اساسی یا بنیادی انسا نی یا بشری حقونه/ فهیم نظیمی

0 829

اساسی یا بنیادی انسا نی یا بشری حقونهThe basic human rights
هر انسان کله چی د مور له بطن څخه پیداکیږی او دنیا ته راځی او ستګی پرانیزی په طبعی توګه د دریو اساسی حقونو مستحق ګرځي چی دغو حقونو ته خدایی حقونه، طبعی حقونه او یا بشری حقونه هم وایی. او دا حقونه عبارت دی له : د ژوند حق ، د ازادی حق او د ملکیت حق. د ژوند کولو حق نه مراد دادی چی هر انسان د ژوند کولو حق لری او دغه حق څخه هغوی هیڅ څوګ هم نشی کولای بی برخی کړي او ددی دپاره چی دا حق یی تحقق و مومی سولی ته اړتیا لیدل کیږي. او دا دری واړه حقونه د اسلام د مبین دین له ارشاداتو سره پوره اړخ لګوي او د اسلام مبین دین هغه تایید کړي او ملا تړ یی کوي. نو ځکه انسان وژنه په اسلام کی حرامه ده او یواځی له ځان څخه دفاع حلاله ګڼي. تجاوز مردود او دد فاعی جګړی پلوی کوي. لیبرالزم هم عین دریز لري. او اساس یی هماغه د انسان کرامت ته در ناوی ګڼل کیږي. دا ځکه چی انسان خدای پاک اشرف المخلو قات پیدا کړی دی. نو مونږ ځکه د سولی ملاتړ کوو او هر ډول سیاست چی په کی انسان ووژل سی د هغی غندنه کوو او ورڅخه نفرت لرو . راځی چی له دغه لوی انسانی حق څخه په ګډه دفاع وکړو او د ټولو هغو مشرانو چی په دغه لاره ځی او کو ټلی ګامونه اخلی ملاتړ و کړو. و من الله توفیق

زموږ انګلیسي ویبپاڼه:

www.dawatmedia.com

Leave A Reply

Your email address will not be published.