شاهي کورنۍ غړي باید د سیاسي فعالیتونو څخه بی برخی وي په حقیقت کي یی دسردار محمد داود خان څخه خپل غچ واخیست.

آیا ۲۵ پلا دیوه تاریخی کتاب چاپ د پوښتني وړ ندی؟

 امین فرهنگ د ښاغلی قاسم باز سره د فیسبوکی مناظرو په ترڅ کي ویلی دی چی «افغانستان در پنج قرن اخیر» تر اوسه ۲۵ پلا چاپ سوي دی. د دغه کتاب لومړی چاپ په(۱۹۸۶) کال په امریکا او وروسته په ایران کي چاپ سو. په افغانستان کي د لڼدي کیسي څخه نیولی تر شعري ټولګه پوری او د تاریخ ، حقوق اوسیاست کتابونه په پر له پسي توګه نه دي چاپ سوي،ځکه د افغانستان ټولنه داسی ټولنه ده چی د نالوستو شمیر په سل کي (۷۰تا ۷۵ ) فیصده دی. هغه هم په سل کي څلور فیصده د لیک لوست خاوندان د لوستلو سره علاقه نه لري، زیات کسان  د ورځپاڼو، اخبارو، شعر او ادب او فکاهیاتو سره علاقه ښکاره کوي، نه وتاریخی کتابونوته .او که پاته کسان د تاریخی څیړونواو مطالعی خاوندان وي، ددوی شمیر په هر زرو کسانوکي دوه دری کسان د علمی مرکزونو او د پوهنتونو استادان شمیرل کیږي ، نو په دی ډول د فرهنگ د تاریخ چاپ هر کال یا یونیم کال کي یو پلا داسی ټولنی ته آیا د پوښتني وړ ندی؟

تر هغه ځایه چي تجربه ښکاره کوي دلیک لوست خاوندان حتی زموږ تعلیم یافته کسان دکتاب د رانیولو ذوق نه لري اکثره کتاب پلورونکی د ورځی پنځه ټوکه کتابه نه پلوري، نو هغه کوم کسان  دي چي «افغانستان در پنج قرن اخیر» کتاب رانیسي؟ آیا د کتاب دپلورولو د عایداتو ځخه څوک کولای سي هر کال د نوی چاپ لګښتونه برابرکړی؟ ګومان نه کوم . ښه نو دا ټول لګښتونه څوک ورکوي ؟ آیا دغه کتاب د ادبیاتو او محتوا له مخی د غبار تر تاریخ (افغانستان در مسیر تاریخ ) لوړ دی او یا د فیض محمد کاتب سراج التواریخ تر کتاب بشپړ او د باور وړ دی ؟ هیڅکله نه ؟ ولی دغبار تاریخ او سراج التواریخ مهم تاریخونه لکه د فرهنگ تاریخ په تکرار سره نه چاپیږی ؟

ما دری سره کتابونه لوستلي او لرم یي ، نو ویلای سم چي «افغانستان در پنج قرن اخیر» د محتوا او تحلیلی طرز له مخی، هیڅکله د غبار کتاب (افغانستان در مسیر تاریخ) ته نسې رسیدلاي. یوازی د اخځونو په ښکاره کولو کي نسبت د غبار تاریخ ته معیاری دی او دغه مساله دونی اهمیت نه لري چي هر کال دغه کتاب نوی چاپ سي !!

زما په اند دوه شیان د فرهنگ په تاریخ کي سته چی دغبار په تاریخ کي نسته.

لومړی: د افغانستان د خلګو دموکراتیک ګوند په لار ښوونه د ثور د کودتا دپیښي بیانول چی د

نړیوالي او افغانی ټولني د علاقی ور وګرځید او دغبار په ژوند کی داسی بخوله (فاجعه)په افغانستان کي د ایدیولوژیک نظام د ټینګښت لپاره منځ ته نه وه راغلی او د هغه رژیم مخالفانو زیاته علاقه در لوده څو هغه آثار چی د هغه رژیم سره بشپړ ضدیت ولری او په هیواد کي د شوروی یرغل په دوره کي د پښتنو د حکومت پر ضد وي، ولولي.

دویم : فرهنگ د تاریخی روایتونو په لفافه کي ، غیر پښتون قومونوته پیغامونه او زیګنالونه مخابره کوي.چي د دغو پیغامونو اغیزي په ورستنیو کلنو کي په افغانستان کي د چپی نظام تررانسکوریدو وروسته، د غیر پښتون قومی او مذهبی سازمانولپاره دهندوکش په شمال کي قومی جګړو او قبیلوي مخالفتونوته یو دستا ویز ګڼل کیږي.

د فرهنگ د کتاب د ناوړو پیامو اغیزمنتیا وه چی له یوه پلوه د افغانستان د نوم د بدلولو مسأله او له بله پلوه د پښتون سره مخالفت وو، په تیره بیا د هندوکش د شمال څخه د پښتنو لیږدول و سویل ته، چي دغه موضوع په اخرو درولسیزو کي اوج ته رسیدلی وه .

همدارنګه د دغسي پیغامونو لیږل نفاق اچول دی چی د فرهنگ کتاب د افغانستان دملی یووالی ضد ډلي او سازمانونه هر کال چاپوي او ویشي یي. له نیکه مرغه د ارواښاد غبار په کتاب کي داسي خبره نسته چی د هغه څخه دي قومی بیلوالی او د تاریخی تصفیه حساب بوی راپورته سي، داسی شي نه تر سترګو کیږي.

زما پر کتاب نیوکه دفرهنگ د کتاب د اقتباس په اړه :

په ۱۹۹۵ کال کله چې ما د سویدن گوتنبرگ کي د ساگوسن ډ کډوالو په کیمپ کي ژوند کاوه، د مطالعی دپاره مي زیات وخت در لود، خو د افغانستان په باره کی دلوستلو کتاب نه وو. یو هزاره هیواد وال دفرهنگ تاریخ درلود ډیرو افغانانو ، داکتر، ماستر، جنرال، دیپلومات او د پوهنتون استادان په دغه کیمپ کي ژوند کاوه ، هر یوه د دغه کتاب لوستلو ته  علاقه درلوده په روڼ یی کتا ب اخیست او کتاب یی لوست، ما هم د څو شپو لپاره کتاب امانت واخیست اوپه  ډیره بیړه مي ولوست، د لوستلو په ترڅ کي مي هغه برخي چي د خلګو دموکراتیک ګوند په حکومت اړه درلوده او د دوی د اداری له امله د ګوند په مقابل کي د خلګو دغبرګون سبب ګرخیدلی وو،رانقل کړی او هغه مطالب مي پخپل کتاب (مقدمه ای بر کودتای ثورو پیامد های آن در افغانستان) کي رانقل کړل.

زما کتاب په ۱۹۹۶ د سویډن د ګوتنبرک په ښار کي چاپ سو،د کډوالو په منځو کي دمنفي زمزمو سبب وګرزید، دغه کسان د خلګ دموکراتیک ګوند ته منسوب وه ، په ۲۰۰۰ کال کي خبر سوم چي زما کتاب بیله زما اجازی څخه په پیښور کي بیا چاپ سوی دی او د ځنیو پرچمی کسانو له خوا چي ما ددوی ونډه د ملګرو ملتو د سولي د پروسي په تخریب او د داکتر نجیب د حکومت په ړنګیدو کي نومونه اخیستی دي، دوی په هغه کي لاس وهنه کړی ده . څنګه چي دویمه نسخه زما لاس ته نه راغله ، زه نپوهیږم چي کوم شیان یي پر هغه زیات کړی دي او کوم شیان یي ایسته کړی دي.

په ۲۰۱۲ کال ښاغلی شاه محمود مستمند د خلک دموکراتیک ګوند غړی چي د داکتر نجیب الله پلوی وو، زما پر کتاب اوږده کره کتنه وکښله او هغه مطالب چي ما د فرهنگ له کتاب څخه اخیستی وه، سخته نیوکه وکړه او خواهښت یي کړی و څو هغه مطالب په وروستي چاپ کي ایسته کړم ځکه چي هغه مطالب دفرهنگ په کتاب کي مغرضانه کښل سوی دي.

ښاغلی مستمند کښلي وه : «مقدمه ای بر کودتای ثور وپیامد های آن در افغانستان» د محترم کاندید اکادمیسن اعظم سیستانی چي د هیواد ، ملی، فرهنگی اوستر علمی شخصیت دی ، یومستند  کتاب دي. د کتاب مطالب بشپړ په زړه پوری او د لوستلو وړ دي او زیات مطالب د محترم سیستانی خپله د سترګو لیدلی حال دی.او نوریی هم له معتبر او عینی شواهد را نقل کړی دې چي  په افغانی ټولنه کي ژوندی تاریخ شمیرل کیږی. په داسی حال کی چي ځیني مطالب جی د نورو منابعو څخه  اخیستل سوي دي ، حقیقت نه لري او یوازی دسوړ جنګ تبلیغات دي. او لیکوال هم هیڅ ډول اثبات خپلو دلایلو ته نه لری او د اخیستلو سرچینه یی هم نه ده کښلی. له یوه پلوه دغه نیمګړتیا په راتلونکی کي د محترم سیستانی د بد نامي سبب ګرزي او له بله پلوه د دی کتاب د کمزورتیا سبب هم ګرزی . زما یو دلیل  دا دی چی هغه مطالب چي د مغرضو او منافقو کسانو څخه اخیستل سوي دي ،دخپل کتابڅخه حذف کړی، نوځکه  هغه مي نه یوازی په مستند ډول نفی کړی ده بلکی د جعلکار رښتنی څهره می څرګنده کړه او دهغه پر ځای می حقایق د مستندو لاس وندونو سره د کتا ب د نوی چاپ لپاره وکښل.»

لیکوال دخپل د کره کتني په دویمه برخه کی د فرهنگ پر کتاب داسی نیوکه کړی ده او کاږي: «دثور په کودتا کي د شورویانو د مداخلی په اړه ، فرهنگ د(ف. لببیب) له قوله داسی کاږي:«په کابل کي د کودتا لارښوونه په شوروی سفارت کی ترتیب سوي وه او د سرور منګل په نامه یوه منصبدار حفیظ الله امین ته ور سوه او هغه بیا د ګلاب زوی په لاس نورو منصبدارانو ته ولیږل،(۸۶ مخ،مقدمه ای بر کودتای ثور)» مستمند مخته ځی او کاږی :« د يادولو وړ ده چي محترم سیستانی صاحب د دی پاراګراف د اخیستلو په عوض باید د فرهنگ پرکتاب یوه کره کتنه کښلی وای، په تیره بیا پر همدغه پراګراف باندی.»

څنګه چی لیدل کیږی ښاغلی مستمند زما څه هیله درلوده ، چی باید ما د اقتباس دمخه دفرهنگ پر کتاب نقد کښلی وای. خومستمند باید وپوهیږی چه د یوه چاپی اثرڅخه نقل قول دڅیړونکو دنده ده. مګر د یوه تألیف روایت او یا پر یوه کتاب باندی نقد هغه وخت مطرح کیږی چي څیړونکی د هغه پر صحت شک پیدا کړی. خو ما د (ف. لبیب) په روایت او د سرور منګل پر نوم شکمن نه سوم، ځکه د کارمل د راتک سره د سرور منګل نوم مي د لوړو زده کړو د وزیر په توګه اوریدلی وو. لیکن ما هغه له نږدی نه پیژاند. لومړی ځل په ۲۰۰۴ ما سرور منګل د سویدن د گوتنبرگ په ښار کي ولید او موږ سره معرفی سوو.

دوه کسان په یوه نوم په دو بیلو سیمو کي د امکان څخه لري نه ده . همداوس دوه تحصیل کرده افغانان  د داکتر لعلزاد په نوم، یوتاجیک له بدخشان څخه په لندن کی اوبل بلوڅ دنیمروزڅخه په کانادا کی ژوند کوی. د فرهنگ د کتاب د اخیستنی د مخه ، نورو کسانو لکه: داکتر کاکړ، ولسمل ، محترمه پروین مجروح ، زرملوال او فضل احمد زکریا د فرهنگ پر کتاب کره کتني کښلي دي،مګر ددوی څخه هیڅ یوه دسرور منګل پر نوم شک او تردید نه دی ښکاره کړی او خپله منګل هم پخپل وخت کي دغه موضوع نه وه روشانه کړی .

زما د ذهنیت تغییر د فرهنگ په  باره کي:

یو وخت ما فکر کاوه چي ښاغلی فرهنگ  د دریمی مشروطی د یوه غړي  په توګه  د سیاسی تقوا له پلوه باید پر نورو حکومتی کسانو لکه پر خپل ورور سید قاسم رښتیا لوړتیا ولري.او هغی نیوکي چه حشمت غبار پر هغه باندی په دوهم ټوک( افغانستان در مسیر تاریخ) کي کړي دي، ښایي دسیاسی کدورت له مخی وي. د هیواد پر نورو فرهنگی شخصیتونو لکه: علامه عبدالحی حبیبی، نجیب الله توروایانا او عبدالهادی داوی هم نیوکی کړی دی. ما په ۲۰۰۰ کال کی د اروا ښاد پوهاند حبیبی د فرهنگی چوپړ د دفاع له کبله د حشمت غبار په ځواب کي مقاله وکښله[4] او د «افغانستان در پنچ قرن اخیر» د کتاب اولیکوال څخه مي هم دفاع وکړه، خو اوس وایم، کاشکي دغه کار ما نه وای کړای.

د داکتر سید عبدالله کاظم د مقالو د څرګندولو څخه (چگونه داود خان را به یک مخالف سرسخت نظام تبدیل کرد ؟) اود ښاغلی ولی آریا له مقاله (دردادگاه مردم) تر سر لیک لاندی او هم نصیر مهرین مقالی د فرهنگ او رشتیا په باره کي، همدا رنکه دداکتر حسن شرق لیکنی د رشتیا په باره کي ، زه یي دي ته اړ کړم چي ووایم ، کاشکي د فرهنگ دفاع مي د حشمت غبار په مقابل کي نه وای کړي او خپل مالومات مي د ده دکتاب د محتوا او د لمسون ډک پیغامونه د هندوکش د شمال د میشتو پښتنو پر ضد بشپړ کړی وای. خو له نیکه مرغه اوس ژوندی یم او خپله تیر وتنه (اشتباه ) په دغه لیکنه کي اصلاح او جبران کوم.

د پور تنیومقالو د لوستلو وروسته ما د فرهنگ د کتاب په لوستلو پیل وکړ، تر تولو د مخه مي د نظر خاوندانو نیوکي د فرهنگ پر کتاب ولوستل ، او ومی لیدل چی هر نیوکه کوونکی پخپلو پایلوکی مرحوم فرهنگ یی د هیواد د یوه قوم په مقابل کي متعصب ګڼلي دی .

پخپله فرهنگ او دوستانو یی دغو نیوکوته ځواب ویلی دی، دغو نیوکو او د دوی ځوابونو، ماته دا فکر پیدا کړ چي زه د فرنگ کتاب د محتوا او پیغامونو له مخی ولولم او تحلیل  یی کړم . په پایله کي ما د فرهنگ د کتاب  څو پیامونه او ټکي راوخیستل چي په رشتیا سره زموږ د کړیدلی او جنګ ځپلي ټولنی لپاره زهرغوندی مضردي. په زغرده باید ووایم چي د مرحوم غبار ټوله ڼیوکي د فرهنگ او ورور سید قاسم رشتیا په حق کې پر ځای او سمي دي.

د غبار د دوهم ټوک کتاب له لوستلو څخه څرګندیږی چي سید قاسم رشتیا، په حقیقت کي د سلطنت په چوپړ کي وو،او د دی لاری څخه  د وزارت او سفارت مقامونو ته ورسید ، همدا رنګه د روښان فکرانو او د سلطنت او د استبداد د ضد کسانو دښمن وو، په دی لټه کی و چي خپل ورور محمد صدیق فرهنگ د سیاسی ډلي له غړیتوب (وطن)څخه را وباسي او دشاهی رژیم سره یی همکار اوهمنوا کړي.

غبار په دغه باره کي رڼا اچوی او کاږي : «هغه وخت چی رشتیا د وزیرانو د مجلس د منشي په ټوګه دنده درلوده ، څو ځله د کابل والی شاه عالمی په دفتر کي د بندی ورور فرهنگ سره لیدنه وکړه، ځیني ژمني یی ور سره وکړی او دی یی راواړا وه .فرهنگ  ددغه دباو (فشار) تاب رانه وړ څو تسلیم سو ، او وی ویل چي د سیاسي بند د خلاصون لپاره حکومت ته عریضه کول یو ښه اقدام دی .په همدی ډول فرهنگ د وطن د ګوند دوه دری غړی هم له ځانه سره همفکره کړل ، مګر د کتاب لیکونکی (غبار) اود وطن دګوند اکثره غړي لکه: سرور جویا، فتح محمد خان میرزاده ددغه تسلیمی سره سخت مخالف وه او وی ویل ، هیڅکله حکومت ته تسلیم نه سي ځکه دخلګو دکرامت او مناعت لپاره مبارزه کوي باید وساتل سي.

فرهنگ د زندان دخوشي کیدو وروسته د صدراعظم داود خان سره ولیدل، د وطن د ګوند له غړیو څخه ګوښه سو، څو کاله وروسته د پلان د وزارت معین سو او بیا د واکمني شاهی کورنۍ لخوا په یوګوسلاویا کي سفیر مقرر سو. سر بیره پردغه فرهنگ د دو زامنو د خیښی له لاری د سید فاروق فرهنگ واده د هندی الله نواز د لور سره ، او دامین فرهنگ واده د افغانستان د ملکی د نا سکه خور سره (ددربار وزیر احمد شاه خان لور د نادر شاه د اکا زوی) د واکمني کورنۍ (سلطنت) سره نژدي اړیکې پیدا کړی. نو په همدی ډول سید قاسم د واکمني کورنۍ پخوانۍ چوپړی وو. خپل هدف ته ورسید او میر محمد صدیق یی په سیاسی کمبله کي وپیچاند.» [5]

غبار دسید قاسم رشتیا په باره کي زیات مالومات لری او داسی کاږي: «رشتیا دمالیی د وزیر میر هاشم خان له کورنۍ څخه دی او دکابل د مستوفی سید حبیب خان زوی دی،د ځوانی څخه په دی هڅه کي و چي د واکمني کورنۍ په چوپړ کي وي. د ضبط احوالاتو درئیس میرزا محمد شاه خان د نژدي اړیکو له لاری یي د شاهي کورنۍ نظر خپل ځان ته راواړاوه.نه یوازی ډیر ژر د وزارت، ریاست او سفارت رتبو خاوند سو، بلکي د ډیرو کابینو غړی هم وو. د واکمني کورنۍ ویسا او باور په دی اندازه و چی لومړی د مطبوعاتو رئیس او بیا د مطبوعاتو وزیر سو، په ډیرو حساسو دورو کي هغه د افغانستان د روښان فکرانو دحقوقی آثارو سانسور او څارنه د ده دنده وه. د واکداری کورنۍ د دوری په اوږدوکي په افغانستان کي د ضبط احوالاتو شبکه د مطلقیت او استبداد شاهرګ و. سیده یی د بادشاه او صدر اعظم څخه هدایت اخیست د اسرارو راپوریي یوازی ټولواک او صدر اعظم ته ورکاوه ، رشتیا د صدر اعظم په لار ښوونه په دغو شریرو اسرارو کي شریک وو. سر بیره پر دغه د استخباراتو دنده یي هم حکمرانی کورنۍ ته تر سره کوله.»[6]

دغبار ، سید عبدالله کاظم، نصیر مهرین ، او ولی آریا څرګندونو زما ذهنیت د فرهنگ په باره کي تغییر ورکړ، زه اړ سوم چي د فرهنگ تاریخ په دوه لحاظه ارزونه وکړم . لومړی دشکل په لحاظ اودوهم د محتوا په لحاظ.

 د شکل په لحاظ :

دشکل په لحاظ ، افغانستان در پنج قرن اخیر،۱۹ څپرکي، دری ضمیمی او ۱۱۶۷مخونوکي کښل سوی دی.  مندرجه مطالب یی کتابونه او اخځونه دي،د اوس مهالیز د تاریخ کښلو پر میتود برابر دی. د غبار د تاریخ په پرتله د تاریخ لیکنی پرمیتود برابر دی، د کتاب ادبیات او دکښلو ژبه یي سلیسه او د پوهیدلو وړ ده.

افغانستان در پنچ قرن اخیر، کتاب لکه د غبار تاریخ د شکل په لحاظ نیمګړتیاوي هم لري او هغه د ځایونواو دافرادو د نومونو د فهرست نه درلودل دي . د عمومی اخځونو فهرست دکتاب په پای کي دی . دساری په ډول : تاسی د بیهقی ، خوشحال خان یا سیدال ناصری ، د نومونو په موندلوکي باید دټول کتاب پاڼي په بیړه واړ وی څو د دوی نومونه پیدا سی، نو په دی ډول د معاصر تاریخ د کښلو په طرز کي د خلګو د نومونو،قومونو، او ټبرونو نوم لیک د لوستونکو د آسانتیا لپاره کښل کیږي، د ټاکلي نوم موندل د ښه تاریخ ارزښت دی.

د محتوا په لحاظ :

افغانستان در پنج قرن اخیر، تاریخ پنډ کتا ب دی ، زیات وخت غواړی چي د کره کتنی په موخه ولوستل سي ، خو ما په مختلفو وختونوکي هغه ولوست ، په لوستلو کي د څو ټکو سره مخامخ سوم چي پوښتني راته پیدا سوی.اړینه ده پر هغو ټکو ودریږم، زما نقد د کتاب پر ټول متن او محتوا نه دی بلکی د درو ټکو پر محور باندی دی چي وروسته به خبری پروکړو.

د فرهنگ د تاریخ د دویم ټوک د پای څخه څرګندیږی چي په امریکا کي د لومړی چاپ وروسته د کتاب د محتوا په باره کي بحثونه او خبری سوي دي او پر دغه کتاب ځینو د نظر خاوندانو لکه: پوهاند کاکړ، فیض کابلی، فیض احمد زکریا، پروین مجروح، زرملوال ، په ناروی کي د ولس په جریده کي د ښاغلی ولسمل په مدیریت نقدونه وکښل سول، او د دغو نیوکو ځواب د کتاب د پلویانو لخوا لکه: داکتر علی رضوی، عبدالرشید بینش، محمد ابراهیم عفیفی، محمدسعید فیضی، ولی پرخاش،پخپله لیکوال او زوی یي امین فرهنگ ورکړل سول.

هغه ځوابونه چي دوی ته ورکړل سوی دي، زما په اند ټول پښتانه دي او هغو کسانو چي د

فرهنگ د تاریخ دفاع کړی ده ، هغوي تاجکان، سیدان، او یا د مؤلف د کورنۍ کسان دي. پښتانه نیوکه کوونکی وایي : فرهنگ پښتنو ته مثبت نظر نه لري او هغه مطالب چی په کتاب کي یي د پښتنو پاچاهانو په باره کي راغونډ کړی دي د تعصب له مخي کښل سوي دي. د نیوکه کوونکي دغه ادعا د کتاب د دفاع کوونکو دریځ زیات پیاوړی کوي.

د فرهنگ د تاریخ مهم پیغامونه :

د دغه کتاب پرله پسی چاپیدل له دی کبله نه وو چي د خپلی محتوا په لحاظ د پر تلی په ډول د غبار تر تاریخ لوړ وي، بلکه لدی کبله دي چي دده دکتاب محتوا ، پیامونه او زهرجن زیګنالونه غوږوته ورسوی کوم چي له نیکه مرغه د غبار دکتاب څخه دغه زهرجن زیګنالونه غوږوته نه را رسیږي .

فرهنگ د کتاب د مطالبو په ترڅ کي لوستونکو ته داسی پیغامونه رسوی چي له بده مرغه د مذهبي او قومي مخالفتونو او جګړوبوی راځی . او یا دا چي د فرهنگ د کتاب مطالب دخپل لرلید په لحاظ بوږونکي او خطر ناک حوادث لری چي ښایی هر ګړی وچاودي، کولای سي هر وخت ژبني او قومي شخړی را مینځته سي او ملی یووالی زیانمن او خلک پخپلو منخو کي واچوي.

دغه پیغامونه تر هری بلی موضوع زیات  د افغانستان دښمنانو او دغیر پښتون شاګردانو او سیاسی ډلو ته لکه : جمعیت اسلامی ،  ستم ملی، د لطیف پدرام ډله او دجنرال دوستم ملی جنبش د علاقی وړ وګرزیدل.دي ټولو د فرهنگ د کتاب د دغو پیامونو څخه ډیره ناوړه کټه واخیستله، د شمال د تاجک او ترک تبار قومونو رخه او کرکه یي د شمالی ولایتونو د میشتو پښتنو په مقلبل کي زیاته کړه.

څنګه چي د خلګو دښورښتونو سره یو خای د ثور د کودتا د رژیم پر ضد په تیړه بیا د داکتر نجیب الله تر رانسکوریدو وروسته، اپریل ۱۹۹۲ ، د جهادی تنظیمونو واکمنتوب د برهان الدین ربانی او احمد شاه مسعود په مشرتابه او د ددوی سره د دوستم یو ځای کیدل د شمالی ولا یتونو پرپښتنو باندی بیرحمانه تیری، ظلم او ستم وکړ. څو تر هغه چي طالبان را پیدا سول، تنظیمی ډلي او جنګسالاران له سویل او شمال څخه وتښتیدل او د شمال پښتنو لږ څه نفس په راحت وکیښ، مګر د امریکا او ب ۵۲ په زور د طالبانو را پرزول ، په هیواد کي بیا شمالی ایتلاف ډګر ته راووت، دحامد کرزی تش په نامه ولس مشرد شتون سره سره ، یوځل بیا ترکتبار او تاجک قومونو د جنرال دوستم په مشري او ربانی ،  ستم ملی ، او د شورای نظار بولندویانو د کندوز، بغلان ،تخار،تالقان ،بلخ ،فاریاب،  سمنګان او بادغیس پښتنو قومونو باندی بریدونه وکړل. په دی دلیل سره چي پښتنو د هندوکش په شمال کي د خلګو مځکی غضب کړی دی ، دوی باید مخکي پریږدي او بیرته خپلی اصلی ولایتونوته ستانه سي.

دوی وران کوونکی  بریدونه وکړل ، مالونه يي چور او تا لا کړل، د کورنیو پر نا موس یی جنسی تیري وکړ، په زرونو کورنیو خپل کورونه ، کښت وکرونده او مخکي پریښودي، ننګرهار او کندهار ته کډوال سول او حامد کرزی د حکومت تر اخری ورځی په دی ونه توانید چي دوی بیرته پخپلو کلیو او ځایونوکي ځای پرځای کړي.

زه باور لرم که دغه کتاب  د ملی یووالي ‍ضد پیامونه نه درلودای، ډیړ لږ به د غبار د تاریخ په پرتله نوي چاپ سوی واي. ما په دغه دلیل سره په دغه ارزونه کي زیات دکتاب محتوا یعنی د مؤلف پیغامونو ته پام کړی دی چي د جملو او توروترشا پټ دي او پایلی يی وروسته پاتی ټولنی ته چی زیاتره نالوستي دي ډیری خطرناکی او زیانمنی ګڼل کیږی او ناوړی اغیزی یی شمالی خلګو د داکتر

نجیب الله له منځه وړلوورسته ، ربانی حکومت او شمالی ایتلاف بوږوونکی بخوله تجربه کړه.

زما په اند د فرهنگ په تاریخ کي دری ټکی ډیر اهمیت لري چي پوهاند کاکړ پخپله کره کتنه کي پر هغه هیڅ تماس ندی نیولی اوڅه نه دي کښلی ، پداسی حال کي چي په درو سره مسئلوکي قومي ، مذهبي او د پښتون سره کرکه  او دښمني له ورایه ښکاري.

۱– د افغانستان نوم ،

۲-د هیواد په شمال کي د ناقلینو ځای پر ځای کیدل ،

۳– د امیر عبدالرحمن خان په مقابل کي د هزارو د ښورښت لامل.

لاندی به پر هره مسأله تبصره وسي او ددغو زیانمنو مسایلو د اغیزو په باره کي به ځوانانو ته مالومات وړاندي سي.

نوربیا

منابع:

[1]-رج:ویکی پیدیای فارسی https://fa.wikipedia.org/wiki/%D9%86%D9%82%D8%AF)

[2]- مقالۀ “اصول نقد وتحلیل اثر”سایت سازمان تبلیغات اسلامی

[3]- افغانستان در پنج قرن اخیر،چاپ 1371ایران،ج2، ص 1134

[4]- آقای حشمت خليل غبار در موخره اي که بر کتاب پدرخويش (جلد دوم افغانستان در مسير تاريخ) نوشته است، کتاب پدرخود را «اولين تاريخ علمی افغانستان» خوانده و بقيه را تاريخ های «اقتباسی» ناميده است. ظاهرا منظور شان از تاريخ های اقتباسی، کتاب «افغانستان در پنج قرن اخير» اثر فرهنگ تواند بود. زيرا که ايشان ضمن انتقاد از موضع گيری های مصلحت پسندانه مرحوم سيد قاسم رشتيا، برادرشان مير محمد صديق فرهنگ را نيز بخاطر دست کشيدن از مبارزات سياسی و بريدن از حزب وطن تحت رهبری مرحوم غبار، متهم به مقام پرستی بر اثر تلقينات برادرش مرحوم رشتيا نموده واستهزاء گونه اورا با « با فرهنگ » ناميده است.(افغانستان درمسیرتاریخ،جلد2 ، صفحات ۲۵۱، ۲۷۵)

[5]-غبار، افغانستان درمسیرتاریخ، جلد دوم،چاپ امریکا، ص250

[6]-غبار، جلد دوم، ص251-252

Leave A Reply

Your email address will not be published.