د ارواښاد پېروز فکر او مبارزه/ فرهاد داوري

0 1,216

مقدمه:

((د ستاینې پر مهال باید د یو چا نوم ته نه، بلکي د کار کیفیت ته وکتل سي)).

ارواښاد عبدالغفور پېروز

هره ټولنه چي فکري پېچومي، لوړي او ژوري، کږليچونه او تقابل ولري، په هغې ټولني کي فکري انحرافات زيات وي، د داسي ټولنو لپاره عمومي نسخې چي د فکري بنيادونو پر جوړولو ولاړي وي، اړيني دي، ځکه د داسي ټولنو يوازنی ستونزه فکري ګډوډي ده. په افغاني ټولنه کي داسي حالت حاکم دی چي د يوې پېړۍ راهيسي، فکري انحرافات په شعوري او لا شعوري ډول کېږي، د حکومتونو استبداد، د سياستوالو ځانپاله سياستونه، فکري، مذهبي، ژبني او نور تعصبات هغه څه وه چي د واحد فکر د مخنيوي لپاره يې ماينونه وکرل، هر فکري حرکت او جوړښت يې شهيد کړ، فکرونه او باورونه قتل سول او د فکر رغونکي مرتد وګڼل سول. دلته فکري حرکتونه او رغونه تر بل هر کار مشکل دي، ځکه زموږ درد او رنځ د فکري انحرافاتو څخه دی او څوک چي دلته انحرافاتو باندي پانګونه کوي د هغوئ لوی دښمن همدا فکري رغونکی دی.

په سلو کي يو کس روښانفکره سي، په منطق او استدلال د جهالت او ناروا سره جګړه پيل کړي، د قلم تر څوکي روښانتيا را باسي، د خلکو فکرونو ته روښنايي ننباسي، فکرونه د انحراف څخه را ګرځوي، عيني واقعيات د منطق په سريښو خلکو ته بربنډوي، ښه او بد تعريفوي او د ښو هدايت کوي.

داسي کسان ټولنه پر حرکت راولي، د ټولني هغه برخي چي خرافات يې خوسا کوي، ښوروي يې، ټولنه ژوندې کوي او د مثبت منزل په لوري يې خوځوي. دا خلک د ټولني لپاره هر څه دي، د ټولني فکري رهبري په غاړه لري او د زرګونو خلکو فکري رهبري کوي.

ددې ولس دوښمن تر ټولو لومړی دداسي خلکو سره حساب کوي، ځکه دا خلک د ټولني ريښتني واقعيات د خلکو لپاره په ملي ارزښتونو بدلوي، خلک د خپلو ارزښتونو سره تړي او خلک د پرديو دسيسو څخه ژغوري، نو ځکه دا خلک هدف کېږي او له منځه وړل کېږي.

ارواښاد عبدالغفور پېروز چي د کندهار د ټولني د فکري انحرافاتو او نارواوو په عواملو پوه سوی و، د ډاکتر په څېر يې فکري نسخې وړاندي کولې، دده فکري منشا طبيعي خبره ده چي د کندهار د ټولني د ناوړه کړنو په غبرګون کي جوړه سوېده، خو د ټول افغانستان د فکري او عملي انحرافاتو په اړه يې فکري چوکاټ جوړ و، ده د ټولني لپاره د اسلامي علومو حقيقت وسپړی او د افغاني ټولني د رنځونو د دوا لپاره يې د نسخې په ډول وړاندي کاوه، هغه چا چي اسلامي شريعت يې تحريفوی او د ټولني بربادې يې په کول، د هغو مخه يې نيول او د ريښتني اسلاميت په لوري يې خلک هڅول.

افراطيت او مبارزه

ارواښاد پېروز يو شمېر داسي فکري، سياسي او ټولنيز پرنسيپونو ته معتقد و چي د افغانستان د روانو ستونزو د حل يوازنی لاره يې ګڼلای سو. ارواښاد پيروز د مذهبي افراطيت په اړه وايي ((د مذهبي افراطي فکر ستونزه دا ده چي خپل برداشت او درک د خدايي ارادې مظهر ګڼي، ځکه نو ځان په مطلق ډول پر حق او نور په مطلق ډول پر باطله بولي)). مذهبي افراط په اسلامي ټولنه کي رېښې غځولي دي، د اسلامي نړۍ درد هم د همدې ځايه را پورته سوی دی، د اسلام په مخکي پرتې ستونزي او خنډونه هم د همدې تګلاري څخه راپيليږي. ارواښاد پېروز دا درد درک کړی و، د مذهبي افراط پر وړاندي يې سخته مبارزه کول. بل ځای کي د ملايانو د بېځايه فتواوو سره مخالفت کوي، دی وايي ((زما هيله له ملايانو همدا ده چې خپل مسوليت دې وپېژني. خپل اصلي رسالت دې تر سره کړي. دين دې له خلکو نه پټوي او نه دې له ځانه لويې لويې او بې ځايه فتواوې صادروي؛ کنه د قيامت په ورځ به له ټولو وړاندې همدی سرچپه په دوزخ کې پروت وي)).

د مذهبي افراطيت او د ملايانو د ناوړه فيصلو پر وړاندي ارواښاد پېرزو لکه غر داسي ولاړ و، دا ځکه چي ارواښاد پېروز په خپله لوی ديني عالم و، دی د اسلام په ريښتنو بنسټونو خبر و، چا چي به انحرافات پکښې راوستل د هغوئ پر وړاندي په کلکه ولاړ و. ارواښاد پېروز د مذهبي زده کړو منظم سيستم غواړي، هر هغه سيستم چي مذهبي افراط توليدوي او مذهب ته د يوې وسيلې په سترګه ګوري هغه ردوي، دی وايي ((د مذهبي زده کړو اوسنی سیسټم او نصاب یوازي وحشت تولیدوي)). دی په افغانستان کي اوسني مذهبي زده کړو د سيستم څخه نا خوښه و، دا حالت زورونکی حالت ورته ښکارېده. له بل پلوه د عمومي افراطيت په اړه هم دی وايي ((د بل په خوښه ژوند د هر ډول افراطیت اصلي جرړه ده او منافقت ته وده ورکوي.))

ارواښاد پېروز د افغانستان د روان حالت څخه ډېر زورېدی، دده فکر او مبارزه د روان حالت د سمون لپاره وه، دی د يوه ښېرازه او ودان افغانستان په هيله و، په افغاني ټولنه کي يې د ريښتنو مبارزينو روحيه پياوړې کول او تل يې هڅه کول چي ټولنه د مبارزې د لاري پرمختګ وکړي، ځکه مبارزه ډېر زحمتونه غواړي او په زحمت کېږي، هر هغه کار چي په زحمت سوی وي، وراني يې سخته ده، خو په همدې وخت کي دی د جنايتکارانو او خونخوارو څخه ډېر شکايت کوي، د کفر او مسلمان ټاپي هم دده لپاره د انديښنې وړ دي، د ملحد او مرتد ټاپي د ځاني ګټو لپاره ګڼي، دی وايي ((دلته هغه څوک هم ملحد بلل کېږي چي غواړي د مسلمان په لاس د مسلمان د وینې تویولو مخه ونیسي)). ده د افراطيت او الحاد په اړه اندېښنه درلوده، د افراطيت د جرړو په ايستلو پسي و، له همدې کبله افراطيانو ته وايي ((د الحاد پړه د افراطیانو پر غاړه ده او د خرافاتو د بیا دودېدو پړه د محلدینو)). دا چي دی يو ديني عالم و او ديني وجيبه يې په ټولنه کي د الحاد پر وړاندي مبارزه وه، نو ځکه د ملحدينو مخالف و او د يوې ښېرازي اسلامي ټولني لپاره يې مبارزه کول.

ارواښاد د افغاني ټولني مسلمانانو پر عقېد او عمل باندي نيوکه کوي، د خلکو څخه دا غوښتنه کوي چي ولي موږ د عقېدي او عمل په پاراډاکس کي اخته يو، پر خلکو ږغ کوي چي د عقېدې او عمل ترمنځ يوالی راولي، تر څو ريښتني اسلامي اصول پلي سي دی پوښتني کوي ((زموږ خلک ولي د عقیدې او عمل په پاراډاکس اخته دي؟ مثلا تصویرونه ګنا ګڼي خو ټوله ورځ انځورونه اخلي، موزیک او سندرې حرامي بولي خو ټوله ورځ یې اوري، ږیره خرېیل او کمول ګنا بولي خو پر خپل مخ یو ډکی نه ایله کوي او هره ورځ شیو کوي؟ د ښځې ان ږغ عورت ګڼي خو په بازرا کي تر هغو په ښځو پسي ګوري چي سترګي یې کار کوي. دا ولي؟)). پر دې سربېره دی دين د ټولو ښېګڼو او د ژوند د ټولو برخو تکميلونکی ګڼي، دين بايد د ټولني د ښېګڼي لپاره وکارول سي نه د وسيلې په توګه، که څه هم اوسمهال دين ځيني کړۍ د سياسي قدرت د لاسته راوړلو د وسيلې په توګه کاروي، خو دی وايي ((ځیني کسان له دین څخه د نورو د محوې لپاره، اوزاري استفاده کوي))، دا خبره دی د زړه د درده کوي او غواړي چي دا استفاده بايد نوره ختمه سي.

جګړه او خشونت

ارواښاد پېروز د هغي ټولني په غېږ کي ژوند کړی دی چي دده ټول عمر د جګړې شاهد و، دده د ژوند هره دوره د جګړې په اور کي سوې ده، له همدې کبله ده د جګړې پر وړاندي مبارزه پيل کړې وه، په افغاني ټولنه کي د جګړې څه باندي څلور لسيزي کېږي، پدې څلورو لسيزو کي جګړې زموږ د ژوند هر اړخ تر اغېز لاندي راوستی دی، خو دی د دې جګړې پر وړاندي په ټينګه ولاړ و او د يوه امن افغانستان په هيله و، دی وايي ((جګړه د بشر تر ټولو بده پدیده ده، څوک چي خپل اهدف د جګړې له لاري تر لاسه کوي، اهداف یې هم ناولي دي)). د جګړې له برکته افغان دښمنه کړۍ چاغي سوې، د افغانيت ريښې يې ولړزولي او د افغانستان خاوره يې په وينو سره کړه، خو دا جګړه د خشونت او تشدد سره مل ده، دا چي د خشونت او تشدد ريښې په څه کي دي، پدې اړه دی وايي ((زموږ پخوانۍ فقه ټوله پر خشونت بنا ده، ځکه مو هر ملا او دیندار هم خشن دی)).

په افغانستان کي د جهاد په نامه روانه جګړه دده لخوا تر نيوکو لاندي ده، دا جګړه د ټولني په زيان ده او د شخصي ګټو د تامين لپاره ده، دده په آند پدې جهاد کي يوازي افغانستان ورانيږي، تباه کېږي او خلک يې مړه کېږي، ګټه يې د افغانستان دښمنانو ته رسيږي، دی وايي ((دلته جهاد یوازي د خپل هیواد د ورانولو په مانا دی. که پرون د روس پر خلاف جهاد وو او که نن د غربیانو پر خلاف د جهاد په نوم جګړه ده)). که څه هم ځيني کړۍ اوسنۍ رواني ناخوالي د جهاد په نامه بولي، خو ارواښاد پېروز جهاد داسي تعريفوي ((جهاد د هر نیک او انساني کار لپاره هڅه ده. جګړه جهاد نه دی)).

د جهاد او جګړې ترمنځ توپيري هم همدا دی چي جهاد د نيک کار کول دي، خو په جګړه کي تل ناخوالي منځته راځي او بشري ناورين زېږوي، په افغانستان کي لا تر اوسه د جهاد او جګړې ترمنځ د توپير او تعريفونو نه شتون ددې لامل سوی دی چي دلته د جګړې په نامه عقيدتي احساسات استعماليږي. جګړه په افغانستان کي لوی تاریخ لري، خو ددې جګړې پر وړاندي د نفرت را پارولو هڅي هم بايد پيل سي، پدې اړه دی وايي ((موږ باید له جګړې د نفرت ورځ هم ولرو، که له جنګه یوه ورځ نفرت وکړو هم غنیمت دی)).

روان حالت د جګړې او ناخوالو تر سيوري لاندي دی، پدې حالت کي د ټولني هر اړخ د  جګړې د لمبو په اور کي سوځي، خو دا جګړه ولي روانه ده؟ ولي ددې جګړې اور نه مړ کېږي؟ پر روان حالت باندي د نيوکي په توګه دی وايي ((دلته ځکه سوله نه راځي چي موږ سوله نه غواړو. جنګ مو خوښ دی، په جنګ ویاړو، جګړه راته کمال ښکاري، د خدای حکم یې ګڼو او د جنګ سالارانو ملګرتیا کوو)). همدارنګه دی د جګړې رېښې زموږ په فرهنګي او ديني بنسټونو کي ګڼي، دی وايي ((موږ ته جګړې د دینی او ملي ارزښت په توګه راپېژندل سوې دي، ځکه نو پر جګړو مین یو او غواړو چي شتمني، عزت او پرمختګ د جګړو له لاري تر لاسه کړو. موږ ته سوله، مینه، کار او زده کړه په ذهن کي ناسمه راپېژندل سوې او موږ مدنیت ته د کرکې په سترګه ګورو)).

پر پورته يادونو سربېره ارواښاد پېروز د سياست، هنر، ټولني او پرمختګ په اړه بېلابېل نظريات لري، دی وايي ((هیڅ معقول انسان به له هنر څخه کرکه ونه لري)). هنر دده په ژوند کي يو منل سوی ارزښت و، ده پر هنر باور درلودی او پر هنر باندي باور يې د انسان معقوليت ګڼی. دی د اخلاقي او مادي بحرانونو په اړه هم منطقي نظر لري، دی وايي ((اخلاقي بحران د مادي بحران زېږنده دی. اخلاقي بحران په وچو وعظونو نه قابو کېږي)).

د سياست په ډګر کي د تشددي سياست مخالف و، د ايډيالوژيو او ګوندي تقابل پر وړاندي ولاړ و، نو ځکه د ايډيالوژيو تشددي مبارزه يې مردوده ګڼل دی وايي ((هغه ایډیالوژي معقولیت نه لري چي د مخالف وژل روا بولي)). د ايډيالوژۍ د معقوليت لپاره د عدم تشدد سياست صفت ګڼي، که څه هم په افغانستان کي ايډيالوژيکي ټکرونه زيات دي او زيات قتلونه هم د همدې اختلافاتو پر بنسټ وسوه، خو بيا هم تر اوسه لا دا حالت ژوندی پاته دی.

دی په خپلو خبرو او نظرونو کي ملت وېښوي او وايي چي د وياړنو پر ځای بايد تاریخ جوړ کړی ((د ویښ ملت یوه ځانګړنه دا ده چي په تاریخ د ویاړ پر ځای، تاریخ جوړوي)). که څه هم ځانپالنه او ځانستاينه په افغاني ټولنه کي زياته ده، همدارنګه د پنځه زره کلن افغانستان موضوع هم د هر افغان شعار دی، خو دی وايي چي شعارونه او وياړونه پرېږدئ او خپله تاريخ جوړ کړئ.

Leave A Reply

Your email address will not be published.