ایا داعش بیژنۍ؟ وهابیزم سره یې توپیر په څه کې دی؟/ فهیم نظمی

0 1,199

لویدیز وال هک پک شول کله چې داعش د یوه بی ساري زور زیاتی او تشدد او د سونی ځوانانو قوی جاذبی سره جوخت په افق کی را څر ګند شو . د داعش د پو هیدو دپاره پر وهابزم پو هیدل ضروري ګڼل کیږي. دا ځګه چې دداعش او وهابیزم اصلي ارزشتونه او اساسی موضوع په حقیقت که سره یو شان دي او پواځی تر مینځ یی یو تو پیر موجود دی. دا توپیر رو سته هغه وخت را مینځ شو کله چی د سعودی عرب د عبدل و هاب دغه دوکتورین یا نظریه چی ویل به یی ؛ یو خلیفه ، یو اقتدار او یو مسجد؛ په دولتی نظریی بدله کړه، خو د داعش له خوا د هغې مخالفت وشو. د داعش مخالفت ود غو درې واړه مټو یا اصولو سره چې د سو نیانو اقتدار ور باندې ولاړ دی باعث ددې شو چې له وهابزم څخه توپیر پیدا کړي ، کنه نور د وهابزم او داعش ټولې تګ لارې سره یو شان دي او کوم بل توپیر پکې نشته ، نو ځکه سعودی عرب ته هم تهدید کڼل کیږي.
اوس نو چی په دې پو ه شو چی وهابزم او داعش یو ډول ایدیا لوژی ، اصول او ارزشتونه لري باید پوه شو چې وهابزم څه ته وایی؟ وهابزم اسا سا د ا سلام په هکله د عبل وهاب اثار ، نظریات او تفسیر ته ویل کیژي کوم چې د ۱۴ پیړی د عالم (تمیه ) ډیر سر سخته او منتقد شاګرد وو.
یو امریکایی لیکوال او ژوز نالست ستیف کول Steven Colll د عبدلوهاب د سختیې کرکې په باره کې چې یی در لوده داسې لیکي : عبدل وهاب دا دې تمیه شاګرد او د دشتې موعظ د هغو مصري او عثماني نجباوو څخه ، کوم چې مکې ته به د حج دپاره سعودي عرب ته راتلل او په شکلو مزین شویو لباسو نو او خورا شان او شو کت سره او د ډو لو نو په ګړمبا او وهلو به راتلل او چرس او چلمان به یې څکل ، سخته کرکه در لودله. د عبدل وهاب په نظر هغوی مسلمانان نه ګڼل کیدل . دوی ته به یی کافر ا ن ویل چې اسلامي نقاب یی اغوستی وي. د بدوي سیمه ایزو عربو خوی یې هم تر هغو ښه نه ایسیدو. کله چې هغو به د خپلو مقدس مړو احترام کاوه او ورباندې به یې مقبرې یا زیاتونه جوړول ااو په قبرونو به یی تيږې دره ولې دا ټول کارونه د عبدلوهاب له نظره (بیدعا )یعنې د خدای له لورې منع کڼل کیدل او دده د خواشینی باعث به ګر خېدل. ده نه وړاندې د تمیه به شان ، عبدل وهاب عقیده درلوده چې تر ټولو ښه دوران د حضرت محمد هغه وخت ګڼل کیږي چې به مدینه کې یی تیر کړی وو او مسلمانان باید ترې نه الهام واخلي او تقلید یې وکړي . ( دې ته په حقیقت کې سلافیزم وایی ). تمیه هغه څوګ دی چې د شعیه ایزم ، صوفیزم او د یو نان د فلسفې په ضد یې د جنګ اعلان کړی وو. هغی د حضرت محمد د مقبرې د زیارت کولو په ضد هم خبرې کولې او دا ټول یی د مسیحیت څخه تقلید بلل کوم چې مسحیان یې د مسیح څخه د خدای د زوی په توګه کوي.( یعنې بت پرستي ). عبدلوهاب خپل ټول ښوونې سره را ونغښتې او ویل به یې که چېرې کوم مسلمان ته دده دغو خاصو ښوونو او تفسیراتو په هکله کوم تردید او شک پیدا شي هغه د ژوند او هستی او جایداد څخه محروم ګرځول کیږي.
د عبدالوهاب د نظریې د اصولو بله ډیره مهمه او کلیدي نظریه د تکفیر فتوا ګڼل کیږي. د تکفیر د فتوا له مخي عبدلوهاب او دده پلویانو کولای سول په خپلو مسلمانانو د ګفر فتوا صادر کړي که چېري په داسي یوعمل کې چې هغه په مطلق حاکمیت ( یعنې سعودي پادشاه )باندې تېری و ګڼل شي و نیول شي. همدا علت دی چې د سعودې کورنی وهابزم ته مخه کړه دا ځکه چې ددوی حاکمیت یي په مسلمان هیوادونو کې خپره وو او هغه یی ټینګه وو او ترې ساتنه یې کوله. عبدلوهاب ټول هغه مسلمانان چې د مړیو ، اولیاو او فریشتو احترام کوي محکوم اعلام کړل. ده به ویل چې دا کار سړی د خدای د بشپړ اطاعت څخه منحرف کوي چې یوا ځې او یواځې خدای لره دی. وهابي اسلام بدې ډول مړیو خپلوانو ته پر دعا کولو ، د مقبرو او یا خاصو مقدسو ځایونو زیارت کول ، مذهبي جشنونه او یا تجلیل او ان په میلاد نبی د نمانځلو بندیز ولګاوه. او همدارنګه به مړو باندې د شخه ولو پر محال ویر کول دا ټول منع اعلام کړل. او که څوګ دا ونه منی مرګ یی روا دی مال او جایداد بې باید ضبط او په ښځه او لور ګانو یی تجاوز باید وشي. عبدلوهاب ددغو ټولو کارونو نه پیروی په عمل او ملموسه توګه وغوښته او ویل به یی چې ټول مسلمانان باید په ځانګړی او انفرادی توګه یوه مفرد مسلمان مشر ته دخپل اتحاد ژمنه وکړي ( خلیفه که موجود وی ). او که څوک دا نظریه و نه منی او اجرا یی نکړی باید ووژل شي، مال او جایداد باید ضبط او پر ښڅه او لوڼو یی تجاور یعنی باید چی تیری وسی. او هغه مسلمانان چی د مرګ او وژلو لیاقت لري د هغو په لست کې شیعیه ، صوفیان او د مسلمانانو نورې ډلې کوم چې عبدالوهاب د مسلمانانو په توګه نه شمیرل او قطعا مسلمانان نه بلل شاملې وې.
BRIEF HISTORY 1741- 1818
لنډه تاریخچه ۱۷۴۱ – ۱۸۱۸
په ۱۷۴۱۱ کال کې عبدالوهاب ددغو نظریاتو له کبله له خپل ښار څخه روسته له شړل کیدو به دې بریالی شو چی د ابن سعود او دده په قبیله کي پناه تر لاسه کړي او دویی ساتنه په غاړه واخلي. د عبدالوهاب دغو نویو ښوونو او تبلیغ په ابن سعود تاثیر واچوی او هغه دا ښوونې او تبلیغات د یوې وسیلې په توګه چی و به کړای شي عربی سنت او رواج او متعارف عادات پر بل مخ وا ړوي ، تصور کړل. دده ستراتیژی ، د اوسنی داعش به شان داوه ، چی دهغو سیمو خلک کوم چې یی نیولي او فتح کړي وو اطاعت ته مجبوره کړي او هدف یی دهغوی به زړونو کې ویره اچول وو.
د ابن سعود قوم به اوس د عبدالواب د مفکرې نه په ګټه اخیستنې ، ډ بخوا په شان پر ګاونډیو کلیو بریدونه کول او مال او جایدادونه به یې لوټول خواوس یی دا کار د عربو د عنعنانو له مخې نه یلکې د جهاد په نوم او د جهاد تر بیرغ لاندې کاوه. ابن سعود او عبدالوهاب د جهاد په نوم د شهادت نظریه هم بیر ته را ژوندی کړه او شهیدانو ته یې جنت د داخلیدو فوري داخلیدل تضمین ول. په اول کی یی یو څو کلی فتح کړل او خپل قوانین یی ور باندې تحمیل کړل. ( د فتح شویو سیمو اوسیدونکو ته محدود انتخاب ور کړل شوی وو وهابزم ته اوښتل او یا مرګ ). تر ۱۷۹۰ پورې دغه اعتلاف و کولای شول د عربی شبه جزیرې اکثزیت برخې تر لاسه کړي او په مکرر توګه یی پر مدینې ، سوریې او عراق حملې کولې.
په ۱۸۰۱۱ دغه اتحاد به عراق کې بر کر بلا برید وکړ او په زر هاوو شیعیه ګان یی ووژل په هغو کې ښځې او کوچنیان هم ول. د شیعیه ګانو زیاد شمیر زیارتونه یې ویجاړ کړل چی په هغه کې د امام حسین د حضرت محمد د لمسي مقبره هم وه.
په ۱۸۰۳۳ کال کې عبدلعزیز د مکې ښار ته ننوت . نوم وړی ښاز او بیا مدینه ددیرې ویرې او هیبت او وارخطایی له کبله را نسکوره شول. د عبدالوهاب مریدانو ټول تاریخې اثار او ودانی اود زیارتو ګمبدې و نړولې. او بیایی لوی مسجد ته نزدې د زر ګونه ګلنو زوړ اسلامی ثقافت او معماري له مینځه یو وړه. خو په ۱۸۰۳ کال کې یو شیعیه قاتل پادشاه عبدل عزیز د کر بلا د غچ د اخیستو له کبله وواژه. دده ځای ناستی زوی سعود بن عبدل عزیز عریسان نیولو ته ادامه ورکړه. خو عثمانیه حګمرانان نوره نو بی تفاوته نسوای کینا ستی او نور یې نو د خپلې امپراطوری د ړنګیدو نظاره نشوای کړای نو لاس په کار شول. په ۱۸۱۲ کال کې عثماني اردو چې د مصریانو څخه جوړه وه ، دا اتحاد پر شا وتمباوه او د مدینې ، جدې او مکې ښارونو څخه یی وایستل. په ۱۸۱۴ کال کې سعود بن عبدلعزیز د تبې له کبله ومړ. دده بدبخته زوی قدرت ته ورسید خو عثمانیانو هغه ونیوی او له ځانه سره یې استانبول ته یووړ او هلته یې په ډیر بد حال اعدام کړ. په ۱۸۱۵ کال کې وهابي قوتونه د مصریانو په لاس چې د عثمانیه امپراطوری په استاخیتوب یی جګړه کوله په قاطع توګه مات شول. په ۱۸۱۸ کال کې عثمانیانو د وهابیانو پایتخت ( دریا ) تر لاسه کړ او په دې ډول د سعود دولت له مینځه ولاړ. پاتی یو څه وهابیان د دشتو په لور و تشتیدل چي بیا ګروپ بندي وکړي او ټوله ۱۹ پیړی هلته خاموشه پاتې شول.

Leave A Reply