د څو ټکوتحلیل او کره کتنه (پنځمه برخه) آیا فرهنگ د پښتنو سره تعصب درلود؟

0 1,505

ژباړن: زلمی کرزی                                                         ۸/۵/ ۲۰۱۷

 

د فرهنگ د تاریخ (افغانستان در پنج قرن اخیر)

د څو ټکوتحلیل او کره کتنه

(پنځمه برخه)

آیا فرهنگ د پښتنو سره تعصب درلود؟

 

(لیکوال: کاندیداکادمیسین سیستانی)

 

یادونه:

د زلمی کرزی انځور

ما د ښاغلی کاندید اکادمیسن اعظم سیستانی د فرهنگ د تا ریخ د څوټکوتحلیل اونقد ولوست په رشتیا ډیره په زړه پوری کره کتنه ده.

د فرهنگ د تاریخ منفی اړخونه یي خورا ښه روښانه کړی دی، دملی وحدت برخلاف د پام وړ ټکو ته يي ګوته  نیولی ده چي ښایی تر اوسه ډیر پښتانه لیکونکی اولوستونکي دغو مسایلو ته متوجه سوي نه وي، افغانانوته اړینه ده چي د فرهنگ په ناروا روایتونو او جعلیاتو ځان پوه کړي. 

زما په اند د افغانستان په دننه او د باندی کي، ځوانانو او راتلونکی نسل ته باید تاریخی مستند حقایق وکښل سي او د دوی افکار باید په جعلی لیکنو مغشوش نه سي.  

د سیستانی صاحب څخه مننه کوم چي د فرهنگ د کتاب پر مهمو ملی او تاریخی موضوعاتو منطقی او مستدله رڼا اچولی ده، او د ده د تاریخ ماهیت یي افغانانوته څرګند کړ. نوموړی هر وخت  د افغانستان دښمنانو او د پردیو ګوډاګیانو په مقابل کي ټینګ ولاړ دی. د لوی خدای څخه ده ته په دغه فرهنگی خدمت کي لا زیات بریالیتوب او سرلوړي غواړم. ما د ښاغلی سیستانی دغه کره کتنه چی په دری ژبه او په روانه ادبیاتو سره لیکل سوی دی، شپږبرخی په پښتو ژبه وژباړل، هیلمن یم چي ګران لوستونکي دغه په زړه پوری نقد او تحلیل ولولي او دخپلو تاریخي مالوماتو په بشپړولو کی ګټه واخلي.

محترم لیکوال ته دلوی خدای څخه روغتیا او سلامتیا غواړم.

‎ په  درنښت

زلمی کرزی 30 /3/ 2017

د شاه محمود هوتکی په برخه کي د فرهنگ متعصبانه چلند:

په دی کي شک نسته چي هیڅ یو تألیف بی عیبه نه وی،که مؤلف هم نړیوال شهرت او علمی تبحر ولری او دغه په ټولو انسانی ټولنو کي د ژوند یوه عادی چاره ګڼل کیږی ، په تیره بیا که دغه نیمګرتیا وی قصدی نه وی. او دلیل یی د تاریخي لاسوندونو نه درلودل وی او مدارکو ته لاس رسي نه وی د اندیښنی وړ نه ده، مګر که تاریخ پوه سربیره پر دغه چي تاریخی اخځونه په لاس کي ولری او د یوی پيښی په باره کي او یا یو قوم (چي د ده  خوښ نه وی) ډډه کړی وی او یا د تاریخی مسأیلو په بیانولو کي د کلمو او جملو په منځ کي داسی ټکی راوړی چه په راتلونکی کي په ټولنه کي له هغه څخه خطر پیښ سي،د بخښلو وړ نه دی بلکي هغه باید سخت وغندل سي،ځکه دا ډول کارونه په حقیقت کي د هیواد د تاریخ او د راتلونکی نسل په حق کي لوی خیانت او ګناه شمیرل کیږی.

مسیحی ګرزندوی لهستانی کیشش “کروسینسکی” پخپو خاطراتو کتاب کی لیکی چی ما، ۲۰ کاله په اصفهان کي تیر کړی دی، د اصفهان د کلابندۍ په وخت کي دښار د زړه دردونکی اوضاع شاهد وو، ده څوکرت دشاه محمود سره لیدنی کتنی کړی دی.اوده داصفهان د خلکود رنځونو یو تصویر د محاصری په دوره کی داسی کښلی دی:

« په اصفهان کي د درو میاشتو وروسته د اوښ او خره غوښي خرڅیدلی، دونی وخت تیر نه سو، چي یو خر په پنځوس تومانه خرڅیدی وروسته هغه هم نه پیدا کیدي. د سپی او پشی خوړل یی پیل کړه ،د څلورو میاشتو وروسته خلګو د انسان د غوښو په خوړلو پیل وکړ، پنځه قصابان ودغه کار ته ګمارل سوي وه. تازه مړی می ولید چی ورنونه يي پری کړی وه او خوړل یي. څنګه چی د اصفهان خلګو عادت نه درلود چي پخپلو کورو کي د یوه کال د خوړو توکی زیرمه کړی. ټولو له بازار څخه ورځنۍ سودا رانیوله، هیڅ وخت یي د کلا بندۍ فکر نه درلود، په پای کي یی د ونی پوستکي د دارچینی په وزن خرڅول او په هاون کي یی کوټل او هم یي دزاړه بوټ پوستکی ایشول او د هغه اوبه یی چښلي  او خلګ په کوڅو او لارو کي پراته وه او سا یی ورکوله. باکرو نجونو اوښایستو ښځوخپل سره زر او ګیڼي پر خپلو سرو باندی ایښی وه، ناری سوري  یی وهلی او سا یی ورکوله. هیچا د مړو د ښخولو توان ن درلود، ښار د مړو څخه ډک سوی وو.»[57]

په تاسف سره باید ووایو چی په هر ډول د غچ اخیستلو لښکر کښیو کی د نیستمنو خلګو ژوند زبون او کمزوره کوی خو شتمنو کسانو د لوږی څخه لږ کړاو او درد وینی. اصفهان د اکتوبر د میاشتی په پای کی خپل آخری نفسونه کښل.

د اصفهان د شپږومیاشتو د کلا بندی را وروسته، سلطان حسین صفوی مجبور سو د پاچاهی د تخت څخه را کښته سي او خپله د افغانانو پوڅ ته ورسي او دخپل ژوند او پاچاهی برخه لیک يي د شاه محمود پښوته کښیږدی.

لکهارت، دعینی شاهدانو له قوله داسی لیکی:«د ایران ځواکمن پاچا د اکتوبر ۲۳ بیله شاهی برم او دبدبي د ماڼۍ څخه راووت، هغه د یوه نیستمن سړی په شان عادی کالي اغوستی وه. د ساتونکو وضعیت يي ډیر پریشانه وو، داسی ښکاریدل چي د ټولواک  دښخولو مراسم پر ځای کیږی.»[58]

د اکتوبر۲۶ شاه محمود دخپل افغانی لښکراو دبدبی سره د «فرح آباد» څخه راوخوځید او اصفهان ته راغی، کله چي د شاهی ماڼۍ رسمی مراسم پر ځای سول، افغانی پوځیانو په لوړ ږغ د الله اکبر ناری ووهلي ! شاه محمود د ماڼۍ د دروازی څخه په سرلوړی  سره تالار ته ولاړاو د پاچاهي پرتخت کښیناست . د سلطان حسین وزیرانو او مشرانو د وفاداری لوړه(قسم) او درناوی پر ځای کړل. په دی ډول په ایران کي د افغانانو د واکمنۍ دوره پیل سوه.

د کروسنیسکی په خبره، شاه محمود(پاچاهی، ۱۷۲۵/۱۷۲۲م) په پیل کی یو بشاش او معتدل ځوان وو. لومړی کاری يي د ایران په واکداری کي داصفهان کاختی وهلو خلګو ته د خواړو توکی رسول وو ، د واکمنی په لومړیو میاشتو کی یی په ښه چلند حکومت کاوه. شاه محمود هغو کسانوته چي د خپل پاچا او هیواد سره خیانت کړی وو، او د افغانانو په ګټه یی جاسوسی کړی وه، اعدام کړل او یا بندیان سول او ښه درس یي خاینانو ته ورکړ.هغه په زغرده وویل، هغوکسانو چي د خپل پاچا او دولت سره خیانت کړی دی،ښه ورځ به و نه ویني [59]

کروسينسکى د شاه محمود دکرکتر او د ورځنی کړه وړه  داسی یو تصویر په گوته راکوی.

«هغه میانه قده سړی ،چارشانه ، پیته پزه ،تیزی سترګي، تند لیدل، لنډه غاړه او سره ږیره درلوده. هغه هره ورځ سهار د پوځ د زورور منصبدار سره غیږه ایستله،او بیایی ورزش کاوه چي دده بدن یی ډیر قوی کاوه . د ورځی یی پنځه پسونه ورته راوړل څو دی یی پخپله توره دوی ټوټی کړی، هغه د لنډی نیزی په اچولو کي ډیر ماهر وو، او هدف هیڅوخت د ده څخه نه خطا کیدی، هغه پر آس د سپریدو پر وخت دومره تیز او چالاکه و چي بیله رکابه ، په کیڼ لاس به یی د آس ویښتان نیول او ښي لاس یی د آس پر شا ایښود، پر زین به اوچت سپور وو، هغه ډیر لږ خوب کاوه. د لښکر کښي په وخت کي يي پر بستر آرامی نه درلوده، پخپله یی د شپی لخوا د محافظینوخبر اخیست او په اصفهان کي یی قدم واهه، په خوړو  کي میانه رو و،او هر شي چی يي ومخ ته وه قناعت یي کاوه . بوږ(شراب)يي نه چښل ، بیله خپلی ماندینی څخه چٍی د شاه حسین پاچا لور وه او یو زوی یی له هغی څخه درلود، د بلی ښځي سره يي په بستر کي خوب نه کوه ، شاه محمود د شاه حسین په پرتله فعال او د قوت خاوند و،د قصاص پر وخت يي د هیچا شفاعت نه آوریده او د هغه زاری نه منل کیدی او شرعی حکم یی  جاری کاوه او د دښمن په حق کي ډیر قهرجن وو،په جنګو کي به د لښکرمخ ته روان و.»[60]

تر دغه ځایه مو د یوه غیر افغانی (کروسنسکی) عینی شاهد د سترګو لیدلی حال او مطالب ولوستل، دا څرګند وی چی شاه محمود خپله برنامه درلوده ، ورزش،آس سورلی، توره بازی، او غیږی نیولو سره علاقه درلوده. د زیات خوړولو، غرور او عیاشی څخه یی پرهیز کاوه، د شپي لخوا یی د پوځیانو دبوختیا او پهره دارانو خبر اخیست، یو انضباط  لرونکی واکمن وو، په سیاست او چلند کی دخلګو سره چی پرون د ده په مقابل کي جنګیدل، ډیر قهرجن نه وو، دغه ټول د افغان زړورسوبمن ځوان مثبت اړخونه دي. مګر فرهنگ په هر دلیل چي وی دشاه محمود او افغانی لښکر دیر ښه صفتونه پخپل بیان کي ایسته کړی دي او د کروسنیسکی له قوله لاندی عبارت دخپل اضافی جملو او عباراتو  سره لیکي چي ما خط تر لاندی کښلی دی .

«هغه میانه قده سړی و، چارشانه ،برداره څیره، پیته پزه، تیزی سترګی،تند لیدل، لنده غاړه او کوسه سره ږیره يي در لوده.تر هغه وخته چي په عصبي نا روغی اخته سوی نه و، بشاش او معتدل وو، هر سهاری یی د پوڅ د منصبدارانو سره غیږه نیوله او دشپی لخوایی د ساتونکوخبر اخیست، شراب یی نه چښل، د نورو ښځوسره یی مینه نه درلود، د ایرانیانو سره یی ښه چلند کاوه او د هر افغان په څنګ ګي يي یو ایرانی مقرر کړی وو،څو دکار اصول له هغه څخه زده کړی .په پایله کي د حکومت په لومړیو وختو کی د هیواد اداره د صفوی اخیری دوري په پرتله ښه وه، [مګر د ناروغي وروسته د ده وضعیت تغییر وکړ، په ډیربد خښم یي نه یوازی د ایران خلګ بلکی افغاني دوستان هم غمګین او خوابدي کړل، ټول د ده په مرګ راضي وه، څنګه چي روایت دی د شپي لخوا یی ناری وهلی او د بدن غوښی یی په غاښو پری کولی، ګوښه کښینستلو(انزوا) دومره کمزوره کړ چی ویوه کالبد ته ورته وو.]»[61]

هغو جملو چٍي ما لاندی تری خط کښلی دی، د کروسنیسکي په خاطراتو کي نسته ، دا خپله د فرهنگ دي، ځکه چي د خبری په پای کی يی د کشيش مأخذ نه دی ښکاره کړی، نه پوهیږو چي مؤلف ولي د شاه محمود او د ده د لښکر د غوره صفتونو څخه ډډه کړی ده؟ په داسی حال کي چي مهم ټکی د جنګیالی افغانانو روحیه ،پوځی دسپلین ، خوراک، پوښاک او د افغانی ښځود ښکلا او ګیڼو په باره کی لیکل سوی دی.همدارنګه په دغه اثرکی د شاه محمود هوتک او هم شاه اشرف هوتک ښه اخلاق او ددوی ښه چلند د یرغملو او د ایران دخلګو سره او دحکومت د طرز په باره کي مالومات لیکل سوی دی.

د فرهنگ د لیکني څخه دا څرګندیږی چی په قصدی ډول یی دعینی شاهد دغه ټکی نه دی لیکلي، ځکه د شاه محمود انظباط،هویت،غښتلتیا او پر جنګیالانو  د ده پر اداره او دسپلین دلالت کوی.که نه نوښه صفتونود افغانی جنګیالانو جنګی روحیه او دسپلین یادونه د کتاب اهمیت زیاتوی. د پښتنو باور اوښه نظر د لیکوال لیکنی ته ډیریږی.

د کروسنیسکی په خاطراتوکی لولو، چي د افغانانوپه بریالیتوب کي یو دلاملونوڅخه چی مهم رول درلود. دپوځیانو انظباط وو.«ښایی نور په هیڅ ځای کي سرداران  ددغسی اقتدار درلودونکی نه وی.»[62]

کروسنیسکی د افغانی جنګیالیود روحیي  په باره کي وایي«جنګ او وژنه د افغانانو عادت دی ، په جنګ کي سړی نسي کولای د دښمن څخه مخ واړوی، هرڅوک چي شاه ته ولاړسي وژل کیږی، د اصفهان په کلا بندی کي ما د عباس آباد پل ته نژدی د جنګ ننداره کوله، یو افغان می ولید چي ښی لاس یی ځړیدی، د لیکی ښاته راغۍ محافظینوفکر کاوه چي د جنګ څخه تښتیدلی دی، غوښتل يي چی دی ووژنی، دوی وویل :بی غیرته ستا ښی لاس چی د جنګ نه دی، باید په کیڼ لاس جنګ وکړی او که دی کیڼ لاس هم دکار نه وی په خوله جنګ وکړه، دخولي اوبه د دښمن پر مخ واچوه ، که توره ،غشی ،توپک دافغانانو وسله پرځمکه لویدله د آس څخه د وسلی د بیرته اخیستلو لپاره نه راکښته کیدی ځکه چي په آس سورلی کي ډیرتیز او چابک دی  نو خپله وسله د آس څخه له مځکي څخه را اخلی.

دوی چي به هر ښار ونیو که د هغه ښار د خلګو سره به جواهراو سره زر وه، دلښکر څخه یوه تن هم هیڅ آزار نه ورکاوه ،یرغمل یي ژر خوشی کول ، ډیر کسان چي به جنګ کي نیول کیدل د اولاد په سترګه يي ورته کتل، په چآرو کي توکل لری، پرخپل ځان مین نه دی ،په برشته غنمو وخت تیروی، په خوړولو کی تکلیف نلری ، ډوډی او نور خواړه پر مځکه خوري، بیله اوبوڅخه بل شی نه چیښی ، ټول راز راز شالونه  او کرباسونه لری چی خپل ځان او وسله د لمر او باران څخه ساتی، آزادی جامی آغوندی او ښځی یی بی روی بنده په کوڅو کي روانی دی په دوی کی د لمر پشان ښایستي ښځي سته چي بی بوغرو روانی وي مدام يي په غوږوکی والی دي.»[63]

په دی ډول د کروسنیسکی په خاطراتو کي په زړه پوری ټکی لیدل کیږی چی زموږ دځوان نسل لپاره ډیر ښه درسونه دی . مګر له بده مرغه د فرهنگ په کتاب «افغانستان در پنج قرن اخیر» کي دغه ټکی په نظر نده نیول سوی اوایسته سوي دي.

 د یوه غیرمسلمان او غیر افغان عینی شاهد خبری او ګټوری جملی ایسته کول او د نورو له قوله د هغو صفتونو بر خلاف جملي اضافه کول، نه یوازی د اخځونو او سرچینو داستفاده کولو د معیار سره سم نه دي بلکی د لیکوال دبد نیت او تعصب ښکارندوی دی.

د ارواښاد فرهنگ لخوا د دغو ټکونه کښل دا څرګندوی چي په قصدی ډول يي نه غوښتل دغه ټکي د یوه عینی شاهد له قوله وکاږی، چي د شاه محمود پر انضباط، سترتوب، دبدبی او د جنګیالانو پر اداری او کنترول باندی دلالت وکړی. که نه نو د افغانی جنګیالانو جنګی روحیه، دسپلین او نیک صفتونه  د کتاب اهمیت زیاتوی. د پښتنو ښه نظر او باور لیکوال ته زیاتیدی.

نتیجه:

(افغانستان در پنج قرن اخیر)په شمال کي غیرپښتنو خلګو ته دا لاندی پیغامونه مخابره کوی.

لومړی پیام : امیرعبدالرحمان خان، پښتانه قومونه له سویل څخه شمال ته ولیږل ،د ازبک او تاجک قومونو ملکیتونه او مځکی واخیستی او پښتنو ته يي  ورکړی.

دوهم پیام : هزاره خلګ د جعفری فقه پیروان دي، دحنفی فقه د احکامو پلی کول يي د خپلو عقیدو مخالف ګڼل، دهزاره و په سیمو کي د حنفی فقه د پلی کولو له کبله ښورښت پیل سو.د دولت لخوا د دوی ترټل او ټکول د حنفی فقه د عملی کولو لپاره وو.

دریم پیام : د افغانستان نوم، يو نوی نوم دی، د لومړی ځل لپاره په۱۹۰۱د افغنستان پر ضد د انګریزانو او د ایران په تړون کی لیدل کیږی او تر دی د مخه زموږ د هیواد نوم خراسان او آریانا وو، په هم دی ډول د۱۹پیړی د مخه په تاریخی متون کی د افغانستان نوم نه لیدل کیږی.

د دغو درو پیامونو نتیجی زموږ په بی لیک لوسته ټولنه کي خطرناکه دی ، ناوړی اغیزی یی دشمال پښتنو د داکتر نجیب د حکومت د نړیدو او د ربانی حکومت او شمالی أېتلاف په وخت کي او هم د طالبانو په ړنګیدو سره دغه بخوله (فاجعه) تجربه سوه نو دا ویلای  سو چي فرهنگ د پښتنو سره په تیره بیا د پښتني پاچاهانو سره  تعصب درلود.

د فرهنگ د کتاب په راز راز څپرکیوکی کولای سو ډیر ناوړه پیامونه  وینو چي د افغانستان قومونوته یي لیږلی دی . زمونږ خلګویی ورانوونکی اغیزی پخپلو غوښو او پوټکو کي لمس کړی دی .د افغانستان دښمنان د دغو ناوړو پیامونو او اغیزو له کبله دغه کتاب پر له پسی چاپوی او بیایی په وړیا توګه د هیواد په شمالی سیموکی ویشی،زموږ خلک د کتاب د لوستلو سره عادت نه لری او نه څوک د تاریخ سره علاقه لری، د افغانی پوهانو او لیکوالو لخوا د فرهنگ تر تاریخ  لوړ او ښه تاریخی کتابونه کښلی او د مخه چاپ سوی دی، چی د دوهم چاپ مخ یی نه دی لیدلی.لکه : د افغانستان پخوانی تاریخ، د ارواښاد احمد علی کهزاد، د علامه حبیبی تاریخی کتابونه ، د پوهاند علی محمد زهما تاریخونه، د پوهاند میرحسین شاه تاریخونه، د عزیز الدین پوپلزی تاریخونه، د ارواښاد غبار تاریخونه او فیض محمد کاتب کتابونه ، مگر دغه کتاب دهیواد د سلو کلنو په آخرو کی د نورو ادبی، تاریخی،سیاسی او هنری کتابونو په پرتله زیات چاپ او ویشل سوی دی، د هغه علت بیله د قومونو په جنګ اچول ،بل شی   کیدای نه سی ،او دغبار، حبیبی، کهزاد او فیض محمد کاتب په کتابونو کی دغه ټکی نه لیدل کیږی.

دپنځمی برخی ماخذونه:

‏ [57]- تاریخ سیاح مسیحی،تحشیه وتعلیق خیرمحمدخیرخواه،کابل 1363 ش، ص42‏

‏[58]‏ ‏- لکهارت،انقراض سلسله صفویه ، ترجمه عماد،تهران ١٣٦٤، ص ١٨٧، ١٩٥‏

‏[59]- فرهنگ، افغانستان در پنج قرنه اخیر، ج1، صص 391- 392‏

‏[60] – لکهارت، همان اثر، ٢٢١، تاريخ سياح مسيحى،کابل، ص ٦٣، سقوط اصفهان به روايت کروسنيسکى، به ‏کوشش سيدجواد طباطبائى،تهران، ص٦٣ ‏

‏[61] – فرهنگ، افغانستان در پنج قرن اخیر،چاپ 1371 مشهد ایران، ج1، ص 94‏

‏[62] – تاريخ سياح مسيحى تحشيه و تعليق فقير محمدخيرخواه ، کابل ١٣٦٣ ش، ٦٣‏

‏[63] – تاريخ سياح مسيحى، کابل، ص ١٢-١٣، سقوط اصفهان بروايت کروسينسکى، چاپ سيدجواد طباطبائى، تهران، ‏ص ٤٦‏

 

Leave A Reply