«نیچریه» د مولوی محمد یونس خالص ژباړنه/ فضل الرحمن فاضل

0 2,806

فضل الرحمن فاضل- قاهره

 

 

«نیچریه» د مولوی محمد یونس خالص ژباړنه

 

د سید جمال الدین  افغانی مصر ته د لومړی ځل د یو سل او پنځوسمی کلیزې  د راتک په ویاړ (1286-1436 هـ . ق) دده  د «نیچریه» اثر  عربی ژباړه چه د ده رشید مصری شاگرد او پیرو شیخ محمد عبده د « الرد علی الدهریین» تر نامه لاندی ژباړلی و ه او په 1886 م کال په بیروت کې چاپ شوی وه، په 2015م کال د افغانستان دسفارت له خوا مونږ چاپ ته وسپارله. دغه چاپ کښې نوښت هم کارول شوی و، او هغه دا چه ټولی هغه سریزې چه په نولسمه او شلمه پیړۍ کښې د « الرد علی الدهریین»  پر رساله باندی لیکل شوی و ه، راټول او د کتاب په سر کې ځای و رکړ شول چه د کتاب نیمایی برخه یې جوړه وله.

 د «نیچریه» د اهمیت په خاطر فارسی اصلی لیکل شوی متن چه د هندوستان د بمبئې په ښار کې 136 کاله پخوا چاپ ته رسیدلی وه، هغه هم مونږ د عکاسی په بڼه او د کتاب په دوهمه برخه کې د کمپیوتری ټایپ  نه وروسته ، سږ کال (1395 هـ ش) د خپل نشراتو په (53) نشراتی لړۍ  کې چاپ ته ورسول.

«نیچریه» د سید جمال الدین افغانی مهم اثر او د ده لومړۍ چاپ شوې رساله گڼل کیږی. د سید د شهرت یو لامل هم همدا اثر دی. ددی کتاب د بېلابېلو چاپونو، ژباړلې، د سبک او لیکدود په اړه ما په فارسي ژبه یوه کتابگوتی هم ولیکه. کتاب خپور او بیا ښاغلی فضل محمد حسینی پښتو ژبې ته وژباړه. د کتاب پښتو ژباړه،‌ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۷ کلیزی په ویاړ په قاهره کې خپره شوه.

زما اراده دا هم وه، چې د سید جمال الدین د آثارو د بیا چاپولو په لړ کې د هغه د«نیچریه» پښتو ژباړه هم خپره کړم.

د” نیچریه”  پښتو ژباړه لومړی ځل په ۱۳۴۴ هجری لمریز کال د ښاغلی میر سیعد بریمن له خوا شوې ده.  ما دغه کتاب لا د زده کړو په مرحله کی لوستلی و . ما ‌ډیر کوشش وکړ چه دغه نسخه پیدا او بیا یې دلته په قاهره کې چاپ کړم. په دې اړه زما او زما د دوستانو هلې ځلې نتیجې ته ونه رسیدې. د نیچریه هغه پښتو ژباړه پیدا نه شوه.

گران ورور پوهنمل جنیدالله ظهیر چې د سید جمال الدین افغاني پر افکارو یې ګټوره څیړنه کړی ده. دده دا کتاب «تجدید الفکر الدینی بین جمال الدین الافغانی و محمد اقبال » نومېږي او څو موده مخکی، د مصر په عربي جمهوریت کې د افغانستان دسفارت له خوا چاپ شو. د ده  کتاب په مصادر او سرچینو کی د «نیچریه» د پښتو ژباړې یادونه هم شوې وه. ما له ښاغلي پوهنمل ظهیر نه هیله وکړه، چې دغه ژباړه ماته راولېږي، چې خپره یې کړو. ښاغلی ظهیر راته ولیکل چې د سیدجمال الدین «نیچریه» مرحوم مولوی محمد یونس خالص، هم پښتو ته ژباړلې او د هغه ژباړه خپره شوې او له ماسره شته، خو د مرحوم میر سعید بریمن ژباړه راسره نشته.

پوهنمل جنیدالله ظهیر د مولوی صاحب خالص ژباړل شوې رساله راته راولیږله. او دا لومړی ځل و، چې ماته معلومه شوه، چې مولوی صاحب خالص د خپلو غوره فرهنگی فعالیتونو په لړ کې « نیچریه»  هم پښتو ژبې ته ژباړلې ده.  زما په فکر دغه ژباړه، لا تر اوسه، په مستقله توگه چاپ شوې نه ده، بلکې د مولانا صاحب د نورو لیکنو په یوه ټولگه کې چې «دینی مرغلرې»  نومیږي خپره شوې ده.

ما د مولوی صاحب خالص دا ژباړه مطالعه کړه. ددې ژباړې تر مطالعې او څېړنې ماته جوته شوه، چې مولوی صاحب دغه رساله له فارسي متن څخه ژباړلې، نه له عربي نه.  باید وویل شي، چې میر سعید بریمن هم د نیچریه رساله، له فارسی متن نه ژباړلې وه.

دلته لازمه ګڼم، چې د ځوانو لوستونکو د معلوماتو له پاره، د ارواښاد مولوی محمد یونس خالص لنډ ژوندلیک ته اشاره وکړم :

مولوی محمد یونس خالص د مولوی عبد الاکبر زوي، پر ۱۹۱۹ (۱۲۹۸ هـ . ل یعنی د استقلال په لومړی کال زېږیدلی دی. دیني علوم یې د مشرقي او پښتونخوا په مدارسو لوستلي دي. بیا کابل ته راستون شوی او د دار القضاة په مدرسه کې په تدریس بوخت شوی دی.

مولوی صاحب محمد یونس خالص د لیکوالی استعداد هم درلود. د ده مقالی او لیکنې د روانې پېړۍ له درېیمې لسیزې راهیسې، د افغانستتان په مطبوعاتو کی خپرېدلې. هغه دیره موده د« پیام حق»  د میاشتنی مجله مسئول مدیر هم و. په خوست کې یې د «وړانگې» مجله هم چلوله او د « گهیځ » د ویښوونکې او متعهدې اونیزه سره، چې د شهید منهاج الدین گهیځ له خوا اداره کیدله، لیکوال او همکار غړی و او هلته یې مضامین او مقالات خپریدل.

 مولوی صاحب خالص  دیني روښانفکر مبارز او انقلابي عالم و. د جهاد د دوران، د مجاهدینو د سترو رهبرانو په جمع کې شمیرل کیږي او دده رسمي سازمان « د افغانستان اسلامی حزب»  نومیده، چې پر 1357 هجری لمریز کال کې یې، دده په مشرۍ خپل فعالیت پیل کړی و. مولوی صاحب د مجاهدینو د رهبرانو په قطار لومړنۍ کس شمیرل کیږی، چې د جهاد د پیل کالونه کی خپله، مورچل ته تلو او د مجاهدین رهبري او لارښوونه یې کوله.

د مولوي صاحب خالص د ژوند یوه نه هیریدونکې پاڼه داده چې په واشنګټن کښې د مجاهدینو په استازیتوب خبرې کولی او د خبرو اترو په لړ کښې مولوي صاحب خالص د امریکې ولسمشر رونالډ ریګن ته د اسلام راوړلو دعوت یا بلنه ورکړه.

پروفیسور برهان الدین رباني د مولوي صاحب خالص د مبارزې او جهاد په نمانځغونډه کې، له هغه وروسته، چې دده د علم او مبارزې په درناوي یادونه کوي، دده د فطري غرور، داسې ستاینه او یادونه کوي:

« زمانې که به پشاور مهاجر شدیم، به یاد دارم که اگرجزئی ترین سخنی از مقامات نظامی و سیاسی پاکستانی با غرورش بر می‌خورد، آتش می‌گرفت و با قوت ایستادگی می‌کرد و با صراحت حمله می‌کرد، غالباً برای آنان می‌گفت که در اینجا نیامده ام که از شما بشنوم و اصلاً به کمک بین المللی که برای افغانستان به شما می‌آید، هیچ نیازی ندارم و ماه ها با آنان مقاطعه می ‌‌کرد و مانند عقاب بلند پرواز در کوه های «سپن غر»  برای خودش مرکزی ساخته بود و در« توره بوره»  که همانجا می‌رفت.»  خط رهبر ، جلد پنجم ص 125

مولوی صاحب خالص برسیره پر دې چه دینی عالم و، د پښتو ژبې په ادبیاتو کې “خوږ ژبی” او “اور ژبی” شاعر هم بلل کیږي. ده د« خالص» « نبي خیل» او «نبي»  په تخلصونو شعرونه و یلي دي.  دده شعرونه دعوتگرانه،لارښوونکي، انتقادي او اصلاحي بڼه لري.  دده د شعرونو، څو بیلگې به یې دلته راوړو :

پوچ کارتوس

ما وې چې باز دی خو ټپوس وختو

په دووسانو کې دووس وختو

د زړه په وينو مې روزنه ورکړه

چې زړه ترې جوړ کړم، خو پپوس وختو

ډېر مې ټولنه کې دروند وتللو

اخېر کې سپک انډی د بوس وختو

په جهادي هدف يې لوبې وکړې

خدایږو له روس څخه چړوس وختو

د امريکا په ډالر ونڅېده

د خدای له مرستې نه مايوس وختو

موږ وې د ده له بخته مخکې به ځو

خو دی په‌خپله کې منحوس وختو

خالص له بل چا نه ګيله نه کوي

پوچ يې له خپل جېبه کارتوس وختو

 

وهې په بډه

 

اخره زمانه شوه غله اوښان وهې په بډه
ددې وخت منافق مسلمانان وهې په بډه
د روس په غلامۍ کې ازادې د وطن غواړې
داهغه پرچميان دې چې خلقيان وهې په بډه
ببرک چې لوبې وکړې دامين پر سرداځکه
فرعون ددې وخت دې چې هامان وهې په بډه
دنيا هغه بوډۍ ده چې سينګار لري، دناوې
واړه، زاړه، ځوانان واړه يوشان وهي په بډه
چې پير کړې لار غلطه او دنيا ته په سجده شي
دوکه ورباندې نه شې مريدان وهې په بډه
يو بل ته سره غله دې خو دعوه کړې ديووالې
په نوم داتحاد واړه سامان وهې په بډه
ځان ساته نبې خېله چې تاهم په بډه نه کړى
رهبر چې شې بې لارې رهبران وهې په بډه

پښتنه پېغله
هغه ده چې راغله ګريوان څيرې کوى شور
خداى زده چې دا څوک ده او روانه ده کوم لور
هاغه ده پښې تورې سپينو واورو کې رادرومې
وه ملګرو ګورئ چې راخېژې په پيچومې
تور پېکې يې پروت دې پرسپين مخ لکه د لومې
لاس کې يې نيولې په سرو وينو ککړ لور
خداى زده چې دا څوک ده او روانه ده کوم لور
پوه نه يم چې ولې ګريوان څیرې ژړه غونې ده
ولې سپينو واورو کې پښې يبلې راختونې ده
څوک يې دې وژلې که مظلومه تښتيدونې ده
خوله يې کيلى شوې ورته بل کړى اول اور
خداى زده چې داڅوک ده او روانه د کوم لور

شرنګار د زولنو

مه خانده ظالمه کــړپهار دزولنوته مې
ګور ه نتيجه کې اخــر کار د زولنو ته مې
تاته غرابې کوټه قلفې مظلوم بندې ښکارم
ناڅې دجنت حورې سينګار دزولنو ته مې
انس او جن لاڅه چـې ورته اسمانو کې هم
غوږ ملايکان نيسې شرنګار دزولنو ته مې
خداى چې راته وايې څۀ دې راوړل ورته وايم به
داپه پښو کې وګوره پرهار د زولنو ته مې
ستا دژوندانه د دايرې محيط که پام وکړې
نن سبا اړشــــوى دى برکار د زولنو ته مې
مړبه شې راپرې به وځې اوملابه دې درماته کړې
داقدرت ورکړې رب ګوزار د زولنو ته مې
خيزکړه نبې خېله په مور چل باندې ورودانګه
زر کړه ملتفت ظالم پيکار دزولنو ته مې

زما گران ادیب، شاعر، مبارز ، مجاهد، لیکوال، ژورنالیست او څیړونکی دوست ښاغلی عبد الباری شهرت ننگیال چې مولوی صاحب خالص سره یې د جهاد په دوران نېږدی پیژندګلوي درلوده، دده تر وفات وروسته، د هغه په هکله د « رهبر خالص – شاعر نبي خيل » تر عنوان لاندې؛ ددغه مشر ژوند ته ژوره کتنه کړی دی او دخپلې مقالې په یو ځای کې داسې لیکلی دی:

« عجيبه سړى و، ملا و، مولوى و، د قرآن کريم حافظ و، سخت دريځه و، مجاهد و، قوماندان و، ليډر و، په خپله خبره ولاړ و. هويې هو وه، نه يې نه، خو دغه ملا، مولوى حافظ او سخت دريځه بوډا “حضرت باز” نازاوه دا د” حضرت باز ” د بېوسۍ، بې ارزۍ خوارۍ او پردپسۍ وختونه وو، خوله کنډاسه، آواز لړزاند، خو دې يوه ملا، مولوي، حافظ او سخت دريځه د هغه ناز ووړ. د ژوند توښه يې وربرابروله، مياشت په مياشت يې پاله لکه د خپل دفتر مامور، لکه د خپل سنګر مجاهد. “حضرت باز” چا دفتر ته نه پريښود، د کمشنرۍ په راشن او پنډغالو کې يې ځاى نه و، ځکه چې ده کلونه د پښتو نستان پروګرام کې دديرې مجلس تود ساتلى و.»

 ښاغلی شهرت ننګیال د همدغې مقالې په بل ځای کې دده انقلابي طبیعت داسې انځوروي :

«خالص د يوه تنظيم مشر و، رهبر و، ليډر و. دده تنظيم تر ټولو غوره قوماندانان او جنګيالي لرل، ديو تنظيم د مشر په توګه خالص وسلې، پيسې او شونتياوې لرلې، خو چې يو سهار به راپاڅيدې خالص به دې مخې ته ولاړ و، نه به رهبرو، نه د تنظيم مشر، يو دردمند افغان به دې ليده، يو مجاهد يو کډوال چې د تنظيمونو د رهبرانو او هغه مسلط حاکميت پر وړاندې دریدلی و. پر دغه ورځ به مولوې خالص نبې خېل و،

 شاعرنبې خيل، ليکوال نبې خېل. په دغه ورځ به ده خپله له رهبر او ليډر سر ټکاوه، ليډران او رهبران يې غندل پرد غه ورځ خالص شاعرو او ليکوال و.

خالصه خير دې غواړه چې شپې ورځې دې ترخيږي
چې غله شې مجاهد او رهبران شې کوڅه ډب
وباشې قام کې ګډه د ژوندون بيړۍ چپه شې
دچاچې ملايان او طالبان شې کوڅه ډب
نوکر داستعمار شې خپل ملت په نورو پلورې
دکوم هيواد چې پوه ملى ځوانان شې کوڅه ډب
وطن ساتلى نه شې په څوکۍ چې کړې جنګونه
ګيدړې ترېنه ښې چې زمريان شې کوڅه ډب

دغه مهال به خالص شاعر و، ياغې شاعر، دليډر، رهبر او هغو مسلطو سياستونو مخالف شاعر.»

مولوی صاحب خالص په پښتو او عربی ژبو کې چاپ شو ی آثار لري. د جهاد په دوران کې د افغانستان د اسلامی حزب نشراتي ارگان « النور»  نومیده. ددغه خپرونې زیاتره سرمقالی به د ده په قلم لیکل کیدې. دده د ځینو آثارو عنوانه، په « خالص بابا ځانګړى بلاګ » یا ویبپاڼه کی داسې نومول شوې دي:

۱- ديني ملغلرې

٢- شرح العقيدة الطحاوية_ ژباړه(پښتو)

٣- شرح العقيدة الطحاوية_تاليف(عربي)

٤- عقل تقليد او دنيوي گټې وټې

٥- اسلامي روح

٦- د اسلامي عالم نن او پرون

٧- المفاتيح_مفتاح الصرف(لومړۍ برخه)(پښتو)

٨- اسلام د ضعيفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو تر منځ(ژباړه)

٩- دين او اسلامي تمدن(ژباړه)

١٠- روح الاجتماع

١١- ژوندي اشعار(شعرونه)

١٢- دامونه او دانې(شعرونه)

١٣- تور زړو ته يمه توره او سپين زړو ته يمه سپينه(شعرونه)

١٤- خوږو ته خوږه او ترخو ته ترخه(شعرونه)

١٥- اسلامي جهاد او گټه يې

١٦- زه څوك يم او د څه لپاره مبارزه كوم؟

١٧- من انا ولمادا اجاهد؟

١٨- پښتون قوم او د هغوى وظيفه

١٩- دوه مقالې(لومړى ټوك)

٢٠- دوه مقالې(دويم ټوك)

٢١- حكمتيار صيب څه وايي؟

٢٢- رمضانيه

٢٣- حقيقي مجاهد څوك دى او بايد څه وكړي؟

٢٤- موقف حزب اسلامي(دري)

٢٥- جهادي لار او لارښوونې

٢٦- ازموده را ازمودن خطا است(پښتو)

٢٧- مجاهد ملت ته پيغام

٢٨- د حج لارښوونكى

٢٩- د اسلامي حزب نوې اساسنامه

٣٠- د مسووليت احساس د مصونيت زامن دى

٣١- باغي څوك دى؟

٣٢- ديني گټې وټې

٣٣- ناوړه دودونه

٣٤- ښځه او نارينه يا د انساني ټولنې دوه وزرونه

٣٥- حساب…

مولوی صاحب خالص د ۱۳۸۵ هجری لمریز کال د چنگاښ په ۲۸ نېټه، چې ۲۰۰۶ میلادی کال دجولای له نولسمې سره برابره وه، له یو عمر مبارزې، جهاد او روشنگرۍ نه وروسته، له دې فاني نړۍ څخه سترگې پټې او په حق ورسیده. إنا لله و إنا إلیه راجعون.

***

مولوی صاحب خالص خبرې کوي ، دکتور زلمۍ خلیلزاد یې ژباړي او مستر رونالد ریگان یې اوري.

 

Leave A Reply