د فرهنگ د تاریخ (افغانستان در پنج قرن اخیر) د څو ټکوتحلیل او کره کتنه (څلورمه برخه)

0 1,394

ژباړن: زلمی کرزی                                                                             ۲۴/۴/ ۲۰۱۷

 

د فرهنگ د تاریخ (افغانستان در پنج قرن اخیر)

د څو ټکوتحلیل او کره کتنه

(څلورمه برخه)

دهزارو د ښورښت د علت په باره کي

 

(لیکوال: کاندیداکادمیسین سیستانی)

 

یادونه:

زلمی کرزی

ما د ښاغلی کاندید اکادمیسن اعظم سیستانی د فرهنگ د تا ریخ د څوټکو تحلیل اونقد ولوست په رشتیا ډیره په زړه پوری کره کتنه ده.

د فرهنگ د تاریخ منفی اړخونه یي خورا ښه روښانه کړی دی، دملی وحدت برخلاف د پام وړ ټکو ته يي ګوته  نیولی ده چي ښایی تر اوسه ډیر پښتانه لیکونکی اولوستونکي دغو مسایلو ته متوجه سوي نه وي، افغانانوته اړینه ده چي د فرهنگ په ناروا روایتونو او جعلیاتو ځان پوه کړي.  

زما په اند د افغانستان په دننه او د باندی کي، ځوانانو او راتلونکی نسل ته باید تاریخی مستند حقایق وکښل سي او د دوی افکار باید په جعلی لیکنو مغشوش نه سي.  

د سیستانی صاحب څخه مننه کوم چي د فرهنگ د کتاب پر مهمو ملی او تاریخی موضوعاتو منطقی او مستدله رڼا اچولی ده، او د ده د تاریخ ماهیت یي افغانانوته څرګند کړ. نوموړی هر وخت  د افغانستان دښمنانو او د پردیو ګوډاګیانو په مقابل کي ټینګ ولاړ دی. د لوی خدای څخه ده ته په دغه فرهنگی خدمت کي لا زیات بریالیتوب او سرلوړي غواړم. ما د ښاغلی سیستانی دغه کره کتنه چی په دری ژبه او په روانه ادبیاتو سره لیکل سوی دی، شپږبرخی په پښتو ژبه وژباړل، هیلمن یم چي ګران لوستونکي دغه په زړه پوری نقد او تحلیل ولولي او دخپلو تاریخي مالوماتو په بشپړولو کی ګټه واخلي.

محترم لیکوال ته دلوی خدای څخه روغتیا او سلامتیا غواړم.

‎ په  درنښت

زلمی کرزی 30 /3/ 2017

دهزارو د ښورښت د علت په باره کي،

فرهنگ رشتیا وایی او که فیض محمد کاتب؟

  فرهنگ د هزارهو د خلګو دښورښت علت بیله لاسوند څخه ، د سني مذهب قاضیانو پریکړی د حنیفی فقی له مخي بیان کړی او کاږی :

«هزازه خلګ شیعه مذهبه د جعفری فقی تابع وه او د حنیفی فقه پلی کول یي دخپلی عقیدی او مذهب مخالف ګڼل، طبعاً شیعه دینی عالمانو او مځکوالو دغه کړه ني خپل حیثیت او ګټوته زیانمن بلل،خواشیني سول او دده پر ضد یي تبلیغات پیل کړل . څنګه چي هزارو د مذهب له مخي د مشهد د شیعه عالمانو سره تړاو درلود او دوی یي د سنی مذهب دولت په مقابل کي لمسول [۴۶]

په داسی حال کي چي غبار او فیض محمد کاتب دواړو د روزګان د هزارهو پاڅون د څو پوځیانو جنسي تیری د یوی کورنۍ پر عزت باندی ګنی.[۴۷] مګر ډاکتر خالق رشید په هندوستان کي د لعل نهرو د پوهنتون استاد دامیر په مقابل کي د هزارهو پاڅون، دسردار ایوب خان لمسون بولي. او په يوه ایمیل کي ماته داسی کاږي:

«…زه د هزارهو پاڅون د رښتونی لاسوندونو له مخي د سردار محمد ایوب خان لخوا بولم، هزارو هیڅکله پاڅون د مرکزی دولت پر ضد نسوای کولا ی.دهند په آرشیف کي په دغه باره کي ډیر لیکونه سته.سردار ایوب خان غوښتل د هزاره جات له لاری په کابل کي واک ته ورسیږي، خو د انګریزانو او امیر لخوا خنډونه د دی سبب سول څو د هزارهو د بغاوت په نامه جنګونه پیدا سي. نو په دی ډول د جاغوری  هزارو مشران، حسین علی خان او ورور یي میر علی خان د ایوب خان سره هند ته کډوال سول. او هزاره  صادق خان د میوند په جنګ کي د ایوب خان سره ملګری وو

هزاره څیړونکی محمد تقی خاوری هم د سراج التواریخ او د يوسف ریاضي عین الوقایع د کتاب په روایت د هزارجات د پاڅون علت بیان کړی دی.د ده پقول، «مهم علت د زبردست خان د پوځ درو افغاني سپایانو د پهلوان د طایفی پر یوی ښځی جنسی تیری او دهغی ښځی د میړه وژل کښلی دی.دوی (پاڅون کوونکو) تیری کوونکی ووژل. وروسته د پهلوان طایفی بغاوت وکړ، د وسلو ټوله زیرمه باغیانوته په لاس وراغله ، ټول سپایان او افغان وسله وال تار ومار سول اودعسکروسرونه ورغوڅکړل. په دغه بغاوت کي د دایزنګی زورور او قوی سړی محمد عظیم وو.هغه د هزاره و لومړنی سړی وو چي د کابل حکومت يي په رسمیت وپيژاند او د سرداری لقب یی تر لاسه کړ او کلني تنخواه (۱۶۶۹) روپي ورته مقرره سوه.»[۴۸]

عبدالرحمان خان هم د سردارمحمد عظیم بیګ هزاره او دهزارهو ستانه مشر قاضی اضغرڅخه شکایتٔ او نالښت درلود، دوی یي د هزاره جات د پاڅون لمسون کوونکي ګڼل .«په کال (۱۳۰۹ق/۱۸۹۲م) هزاره یاغیان سول، محمد عظیم خان هزاره ته مي د سرداری لقب ورکړی دی او د ده رتبه زما د واکمنی کورنۍ سره برابره ده او هغه مي حکمران مقرر کړ،په درغلنه د سرغړاندو سره یو ځای سو. په حقیقت کي د هزاره جات د دوهم بغاوت لمسون کوونکي دغه سړی دی، بل خاين سړی چي د هزارو ستانه مشر دی ،قاضی اضغر دی په دغه بغاوت کي د محمد عظیم خان ملاتړی وو.»[۴۹]

د فیض محمد کا تب په خبره، د دایکندی او دایزنګی د خلګو پاڅون او علت د میر یزدان بخش د کورنۍ پر ښځي د یوه سپایی جنسی تیری وو.»[۵۰]

امیر د دایزنګی او دایکندی خلګو ته داسی یو فرمان ولیږل

« د هزاره خلګو سره می دښمني نه درلوده او نه یي لرم ، که مي درلودای ، ددوی یو سړي مي په افغانستان کي نه پریښود. د دوی په غمخواری کي مي زیار ویوست، مسلمان او اهل قبله دي، دهلک او نجلی خرڅول او رانیول مي منع کړه، کله چي د روزګان ،اجرستان،او زاولی خلګو بغاوت وکړاو بیا ایل سول دولت د ټولوسره مهربانی وکړه اوس د دایزنګی او دایکندی میرانوبغاوت کړی دی، چي د خپلو کړونوبدل به د وژلو او لوټولو سره وویني».[۵۱]

د دایزنګی او دایکندی مشرانو، د امیر په غبرګون کي دا سی وکښل:

«د امیر صاحب فرمان صحیح دی، مګر د نظام منصبدارانو،قاضیانو،او مامورانو د هزارو زوی، ښځه او مالونه حلال بللی دی. د ښځو په نیولوا و د مالونو په لوټولويي بسنه(اکتفا)  ونکړه.

په لومړی سر کی چی طأیفی ایل نه وي سردار عبدالقدوس خان د لښکر سره مامور سوو. دایزنګی، دایکندی، بهسود ،مالستان ،جاغوری ،غزنی، دای چوپان، د سردار سره د خدمت ملا وتړله کوښښ یی وکړ څو هزاره سرکښان چي د مشرانو څخه ستم لیدلو و،  فرمان ته ایل کړی ، خپلي کلاوی يي ویجاړی کړی او خپله وسله یی تسلیم کړه .مګر کله چي د دولت لښکر د دوی ځایونه ونیول، هغه نجونی چی حضرت والا د دوی خرڅول معنی کړی وه ،دوی يي په ظلم ونیولی حتی د مړو ښځی يي هم له ځانو سره بوتلي.

خلګو اطاعت پریښود، بغاوت ي وکړ.د ملت عالمانو(ملایانو) د بغاوت په وخت کي دښه او بد توپیر ونکړ ټول یي کافران وبلل، خپل ځان یی مرګ ته ورکړی ،بغاوت یی پیل کړ د مرګ تر ور ځی پوری به فرمان ته اطاعت ونه کړی.»[۵۲]

په دغه ځواب کي د هزاره جات په محاکمو کي هیڅ ډول ادعا د جعفری فقه تر سره کول دحنفی فقه پر ځای نه لیدل کیږی، نو د فرهنګ یادونه دسراج التواریخ او د غبار د تاریخ په حقیقت ویلو سره  د فرهنگ خبره حقیقت نه لری او دغه دری پیغامونه لری .

لومړی دا چي: فرهنگ په پوهاوی سره دغه جمله د هزاره و خلګو په استاذی توب پخپل کتاب کي راوړی ده، څو د هزاره جات ښورښت ته د امر پر ضد مذهبي بڼه ور کړی، هغه پوهیدی چي امیر عبدالرحمن خان د لویدیځو هیوادو په شان یو دموکراتیک دولت نه دی، کاشکی د جعفری فقه احکام چی نن ورځ د هیواد په اساسی قانون کي تسجیل سوی دی او د هزارجات په محاکمو کي مراعات او پلی کیږی  د پولادی امیر په وخت کي هم د پلی کولوامکان درلودای ،څو فرهنگ د توکمیز، مذهبی او سیاسی مین ایښودلو ځای نه درلودای .

دوهم دا چي: فرهنگ غوښتل چي دهزارو په خلګوکي دغه ذهنیت پیدا کړی، څنګه چي دوی د جعفری فقه پیرو دی ، دحنفی فقه احکام چي د افغانستان پر ۸۰ فیصده خلګو پلی کیږی ، باید و نه منل سی ، خو فرهنگ نه دی ویلی چي د امیر د واکمنی په وخت کي ۱۸۸۰/۱۹۰۱م آیا دایران په محاکمو کي د سني بلوڅانو،کردانو او ایرانی ترکمنانو دخلګو په حق کي دخنفی فقه له مخي قضاوت تر سره کیږی او یا جعفری فقه؟ طبعاً جعفری فقه تر اوسه ترسره کیږی، هر څوک چي د جعفری فقه بر خلاف ادعا وکړی د قانونی چلند سره مخا مخ کیږی.

دریم دا چی : فرهنگ وایی د هزاره جات پاڅون د ایران د شیعه روحانیونو په لمسون تر سره سوو.لمسون کوونکی د مشهد اخوندان وه ،ښه نو په دی ډول د هزارو دپاڅون څرګندول حنفی فقه د جعفری فقه پر ځای ، بی ځایه لامل ګڼل کیږی. امیرعبدالرحمان خان د هزارجات د عمومی برید دمخه  دهزارو ۴۵ قبیلو او پا څون کوونکو ته فرمان ولیږی ، په دغه فرمان کي نصحیت ، بخښنه او زاری سته. دغه فرمان داسی دی:

« زه امیرعبدالرحمن یم، د ټولو مؤمنانو خیر غوښتونکی یم او د لوی خدای لخوا د دغه هیواد پر ټولو مسلمانانو واکمنی کوم، باید د مسلمانانو خیرغوښتنه وغواړم ، لومړی خیرغوښتنه دا ده چی باید د خدای او رسول د امر څخه سرغړونه و نه کړی، او که د خدای او رسول نا فرمانی وکړی، ما ته اړینه ده چي نصحیت در ته وکړم او که زما پر نصیحت غوږ ونه نیسي نو د خدای په امر چي په قران مجید کي راغلی دی باید واجبی پوښتنه وکړم، که د خلګو د ګناه ؤ څخه سترګی پټی کړم زه هم تر پوښتنی لاندی راځم.

نو غواړم  چي تاسی لکه د هزارجات نور میران د افغانستان په دربارکی عزت ولری، زه نه غواړم چي خوار او زبون اوسي، خدای او رسول ته بی باوره اوسی. تاسي ته وایم د دغه شیطانی کړونو څخه چي د حضرت محمد (ص) د دين مخالف دی ،لاس واخلی، د خدای فرمان و منی او د شیطان له فرمان څخه ګوښه سي. که زما نصحیت ته غوږ و نه نیسي،زه د خدای حمد وثنا وایم ،ټول د دینداری اسباب چي د پاچاهانو لپاره اړین دی ماته راکړه سوي دي او د اسلام په لکونو خلک زما فرمان مني.

زه د غمخوری لپاره تا سو ته لیکم ،تاسی هم د خدای او قران روی وګوري د جهالت څخه تیر سي او د سردارعبدالقدوس خان سلام ته ورسي خبره وجنګ ته مه رسوي، که تاسی زما نصیحت وا نه وری خدای او رسول ته زما غاړه خلاصه ده ، د افغانستان خلک نه بلکی ټول مسلمانان به ستاسو پر کفر او بغاوت حکم وکړی ! ځکه په قران شریف کي دغه آیت راغلی دی د قوم ملایان راوغواړی، قران وغوړوی چي د بغاوت په باره کي یي څومره سخت حکم کړی دی.زموږ ټولو خلګو پر قران ایمان راوړی دی ،د خپلو ځانو څخه یاغیان مه جوړوی ،دغه څو کلمی مي د خوا خوږی لپاره ولیکلي خدای دی تاسو ته لارښوونه وکړی او تاسو نیکی لاری ته سم سی.»[۵۳]

د دغه فرمان څخه څرګندیږی چي امیرپه پیل کي غوښتل چی خلک د جنګ او وینی تویولو څخه راوګرزوی،لکه یو عاجز سړی چي د یوه زورور سړی څخه د مهربانۍ او بخښنی غوښتنه کوی، د خدای او رسول روی وویني دجهل څخه تیر سي،خپله دنیا او آخرت مه خرابوی.

په دغسی حالت کي د امیردریځ یو اسلامی او سیاسی دریځ دی چي خپل ځان  د امیر المؤمنین په مقام کي شمیری، د الله او شرعیت له مخی خپل ځان مجبور ګنی چي د محمدی دین دفاع وکړی او خلک قران لوستلو ته راوبولی څو د ښورښت څخه لاس واخلی، خو له بده شامته د هزاروخطیبانو ، سیدانو، ملایانو،میرانو، دامیر فرمان د خلګو غوږو ته ونه رساوه ، دوی يي  پریښودل څو خپل خلګ د دولت د وسله وال لښکر په زور لکه واښه وریبل سي.

فیض محمد کاتب کاږی : «حضرت والا د هزارهو د کفر د اعلان وروسته چی د عالمانو لخوا جاری سوه، ټولو ته یي فرمان ورکړچي د کافر قوم نارینه، ښځی،نجوني ، هلکان او مالونه دی د اولجی په ډول واخیستل سي، او د مبین دین له مخه د هغو پنځمه برخه د حضرت والا او پاته یی ستاسو وي، ډیری ښځی،نجوني او هلکان یرغمل ونیول سول او په ټول افغانستان او د باندنیو

هیوادو کي وپلورل سول.»[۵۴]

د دولت لښکر ددغه فرمان په اخیستولو سره د(کافر قوم سره جنګ) ظلم اوستم زیات کړ او کرنیل فرهاد خان د ښورښیانو پر ضد هولناک قهر او غضب زیات کړ ، دوه برمتی کسان یی د توپ خولی ته وتړل ،دوه کسان یی ټوټه ټوټه او بیایی سپیانو ته واچول، دوه کسان یي چانماری کړل او یو تن يي په نیزه سوری سوری کړ او یو تن ملاخیلو خلګو ټوټه ټوټه کړ.[۵۵]

څو په پای کي ښورښیان دامیر دقوی لښکر له لاسه چي د هزارجات  دګاونډیو  ولایتونو قومونو څخه جوړ سوي وو،په سختي وټکول ، څنګه چي امیر پخپل لیک کي دوی ته ګواښنه کړه وه ، مالداران ،بزګران او ځني روحانیون په دغه ښورښت کي تارومار سول، زیا ترو فیودالانو د دغه مبارزی څخه لاس واخیست او د خپلو ګناو بخښنه یي وغوښتله .

دغبار په خبره ،امیرد عظیم بیګ لور خپل زوی حبیب الله خان ته په نکاح کړه،اعلانونه خپاره سول ،چي شړلي ښورښیان دي خپلو ځایوته راسي. امیر امر وکړچي د خلګو د کار او کښت دپاره دغنمو تخمونه د تقاوی په ډول ورکړه سي، په کاختی ځایوکي دخوړو توکي ورورسیدل، امیر په هزارجات کي دهزارواو کوچیانوپه منځ کی دڅړ د ورشوګانو ټک وټاکه او امریي وکړ پر هغو ځمکو چي د بزګرانو او فیوډالانو شخړه وی د فیودال څخه واخیستل سي او بزګرانو ته دي ورکړه سي.او له دی وروسته د هزارومینځی او مریان خرڅ نه سي، خو هغه هزاره چي د ننه په افغانستان کي خرڅ سویدی د مریانو په ټوګه پاتی سول.»[۵۶] څو د ټولواک امان الله خان په پاچاهی کي د دوی آزادی اعلان سوه او هزاره خلګ امان الله خان ته وفادار پاتی سول او د بچه سقاود ښورښت په وخت کی تر وروستي سوګلۍ پوری د پاچا امان الله خان پلویان وه.

مآخذ بخش چهارم

 [۴۶] – فرهنگ، افغانستان در پنج قرن اخیر، چاپ ایران، جلد اول، ص393

[۴۷] – سراج التواریخ، قسمت اول، ص 247

[۴۸] -محمدتقی خاوری،مردم هزاره وخراسان بزرگ، ص209

[۴۹] -تاج التواریخ، ص266

[۵۰] –  سراج التواریخ،ج3،قسمت یکم،ص، 241، 307

[۵۱] – غبار، همان اثر، ص 668، مقایسه شود باسراج التواریخ، ج3، قسمت اول، ص315

 [۵۲] – غبار،همان اثر، ص 669، مقایسه شود با سراج التواریخ ،ج3، ص316

[۵۳] -،سراج التواریخ، ج3، قسمت یکم، ص231 -233

[۵۴] -سراج التواریخ، قسمت اول، ص 254

[۵۵] -سراج التواریخ،ج3،قسمت یکم،ص234،247

[۵۶]- غبار،افغانستان درمسیر تاریخ،ص 670

 

Leave A Reply